نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مدنيت يانې څه ؟
larghonay1
19.10.2006
نن سبا د تمدن، مدنيت ، مډرنيزم او مدني ټولنې اصطلاحات ډېر كارول كېږي.
څوك مدني ټولنه هغې عصري او پرمختللې ټولنې ته وايي چې د ورځني ژوند استانتياوې ولري او په نننۍ ټيكنالوژۍ سمبال وي او څوك بيا وايي مدنيت له مدينې اخيستل شوى او مدينه ښارته وايي چې .
ځينې يې بيامدني ټولنه هغې ته وايي چې له صنفي اتحاديو جوړه وي او ځينې نور بيا وايي مدني ټولنه يوه غيرسياسي، غير انتفاعي او پر قانون ولاړې ټولنې ته وايي. او ځينې مدني ټولنه هغې ډلې ته وايي چې له حكومت څخه د خلكو حقونه وغواړي خوخپله د څوكۍ ياسياسي قدرت له پاره هلې څلې ونه كړي.
حليمي صيب په يو بل بحث كې بيا مدني ټولنه هغې ته ويلې چې د اوبو ويش پكې وي او د اوبو له وېش څخه يې موخه خلكو ته د څښلو د اوبو رسول دي.
كه څوك په دې اړه معلومات راكړي چې مدني ټولنه يانې څه ؟
د لومړي ځل له پاره څه وخت او چېرته مطرح شوه؟
چا مطرح كړه ؟
او كومې ټولنې ته مدني ټولنه ويلى شو؟
ع کريم حليمي
19.10.2006
محترم لرغوني صاحب سلامونه او ښې هيلي !
[quote:63d302a3a6]كه څوك په دې اړه معلومات راكړي چې مدني ټولنه يانې څه ؟
د لومړي ځل له پاره څه وخت او چېرته مطرح شوه؟
چا مطرح كړه ؟
او كومې ټولنې ته مدني ټولنه ويلى شو؟[/quote:63d302a3a6]
د لمړي ځل لپاره اېټاليا د اوبو وېش او تقسيم شروع کړي وو
تاريخ بې انشاالله درته پيداکړم خو داسي مي پياديږي چه درې زره پخوا
او دوهم منزل ته ئې اوبه پوره کولې بېله پمپ خڅه او د تودو اوبو څه
کار اخستلي په دوهم منزل کښي
تمدن ډير تعريفوه لري ، پر خپل ځای او زمان کښي
د قانون اساس اوخښته اخلاق دي
او د تمدن خښته او اساس د اوبو وېش دی ٠
دغه زموږ د وطن کارېزونه دسکندر مقدوني تمدن دی چه د زراعت له پاره
د اوبو تقسيم درلودی ، لکه دا نن ورځ چه په وطن کښي په کارېز خلک
شريک وي او وايي يو چاريک اوبه لرم په دې کارېز کښي
او د اوبو جمادار ته ميرا ويل کيږي ٠ کله چه پخوا په وطن کښي خلکوساعت نه درلودي نو يوه پيله به ئې
سورۍ کړې وه او په اوبو يا وياله کښي به کېښدله چه يو چاريک چه به ډکه
سوه ، نو بيا به ئې اوبه واړولې بل ته خونن ورځ
په شبانروز (24 )تقسيم کيږي ولي نن ساعت د هر سړي په لاس دي يا ئې لري
پر هر سل متره يومتر اوبه لوړي ختلای سي ٠ دغه سبب دي چه کاريز ته
دومره بارانۍورکوي ٠ که د کارېز اوبه ٦ متره کښته وي نو نارانۍ ئې
600 متره اوږده وي ، نو اوبه يې پر مځکه بهيږي
په کومه ځمکه چه انساني ټولنه (وطن ) جوړيږي ، اول شئ اوبه دي
چه موږ ئې ابادي ( اب باتي ) بولو چه تقسيم ولري نو تمدن لري
او کله برق ورته راسي نو صنعتي ورته ويل کيږي
د ښار د جوړېدو د پاره اول شئ اوبه دي ٠ (تقسيم )
ع کريم حليمي
21.10.2006
محترم لرغونې صاحب او درنو لوستونکو سلام عليکم !
قديمي روم په سنه ٣١٢ B.C کښي يو کانال جوړ کړي وو چه اوږدوالی ئې
٥٩ مايله وو او په دغه ښار کښي يو مليون خلک اوسېدل او دغه کانال
د ښار د خلکو لپاره د سړي پر سر يو متر مکعب اوبه رسولې !
