د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د محترم انوار الحق احدی د افغانستان مالیی وزیر وينا!

Mohammad Hassan
11.10.2006

د محترم انوار الحق احدی د افغانستان مالیی وزیر وینا
پنجمین کنفرانس بین المللی مسعود شناسی در کابل (۷) -- ... دادري شيان يعني ستراتيژيک ديد، ذړه ورتيا يا جرأت ، اوتقوي دادهر ليډر لپاره ضرور دي اما هغه رهبران چي کرزماتيک رفتار لري دهغو لپاره نو فوق العاده مهم دي. آمرصاحب دليل ددي چي دومره امتياز لري هغه دادي چي آمرصاحب شهيد عقيده در لودله، آمرصاحب شهيد هڅه درلودله، او آمرصاحب شهيد کفايت اورهبري در لودله، همدا شخصيتونه په ژوند کي هم په جوامعو باندي تأثيراچوي، اما په مرګ په حالت کي هم په جوامعو تأثير اچوي...

بيانيه ي محترم انوار الحق احدي وزير ماليه جمهوري اسلامي افغانستان

بسم الله الرحمن الرحيم محترم استاد صاحب، محترم معاون صاحب، دکابيني محترموغړو، د افغانستان دخارجه سابقه وزيرصاحب دوستانو، ميرمنو او ښاغليو السلام عليکم ورحمته الله ..........

دمانه چه څوک مخکي وغږيدل. ماسفير صاحب همدا اوس وويل چي ډيرښه وغږيده، اما حيف دهغه بيچاره چه دهغه نه به وروسته غږيږي . ځکه چي دده خبري رښتيا ساده وي پر معني وي اوله احساساتو نه ډکي وي زه خبرنه وم چه زما خبر دده پسي دي. په هر حال د هرڅه نه د مخه اول خپل تسليت په خاص ډول د آمرصاحب شهيد کورني ته اوبيا د افغانستان ټول ولس ته وړاندي کوم دغټو انسانانو په ژوندکي اکثراْ تراژيدي ګاني اوسيږي – او دغه تراژيدي ګاني په ملي ورځو او کله هم په ملي تراژيديو او دملي تراژيديو په صفت باندي پيژندل کيږي . دانن ورځ هم همدغسي يو ورځ دي. داددي ولس په ژوندکي يو تراژيدي دي شهادت هم څومره جګ مقام لري کله چه وزير صاحب سابقه د اطلاعات او کلتور ورته اشاره وکړله خو بياهم د شهيد متعلقين او متعلقاتو لپاره يوه لوي تراژيدي ده اودهغه دخلکو لپاره يوه تراژيدي ده. نن ترکوم جايه پوري چي زما خبروته غږايښي دي، اکثراْ قضاوت کوو اودغسي ورځي هم د قضاوت ورځي دي او قضاوتونه بايد په ارزښتونو و وسيږي، انسانانو هر کله چي غږيږو مونږ د انسانانو باندي قضاوت کووله هر څه نه مهم تردادي چي د انسانانو په ارزښتونو باندي قضاوت وکو. مايو ځل مخکي هم داخبره کړي څه متاسفانه ما هيڅکله د آمرصاحب شهيد سره ندي کتلي ورسره هم صحبت شوي نه يمه او په همدي اساس اکثراْ پدي مجالسو کي چي زه اشتراک کوم احساس د ضعف په دي کوم چي زه له دهغه نه کوم روايت لرم نه دده د شخصي ژوند په باره کي څه ويلي شم. خو فضل دخداي دي نورو دوستانو دده دشخصي ژوند په باره کي خصوصاْ مخکي لمانه ميرمنه وغږيدله دده دشخصي ژوند په باره کي وغږيدله. او ډير رڼا ورباندي واچوله او مطمئن يمه چي نور خلک هم ورباندي رڼا واچوي . زه فقط د آمرصاحب شهيد د اجتماعي ارزشتونو په باره کي غږيږم.

