د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د لوی افغانستان دتاريخي وياړنو مرکزي سيمي:ګندهارا، بلخ ، کندهار،نَنګرهار ، کابل ، پکتيا، کونړونه او نورو... ت

ښکلا
27.10.2006

ګرانو کتونکو او لوستونکو !
ترسلامونو او نېکو هيلو وروسته هيله کوم هر څوک چې د افغانستان دهرې سيمې د تاريخي وياړنو په اړه څه مالومات لري ، دلته يې درنو لستونکو ته وړاندې کړي.
زۀ نه د تاريخ زده کوونکې يم اونه هم پۀ تاريخ کې اوسم او که لا ووايم چې يوازې پرتاريخ وياړل هم خپل ځان دوکه کول دي نو دخپل فکر پراساس به يي بالکل ټيک وبولم !
زه پهخپل وار د لوی کندهار ځانګړي اټموسفېر ته دروند اعتقاد لرم ، نه يوازې زۀ بلکې هرافغان د لوی افغانيت او پښتنوالي دې اصلي ټاټوبي ته د خپل ځانګړي جيوپولتيک موقعيت ، علمي او فرهنګي رسالت پرپياوړي بنسټ کلک ملي اعتقاد لري !
نو د پښتنوالي ،افغانيت او علميت د دې ستر ټاټوبي پر ځانګړي سياسي ،تاريخي اوعلمي موقعيت به بحث کول يقيناً چې بې ګټې نۀ وي !
پۀ همدې هيله ................ کمکۍ خور مو ښکلا[color=white:7da280f23d][/color:7da280f23d]


Re: کندهار، د افغان ملت د ملي عقايدو کعبه !


27.10.2006

تر سلام وروسته :
ګرانې خورې ، ډير ه ښه موضوع مو راپيل کړې، داچې د يوې لړۍ په توګه مو سرليک ورکړی چې د هيواد د ملي تاريخ ټولې زانګو ګانې په بر کې نيسي او يوه په بل پسې يا يوله بل سره جوخت څوک د وطن يوه او څوک بله سيمه وڅيړي، تار يخي ياړنې به د د يوې غنچې په توګه چې د ملي وياړنو له رنګارنګ ګلونو څخه جوړه شوې وي تمثيل کاندي .
زما پر اند ملي عقايدد تاريخي پيښو زيږنده وي ، نه د هوا فضا. . هو، سمه ده چې تاريخي پيښې هم په جيو پوليتيکي مهمو سيمو کې ډيرې رامنځته کيږي . که دغه فارمول په پام کې ونيسو نو ويلی شو : چيرې چې مهمي تاريخي پيښې ډيرې رامنځته کيږي هغه ځای د جيوپوليتيک له نظره مهم دي . د ميوند جګړه زمونږ دتاريخ ستره پيښه وه او ميوند نوم په کندهارکې تر هرې بلې سيمې د ملي عقايدو په روزنه کې زيات رول لوبولی دی . خو د ورته پيښو ګڼ شمير دهيواد په نورو سيمو لکه کابل ، د خيبر دره او نورو کې هم رامنځته شوي دي. چې هم د جيو پوليتيکي موقعيت او هم ددغسې وياړلو پيښوله امله د ملي عاقايدو په روزنه کې بي ساري دي .
دهوتکيانو جګړې د فارس اود پيروښان ، شير شاه سوري ، دريا خان ، ايمل خان اوخوشالخان جګړې د هند د مغلي امپرا طوريو پر ضد اودغه راز د انګليسي استعمارچيانو پر ضد د هيواد په ګوډ ګوډ کې د افغان ولس
بيسارې اتلولۍ له حماسو او وياړونو ډکې دي، چې هر يوې په خپل وار سره د ملي احساساتو او عقيدو په روزلو کې نقش لوبولی او لوبوي يې !
ددې له پاره چې د ټولو ارزښتونه او درناوی وشي ، دغسې عام او ټوګړي سر ليک سره مو موافق يم . او له دې سره هم موافق يم چې د ساري په توګه لومړی مثال له کندهاره راپيل کړئ . په مينه او درناوي .. .


کټوازی
28.10.2006

ګرانو وروڼو او خويندو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ وبرکاتۀ !

د دې لپار چې د لوی کندهار پر سياسي ،تاريخي ادبي ،علمي او فرهنګي عظمت او رسالت چې د تاريخ پۀ هرپېر کې د علم پوهې او تمدن زانګو ، دسياسي او ملي رهبرۍ کور پاته شوی ، يو ښۀ او ګټور بحث ته لار هواره شي د پېښور پوهنتون د پښتو اکادمۍ د پخواني رئيس _ ډايرېکټر پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک له يوې مقالې څخه يو څو کرښې را اخلم چې د پوهاند اکېډمېسن علامه عبدالشکور رشاد صيب د څلوېښتۍ پۀ مناسبت يې ليکلې ________
[color=white:1a29cce10d]پوهاند ډاکټر راج ولي شاه خټک د خپلې مقالې پۀ لومړيو کرښو کې ليکي :[/color:1a29cce10d]

ښايست علم دی ، جهالت تيارۀ ده علم رڼا ده ، د بنيا م ښايست د هغۀ دشخصيت ښکلا ده ، د ښکلا رنګونه او صورتونه ډېر زيات دي ، خو وجود يې پر دريو محکمو بنيادونو درېږي ، دغه درې بنيادونه د ژوند درې اړخونه دي ، يو ښايست د تجزيې ،بل ښايست د هنر درېيم ښايست د اخلاقو ، د تجزيې ښايست بنيادم سينګاروي ، او د هنر ښايست يې خپور کړي ، بيا د اخلاقو ښايست يې ساتي ، چېرته چې دا درې واړه يو برابر وي هلته د ښکلا بادشاهي وي ، د ژوند پۀ دې اندازکې د بنيادم ثبات دی !

