د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولی افغان چارواکو اوناتوته دافغان مظلوم ملت وینه اهمیت نلري ???

shawali khairkhail
27.10.2006

سلامونه او نیکی هیلی!!!
دوستا نو ستاسونظر زمږیوازنۍ هیله ده .
دناټو دبمبارئو څخه معلمیږی چه هغوی ته دافغانانودوینی اهمیت نشته. اودافغان مظلوم ملت د درد او غم دوا, نه; بلکی دهغوی دتباهۍ او بربادۍ سبب ګرځیدلی دی
د بله طرفه افغان چارواکو ته دالرو دومره خوند اومزه ورکړی ;چه یوه هم 
دزیاتی خاشونی او خپګان دښکاره کولو په خاطر دخپلی وظیفی نه استفا
ورنکړه .خو;په نوره نړی کی زیاتو چارواکو استفاه ورکړی کله ئچه په ملک کی
 داسی جنایت وشی٠
لکه زموږ په ملک کی چه په سلهاو بی ګناه کسان په شهادت رسیږی.


pattang
28.10.2006

شاولي خانه سلام عليکم !
وروره لدي بيناموسه ، قاچاقبر، ګوډاګي ، مذدور دولت نه څه هيله لرې ٠ ?
دا دولت خودملت دښمن ، دسرطان مکروب دی چې اولس مادي ،اومعنوي
پرې ککړ شوی دی او چې پرې نشي بل علاج نلري٠
د افغان مظلوم ملت دا ټو ل عمر کړېږي، هر بينا موسه چې په قدرت راځي
دبل مذدور وي او افغان ملت د خپلو ګټو لپاره خرڅه وي .
وروره ! دګوډاګي دولت ټو لې دجاسوسي شبکې دپښتنو د دښمنانو په لاسونو
کې دي ، دا يو وار ندی په ډېر ځله يې اشغالګرو ته غلط راپور ورکړی او پښتانه
يې ناحقه په قصدپرې بمبار کړي دي٠
دښتې ليلې او مزار به نه هيره وو٠
اوس مو دمړيوپه هډوکو هم مسخرې کوي٠

مړ دې وي کرزی ،خارجي اشغالګر او دکرزي بينا موسه کابينه ٠

http://d.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20061028/capt.kab10310280906.afghanistan_nato_kab103.jpg?x=380&y=247&sig=0ymojBHIx1pNB1v04bsFEQ--

د تور جان ژړا :

ای خلکو، خلکو د وطن خلکو
په و ږیو تږیو د غرو وګرو
آزادی څه ده،خپلواکي څه ده
یه درنه جار شم، لوڅو لغړو
که وطن لوڅ وی که وطن وران وی
سمسوری څه ده، آبادی څه ده
که لوتول وی که دوبول وی
خپلواکي څه ده، آزادی څه ده
بی روحه خاوره آزاده نه ده
بی پوهي خلک واړه بنديان دې
دا پښي لوڅي دا په نس و ږي
واړه مريان دي تول غلامان دې
آزادهغه دۍ چه په تن پت وي
آزادهغه دۍ چه واک يی خپل وې
په وږيو تږيو يه غلامانو
لک رابيدارشي درنه قربان شم
چه دروارې شم راګړندي شي
نه چه بوداشم نه چه ستومان شم
راځي چه یو شو، راځي چه يو شو
په ګده مات کړو دا ځنځيرونه
راځي چه پريکړو راځي چه وران کړو
مرغلين پړي ، تور زندانونه
د تاريخ کرښي د زمان پاني
په تا دکيږي چه تا غږيږي


ولی افغان چارواکو اوناتوته دافغان مظلوم ملت دوینی اهمیت نشته???

shawali khairkhail
29.10.2006

پتنګ صاحب سلامونه!!
پتنګ صاحب ستاسو نظر واقعت لری مننه.

