نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
الله مومل شه
کشمالې
17.10.2006
ددې پاڼې محترموچلوونکواودرنولوستونکو!
له څه مودې راهيسې مې په دې ښکلې وېبپاڼه کی دخپل توان اوپوهې په کچ هغه څه ليکل چې فکرمې کاوه دبحث وړبه وي ٠ ښکاره خبره ده چې هره ليکنه يوڅه وخت هم مصرفوي خودخپلې مينې اودنظردازادۍ په جذبه راته وخت دومره مهم نه ؤلکه په دې لارکی تجربې ٠ افسوس کووم چې دهيڅ وړتيا مې نه درلوده نوځکه ترټولوغوره تصميم مې دادې چې له دې وروسته نه خپل وخت ضايع کړم اونه دبل اوپه خپله خوښه اوحيا کی ستاسونه رخصت شم ٠
که زما په ليکنوڅوک ازرده شوې وي ، عذريې کووم چې ماوبخښي ٠
زما اخيرنۍ هيله له وطنمل صاحب څخه ده چې دکشمالي په نوم ټولې ليکنې ړنګې کړي اوماته به ددوهم ځل يادوولوکړاورانه کړي ٠
په مينه اودرنښت
کشمالې
larghonay1
18.10.2006
ګلاب ګلاب راغلې ، لمبه لمبه واپس لاړې
چې د سايل د زړه په پورې ور دې څه وليكل
ګران كشمالي صيب په لمنو لمنو سلامونه
زوروره دومره زر خو مه خپه كېږه!
مونږ په لسګونو ليكنې لېږلي خو ړنګې شوي دي ، كه ستاسو يوه ليكنه ړنګه شوه نو څه كفر وشو.
خېر دى كه ستاسو وخت پرې ضايع شوى و دا د وخت ضياع ، نه بلكې سپما ده.
تاسو كه له يوې خوا د ستميانو پر بېځايه او بې خونده ليكنو پښتانه خبرول دا يې يو اړخ و خو له بلې خوا د وطنمل صيب درځ هم بې ځايه نه دى، هغه وايي تاسو په لوى لاس د ستميانو ليكنو ته لوستونكي پيدا كول چې هغوى همدا غواړي.
وروره كه مونږ د هغوى هره بې خونده ليكنه په لوستلو و ارزوو نو په خداى كه بل كار ته وزګار شو.
خېر دى تاسو په دې مه خپه كېږئ ، دا خو د رسنيو دود دى چې هره ليكنه نه چاپوي نو كه د اسې هر ليكوال له رسنيو سره پرېكوڼ وكړي نو خداى مه كه دا يوازې ليكوال او مسؤول مدير ته زيان، نه دى ، بلكې زمونږ ټولې ټولنې ته زيان دى.
كشمالي صيب خداى دې همداسې تازه لره . هيله ده چې زمونږ ننواتې به ومنې او له ضد نه به كار نه اخلې.
زوروره كه د پاڼې مسؤول هيڅ ليكنه ړنګه نه كړي نو بيا مسؤولت څه مانا؟
خېر دى كله كه مو سمه ليكنه ړنګيده هم يوه ګيله كوئ داسې زر مه په غوسه كېږي او كله كله د بل هم منل په كار وي.
بس كشمالى صيب ته به خامخا زما د ليكنې مثبت ځواب راكوې او د ستميانو زړه به چوې !
په همدې هيله
ستاسو لاروى
كشمالي بيا غونچې تازه كړې
رامبيل چمبيل يې نوكران نيولي دينه
ghafar
18.10.2006
عزتمنه وروره کشمالئ صاحب سلامونه او نېکې هیلې !
