د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ازادي او تيری

اور- بل
16.10.2006

آيا دا خبره سمه ده چې وايي :[color=white:c8917600a1] کوم ملت چې پر بل ملت تيرې کوي خپله آزاد نه دی.[/color:c8917600a1]

١ـ که دا خبره سمه وي لږ څه يې روښانه کړئ، که سمه نه وي ، نو پر کوم دليل (؟) او که معما بريښي ، حل به يې څه وي ؟
٢ـ ايا د هرې آزادۍ د نفې او نقض کولو په صورت کې هم دغه خبره صدق کولی شي ؟ په درنښت


بصير افغان
19.10.2006

ګرانې خورې غوټۍ اوربل سلامونه مې ومنه

د ا خو ښکاره خبره ده چې هر هغه هېواد چې په بل هېواد باندې پوځي او یا هم ډیپلوماټیکي تیرۍ کوي، زور لري. هغه زموږ دکلیو متل دی چې وایي : ډم چې ډول وهي، زور به یې لري.


نقاد
19.10.2006

[quote:be869c769f]په افغانستان كې د يوه پښتنې نظام په هيله!!![/quote:be869c769f]

بصير افغانه ښې چارې !
ستاسو له پورتني شعار څخه داسې بريښي چې په پښتون کې هم ((پښتنې نظام)) نشته ، ځکه دومره ديکتاتوري خوبه نه غواړې چې له غير پښتنو څخه هم (( پښتنې نظام)) وغواړې ، که څنګه ؟
او که پر پښتنې نظام دومره مين يې نو حتمأ به دې يو څه سوچ پرې کړی وي او په اړه به مالومات لرې. که همداسې وي نو مهرباني وکړئ د ښاغلي کشمالي صيب پښتنو ته چې د پښتنې کلتوراو پښتونلۍ په اړه يې کړي دي ځواب وواياست. او که په اړه يې معلومات نه لرئ چې ګټې او زيانونه يې رو ښانه کړئ، نو بيا له کوم ځايه پوهيږئ چې پښتنې کلتور نورو ته زيان نه لري ؟
[quote:be869c769f]د ا خو ښکاره خبره ده چې هر هغه هېواد چې په بل هېواد باندې پوځي او یا هم ډیپلوماټیکي تیرۍ کوي، زور لري. هغه زموږ دکلیو متل دی چې وایي : ډم چې ډول وهي، زور به یې لري[/quote:be869c769f] او زورور يا ظالم به وي ! خو غوټۍ وربل ادعا کړې چې دغه ظالم او تيری کونکی ملت آزادي نه لري . څوک چې ازادي نه لري هغه مظلوم دی ، نو دغه تيرې کونکي ظالم ملت څنګه هم ظالم دې چې تيرې کوي او هم مظلوم ؟؟؟ دا معما تاسونه حل کړه ، نه مو سخته کړه اونه مو وشوړوله ، تاسو هيڅ نوې خبره نه ده وړاندې کړې ، بلکې موضوع مو حتی هيڅ ونه خوځوله . هيله ده که خپل څپاند قلم ورته يوځل بيا اړم کړئ ، ګوندې که تيږه وانه ړوئ له ځايه خوبه يې لږه وخوروئ انشأ الله.
والسلام. .


اور- بل
19.10.2006

هيله ده نور ورونه اوخويندې هم د نظر څرګندونه وکړي . هر څوک صرف يو ځل د خپل اند د څرګندولو حق لري ، ښايي ځينې يې ځواب ته ډير ورنږدې شي او ځينې يې بشپړ ځواب ووايي.


نقاد
22.10.2006

داسې بريښي چې د مسلې حل د ملت له پوهيز سره تړاو ولري، نه د خلکو د مفهوم پورې ، ځکه په دغه صورت کې د يوه هيواد د خلکو تيري د بل هيواد پر خلکو باندې له سره امکان نه لري . د ملت د مفهوم د شننې په پايله کې دې نتيجې ته رسيږو چې يو ملت پر بل ملت تيری کولې شي او کړي يې دي . په درنښت !