دهغه البته چي نږدي تماس ته ضرورت نلري بلکه د باندي نه هم انسان کولي شي چي مشاهده يي وکړي تعبير وځيني وکي. د آمرصاحب شهيد همدا ارزښتونه زما به عقيده اسلام اود افغانستان اومتحد افغانستان دي هر کله چي اسلام د خطر پدي ملک کي پيدا سو آمرصاحب شهيد مبارزه شروع او کړله. هر کله چي دافغانستان وحدت خطر پيدا سو آمرصاحب شهيد مبارزه شروع کړله. هر کله چي د افغانستان وحدت ته خطر پيدا سو آمرصاحب شهيد مقاومت پيل کړه. هر انسان عقايد لره. او د ښو عقايد وخاوندان ډير محترم دي اما کوم شي چي خاص اهميت ورته ورکوي. يو انسان ته خاص تبارز ورکوي هغه داده چي دخپلو ارزښتونو دخپلو عقيدي، عقايد و د تحقق لپاره هڅي ته لاس اچوي مبازه کوي او پدي ارتباط باندي د آمرصاحب شهيد دوهم لوي ارږښت او مشخصاتو له جملي څخه دادي چي دده ژوند په مبارزه. جهاد او مقاومت باندي تير شوي تر څو کولي شي چي خپل ارزښتونو ته تحقق ورکي دريم لوي امتيازچي آمرصاحب يي لري هغه درهبري کيفيت دي، دي ديوي منطقي مشرو و ديو سازمان مشروو او له ټولونه مهمه ديو جنګي ډلي د آزادي ډلي قوماندان وواوپدي اساس ددي درهبري کيفيت يو اساسي نقش ددي د ډلي په موفقيت کي وو. جرمني فيلسوف اوليکوال ويبريو اصطلاح کاږ ليده چه هغه ته کرزماوايي- کريز مارهبري په عربي کي يازمونږ اوستا سو په پښتو او فارسي کي داداسي ته په برکت باندي ترجمه شويده جذابيت ورته وايي- کريزما هغه رهبر يا مشرچي کريز مه لري هغه په اکثراْ به ناقرار ووختونو کي په جوامعو کي ظهور کوي. هغه جوامع چي له استقرار نه برخورداره ووسيږي. هلته له کريږ مي نه ډک شخصيت ظهور کوي، خپل اساس ديو قانون ګرځيدلاي شي. کرزمه ليدر کولاي شي چي هغه پخواني عنعنات بدل کړي او نوي عنعني په ټولني سره شروع کړي. کريزمه، رهبر، څوک چي کرزمه لري هغه ته خپل پيروان يي خاصه وفاداري لري.

حتي ممکن تر غير معقوله سرحده ورپسي داوفادار ووسي، هر رهبر غواړي- چي همدغسي وفادار پيروان ولري اما هر رهبر نشي کولاي چي همدغسي وفادار پيروان ولري. هر څوک هم کرزمه داسي تر لاسه کولي په تاريخ کي ډير کم واقع شوي دي داسي رهبران پيدا شوي وي چي هغه کرزمه ولري دوګول يو له دغه درهبرانو ځني وناصريو ددغه رهبرانوځني وو، ګاندي يو ددغه رهبرانو ځني وو، او ځني نور په همدي ډول په ډيرندرت سره دکرزمي خاوندان چي دا پيدا کيږي البته کريزمه هم درجه لري، اما څه صفات دي چي يو رهبر بايد ولري څه هغه ته مونږ د کريز مي خاوند رهبر ورته وايو:

اول: - بايد ډيرواضح ستراتيژيک ديدولري بايد اساسي موضوعات ډير په آساني سره يالا اقل په موفقيت سره تشخيص وکي چي دورځي اساسي موضوعات څه شي دي

اودهغه په ارتباط باندي جرأت ددي ولري چي موقف ونيسي چي هغه ته مونږ زړه ورتيا وايو ستراتيژي، ذړه ورتيا يا جرأت