زه پدې باور یم چې تاسې پخپله پوهېږۍ چې تصمیم ونیسۍ نو د مخه وایم چې ننواتي نه یم راغلئ، خو زه د ستاسو د لیکنو یوه خوښوونکي په توګه غواړم تاسو ته یوه یادونه وکړم چې ستاسو وخت پدې پاڼې کې ندئ پای ته رسیدلئ، ځکه تاسو په یوه بحث کې د [color=blue:6e649d1bb0]پښتونولۍ[/color:6e649d1bb0] په هکله پوښتي دي[quote:6e649d1bb0] دهرپښتون سره د(پښتونولۍ) ګټوورې تړې منم اوورسره دهر(کوډ) په معنا هم پوهېږم ٠ رښتيادپښتونولۍ ځينې صفات ښه دي اوسړې يې په اوس وخت کی هم تطبيقوولای شي خوداپوښتنې می لاندي حل شوې چې تراوسه د ځينو تړو کومې نتيجې ښې وې ؟
دپښتنوسړوژونديې ښه کړې که دښځويې ؟
کومه اګاهي اوپوهه يې زېږولې ؟
کوم مهذب فرهنګ يې رامنځ ته کړې ؟
کوم مذهي ارزښت لري ؟
دپښتنودنسلونوپه دماغوکی يې څه اچولي ؟
کوم پرمختګ ته يې لاره پرانيستې ؟
دپښتنوپه اتفاق کی يې کوم رول لوبولې ؟
[/quote:6e649d1bb0]
ګرانه وروره ! د پښتنو په وروسته پاتې ټولنې کې ډېرې مهمې او پر ځای پوښتنې مو مطرح کړي دي، چې باید ورته ځواب وویل شي . زه باور لرم چې ډېر لوستونکي به بې له تعصبه په دې بحث کې برخه واخلي .
نو هیله ده چې میدان خوشې نکړۍ او لږ تر لږه په همدې بحث کې مونږ سره اوسۍ! زه خو در سره یم !!
په درناوي
pattang
18.10.2006
کشمالی صيب !
اوس دې ديوه نوی بحث عنوان ( الله مومل شه ) خلا ص کړی او ميلمانه در ځي چې
هر څوک به خپل نظر او غوښتنې ليکي نو د کور به په توګه خو بايد په کور کې
حاضراوسې او يې ٠
شين چای او سره بړستن نه درڅخه غواړو خو سوالونو ته مو بايد ځوابونه راکړې
اوکه ځان غلی ونيسې نو دا خو ولاکه زمونږ پښتنولي وي ٠
نور نو تاسو څه راته ليکۍ ?? زما سترګې په لارې دي ٠
صافی
18.10.2006
کشمالی صاحب! السلام علیکم :
وروره ! دا دی دڅلورو کسو مره مو هم پوره کړ ! او شکر دی لیکنه مو هم دقیده ازاده شوه . خو پوښتنه یې وکړه چې خدای نه خواسته وطنمل صاحب تعذ یب کړی نوي . ولی دشواهدو نه داشې ښکاری چې وطنمل صاحب یې تعذیب کړی وي .
کشمالی صاحب ! تاسو ملامت نه یاست چې دلیکنې په ړنګیدو مو خوا بده شوی ده ، خو اصلې لوي جرم او عظیمه ګناه دپتنګ ده چې داسی یوه ککړه لیکنه یې دلته راوړی وه، او هغه ستاسو ښایسته لیکنه یې هم جزایي کړه.
نو محترمه وروره !تاسو داسې مکوي چې مونږ دمنصفه اوا رزښتمنه لیکنو او بحثونونه محرومه ، او دا سې ژر راسره مخه ښه وکړی .
په درناوي
ستاسوورور صافي
ډاکتر وطنمل
18.10.2006
د يوه مرور ورور کشمالي صيب ليکنه :
دپوهانوپوهاند،برچه پک سنګرڅارکشمالي له څېړنوڅخه !