د پروفېسر عبدالشکور رشاد د ژوند پۀ بېلابېلو اړخونو کې پر دغه دريو شيانو که خبره کوو ، نو دهغۀ د شخصيت د ښکلا د راز مفهوم پۀ کې موندلای شو !

خو وړاندې له دې نه چې د رشاد صيب د شخصيت د ګلزار پر ګلرنګونو خبره وشي ، يا دهغۀ د قامي ادبي تشخص د تصوير کرښې را برسېره کړو ، د هغې خاورې خبره بايد وکړل شي چې د پښتنو پۀ تاريخ کې تر هرڅۀ زيات اهميت لري ، دغه خاوره او د دې آب و هوا د خپلې مردُم خېزۍ د تاثير لپاره پۀ دنيا کې هم ډېر کم ساری لري

پر دغه خاوره آباد د خالصو پښتنو يوازينی ښار کندهار، پښتون ولس ته هر هغه څۀ ورکړي دي چې د يوۀ تمدن د رغونې لپاره بنيادي ارزښت او صفت لري

د دې روحاني فضا د روحانيت له پاکېزګۍ ډکه فضا د وجود او روح تر منځ د توازُن ،او بيا له دغه توازُنه د مکمل او کامل سړيتوب د زېږولو يو فطري جواز جوړېږي .

کندهار د پښتنو پۀ روحاني تاريخ کې هم دنګ مقام تر لاسه کړی دی ، شايد چې پر داسې جغرافيايي حد آباد دی چې د روحاني ترقۍ او پرورښ يو قدرتي اثر او صفت لري ، دا که د هر چا د دعا برکت وي ، خو د کندهار دغې مقدسې فضا پښتون ته مدام قامي سياسي رهبران ، مشران ،حاکمان ،او بادشاهان ورکړي دي ، او د دغه پښتني اسلامي ننګ ګواه يي اېشيا تاريخ دی !

د پښتانۀ د تاريخ پر سينه تر ټولو ډېرې پخې او ژورې کرښې د کندهار دي ، پښتون ته د مملکت د رموز او د حاکميت چل هم کندهار ورښوولی دی ، ولې بياهم د يو قام او ملت د د ژوند د زيست لپاره له ټولو غوره پانګه علم او فرهنګ وي ، پښتو ژبه ادب او د پښتونولۍ ثقافت به تر ابده د پښتو د پخو علمي ادبي بنيادونو د سازولو لپاره پر کندهار وياړي ، او کندهار به د دغه علمي ، فرهنګي او پښتني پېرزوينو لپاره مدام د تاريخ پۀ سر کې راځي ، لکه خوشحال بابا چې پۀ يو وخت کې ويلي وو :

[color=blue:1a29cce10d]درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سر يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار [/color:1a29cce10d]

دا که يو اړخ ته د يو وخت د پښتانۀ د پاڅون پۀ هکله يو تاثُر وړاندې کوي ، او د يوۀ جغرافيايي وحدت پر لور اشاره پۀ کې ښکاري ، خو پۀ دغه تاثُر او وحدت کې هم شروع له کندهاره کېږي او د کندهار نوم پۀ سر کې راځي ، ګنئ کندهار د خوشحال بابا نه پس ته د پښتنو پۀ تاريخ کې پر روحانيت ، سياست او علميت ژور اثر غورځولی ، د ادب او سياست ياد حاکميت شاه سواران يې د خوشحال بابا نه پس ته پيدا کړي دي ، تر دې چې ستر خوشحال خان خټک د ژبې پر بنياد د يو قاميت کوم فلسفيانه تصور وړاندې کړی وو ، هغه پۀ عمل کې هم د دغه کندها پر برکت راغی !

د جديد افغانستان باني ( ستر احمد شاه بابا ) د پښتون قاميت_ قوميت هغه تصور پۀ عمل کې راوست ، او د دنيا پر مخ د يوۀ نوي مملکت بنا هم له کندهاره وشوه !

کندهار ته شايد چې د پښتنو د قامي ملت د وړومبنۍ دارالخلافې وياړ هم حاصل شو ،ولې څنګه چې ښکاره ده قامونه او ملتونه پر پخو علمي بنيادونو استوار وي ، هر هغه قام چې بنياد يې پر ژبه ، علم او ادب ولاړ وي ، د دنيا پر مخ د دوام لرلو جواز لر ی ،ژبه او ادب د کلتور بنياد وي ، ځکه چې پۀ ژبه کې د يو ولس اجتماعي نفسيات ، د شعور آيينه ، د رسمونو او رواجونو مانا ، او د ژونديو روايتونو روح وي ، د ژبې وده پر ادب او ادبي علمونو او فنونو کېږي ، قامونه د خپل قامي تشخص تصوير پۀ خپله ژبه کې روښانه ساتي ، نو کندهار پښتون ملت ته د روحاني پرورښ روايتونه ، دحاکميت هنر او د علم او فرهنګ هغه درې اړخيزه ثقافتي او تاريخي ورثه ورکړې چې د پښتنو د تاريخ زرين تثليث تر سازېږي !