------------------ توره راواخله

دود،دستوردې ختموي توره راواخله
---------------------------- له اسلام دې اړوي توره راواخله
په ((حقوق نسواني )) يې غلط نه شى
---------------------------- خويندې لوڼه شر موي توره راواخله
په عراق، کشمير،کابل ،اوفلسطين کښې
---------------------------- زمونږ وروڼه قتلوي توره راواخله
په قدم، قدم، يې خوردرته يودام دى
---------------------------- لاس اوپښې به دي تړي توره راواخله
کليوال اشنا! له خوبه رابيدارشه!
---------------------------- ګودرونه ورانوي ،توره راواخله
مسلمانه ! که په دين غيرت ونه کړي
---------------------------- خداى بۀ تاذليلوي، توره راواخله
پتنګ جانه! که جنت له خدايه غواړى
---------------------------- خامخايې درکوي توره راواخله


عنوان : ولی افغان چارواکو اوناتوته دافغان مظلوم ملت دوینی اهمیت نشته???

shawali khairkhail
30.10.2006

سلامونه!!!
زما دنظر مطابق عمل
د پاکستان د صوبه سرحد مشر وزير سراج الحق چه دوه نور وزارتونه هم ورسره وه باجوړ کي په شوي بمبارۍ د احتجاج په توګه يوه روان مطبوعاتي کنفرانس کي استعفا ورکړه .
[/color]اوس نظر ورکړی.


ولی افغان چارواکو اوناتوته دافغان مظلوم ملت دوینی اهمیت نشته???

shawali khairkhail
30.10.2006

د تفصيلاتو سره سم نن ماسپښين 2006-10-30 د صوبه سرحد مشر وزير سراج الحق چې د سرحدايالات د خزانې وزير هم و په پېښور کې يومطبوعاتي کنفرانس ته د وينا پرمهال د خپلې څوکيو څخه احتجاجا استعفا وکړه . نوموړي دې مطبوعاتي کنفرانس ته چې زياتو ژورنالستانو پکې ګډون درلود وويل ( ما د بمبار شوې مدرسې څخه ليدنه وکړه او د سيمې د خلکو په غوښتنه مې د وژل شويو طالبانو جنازې وکړې ) . هغه د پاکستان داردو د وياند جنرال شوکت سلطان هغه څرګندونې رد کړې چې ګوندې په دې مدرسه ( ضياء العلوم تعليم القرآن ) کې دالقاعد غړي اوسيدل وويل ( په دې مدرسه کې داتيا تنو په شا او خوا کې طالبانودرس لوستلو چې ټول د باجوړ د ايجنسۍاوسيدنکي وه ) . نوموړي زياته کړه ( د پېښې د ځاي څخه د کتنې وروسته يې دا فيصله وکړه چې د خپلو منصبونو څخه استعفا وکړي خو د ولايتي شورا د غړي په توګه به خپله دندې ته ادامه ورکړي او په هيواد کې به داسلامي انقلاب لپاره کوښښ کوي ) . هغه ددې کار پر ضد د يوې لويې مظاهرې د کولو اعلان وکړ او ويې ويل ( زه به سبا 2006-10-31 ددې پېښې پر ضد يوه پرامنه مظاهره کوم او په کلکه سره به ددې ورځې غندنه کوو ) . هغه په اخر کې ژورنالستانو ته د بمبار شوې مدرسې د ودانې او پکې د وژل شويو شاګردانو د مړيو عسکونه هم وښودل . له بلې خوا ددې پېښې څخه وروسته باجوړ کې لويه احتجاجي غونډه وشوه او د سيمې څخه د پارلمان غړي هارون الرشيد اعلان وکړ چې داحتجاج په توګه به داسمبلۍ څخه خپله استعفا د جماعت اسلامي مشر تابه ته واستوي . نوموړي د سيمې څخه دجماعت اسلامي په سيټ پارلمان ته بريالي شوي او سراج الحق هم د همدې ګوند ولايتي امير دى . د باجوړ څخه راسيدلي خبرونه څرګندوي چې سبا سه شنبه به هلته هم احتجاجي غونډې او مظاهرې کيږي . که څه هم سراج الحق په ننني مطبوعاتي کنفرانس کې د افغان اسلامي اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دې مدرسه کې ټول پاکستاني زده کوونکي موجود وه خو د سيمې څخه رارسيدلي خبرونه څرګندوي چې دې مدرسه کې دافغاني مهاجرينو ځينې بچيان هم په زده کړه بوخت وه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more