اودريم عمده شي البته تقوي دي. دادري شيان يعني ستراتيژيک ديد، ذړه ورتيا يا جرأت ، اوتقوي دادهر ليډر لپاره ضرور دي اما هغه رهبران چي کرزماتيک رفتار لري دهغو لپاره نو فوق العاده مهم دي. آمرصاحب دليل ددي چي دومره امتياز لري هغه دادي چي آمرصاحب شهيد عقيده در لودله، آمرصاحب شهيد هڅه درلودله، او آمرصاحب شهيد کفايت اورهبري در لودله، همدا شخصيتونه په ژوند کي هم په جوامعو باندي تأثيراچوي، اما په مرګ په حالت کي هم په جوامعو تأثير اچوي- د آمرصاحب شهادت د آمرصاحب په ژوند باندي، د افغانستان په سياسي ژوند باندي تأثير کړي دي- د نوي افغانستان آغاز متأسفانه چي د آمرصاحب د شهادت نه شروع شو، افغانستان چي له آمرصاحب د شهادت نه وروسته بين المللي توجه دلته وشوه، دبين المللي توجه پراساس باندي دخپلو افغانانو دغوښتني پراساس باندي. دکلونو کلونو زجرو تکاليفو تيرونو وروسته افغانستان کي يوه نوي نظام جوړشو- دغه نظام په اسلامي، افغاني اومنل سوي بين المللي ارزښتونو باندي ولاړدي. مونږ ډير يوه تړلي نظام لرو زمونږ سياسي ارزښتونه ډير واضح دي. په قانون اساسي کي ورته اشاره شوي وه- زمونږ موسسات دسياسي ارزښتونو باندي ولاړوي- که دشځو حقوق دي، که په پارلمان کي دشځو اشتراک دي که دښځوحقوق دي، مستقل کميسيونونه دي که د انتخاباتو کميسيون دي، که داحزابو تعدد دي، که په حکومت باندي دمطبوعات لخوا هره ورځ کله حق کله ناحق حملي دي داټول ديو سيستم اجزاوي دي يو له بل سره منطقي تړون لري مونږ سياسي نظام ددنياله ارزښتونو سره سم دي. همدغسي مونږ يوه نوي اجتماعي نظام لرو په دغه نوي اجتماعي نظام کي تحمل، کثرت ګرايي، يا تعدد داد اجتماعي نظام اساس دي- هر څوک آزاد دي چي خپل دين دلته وکي- هرڅوک آزاد دي چي خپل سياسي نظر دلته تعقيب کي. تحمل بايد موجود ووسيږي، دمختلفو کلتورونودمختلفو ډلو تحمل بايد ووسيږي. اقتصادي نظام هم داسي ده، افغانستان دپنځو سو کلو نورا پدي خوايو دډولت دکنترول لاندي اقتصاد درلوده اوس مونږ يو آزاد اقتصاد پابندي سره غواړو. زه نه غواړم چي زياد د اقتصاد په باره کي وغږيږم اوس بيا څوک ونه وايي چي وزارت ماليي اشتهار مخکي وړاندي کوي خو په هر حال زمونږ منظور دادي چه په افغانستان کي د شهيد آمرصاحب د شهادت، له امله توجه افغانستان ته وشوه، اودغه توجه باعث ددي شوه چي يونوي سياسي، اجتماعي، اواقتصادي نظام په افغانستان کي راشي او پدي ټولني په ژوند باندي به انشا الله مثبت اودوامدار تاثير وکړي. نوزه غواړم يو موضوع ته اشاره وکړم چي نظام جوړشوي دي خونظام استقرارنه لري، دنظام جوړول لا اقل دکاغذ په مخ ممکن هغو مره مشکل نه ووسيږي. امانظام ته استقرار ورکول دادټولو خلکو کاردي، آسانه کارهم ندي، د نظام دجوړولو لپاره او هغه هم ديو ډيموکرات او ملي نظام دجوړو لو لپاره داحتمي او ضروري ده چي تبعيض به له مينځه وځي په ډيرو جوامعو کي تبعيض په تاريخ په مختلفو اشکال راغلي دي. يا په ديني شکل، يا په مذهبي شکل ياپه قومي شکل، يا په منطقوي شکل. يا په طبقاتي شکل يا په مسلکي شکل تبعيضونه راغلي دي تبعيض مانع د قانوني مساوات دي، هغه ټولنه کي دقانوني مساوات نه ووسيږي هغه ددوامدار استقرار لپاره هغه ظرفيت نه لري. نوي نظام کي بدلونونه هم راغلي دي طبعاْ مونږ مجبور يودي نوي نظام استقرارلپاره مجبور هم يو اوښه هم داده چي بايد هم په دي ډول وي چي د تاريخ هغه چي دپخوانه راته پاتي دي، هغه څه چه غواړي تاريخ او بدلون ته يو تناسب او توازن مينځ ته برقراره کړي، که چيرته مونږ خدا نخواسته خپله سابقه کي باندي سترګي پټي کو او ټول نوګرايي پسي ولاړ شو، امکان