پۀ سپېڅلې کليواله مينه :
ستاسې يو ورور اسدالله صميم


pattang
28.10.2006

ليلما جانې ستړې مشې !
ښه شوه چې را ښکاره شوې او بېرته ميدان ته راغلې ٠
ډير وياړم چې دالفت صيب نوم در سره دی ٠
**که زه سترګې پټې کړم او په پښتو يوتاريخي کتاب راواخلم او بياهغه جملې چې
غرور،هيواد پالنه ،مېړانه اونورې پکښې پرتې  وي ټولې راټولې او څنګ پرڅنګ
 يې سره وتړم نو ستا خوږ ه ليکنه به ترې جوړه شي خو که زه د پښتون کلتوري او مدني ژوند ته په تېرو زمانو او اوسني حالت کې وګورم نو قسم په خدای چې هغه کتاب به زه  له قهره او مايو سۍ ځخه ځيرې ځيرې کړم ٠ 

** هرعمل بايد د خپلې ايتنيکي ريښې لپاره يوژور مدني اوکلتوري تحول منځ ته راولي اوکه داسې نوي نو دغه عمل به خيانت وي .

**زه خپله  کندارۍ ريښې لرم په قوم هم (زی ) درا نۍ يم خو غلامي اود پرديو
چوپړ چې دپښتنولي په قانون کې بند دي ، په هره تاريخي دوره کې غندم او کلک
دښمن يې يم ٠
** دافغانستان مېړني نه يواځې له کندهاره بلکې هر چېرته شته :
عبدالحی ګردېزي، ملا مشک عالم ، امين الله لوګری، ... او له سروبي کته تر اټکه پوري خوپه سلګونو نوميالي پراته دي چه نومونه يې هر څوک پيژني٠
** په سياست کې سترګې د باز او حوصله دشغال په کاردي٠
خوشې په سړو اوبو ځان سوځونه معقول کار ندی ٠

** په نور تحليل کې د ځواکمن صيب دتحليل سره موافق يم خو په وروستنۍ
جمله يې زه لاندې وېنا علاوه کومه :-

(( داافغانستان او سنۍ سياسي او کلتوري غميزه د کنداري
سياست محصول دي ))


ښکلا
28.10.2006

ګرانو وروڼو
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
سهار ،سهار مې له نېکه مرغه د ټول افغان کړکۍ پرانيستله ،خو پۀ تاسف سره يي وايم
چې زما له خوا د مطرح شوې موضوع له عنوان سره[color=white:1e2fb2e119] ( کندهار ، د افغان ملت د ملي عقايدو کعبه ! )[/color:1e2fb2e119] ډېرو وروڼو ولې دومره حساسيت درلود چې چلوونکی يې نه يوازې د موضوع دسرليک بدلون ته اړ کړ ، بلکې ډېرې ليکنې يي ړنګې هم کړې او ځينې يي پۀ بياتي کټ کړې او آن زما ليکنې ته يي هم يو څو کرښې ورزياتې کړې ، د دې لپاره نه چې زما د ليکنې عنوان يې بدل کړ ، د دې لپاره چې ځينو وروڼو پۀ خپلو احساساتي ليکنو سره د ګرانې خور آغلې ليلوماټولې خبرې [color=white:1e2fb2e119]( چې خپله ليکنه يي ماته پۀ شخصي پېغام کې هم رالېږلې او زما پۀ راتلونکبکس کې خوندي ده )[/color:1e2fb2e119]کې پر اثبات ورسولې ، ډېره خواشينې شوم او بې اختياره مې له خلې ووتل :
[color=blue:1e2fb2e119]بورا به خدای پۀ ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نيمګړی نېت مې ژړوينه[/color:1e2fb2e119]
او بيا که يي څوک راسره ومني او که يه ! زۀ دا سپيناوی اړين بولم چې زما پلرنی ټاټوبی کندهار نه دی چې د لوی کندهار د تاريخي عظمت علمي او فرهنګي لرليد_پس منظر پۀ تړاو به مې ليک دمنطقي او سمتي تعصب تر تاثير لاندې راتۀ ، بلکې زما تعلق د هيواد له سويل ختيځو سيمو ( لويي پکتيا ) څخه دی چې پۀ ټوله مانا بې پلوه يم !
د ښاغلي ځواکمن صاحب او کټوازي صاحب له ليکنو څخه يوه نړۍ مننه !
پرقلمونو مو برکت شه ! هيله منه يم چې پر موضوع به له نوي عنوان سره سم خپل ګټور بحث ته ادامه ورکړئ
پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت : خورمو ښکلا