نقاد
22.10.2006

داسې بريښي چې د مسلې حل د ملت له پوهيز سره تړاو ولري، نه د خلکو د مفهوم پورې ، ځکه په دغه صورت کې د يوه هيواد د خلکو تيري د بل هيواد پر خلکو باندې له سره امکان نه لري . د ملت د مفهوم د شننې په پايله کې دې نتيجې ته رسيږو چې يو ملت پر بل ملت تيری کولې شي او کړي يې دي . داچې د امريکا ملت پر افغانستان تيری کړی ، څرګنده ده چې د امريکا ملت هم يو آزاد ملت نه دې ، په درنښت !



ع کريم حليمي
23.10.2006

ډېر محترم دانشمند نقاد صاحب  ، پتمني غوټۍ وربل ،بصير افغان ،کوشان
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
يو وار بيا اخترمومبارک شه 
زه ايمان لرم په دې څه چي تاسو ليکۍ په پوهېږي 
تاسو ليکلي چه (څرګنده ده چې د امريکا ملت هم يو آزاد ملت نه دې  )
د طبعت څخه څوک ازادي نشي اخستلالی ٠ دامنم 
او تاسوليکلي چه امريکا يو ازاد ملت نه دی ٠ 
ستاسو له ازادۍ څه کومه ازادي مطلب ده ، چه ازادي نه لري 
[u:0940fb3058]ما شخصا داسي فهمولې ده چه امريکا د مځکي پر مخ دوهم ازاد ملک دی
په داسي حال کښي چه لمړی ازاد ملک وجود نه لري [/u:0940fb3058]
په درنښت 


نقاد
26.10.2006

دروند محترم او مکرم استاد حليمي صاحب او ګرانو خويندواو ورونو سلام پر تاسې !
يو ملت چې هم ظالم او هم مظلوم وي، بايد لږ تر لږه هغه پر دوه لويو برخو ويشل شوی ملت وي، چې يوه په کې حاکمه او ظالمه يا استثماره ګره طبقه او بله يې استثماريدونکې ده . پر افغانستان او عراق باندې د امريکايي ملت استثماريدونکې طبقې بريد نه دی کړې، بلکې د انحصاراتو دولتي قدرت، په مشخصه توګه د تيلو کنسرنونو د قدرت غلام حکومت چې د بوش حکومت دی تيری کړی .
فردي آزادي هلته تآمين ده ، خو تر څو چې اجتماعي ېا اقتصادي آزادي يعنې له استثمار څخه خلاصون او آزادي نه وي رامنځته شوي، تر هغه اړونده ملت هم آزاد نه دی . او له استثمار آزاد ولسونه يو پر بل تيری نه کوي. . والسلام


صافی
27.10.2006

درنو خویندواوورنو! السلام علیکم

محترمه خورغوټۍ لیکي‎ :
آيا دا خبره سمه ده چې وايي : کوم ملت چې پر بل ملت تيرې کوي خپله آزاد نه دی.

١ـ که دا خبره سمه وي لږ څه يې روښانه کړئ، که سمه نه وي ، نو پر کوم دليل (؟) او که معما بريښي ، حل به يې څه وي ؟
٢ـ ايا د هرې آزادۍ د نفې او نقض کولو په صورت کې هم دغه خبره صدق کولی شي ؟ په درنښت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خورې! دادرې پوښتنې مو دومره پیچلې،مبهمه او معمایې دي چې څه درته واوایم .
مخکې له دې چې ستاسو د پو ښتنو په اړه نظر څرګند کړم ، غواړم دا بی ربطه پوښتنه له تاسو څخه وکړم چې : خویندو ته په مآدبانه خطاب کې تاسو دکومې کلمې د استعمال پلوۍ یاست؟ آغلې، پیغلې، میرمنې ؟ او یاد کومې بلې کلمې؟

ستاسو معمایی پوښتنې په دری اصولی مفاهیمو حاوي دي ، چې ستاسو په لومړۍ لنډه مقوله کې زما په نظر یو تربله په غیر متناسقه توګه تړل شوي دي ، چې هغه عبارت دملت، تیری، او ازادۍ څخه دي .ا وپرته له اضافي تفصیله ، چې دا مقوله دچاده ، او په کوم عبارت کې راغلې ده ؟ قبلی اوبعدی څرګندونی یې څه دي؟
ویونکی یې دکومې ایدیالوژۍ خاونددی ؟ ماترې معنی وا نشوه اخیستی .

