ادبي ټوکې ټکالې
د ږيرو ساتل که ليبراله دموکراسي ؟
Ghairat
22.10.2006
د طالبانو په وخت کې به له هرې ناراضه خولې څخه دا متل ډير اورېدل کېدۀ چې :
.....................................ږيره زما اوواک يې د ملا ؟
په امريکايي ليبراله دموکراسۍ کې ياغي اوبيلارې نجونې په ورته توګه د مور او پلار ، کلي او ملا او هر غيرتي پتمن افغان پر ضد وايي :
...................................... پت مې خپل او واک يې د بل ؟
ددوی دغه تشابه سر ترپايه بيځايه اوغلطه د ه . د ږيرې پريښودل يو نېک ديني عمل دی او خريل يې شايد بد اخلاقي هم نه وي ، خو د پت ساتنه پر ديني اړخ سربيره يو ستر اخلاقي عمل بلل کيږي،چې ماتول يې هم ديني او حقوقي او هم ، په تيره بيا په پښتونولۍ کې اخلاقي مجازات لري . له دې کبله د ږيرې واک له ملا څخه خپل ﻻس ته راوړل کيږي ، خو له ټولنې څخه د پت او ابرو ساتنې واک اخيستل امکان نه لري. والسلام
کټوازی
23.10.2006
ګران ورور ښاغلی غيرت صيب ،
ترسلامونو او نېکو هيلو وروسته د کوچني اختر د نېکرغه ورځې پۀ مناسبت مبارکي درته وايم !
او بيا مو دټوکو ټکالو پۀ پاڼې کې پر طنزيه شعر ډېر خوشالېږم ، خو باور وکړئ که مې يي پر دويم بند سر خلاصېږي چې څۀ مو ترې جوړکړي :oops: :oops: ؟ ياني لاس او پښې مات دي که يي لږ ور روغ کړئ مهرباني به مو وي !
اما پر محتوا مې يي سر خلاص دی ، او پۀ ورته موضوع يو شعر له ما سره هم پۀ حافظه کې محفوظ دی خو د درناوي پۀ خاطر يې نه سم درغبرګولای ، چې خامخا به ستاسې خاطر هم پرې دروند شي او هم به يي لوستونکي زما پر سپين سترګۍ تعبير کړي ا ما پۀ واقعيت کې به مې د هجرې نېچرل پالېسۍ تعقيب کړې وي!
پۀ سپېڅلې کليواله مينه : ورور مو صميم
Ghairat
13.11.2006
دروند ورور کټوازي صيب او ښاغلي کو شان ته سلامونه !
زما د دوه کرښو څخه انګيرنې رښتيا هم دا ښودله چې مطلب يې روښانه نه دی، نو
هڅه مې وکړه چې مطلب يې دنظمي او طنزيه شکل په قيمت روښانه کړم . هدف دادی چې په ملي دموکراسۍ کې هم د ليبرالې غربي دموکراسۍ نادودې نشي منل کېدای . په ژوندانه او حکومت پهشکل کې د شورا او مشورې اصل چې په اسلام کې هم پراخه بنسټ لري ، په ملي دموکراسۍ کې اړين دی ، نه د ټولنې په وړاندې له هر ډول مسئوليت لرلو څخه دفرد(( آزادي )). په درنښت
Ghairat
13.11.2006
دروند ورور کټوازي صيب او ښاغلي کو شان ته سلامونه !
زما د دوه کرښو څخه انګيرنې رښتيا هم دا ښودله چې مطلب يې روښانه نه دی، نو
هڅه مې وکړه چې مطلب يې دنظمي او طنزيه شکل په قيمت روښانه کړم . هدف دادی چې په ملي دموکراسۍ کې هم د ليبرالې غربي دموکراسۍ نادودې نشي منل کېدای . په ژوندانه او حکومت په شکل کې د شورا او مشورې اصل چې په اسلام کې هم پراخه بنسټ لري ، په ملي دموکراسۍ کې اړين دی ، نه د ټولنې په وړاندې له هر ډول مسئوليت لرلو څخه دفرد(( آزادي )). په درنښت