اور- بل
28.10.2006

زه د ښکلا خور دا خبره په سلو کې سل تاييدوم چې (( يوازې پرتاريخ وياړل هم خپل ځان دوکه کول دي ))
ښه داده چې د ښاغلي پتنګ صيب ګوتنيونې ته پام واړوو چې له ستر احمدشاه با با اوامير امان الله خان پرته
دا نور کندهاري سياستوال تراوسه پورې کومي ملي لاسته راوړنې لري او که يواځې ملي بايلني او ملي خيانتونه لکه د شاه شجاع کارنامي او د ډيورند دکرښې منل ، د کی جي بي په دستور دشوروي له پاره د خلک د ګوډاګي ديکتاتور ګوند جوړل ، د آی اس آی په مشرۍ دطالب القاعده غورځنګ رامنځته کول او له امريکا سره د افغانستان په اشغالولو کې د کرزي ملاتړ او د پښتو ژبي وژل ټول يقينأ يوه هم داسې کارنامه نه ده چې پخپله د کندهار غيرتي اولس پرې ووياړي،پاتې خو ﻻ ټول ملت(!) ، خو تريخ واقعيت دادی چې دا ټولې د کندهاري سياستوالو ضد ملي کار نامې دي چې پر ټولو افغانانو يي تحميل کړي دي . ولسونه خو ټول غيرتي ميړني پياوړي او اتل پښتنې ولسونه دي او پوهان ، اديبان ، شاعران او ليکوالان شکر په هرې سيمې کې شته ، خو برخليک مو سياستوالو ټاکلی ،پوښتنه داده چې ايا د کندهاري سياتوالومشرانو په سياست کې د ملي خصلت رنجه هم کله موجوده وه ؟ آيا دوې د کندهار د غيرتي او ميړني اولس اسازيتوب کله هم کړی دی؟ ؟؟ نوکه مونږ د کندهاري سياستوالو تاريخي بيکفاتۍ ، نيمګړتياوې ، ملي خيانتونه ، ارتجاعيت او نورې نادودې د ددې ياهغې سيمې د تاريخي وياړنو پر ياد هيرې کړو نو د ښکلا خور زرينه خبره ده چې يواځي په تاريخ وياړنو به مو رښتيا هم يواځې خپل ځانونه سخت دوکه کړي وي. او بس!
په درنښت ..


رښتینی
28.10.2006

ددى موضوع دبدلون له پاره وطنمل صيب فاحشو تغيراتو ته ملا وتړله او خبره يي سمه كړه او هغه چا چى مخكى د كندهار كيسه را پيل كړى وه هغه يي دوياړنو ديادونو غوشتنه كوله خو مونږوويريدو چى هسى نه خبره سيمئيزو ناندريوته ولا ړه نه شى

خو كه د كندهارى سياست او دى ته ورته جملى را وړل كيدلى نو بيا به كندهاريان وروڼه هم را ډګر ته كيږى او خبره به بيخونده شى كه ددى په
ځاى په شاهى كورنى كى خبرى وكړل شى نو تقريبا زياته برخه كندهاري سياستوال به په كى ځاى شى خو په هغوى هم خلكو ځانونه تش كړى دى ګومان كوم اړتيا نه ورته ليدل كيږى

[code:1:55b3aca72b]دا نور کندهاري سياستوال تراوسه پورې کومي ملي لاسته راوړنې لري او که يواځې ملي بايلني او ملي خيانتونه لکه د شاه شجاع کارنامي او د ډيورند دکرښې منل ، د کی جي بي په دستور دشوروي له پاره د خلک د ګوډاګي ديکتاتور ګوند جوړل ، د آی اس آی په مشرۍ دطالب القاعده غورځنګ رامنځته کول او له امريکا سره د افغانستان په اشغالولو کې د کرزي ملاتړ[/code:1:55b3aca72b]

په دى پورته خبرو كى ولى يواځى كندهارى سياستوال ككړ وبولو ؟
ايا دنورو سيمو سياستوال په دى جريانونو كى نه وو؟

له امريكا سره دكندهارى سياستوال (كرزى) برخه زياته وه كه د بدخشيانو
پنجشيريانو او مزاريانو ؟

كه شاه شجاع يادوو نو احمد شا ه دومره څه كړى چى دهغه په رڼا كى دشاشجاع تورى او ناولى كارنامى تتى ليدل كيږى

داراز په دى نورو جريانونو كى هم ورته استد لال كيدلاى شى

اصلا بايد دا سيمئيزى موضوعګانى ونه څيړل شى او نه به څه كوچ ورنه
وه ايستل شى پرته له دى چى دوركو او نا دركو پښتنو په منځ كى به كركه او نفرت نور هم زيا ت شى خداى دنه كړى

په مينه


pattang
28.10.2006

وروڼو له مچه ولې پيل جوړه وۍ ?
دلته کنداريان اودکندهار اولس مقصد ندي ، کنداريان څوک دي زما او ستا قوم اوپښتانه دي ٠ دلته مقصد سياست او کلتورې اغېزې دي چې د حاکمې طبقې له خوا ځخه عملي او زيان يې ټولو پښتنو ته رسيدلی دی اوپه پېړويو پېړويو په
غمونوکې ورسره لګيايو٠