لري چي جامعه خپل استقرار له لاسه ورکړي. او که چيرته مطلق په تاريخ کي بند پاتي شو اودراتلونکو ژوند لپاره بدلون ونه لټو و په هغه حالت کي هم زه فکر کومه ښايي په رکود سره مواجه يو. او رکوده جامعه بالآخره په عدم استقرار باندي بد ليږي. مونږ په دغه نوي ټولنه کي ددي لپاره چي استقرار راشي مونږ بايد دفردي آزادي مدني آزادي، امنيت او مصؤنيت تر مينڅه بايد توازن ايجاد کړو کله کله اوس ليدل کيږي ددغو مختلفو ارزښتونو تر مينځ توازن مينځ ته نه راځي، کله کله په مدني او شخصي، انفرادي، مسلکي آزاديګانو باندي، په بي مسؤليت ډول باندي افراط کيږي، البته که چيرته په امنيت باندي ډير زيات اصرار وشي ممکن آزادي له مينځه لاړشي او دايو توازن ته ضرورت لري يو معقول توازن ته ضرورت لري دي لپاره چي مونږ هم يو ديناميک يو خوځنده او عين حال کي يو با استقراره جامعه مينځ ته راوړو. نوي جامعه يو صادقانه ديالوګ ته ضرورت لري هيڅ ټولنه نشته چي هلته به اساسي نزاع ګاني نه ووسيږي، په مستقره او هغه چه استقراره دي په هغه ټولنه کي هم اختلافات ووسيږي فقط لاره د حل د اختلافاتو باندي بايد توافق نظر موجود اوسيږي، مشروع لاره د حل د اختلافات بايد معلومه اوسيږي او په هغه اساس باندي څه ده معلومه کي: سر سري خبري، فرمايشي خبري چي مونږه جامه کي هيڅ اختلاف نشته دامونږ په مخ نه بيايي، مونږ صادقانه ديالوګ ته ضرورت لرو موضوعات شته دي، دمختلفو خواوڅخه ځيني په شکايتونه يي. بايد حوصله ددي ولروچي نزاع و اورو، دخپل موقف نه استدلال وکواو په پروسيجر يا طرزالعمل دحل داختلافاتو باندي چي د موافلقه ولرونوي نظام زما په عقيده سراسري ډلوته ضرورت لري. متاسفانه په افغانستان کي پدانوي اساسي قانون کي هم د سراسري سياسي ډلو د حمايت، هيڅ شي نشته. متاسفانه همدا اوس د پارلمان په کړو وړو کي دسراسري ملي ډلو ملي يعني منظوردي مملکت شموله – ډلو دمينځ ته راتک ته هيڅ شي نشته په ډيرزما په عقيده – په ډير مصنوعي ډول باندي په پارلمان کي څه دډلي جوړيږي دپارلمان دلي ډمملکت ډلي بايد د عقيدي پراساس باندي ووسيږي . عقيده بايد مخکي معلوم وسيږي پروګرام بايد مخکي دي اوسيږي، په هغه اساس باندي خلک بايد سياسي ډلي جوړه کړي، مونږ پارلمان لرو زمونږ پارلمان هم به ددنيا له پارلمانونو سره معقول مشابهت ولري برعکس زه فکر کوم چي زمونږ پارلمان په دي حصه کي ممکن يونوي تجربه يي شروع کړي او سيږي خداي دي وکي څي کامياب شي اما دخپله ډير په دغه هغه کي ډير مطمين نه يم، زه پدي طرفداريم چي بايد په پارلمان کي او په ټولنه کي يو څو لوي مهمي سياسي ډلي مينځ ته راشي او په هغه اساس باندي د ا صادقانه ديالوګ مينځ ته راشي، زه به خپله خبره لنډي کړم، دزماني په تيريدو سره اساسي موضوعات فرق کوي دشهيد آمرصاحب په وخت کي مبارزه، جهاد او مقاومت د افغانستان اتحاد اساسي ټکي وو، زمونږ په وخت کي ديو عادلانه او با استقراره آزاد، اسلامي- افغاني دموکرات نظام جوړول دازمونږه موجوده دازمونږ لپاره لوي مسؤوليت ده بي دعادلي ټولني دجوړولونه استقرار په جامعه کي امکان نه لري هغه استقرار چي په زور باندي راځي هغو مره دوام کوي هغه زوروي، چي هرکله چي زور له مينځه لاړبيرته استقرار له مينځه ځي، او دبلي بدبختي لپاره حالت څه ده ته برابريږي، داضروره ده چه مونږه يوه عادلانه ټولنه دلته جوړکړو، که چيرته کامياب شولو څه ديو عادلانه اواستقرار ټولنه جوړکړو حتماْ به د آمرصاحب شهيد دروح په دي باندي ډير خوښ شي، زه دهغه روح ته ښاد وايم يو ځل بياد کورني غړو ته په خاص ډول، او تاسو ټولو ته په عام ډول تسليت وايم. ډير تشکر