او همدارنګه روم اول مدنيت وو چه د ريګو څخه ئې اول filter
جوړکړي وو په سنه 5,600BC چه د سرې بحيرې څخه تروې اوبه صافي کولې
د ښار اوسېدونکو لپاره
اېټالوی تمدن د ځمکي پر مخ داولينو مدنيتونو څخه حسابيږي
داچه پوهان خلک اېټاليا اول مدنيت ګڼي سبب ئې د اوبو رسوول اووېش دی
اولينو انسانانو د اوبو د تقسيم لپاره حکومت او سياست په کار سو
نن ورځ په امريکاکښي هر څه په ښخصي دول په مخه روان دي
برق ،تليفون ،پابريکې ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
اما اوبه او مواصلات (سړک ، ټرېن ) د حکومت ملکيت دي
د نيويارک د اوبو رسولو پمپونه ٣٦ منزله تر ځمکه لاندي جوړ دي
چين هغه ملک دی چه اول توپک ، اول راکټ ، اول لاسي بم (hand grenade )
د اس ريکاب ئې جوړوکړي چه د سپرو عسکرو لپاره ډېره اساني سوه
چه د جنګ په وخت کي پر اس خپله موازنه وساتلی سي
او معلومه خبره ده چه تور پوډر (باروت ) چين جوړ کړي
خوبيا هم په اولو مدنيتونو کښي نه حسابيږي
وليچه د اوبو تقسيم ئې نه درلود
لويديځ مدنيت civilisations
اسلامي civilisations
کفيسيوسي civilisations
جاپاني civilisations
لاتينو امريکايي civilisations
ارتودوکس سلاوي civilisations
هندويي civilisations
او افريقايي مدنيت civilisations
civilisations يو نوعه تفکر او ژوند کولو ته ويل کيږي
مثلا جاپانی civilisations يعني جاپانی تفکر او د ژوند طريقه
دا چه وايي نن د civilisations سره جنګ دی ، يعني د دوو فکرونو جنګ دي
د مسلمانوفکراو د غرب فکر ، اصول نه سره جوړيږي بايد په دواړوکښي
يو څه فکري تغير راسي نو به clash of civilisations لمنځه ولاړسي
که مدنيت ښاري ژوند وي اسيا او امريکا دواره يو ډول ښاري ژوند لري
اما يورپ او امريکا لوړ مدنيت لري ٠ له غرونو څه رانيولې بيا تر تاخانو پوري
اوبه هر کورته رسوي ٠ او صنعتي ملکونه دي هر کور ته برق تقسيم سوې
ع کريم حليمي
21.10.2006
محترم او قدرمن کوشان صاحب
جوړکړي وو په سنه[color=cyan:c4918c9780] 5,600BC[/color:c4918c9780] چه د سرې بحيرې څخه تروې اوبه صافي کولې د ښار اوسېدونکو لپاره
د بودا د زېږېدو ، زېږېدني تاريخ تقريبي ده چه په 563BC
ع کريم حليمي
22.10.2006
درند کوشان صاحب ښې چاري !
[quote:c146f4ba3b]دا سمه ده چې که يوه ټولنه د اوبو پر وېش پوهيږي ، دکلتور خاوندان دي . يعنې يو مدنيت لري . خو پنځه زره کاله د مخه له دې چې په قدييمي روم کې د اوبو يو کانال جوړ شي ، په مصر کې داسې يو تمدن وجود درلود چې په فزيک ، رياضي او هندسې ، حقوق ، مذهب ، معماري او نظامي پوهه کې په دې سويه پوهېدل چې داسې حرمونه يې ځان ته جوړ کړي وو چې په ننۍ پوهې او تخنيک، سړی نشي کولی ووايي چې دا حرمونه يا پيراميدونه په څه ډول جوړ شوي دي . [/quote:c146f4ba3b]
هو ! ښه سو چه دا تاسو دا راره ومنله چه د اوبو وېش دکلتور او تمدن خاوندان
لري ٠
او بل ! عرض لرم ، چه غلط فهمي رانسي ، زه دامنم چه مصر يو زوړ تاريخ او
کلتور لري ، نو داسي خبره ده چه اېټاليا هم د اوبو پر وېش سربېره فزيک ، رياضي او هندسې ، حقوق ، مذهب ، معماري او نظامي پوهه درلوده
دغه د نن ورځي سياسي نظام اساس د اېټاليا پر اصولو ولاړ دی
که اېټاليا د رياضي او هندسې پوهه نه درلودلی نو بيا دا د اوبو رسوول
هم امکان نه درلود ، د اوبو او برق اصول يو شئ دي ، (رسوول تر ځايه)
يو فرق لري برق لوړ خېژي اما اوبه لوړي نه خيژي ، که اوبه لوړي خېژوې
نو فشار ته ضرورت سته ، او فشار د رياضي ،هندسې او د فزيک پوهي
ته اشد ضرورت لري خو بيا هم مصر په دې نوو کاميابه سوې چه قوم يا ملت
ته اوبه ورسوي ٠
که په جګو تعميرو يو ملک متمدن بلل کېدې نو جرمنئ به د اول مدنيت
بلل کېدلی په جرمني کښي يو چړچ سته چه په سل کاله ئې تکمل کړي