28.10.2006

دروند ورور حامد او درنو لوستونکو ته سلامونه .
د غوټۍ وربل خور په لنډه خو پراخې ليکنې کې هر کندهاری سياستوال نه ،بلکي سياسي مشرتابه، کندهاري شاهان او تره کی، ملاعمر او طالبان په ګوته شوي ، او ښکاره يې ښودلې چې نه يې د کندهار د غيرتي ولس او نه د ټول غيور افغان ملت او ميړني پښتون اولس استازيتوب کړی ، بلکې له ټولو سره يې خيانت کړی دی ، په دې بښتون ولس په په سمتونو نه دی ويشل شوی ، اتلولي ، ملي وياړنې او ﻻسته راوړنې يې خوندي ساتل شوي، خو ولس ته خاين واکمنان يې پر حقه غندلي دي !
دغه راز د لوی احمدشاه بابا ، ميرويس نيکه او ايوب خان او نورو له اتلوليو او وياړونو څخه د شاه شجاع ، عبدالرحمان خان ا نورو ملي خيانتونه څه نشي کمولای او بايد يوله بل سره په تول او ترازو کې ونه غورځول شي، دهر چا خانت او د هرچا د تاريخي وياړونوارزونې او رزښتونې بيلې ، امانتې او سلامتې بايد وساتل شي .
مهمه داده چې د ملت او وطن مينه په قومي او سميز ه مينه محدوده نشي او د سمييز شونيزمڅخه په کلکه ډډه وشي ! سياست يوه داسې پديده ده چې د هيوادهر غړی يې د شننې اوغندلو حق او اړتيا لرلی شي . که دغه خين سياسي واکمنان د هرې سيمې وای يا وي د ملي خيانتونو غندل يې په فرد فرد واجب دي ، ځکه مونږ ټول ورسره يو ملي اووطني تړاو .لرو اوملي خيانتونو يې د فرد فرد افغان له برخليک سره لوبې کړي چې بخښل کيدای نشي . هو که له يوې خوا د کندهاري واکمنانو پر ملي اتلانو وياړو نو له بلې خوايي همغومره له ملي خاينانو څخه کرکه ولرو او ويي غندو ! زما پر اند که څوک د سمييز شوينيزم له امله ملي خاينان غندلی نشي، هغوی نه ددې وړتيا اونه يې حق لري چې پر ملي اتلانو وو ياړي . سمتي شوينيزم ډير بد مرض دی ، د ملي وحدت پر ضد زهر قاتل دي او له ملي ځانګړتيا سره بايد رد او بدل نشي ! په درنښت


larghonay1
29.10.2006

كه څه هم زه له دغه بحث سره ډېره مينه نه لرم او حتى د يوه سيمه ايز تعصب ډډوزې ترې خېژي ، او بله دا چې مونږ پښتنو تل په تېرو پسې لاسونه مروړلي او تل مو د نيكونو او پلرونو په تاريخ باټې وهلي او تل مو د خپل تېر تاريخ يوازې مثبت اړخ راخيستى او هغه هم زمونږ له ليدلوري او زمونږ پر منطق ولاړ مثبت ، ګنې يوه متمدنه ټولنه هيڅكله هم چور، چپاول، يرغل او لښكركشۍ ته مثبت نه شي ويلي. يو ريښتونى انسان هيڅكله دې ته مثبت نه شي ويلى چې د قدرت له پاره د خپل ورور سترګې اوباسي، دا هيڅكله وياړ نه دى چې يو پلار دې د ښكيلاك ګر دښمن د څو پيسو او تمې له پاره خپل زوى په زهرو ووژني.
دا هيڅكله هم وياړ نه دى چې د يوچا ټول تاريخ دې د جګړو څخه جوړ وي او هغه هم داسې جګړې چې له نورو وزګار شي نو بيا په خپلو كې سره ښكرونه اړم كړي.
تاسو وګورئ همدغه بحث د دې معنى وركوي چې مونږ لا تر اوسه يو پر بل د لوړوالي هڅې كوو، سيمه ايزوتعصبونو ته لمن وهو او په شنه زور پر خلكو ځان منو.
زه بيا هم وايم چې كه هر څوك په دې موضوع بحث كول غواړي نو علمي او معلوماتي بحث دې وكړي ،داسې يو اړخيز بحث دې نه كوي لكه ځواكمن صيب چې كړى دى.
زه له مخكيني سرليك څخه نه وم خبر ځكه چې د اختر په رخصتۍ تللى وم او دا څو ورځې مې انټرنيټ نه و كتلى .
كه د ځواكمن صيب له ليكنې وړاندې سرليك همداسې و نو ده بيا په رښتيا چې يو اړخيزه ليكنه كړې او كه سرليك يوازې د كندهار په اړه و نو بيا زه ترې بښنه غواړم.
پر ځواكمن صيب زما نيوكه دا ده چې ده په خپله ليكنه كې يوازې ميوند ياد كړى او يوازې د ميوند پېښې ته يې د هيواد ستره پېښه ويلې ده او هغه په دې چې د ميوند په جګړه كې دولس زره انګليسان ووژل شول.
په داسې جال كې چې تر ميوند دمخه د انګليس سره په لومړۍ جګړه كې يوازې په ګندومك كې اووه لس زره انګليسان ووژل شول چې يو ډاكټر برايډن يې د خپلې درملنې له پاره پرېښى و.
نولومړى بايد لومړۍ جګړه او بيا دويمه ياده شي او لومړى بايد اووه لس زره او بيا دولس زره ياد شي.
زه بيا هم وايم چې راځئ سيمه ايز بحث پرېږدو او كه د سيمو په اړه بحث هم كوو نو يوه پر بلې لوړه او غوره ونه ښيو.
دلته ځينو ښاغلو د تمدن خبره كړې او ځينې سيمې يې په دې له تمدنه وروسته ګڼلي چې غرنۍ دي .
زه خو وايم كه زمونږ فرهنګي او متمدن وياړ ونه يادوو نو د ګندهارا تهذيب او فرهنګ يې د پګړۍ شمله ده او هغه له ټكسلاڅخه تر باميانو چې شهكار يې باميان او مركز يې د ننګرهار هډه وه.
زه بيا هم خپل نظر تكراروم چې اوسمهال پښتانه د سيمه ايز بحث د هضم وړتيا نه لري. ځكه چې زر احساساتي كېږي او وړه نيوكه هم نه مني.
نو راځئ چې د سيمو پرځاى په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه پښتنو بحث وكړو چې ولې يې تل په سياست كې ماتې خوړلې ؟
په همدې هيله
ستاسو لاروى