نکته : Masoud_Kabul/ahadi1b.jpg

له پيمان ملی څخه
http://www.paymanemeli.com/modules.php?name=News&file=article&sid=1109


Pesarlay
11.10.2006

سلامونه !
په پارسي که يو متل دی چې وايي٠ يک بلا به ديګر بلا مي ګويد باو٠ :lol:
دا خو ټول افغانانو ته معلوم دي چې  مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين و. واسلام


Helmand.M
12.10.2006

وټولويارانوته سلامونه!
پسرلی صاحب!
که چيري دښاغلي احدي هغه ستا په وينا *خيانتو*څخه پرده پورته کړي او زما سترګي هم راپرانيزې نو يوه نړۍ مننه به درڅخه وکړم.
په درناوي.
ميوند*هلمند*


Pesarlay
12.10.2006

وعليکم سلام هلمند صاحب!
ورور جانه دا خو ټولو ته معلوم دی چې انوار الحق احدی د CIA جاسوس دی ٠
دا پورتني وينا خپله يو سند دی٠ خو بيا هم که تاسو ثبوت غواري سمه ده٠
هغه په خپله ښاغلي  قانوني سره يو ځاي اقرار كاوه : چې   زه په شير پور که ١ نمرې مځكه لرم٠
راځي چې د BBC ارشيف ته وګورو٠

The UN's special envoy on the right to adequate housing, Miloon Kothari, said on Thursday he had spoken to people whose houses had been destroyed in Kabul's Shir Pur district to make way for new homes for ministers.

In addition to Marshal Fahim, he named the Education Minister, Yunis Qanooni, and said he had a list of others.

"A number of ministers... including the minister of defence are directly involved in this kind of occupation and dispossession of poor people, some of whom have been there for 25 to 30 years."
د کابل شېرپور نوې ماڼۍ ولې خرڅيږي ؟

څلور کاله وړاندې د شيرپور تاريخي سيمه وسوځيده . وروسته په بلدوزر اواره شوه او مځکه يې د وخت يو شمير لوړ پوړو چارواکو ، جهادي قومندانانو او يو شمير نور برلاسو کسانو خپله کړه .
په هغه وخت کې د زياترو هغو کسانواستدلال چې د شير پور مځکه يې تر لاسه کړې وه ، دا وو چې دوى گواکې په کابل کې سرپناه نه لري .

دا راز يې دا خپل حق باله چې د هيواد د نورو اوسيدونکو په څير په دې ښار کې د استوگنې لپاره يو کور خپل کړي .

د دغو مځکو پر ويشلو د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په گډون يو زيات شمير خلکو نيوکې وکړې او دغه کار يې د خلکو پر وړاندې زياتى وباله.

خو د ولتى چارواکو وويل چې مځکې يي پر مستحقو کسانو ويشلي دي.

اوس گنگوسې داسې دي چې گواکې د شير پور د ماڼيو ځينې څښتنان سبا ته د دغو ماڼيو د ځواب ورکولو له ويرې همدا نن د خپلو بنگلو د خرڅولو په هڅه کې دي .

BBC, 12 September, 2003
[img:39d2fc1dae]http://www.bbc.co.uk/worldservice/images/2006/03/20060327104453shirpor1.jpg[/img:39d2fc1dae]
[img:39d2fc1dae]http://www.bbc.co.uk/worldservice/images/2006/03/20060327104610shirpor5.jpg[/img:39d2fc1dae]
[img:39d2fc1dae]http://www.bbc.co.uk/worldservice/images/2006/03/20060327104628shirpor6.jpg[/img:39d2fc1dae]


Helmand.M
15.10.2006

وګرانووستونکوته درناوۍ اوسلامونه!
پسرلی صاحب!
ديوې بيانيي په ورکولو هغه هم پداسي وخت کي چي مسعودترتوروخاورو لاندي دی اوديوي ټوټي مځکي په رانيولوسره هغه هم پا ازاد بازارکي(که څه هم زما په اند احدي صاحب ته نه ښاېېدله چي دادواړه کارونه يي کړيواي), ديوه منځلاري سياسي ګوند(افغان ملت)ومشرته د*لوي خائن*توری کارول ستاسو په اند جفا,تيروتنه , اوهغه دچاخبره په يوي څپيړي باندي دسلو تنو مخ ورخوږول, ندي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ښايي پدي هکله نورڅه هم ولرئ او يا ستاسو له نظره هم دومره بس دي چي ديوه سياسي مشر پرمخ دخيانت توره ټاپه ولګول شي؟؟؟؟
په درناوي.