(( آيا دا خبره سمه ده چې وايي : کوم ملت چې پر بل ملت تيرې کوي خپله آزاد نه دی.))
دا خبره چاکړی؟
که داسې ووایو چې آیا کلبی ازاد دی چې په مقصود تیری وکړی؟ طبعآ ځواب نه دی .
((که چیرته دازادۍ کلمه دلته دحق لرلو په مفهوم راواخلواو که دازادۍ کلمه ددیمکراسۍ په معنی وی نوبیا دپورتنۍ مقولې نه مفهوم نه اخیستل کیږی))
په چا تیری کول، هم دوضعی قوانینو په رڼا کې اوهم دسماوي جواز نلری . دتیری کلمه پخپله یوه منفی او حتی اجرامی کلمه ده . ولی کوم دولتونه چې په نورو دولتو تیری کوی، هغوی ورته تیری نه وایې ترشایې تل بله حقوقی اویا فلسفی پلمه یی. ولې اصلی بڼه یې همیش دوه مخیزه او په زور زیاتی ولاړه وي .
ستاسو پورتنی لنډ متن ته په توجوه په ذهن کې دا پوښتنې را پیدا کیږی چې : تاسو دروسانو تیری په افغانستان باندې په دي اړه څنګه ارزیابی کوی؟ ایا دروسانو ملت ازاد وو چې دافغانستان په شمول په نورو هیوادو یې تیری کوه ؟ که چیرته داسې یوه پوښتنه معقوله او منطقی وي.
او یا آیا داحمدشاه بابا په وخت کې دافغانستان ملت یو ازد ملت وو چې د شاولی الله دهلوي او دهندوستان د نورو اسلامی علماو په بلنه دهندوانو په مقابل کې دغزا په نا مه هند تصرف کړ ؟
په درناوي[color=red:22595edf08][/color:22595edf08]



27.10.2006

دروند صفي صاحب ته سلام !
صرف پام مو دېته راګرځوم چې : د وربل جانې پوښتنه آزادي نۀ، بلکې ادع يې آزادۍ نشتوالی دی . نو که تاسې خپلې پوښتنې هم د روسي او احمدشاهي
افغانستان ازادۍ د نشتوالي په اړه دغسې د يوه (نه) پر زياتولو واړوئ ،سمې
او بشپړې به شي :

ایا دروسانو ملت ازاد[color=white:8ed2474c9b] نه [/color:8ed2474c9b]و چې دافغانستان په شمول په نورو هیوادو یې تیری کوه ؟
او یا آیا داحمدشاه بابا په وخت کې دافغانستان ملت یو ازد ملت [color=yellow:8ed2474c9b]نه [/color:8ed2474c9b]و چې د شاولی الله دهلوي او دهندوستان د نورو اسلامی علماو په بلنه دهندوانو په مقابل کې دغزا په نا مه هند تصرف کړ ؟
د دې پوښتنو ځواب هم اوس پر ځای او د وربل خور د پوښتنې سره اړخ لګوي .
که د ښاغلي نقاد ځواب اساس ونيسو نو ستاسې دواړه پوښتنې هم په (نه!) سره ځوابيږي.
١ـ روسيه يو ملت و، خو يو ديکتاتوري ګوند ، يو پوځي دولت اويو د کی.جي.بي جهنمي سازمان پرې مسلط و او زندانونه يې له سياسي مخالفينو څخه ډک وو( نه : ول). نو پر افغانستان هم همدغو ديکتاتوري ساختارونو تيری کړی و نۀ تر په هغې کې ښکيل شوي ولس . په دې مثال مو بالکل د غوټۍ خور د ادعا ثبوت وړاندې کړی دی.
٢ ـ افغانستان دې د احمد شاه پر مهال څه چې ﻻ اوس هم ملت شوی نه دی، حال دا چې غوټۍ جانې د يوۀ تيری کونکي ملت چلند بحث ته وړاندې کړی .
د احمد شاه يرغل دوه اړخه لرل:
١ ـ د هندوانو له منګولو څخه مسلمانانو آزادول ، چې تيری نه، بلکې د نجات او فلاح آزادي بخښونکی بريد و.
٢ـ داچې مسلمانان يې آزاد او پر هندوانو يې حاکم وګرځول ، هندوان يې محکو م کړل، دايې د بريد تيری کونکی اړخ دی . ښه دا وه چې مسلمانان يې تر بيل کړي او له آټک نه کښته يې نننی پاکستان ﻻ هماغه وخت په خپل ﻻس جوړ کړی اوپه دې توګه وروسته بيا د بريتانوي هند او افغانستان تر منځ حايل اوخنثی ساتل شوی وای . ددې له پاره سياسي کوپړۍ او اوږده دولتي تجربه په کار وه چې يوه هم نه احمد شاه لرﻻی شوه او نه يې زامنو او لمسيانو لرله .