کټوازی
29.10.2006

ګران ورور ښاغلی لاروی صاحب ،
سلامونه مو ومنئ !
خدای دې وکړي چې پۀ روغ ساعت راستانه شوي ياست او اختر مو ښۀ تېر کړی وي !
پۀ تاسف سره يي وايم چې له نېکه مرغه پۀ ټول افغان کې پۀ زرګونو موضوعات د ليکونکو او لوستونکو له خوا تر بحث لاندې دي او هره ورځ نوې نوې موضوعګانې بحث ته وړاندې کېږي ،داچې ښۀ بحث پرې کېږي او که بد ؟
ټول يې له نږدې شاهدان يو خو د يوې موضوع هم سرليک ،عنوان او پۀ تېره بيا محتوا يي قصداً او ارادتاً پر ليکونکو او لوستونکو ور ونه تپل شوه او نه يي هم چا غوښتنه وکړه !
پرته له دې موضوع چې عنوان يې تر دې پخوا[color=white:f47fa0cbe6] (کندهار، د افغان ملت د ملي عقايدو کعبه ! )[/color:f47fa0cbe6] وو او د ښکلا پۀ نوم ليکونکې له خوا بحث ته وړاندې شوه ، خو پۀ خواشينۍ سره يي وايم چې زموږ ځينې وروڼه چې له بده مرغه د تهذيبي احساس کمتري پۀ ناروغۍ اخته دي پۀ خپلو احساساتي او جذباتي ليکنو يي پۀ لوی لاس سمتي او منطقي شاونزم ته لار هواره کړه اوښاغلی چلوونکی يې هم دې ته اړ کړ چې پۀ ناګااکاهي کې د ټول افغان ليکونکو ته د سمتي تعصب او شاونزم سامان برابري کړي !
چې ښه بېلګه يي د ګرانې خور غوټۍ وربل يو اړخيز ه ليکنه او تحليل دی چې ښاغلي ځواکمن صاحب ورڅخه پۀ ډېره ماهرانه ډول دفاع کړې او دلوستونکو توجويي بلې خوا ته اړولې !
نو د دې لپاره چې دټول افغان د متمدنو ليکوالو ترمنځ د سيمه ييز تعصب او شاونزم ناندارۍ نورې ډډوزې و نه کړي ښه به دا وي چې دا موضوع نوره وتړل شي او يا هم ړنګه شي !
پۀ همدې هيله .............. يو ورور مو


ghafar
29.10.2006

ګرانو او عزتمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې !
ګرانې خورې ښکلا جانې کور مو ودان . تاسو د بحث موضوع ته داسې یو عنوان ورکړ، چې یې یو ځل بیا وښود، چې مونږ پښتانه د بحث د فرهنګ په کوم پړاو کې ځای لروو. نو د لا زیات ورانئ د مخنیوی له کبله زه هم د ګران ورور صميم کټوازی د نظر پلوي کوم چې دغه بحث دې بېخی ړنګ شی.
په درناوي


pattang
29.10.2006

که منطق او عقل په پيسو وی نو ما به ځينو خلکو ته په پيسو اخيستی وو٠
ولې په غداره ، بيکاره ، اجڼټ ، مذدور رهبر باندخبرې ونشي ٠ ?
چې په اوزبکو ، تاجکو ، او هزاره غدارانو خبرې کيږې او سزا يې غواړو
نو ولې دخرڅ شويو او مذدورانوپښتنو له سزا څخه ډډه کيږي او په چل او ول
يې مردار مخونه ورښائسته کېږي ٠ 
دا ډېر ښکلی بحث دی ،پدې بحث پورې ټول جنګي جنايتکاران اوخاين رهبران
تړلي دي ٠ دا بحث تر سيمې /منطقې پورې تړلی ندی ، ديوه پښتون کور دټولو اودټولو ديوه کور دی٠
څوک يې چې ددې بحث تړل غواړې نو زه ګمان کوم چې اودس به نلري اويا به
يې کالي مردار وي٠