pattang
15.10.2006

هلمنده!
کوم ګوند ? افغان ملت خو احدي په پنجشېريانو خرڅ کړ ٠

[quote:14781ed7a0="Helmand.M"]وګرانووستونکوته درناوۍ اوسلامونه!
پسرلی صاحب!
ديوې بيانيي په ورکولو هغه هم پداسي وخت کي چي مسعودترتوروخاورو لاندي دی اوديوي ټوټي مځکي په رانيولوسره هغه هم پا ازاد بازارکي(که څه هم زما په اند احدي صاحب ته نه ښاېېدله چي دادواړه کارونه يي کړيواي), ديوه منځلاري سياسي ګوند(افغان ملت)ومشرته د*لوي خائن*توری کارول ستاسو په اند جفا,تيروتنه , اوهغه دچاخبره په يوي څپيړي باندي دسلو تنو مخ ورخوږول, ندي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ښايي پدي هکله نورڅه هم ولرئ او يا ستاسو له نظره هم دومره بس دي چي ديوه سياسي مشر پرمخ دخيانت توره ټاپه ولګول شي؟؟؟؟
په درناوي.[/quote:14781ed7a0]


Pesarlay
15.10.2006

[quote:7280820a1d="Helmand.M"]وګرانووستونکوته درناوۍ اوسلامونه!
پسرلی صاحب!
ديوې بيانيي په ورکولو هغه هم پداسي وخت کي چي مسعودترتوروخاورو لاندي دی اوديوي ټوټي مځکي په رانيولوسره هغه هم پا ازاد بازارکي(که څه هم زما په اند احدي صاحب ته نه ښاېېدله چي دادواړه کارونه يي کړيواي), ديوه منځلاري سياسي ګوند(افغان ملت)ومشرته د*لوي خائن*توری کارول ستاسو په اند جفا,تيروتنه , اوهغه دچاخبره په يوي څپيړي باندي دسلو تنو مخ ورخوږول, ندي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ښايي پدي هکله نورڅه هم ولرئ او يا ستاسو له نظره هم دومره بس دي چي ديوه سياسي مشر پرمخ دخيانت توره ټاپه ولګول شي؟؟؟؟
په درناوي.[/quote:7280820a1d]
سلامونه هلمند صاحب٠
ګرانه هلمند جانه! 
١ .دا مهم نه دي چې يو ټوټي مځکي وه او يا که دوه ،مهم دا دي چې هغه مځکي د دولت ملكيت دي٠
٢ يولوي خاين اوقاتل ته د ملي قهرمان لقب ورکول پخپله يو لوي خيانت دي٠

پتنګ ليکې
[quote:7280820a1d]کوم ګوند ? افغان ملت خو احدي په پنجشېريانو خرڅ کړ ٠ [/quote:7280820a1d]
نه ورور جانه داسي نه دي٠ هغه يي په امريکايانو خرڅ کړه٠
:lol:   


larghonay1
16.10.2006

يه وروڼو احدي څه ګرم دى دغه رژيم همداسې دى.
تاسو كه د مسعود قبر ته د هيواد مل كچكول لاسونه ووينئ له غوسې به تكه سره شئ!
زلمي هيواد مل سپين ږيرى اجمل خټك بېچاره د هغه د اتيايمې كليزې په بهانه كابل ته راووست او بيا يې د احمد شاه مسعود زيارت ته بوتلو.
دغه راپور د پيام مجاهد خپرونې كې خپور شوى او د زلمي هيواد مل انځور هم پكې چاپ شوى چې د مسعود قبر ته يې سر ځوړند نيولى دى.
دا رژيم د چاپړوسۍ، څوكۍ ساتنې او له پنچشيريانو د كريډيټ اخيستنې رژيم دى.
احدي يوازې پر مسعود درود نه وايي بلكې د هغه مزاري چې دپښتنو پر سرونو يې د مېخوهنې نندارې ښودلې پر هغه چې تاسو د احدي، كرزي او د دغه دولت د نورو لوړ پوړو چارواكو ستاينې واورئ نو له قهره داسې تكه شنه تور واوړئ لكه تور بانجان.
كه نه يې منئ راشئ زما رنګ وګورئ!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more