صافی
27.10.2006

قدرمنه وروره ځواکمن صاحب ! دسلام او احترامه روسته :

وروره ! دنظر څرګندولو څخه مو ډیره مننه خبرې مو په ګل بدلی . ما په پورتنۍ لیکنه کې دهغو دو ه پو ښتنو د کولو نه دوه هدف لرل ، یو داچې پوښتنې په ځانګړې توګه محترمې خور غوټۍ وربل ته متوجه وي، دوهم داچې زما پوښتنې بیانی پوښتنې (rherorical queotion ) دي . چې طبعآ دبحث کولو په نیت د [color=red:a948a8d1df]نه[/color:a948a8d1df] ځواب غوښتونکئ وم. اودا چې پوښتنې په ځانګړې توګه ولې وربل جانې ته متو جه وی ؟ علت یې دا دی چې وربل خور دبحث فورومونو ته نوی تشریف راوړی او دلیکنو څخه یې تر اوسه دهغوۍپه فکری کړنلارې پوره پوه نیم . کرچې تر یوحد استنباط کولی شم ولې استنباط حدس وي او د جبر اواختیار او یا قضا او قدر غوندی مشاجروی بحثونوکې کفایت نه کوی.
که چیرته دغوټی وربل ځوابونه هم زما پوښتنو ته ستاسو په شان [color=red:a948a8d1df]نه[/color:a948a8d1df] وي نو دې پوښتنو ته راځو چې : آیا تیری يو عمل ندی؟ آیا تیری کونکی په عمل کولو کې اویا په تیرې کولو کې اختیار نه لری ؟ که اختیار ترې سلب شی دفعل اوعمل وجوداووقوع امکان لري؟ نو داپوښتنی ټولې دجبر اواختیار بحث ته لار پرانیستل دي چې زه ورته چمتو نیم.
په درناوي
صافي[color=#444444:a948a8d1df][/color:a948a8d1df]



28.10.2006

محترم ښاغلی صافي صيب ،تاسوته خپل سلامونه او نيکې هيلي وړاندې کوم !
د ښاغلي نقاد صيب د ځواب دغه ﻻنينی متن ښايي زما ،ستاسې او وربل خور د پوښتنې يو ښه ځواب وي تاسو يې هم په دقت سره وشنئ :

(( يو ملت چې هم ظالم او هم مظلوم وي، بايد لږ تر لږه هغه پر دوه لويو برخو ويشل شوی ملت وي، چې يوه په کې حاکمه او ظالمه يا استثماره ګره طبقه او بله يې استثماريدونکې ده . پر افغانستان او عراق باندې د امريکايي ملت استثماريدونکې طبقې بريد نه دی کړې، بلکې د انحصاراتو دولتي قدرت، په مشخصه توګه د تيلو کنسرنونو د قدرت غلام حکومت چې د بوش حکومت دی تيری کړی . فردي آزادي هلته تآمين ده ، خو تر څو چې اجتماعي ېا اقتصادي آزادي يعنې له استثمار څخه خلاصون او آزادي نه وي رامنځته شوي، تر هغه اړونده ملت هم آزاد نه دی . او له استثمار آزاد ولسونه يو پر بل تيری نه کوي.)) . والسلام
[color=white:ab62def852][/color:ab62def852]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more