صافی
29.10.2006

درنو خویندو اوورنو! ټولو ته دزړه له کومی سلامونه وړاندې کوم .
ګران ورور صمیم کټوازی صاحب ! ټولې خبری مو په ځای دی ، او دلیکنو څخه مو دموضوع په اړه ستاسو نیک احساس ښه رو ښانه څرګند دی . او داهم درسره مننم چې په دې موضوع بحث دړنګوشو، اوکړمو لیکنو او دبلې نامناسبه سریزې لاندې نور هم ستونځمن او جدلی شوی . ولې لمړنی عنون یې له دې نه هم بې مفهومه اوبېځایه و. [color=darkblue:50b655fa6d]( کندهار، دافعان ملت دملی عقایدو کعبه )[/color:50b655fa6d] ددی جملې نه تاسو څه مفهوم اخلې ؟ دافغان ملت ملی عقاید څه شی دي ؟ ایا ملی عقاید داسلامی عقایدو نه جلا نور څه دي ،او یا ملی وياړونه عقیده ګڼلی شو، او یا د کعبې داسلام قبلې تشبه دکندهار ، اویا او جغتو سره مناسبه تشبه بریښی ؟ او یا دموضوع سره څه ارتباط لری؟
راغلو دمنطقوي تبعیض موضوع ته چې له نیکه مرغه تر اوسه چا ورته لاس ندی اچولی ،ولی یادونه باید وشی چې لیلما الفت ورته مقدمه ایښی وه چې له ښه مرغه لیکنه یې ړنګه شوه . نور سل په سله درسره همغږی یم چې دابحث ګټه نه لری .
په درناوي


larghonay1
29.10.2006

سلامونه !
يه وروڼو راځئ چې له ځان مننې، ځان غوښتنې او ځان مطرح كونې څخه تېر شو او په مينه يو بل ته ورور ووايو نو انشاء الله هره ستونزه به مو اسانه له منځه لاړه شي.
تاسو ته ښه معلومه ده چې ټول افغان يوه ملي پاڼه ده، نه سيمه ايزه.
تاسو كولى شئ له نامه يې هم اټكل كړئ.
دا ټول افغان دى، نه د پلانكۍ سيمې او پلانكي صيب پاڼه.
هيله ده چې دلته ملي مفكورې وڅېړئ ، نه سيمه ايزې.
دا چې د دې ليكنې لومړى سرليك (( (کندهار، د افغان ملت د ملي عقايدو کعبه ! ) و او اوس د پاڼې مسؤول بدل كړى نو زما په نظر لا يې پراخه كړى او غځولى دى!
په يوه مدني ټولنه كې د يو چا پر نورو تحميلول په خداى كه له سره وياړ وي !
كندهار، ننګرهار، كونړونه، پكتيا او نور ټول زمونږ د هيواد سيمې دي . راځئ چې د نوي سرليك سره سم موضوع ته پراختيا وركړو او بې له تعصبه معلومات راټول كړو!
د موضوع په تړلو او يا چپ شه خوله ونه ښوځې باندې مسئله يا معضله نه حل كېږي!
راځئ چې كندهاري وروڼو ته هم ووايو چې كه كندهار د وخت پلازمينه وه نو زمونږ او ستاسو ګډه وه او كه اوس د جګړې ډګر دى هم مونږ او تاسو ټول پكې سوزو!
راځئ چې هغه اشخاص په ګوته كړو چې هر وخت يې سوزولي او كړولي يو.
هر وخت يې د ښكيلاك په منګولو كې وركړي يو.
زه د سرليك سره هر يو مخالف صيب ته وايم چې خير دى مونږ هم ستاسو وروڼه يو كه د كندهار تر څنګ د هيواد پر نورو سيمو هم بحث وشي نو دې كې څه ګوناه ده. او يا د كندهار كوم كسر شان دى؟
خو چلوونكي بايددې موضوع ته ډېر ځير او څارو و اوسي چې څوك بې ځايه سپكاوى يانيوكه ونه كړي!
د يو بل منلو او زغملو په هيله
ستاسو لار وى