او د جهان د جګ ترين چړچونو څخه حسابيږي
او اوبه رسوول دي چه سياست ترې زېږېدلی دي ، ابتدائې انسانانو
هغه وخت په حقوقو وپوهېدل کله چه په يوه واحد شي شريک سوه
او سره وابسته سوه
په ژوند کښي چه وابستګي يو دبل سره نوي نو حقوق يو پربل هم نسته
که يوه ډله خلګ د هلمند پر غاړه ژوند سره کوي او اوبه له هلمند څخه
په کونجيو کښي رااخلي نو به هيڅ وخت يو پر بل حقوق ونه لري
او بيګار او اشر ته هم ضروت نه پيدا کوي ٠ حيات په اوبو کښي دی
او اوبه پرېوانه دي ،
او نن ورځ چه هر ملک سهمي شرکتونه لري هغه پر مختللی ټولنه دي
که سهمي شرکتونه ونه لري نو د ټولني به ئې داسي حال وي لکه افغانستان
هر ځای چه خلګ سوځي د بل خوابدی نه کيږي ، ولي چه دئ په شريک
ندی ، اما کله چه يو ملک په سهمي مؤسسو ولاړ وي نو د جنګ په وخت
کښي هم کوښښ کوي چه سهمي شرکتونه ونه سوځي اوکه داکار بيا هم
چا کولی نو بيا خلک ئې مخ نيوی ئې کوي ، مځکه هغه سوځي چه اور
پر بل وي ٠
صافی
22.10.2006
محترمو دوستانو ! او ښاغلی لاروی صاحب !السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته :
دښاغلی حلیمی او ښاغلی کوشان دلیکنو په تایید غواړم دموضوع په هکله داڅو ټکې اضافه کړم.
(تمدن ) عربی کلمه ده چې مرادفه دبلې عربی کلمې (حضاره) او يا دانګریزۍ civilization په مقا بل د barbarity او یا بربریت چې د لاتینې civilis نه انګلیسی ته راغلی ده.
چون دتمدن اصطلاح په فارسی او پښتو دواړو کې رایجه ده نو ښه به دا وی چې لمړی دا عربی کلمه معنی کړو ځکه دلاتینی نه انګریزی ته او بیا عربی ته تیاره معنی شوی ده .
تمدن =مدن، مدن، مدونا بالمکان : ای اقام ،) چې فعل دی. په معنی د اقامت غوره کول ،او په یو ځای کې مقیمیدل، سکونت اختیارول .په مقابل د دمتحرکه بې ځایه ډلې، او یا په انګریزۍ کې (band cocitety)
چې اسم مکان یې مدینه ، جمع یې مدن او مداین دي . په معنی دښار او ښاونو .
او په عربی کې چې بله اصطلاح دتمدن دپاره مروجه ده د( حضاره) کلمه ده چې معنی یې په لاندې توګه ده.
حضر،حضورآ وحضاره، په معنی دحضور ضد دغیاب.
الحضر، عبارت د مسکونه کلیو، قریو او بانډواو ښارونو څخه دی چې د (البداوه) او یا بادیه نیشینی په مقابل کې دی.
اوس به راشو د تمدن عام اصطلاحی تعریف ته . چې په ښاری اخلاقو ځان سمبالول او یا دبربریت نه انسانې اخلاقو اود ټولنیز قوانینو لرلو ته انتقال دی.
په مارکسیزم کې مدنیت دوحشت اوبربریت نه روسته دبشری تکاملی سیر په ترڅ کې دریمه مرحله بلل کېږی.
درمانیانو مدنی شرایع او یا قوانین د یو موحد قانون په ترڅ کې دبیزنطین رمانې امپراتور (جاستینینJustinian 1 ) چې د۴۸۳-۵۶۵ میلادی کلونو تر منځه یې ژوند کو،
له خوا د( مدنی قوانینو دمجموعې( corpus juris civilis )به توګه په شپږمه میلادی پیړی کې رامنځته شوه.
چې شپږ پیړی روسته یو ځل بیا ددې قوانینو مجموعه په یو لسمه پیړی کې دایطالې دبولونیا په پوهنتون کې (چې داورپا لمړنی پوهنتون دی) تدریس ته وړاندی شو . دمدنیت او یا civilization کلمه په انګریزۍ کې د ۱۳۸۸م کال نه را په دیخوا رایجه شوی، او مدنیت، دجنایې مدنی قانون په توګه او یاد( بربری )جنایی قوانینو په خلاف په انګلیسی ټولنه کې دلمړی ځل دپاره ۱۷۰۴ م کال کې مطرح او بیا په ۱۷۲۲ م تعقیب چې دتجدید اوتحویل پوروسه یې کله منفی او کله مثبت تر نن ورځې دوام لری .
په دې توګه راغلو ستاسو بلې پوښتنې ته چې (مودرنیرم modernism) یعنی څه؟
مودرنیرم modernism او یا عصریت عبارت دهغو پرمختلونکو او مترقی فرهنګی خوځښتونو نه دی چې په ادب، بنآ، موسیقی،او رسامی کې د نولسمی پیړۍ په پای او دشلمی پیړۍ په پیل کې په غربی نړۍ کې را منځته شول .
په درناوي
صافي