دولت :
خلک وايي چې دالغت ګنې څوسوه کاله پخواعربانودشمال له لوري افغانستان ته راوړې اواصلي تلفظ يې `` دولۀ `` ؤ٠ که سړې دچين (اويغور)ته ورواوړي نوهلته به عربي رسم الخط هم بياموځي نوسړې وئيلای شي چې کېدای شي په همدغوکلونوکی به عربي رسم الخط دترکانوپه واسطه دبدخشان له لارې هلته وړل شوې وي خوچې بيا سړې په بدخشان کی شغنان ته سرورښکاره کړي سم له واره به شغني له پښتولغاتونوسره ګډه واوري ٠ زماغوندی مشهورمحققين هم خپل نوکان چيچي اونه پوهيږي چې داپښتوبه په دغوغرونوکی چا هلته وړې وي؟؟
ددې سره دسړي ورمېږ هم خارښ وکي اومقابل لوري ته په زړه کی ووايي چې که زه ووايم چې (بدخشان ) په اصل کی پښتولغات دې نوهسې نه چې راته ووايي چې ( تا-جک ) وهلي ٠په هره توګه ، کېدې شي پښتانه دلومړي ځل لپاره شغنان ته تللي وي او هلته يې دکومې قبيلې سره خېښي کړېوي او بياپه دوښمنۍ اووښتې وي ، اودهماغې ورځې نه بدخشان په ( بد -خېښان ) نوموول شوې وي چې دوخت په تېرېدوله ( بد -خېښان ) څخه په ( بدخشان ) اووښتې وي٠
همدغه راز`` دولت `` هم په غلطۍ په عربي ژبې تپل کيږي خو اصلي منشا يې له `` دو`` او `` لت `` څخه اخيستل شوې چې فارسي ده اوپه پښتوژبه کی ورته `` دوه لغتې `` اوپه يوناني ژبه کی ورته ارېستوکراسي وايي ٠ اوتاسوخوبه پوهېږۍ چې ارېستوکراسي دحکومت کوولويوشکل دې او(دولت ) هم په فارسي کی حکومت ته وايي ٠ بله تيوري بياداسې ده چې وايي ، نه دا( دو-لت ) نه دې بلکه (دؤ) او (لت ) دې چې غالبا`` د(اس) او( خر) له ځغاستې اولغتوسره ډډه لګوي ٠ نوداچې افغانستان دچنګېزدبزکشۍ ميدان هم ؤاواوس هم بزکشي داموپه څنډوکی رواج لري اوداهغه لرغونې فرهنګ دې چې هغه وخت کی يواځې په سياست کی ليدل کېده اونن هم په سياست کی دغه لرغونې فرهنګ کاروول کيږي نوځکه په غالب ګومان سړې ويلای شي چې په افغانستان کی به د دولت اصطلاح له همدغه ( دؤ) او (لت) يعنې ځغاستې اولتې څخه راپيداشوې وي ٠
مؤاخذونه :
ريګ -ويداع
او- ستا
هيرودې ټس
مېږ - نهه ټن
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:f720a509bb]ډير محترم ورور شمالی صاحب !
بخښنه غواړم چې ستاسو مضمون مې د ٢٤ ساعتو له پاره توقيف کړی و، ستاسو خواشيني نشم منلی ، نو له هغه ارزښت څخه هم تير يم چې ما ستاسو د لکنې په ړنګولو کې ليدۀ. .
او ګران ورور ښاغلي پتنګ خو پرې دومره نه دی خواشينی شوي اويا به زما دليل ورته دومره بي وزنه نه وي بريښيدلی، نو له زغم څخه يې مننه کوم ، کور ودانی ورته وايم او د نوموړي ليکنې د بيرته نشرولو څخه يې
صر ف نظر کوم ! په سلامونو
ستاسې يو ورو ر: وطنمل[/color:f720a509bb]
pattang
02.11.2006
پښتانه د اوږدې مڼډې خلک ندي ډير کم يې اوږدې مڼډې وهلې شي ٠
ډير پښتانه په نوم پسې ګرزي که څوک په اول قطار کې ځای ورنکړي نو ژر مرورېږي
اوميدان پريږدي٠ ډير لوی کارونه مطرحه کوي خو بيا يې سرته نه رسوي او مردار
يې پرېژدي ٠ نورې ډېرې خبرې هم شته خو ښه به داوي چې خپله خوله پټه و نيسم
او زمونږ کشمالي صيب ته ګورۍ چې داوښ په پچه مرور شوی دی او ميدان يې
پرېښود نو که دا سړی زما سره په سنګر کې وی ما به څه ورسره کول ??.
رښتینی
02.11.2006
ټولو وروڼو ته سلامونه او نيكى هيلى
محترم كشمالى صيب سلامونه او ژور احترامات درته وړاندى كوم
ستا ليكنى او څيړنى ډيري په زړه پورى او دستاينى وړدى او محترمه
لكه د ويب سايټ له بر جسته ليكوالانو نه چى ډيرو يي خواستونه درته
كړى ته با يد نور ونه ځډيږى او خپلى ليكنى پيل كړه
دا ګيلى او مانى به منځ ته را ځى او په سړو سينو به يي زغمو
په مينه او درنښت