اور- بل
29.10.2006

محترمو ورونو او خويندو ته سلام .
د لرغوني صيب ليکنه پر ځای او ارزښتمه بريښي، خو زما پر اند د ځوکمن صيب د ليکنې هدف او روحيه يې په پام کې نده نيولې، ځکه ځواکمن کوم تاريخي مالومات نه دی وړاندې کړی چې د ګندمک وياړنه يې پکې بايد له پامه نه وای وتلې او يايې د کندهار د نورو سيمو يادونه هم کړی وای ، بلکې پر اصوليت يې بحث کړی څو د سيمه يز شووينيزم مخه پرې ونيسي ، او داصول د ښودنې له پاره پورته د ميوند او کښته د خيبر يادونه ،پورته د ميرويس نيکه ، هوتکو او احمد شاه با با او کښته د خوشال بابا، پيروښان ، سوري شيرشاه،ايمل ان او دريا خان
يادونه کافي شافي وه. هو د مضمون په رليک کې چې وطنمل صيب بلخ ياد کړی، نو دلرغوني ورور په پل که ﻻړه شم نو بايد وطنمل تنقد کړم چې ولې يې بلخ ياد کړی خو ګندهارا يې پريښې ده ؟
خو ، نه ، نۀ د وطنمل موخه او نه د ځواکمن موخه دا وه چې ګندمک يا ګندهارا دې هيره شي، بلکې روښانه وه چې دغه او نورې د هيواد ټولې سيمې دې بيطرفانه و څيړل شي : او بيا دا خو ﻻ ثابتوي چې که په دوی کې د شوينيزم رنجه هم موجوده وای، نو ولې به يې ګندهارا يا ګندمک هيراوه، او لکه څنګه چې نه سپين زړه ورور پتنګ ننګرهاری دی او نه ځواکمن کندهاری بريښي، د وطنمل صيب په شمول پر يوه هم د شوينيزم ګمان نشي کيدای . برعکس دوی هڅه کړې چې مو ضوع عامه او د سياسي رهبريو د مسوليت او عدم مسوليت له نظره و څيړل شي .
د احمد شاه با با ﻻسته ر اوړنې د ټول پښتون او ټول افغان ﻻسته راوړنې اووياړنې وي او لکه څنګه چې محترم حليمي صاحب په ګوته کړې هندي مسلمانانو د پاني پټ له بري وروسته ټول افغان ولس ته د وياړ له پاره ددراني لقب ورکړ .
احمد شاه او ميرويس خان زمونږ ښه سياسي مران و، چې کلی يې شول د ټولو افغانانو د وحدت او و موټی کيدو ر ځواک ځواکمنې اووياړلې کار نامي تر سره کړي، خو که راشو نوو سياسي مشرانو ته چې پادشاهي يې کړې ، ګوندونه او غورځنګونه يې د بهرنيانو پر مټ رامنځته کړي قدرت يې غصب کړی ، وطن يې وران کړی او د پرديو په ﻻس کې يې ورکړی دی، ددوی له ناوړو کارنامو بي غيرتيو وطن پلورنو ،شاه شجاعيت ، ډيورن کرښيال سياست تاريخي پيغورونه مونږ له خپل تاريخ څخه نه ويستلی شو اونه يې هيرولی شواو ن يې بايد وباسو، بلکې پر تنقيدي تو ګه او شننه يې بايد هزم کړو، او که نه دغسې چې په وروستيو ٢٥ کالو کې يې له شرمه ډکه د تکرار لړۍ روانه ده ، په راتلونکې کې به يې هم مخه ونه نيول شي .
زما پر اند ښه داده چې پر تصادفي اتلوليو او بيشعوره کارنامو هسې خپلې سترګې د خپلوتاريخي نيمګړتياو اواوسنيو بيکفايتيو له ليدلو څخه ناتوانه او ړندې نکړو او دهغې پر ځای نوربالاخره خپلې نيمګړتياوې وڅيړو. هو ، مونږ له تاريخي کارنامو څخه تر پند دخپل سياسي تاريخ له نيمګړتياو څخه عبرت اخيستلو ته زياته اړتيا لرو !
په درنښت

ا


pattang
29.10.2006

صميم کټوازۍ اشنا سلام عليکم !
په خبرو کې دې ما يو شی وليدل :
لمړۍ ځل ستاسره ،ورور ه زمونږ يو شمېر پښتانه يوعادت لري فر هنګ غواړي
خو په خپله بي بې فرهنګي کوي ( ښه زور فکر وکړه ) .
که دغه فوروم دفلسفي،ټولنيزواوطبعي علوموځای وی نو بيا نازک خيالي او 
تهذيبي احساس لومړني شرائط دي ،ځکه چې مسائل بل طبيعت لري٠
اوکه دغه بحث سياسي وي نو په هغه کې تندي او تيزي روا دي خو نه لوچکي ?
په ډېرو غربي پارلمانو کې په سياسي او اقتصادي پرېکړوکې، وکيلان يو بل ته
بدې خبرې کوي او حتا تر لا س اچونې پورې هم رسيږي ٠

[color=brown:0e2c328cd6]زمونږ ځنې بدل پښتانه سړی په ژبه څټي خو په غياب کې يې
پښې ورلنډه وي ٠ [/color:0e2c328cd6]

ولي يو شمير پښتانه هر شی پټه وي لکه چې دکموالې عقدې لري ?
او پخپل کلتور ،ځان نيولو او عاداتو شر ميږي ?
مېږی پدې ميږ ی دي چي کنه يې غټه سر يې کوچنی دی٠
پښتون پدې پښتون دی چې پښتني کلتور،عادتونه  لري اودغه شيان دپښتانه خاص طبعي مشخصات دي ٠
دصابون پاکي کلتو ر دې پښتانه کلتور ندی ،که وي نو هغه به د پښتون ديوه جبار
اوخرڅ شوي رهبر له خواپردوی  تحيل شوی وي ٠
په مدني تحول کې زه خنډ نږدم , خو کوم شی چې پښتانه راولي هغه  به ددوی  پخپله خوښه وې  او نه په يوه ګوډګر او تحميلي عمل سره٠

ولي پښتون خپل رهبر ته په پښتني لهجه بد ونه وايې چې ولې مو خرڅوې .

دسليمانخيلو او اندړو قصه مې را په ياد شوه خو خبره اوږديږي٠

[code:1:0e2c328cd6]ځينې وروڼه چې له بده مرغه د تهذيبي احساس کمتري پۀ ناروغۍ اخته دي پۀ خپلو احساساتي او جذباتي ليکنو يي پۀ لوی لاس سمتي او منطقي شاونزم ته لار هواره کړه اوښاغلی چلوونکی يې هم دې ته اړ کړ چې پۀ ناګااکاهي کې د ټول افغان ليکونکو ته د سمتي تعصب او شاونزم سامان برابري کړي ! [/code:1:0e2c328cd6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more