د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اېا دا حکومت عدالت لری چه داسې خلک پکی قدرت ته رسېږی?

shawali khairkhail
08.10.2006

سلامونه!!!
وروڼو ستا سو نظر غواړم?
داڅنګه عدالت دی چه داسی خلک پکی قدرت ته رسېږی?
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير داکتر سپنتا غواړي چې د بي بي سي ددري څانګې رئيس، او په بي بي سي کې د پښتوڅانګې د بندولو ستر محرک ډاکتر ظاهر طنين په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي په توګه وټاکي.
ويل کېږي چې ډاکتر ظاهر طنين څو څو ځله د بي بي سي رئيس ته وړانديز کړی و، چې د بي بي سي پښتو څانګه بايد وتړل شي ؛ځکه چې د افغانستان پښتانه BBCدري او فارسي اوري او د پاکستان پښتانه اردو bbc اوري نو پښتو سروس ته هيڅ اړتيا نشته.
هغه مهال چې دادفر د ډاکتر عبدالله پرځای دبهرنيو چارو دوزير په توګه په کار پيل وکړ نو پخپلو لومړنيو څرګندونو کې يې پر پخواني وزير نيوکې وکړې او ويې ويل چې په دغه وزارت کې دقومونو انډول په پام کې نه دی نيول شوی ،نوموړي په پيل کې داژمنه کړې وه چې دی به دغه ستونزه حل کوي؛ خو په ملګرو ملتونو کې دافغانستان ددايمي استازي په توګه د ډاکتر طنين ټاکنه د سپنتا هغه ټولې ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي چې دخپل وزارت په پيل کې يې کړې وې.


pattang
08.10.2006

وروره خدای دې خير درکړ چې غږ دې پورته که او وار د ړومبی که :
ظاهر طنين پر چمی اوپه خاد کې يې اړکي لرل ، دهغه وخت پښتني احساسو پر
چميانو د طنين سره مشکلات لرل څکه چې طنين يو پټ ستمی وو او داسې کارونه
به يې کول دی چې هغه دپښتنو په نقص او دستميانو په ګټه تمامېدل
( دسترګوليدلی حال ) ٠ طنين په پښتو ښې خبرې کوي چه حتا له پښتانه څخه يې
فرق نه کيږي ،خو پټ دپښتواوپښتنوسرسخته دښمن دی ٠ اوس بايد پښتانه خپل
غږ پورته کړي اوخوشې يې نکړي چې ټول ستميان يوځای را ټول او دپښتنو حقوق
تر پښو لاندې کړي.
حکومت خو يو اجنټ حکومت دی ، او ټول ستميان پکښې کار کوي يواځې شاه شجاع کرزی په نامه ناست دی او رنګ دې پښتنو پرې بد دی٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


Pesarlay
08.10.2006

سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم!
دا څنګه زمانه ده؟ پښتانه ورته ستمې  وايي، او ستميان ورته پښتون.
د خندا ځاى ده٠  :lol:

منبع : پيمان ملي دستميانو يو ډير نامتو مجله ده٠

خبر: تغييرات در کابينه افغانستان قوت گرفته است
ايرنا,24، جدی 1382(به نقل از سایت افغا): احتمال تغييرات گسترده در ترکيب کابينه دولت انتقالي افغانستان قوت بيشترى گرفته است .

يک منبع نزديک به دولت افغانستان صبح چهارشنبه به خبرنگار ايرنا در کابل گفت : اين تغييرات که بيشتر شامل وزراى غيرپشتون و عضو جبهه متحد سابق مي شود، در دستور کار "حامد کرزاى " رييس دولت انتقالي افغانستان و تيم مشاوران داخلي و خارجي وى قرار گرفته است .

اين منبع که خواست نامش فاش نشود، اظهار داشت : در اين تغييرات "عبدالله عبدالله " وزير امور خارجه سمت خود را از دست خواهد داد و در صورت رضايت نامبرده ، وى به عنوان نماينده دايم افغانستان در سازمان ملل راهي نيويورک خواهد شد.

اين منبع موثق اظهار داشت : احتمالا "ظاهر طنين " سردبير بخش افغانستان راديو "بي .بي .سي " به عنوان جانشين دکتر عبدالله ، مسووليت وزارت امور خارجه اين کشور را بر عهده خواهد گرفت .

از حدود دو ماه پيش نيز "حامد علمي " از خبرنگاران "بي .بي .سي " به عنوان معاون رييس دفتر مطبوعاتي رياست دولت افغانستان فعاليت مي کند.

"علي احمد جلالي " وزير امور داخله فعلي افغانستان نيز قبل از اين به عنوان مسوول بخشهاى فارسي و پشتو راديو صداى آمريکا فعاليت مي کرد.

منبع مذکور همچنين گفت : يک احتمال ديگر نيز مطرح است و آن اينکه ظاهر طنين به عنوان رييس کل بانک مرکزى منصوب شود و سپس "انورالحق احدى " رييس فعلي اين بانک به عنوان وزير امور ماليه و "اشرف غني احمدزى " وزير امور ماليه فعلي ، به عنوان وزير امور خارجه کار خود را آغاز کند.

[color=blue:6208044640]اين سه تن همگي از قوم پشتون افغانستان و از همفکران کرزاى محسوب مي شوند[/color:6208044640].


ghafar
08.10.2006

ګرانه وروره Pesarlay سلامونه اونیکې هیلې !
وروره په مجموع کې دا زمونږ یوه ستره بد بختي ده چې که کوم څوک پېژنوو او یا که نه، مخکې لدې چې د هغه د لیکنو، څرګندونو او یا کړنو سره ځان بوخت کړوو سمدلاسه د هغه د شخصیت په تخریبولو لاس پورې کوو !! ښاغلئ طنین هم لدې ګوزار څخه خوندي ندئ پاتې شوئ ! پدې باندې چې نوموړئ د ا. خ. دموکراتیک ګوند غړئ او نور څه و، ډېر کسان خبر دي، خو داسې ښکاري چې ځینې هېوادوال چې د هغه پر شخص ځانونه نښلولي دي، داسې چې ښایي هغه نه پېژني. زه به دغو بې پرنسیپه هېوادوالو سره یو لږ څه مرسته وکړم :
د طب ډاکتر ظاهر طنین د محمد علم خان زوی او د شمالی د کوهستان اوسیدونکئ او پښتون دئ. د هغه یو ورور خلیل الله کریمی او بل ورور یې عبد الهادی نومېږی چې د اردووصاحب منصب و. هیله ده چې ښاغلئ طنین د دغو معلوماتو له ورکولو څخه خپه نشي، خو زما په نظر دا معلومات ضروری وو !!

دا به ډېر ښه کار وي،که ډاکتر ظاهر طنین د ښاغلي غفور روان فرهادي پر ځای مقرر شي! په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب دغه ټیکه دار په ریښتیا هم په پښتون دوستۍ کې کوم شهرت نلري!
په درناوی


Pesarlay
08.10.2006

ګرانه  غفارجانه وعليکم سلام او ډيره مننه ستاسو له معلومات نه٠
خداې دی وکړې چی ځينې دوستانو په دي لنډه معلومات قناعت وکړې؟

په درناوي


عصمت الله
08.10.2006

د دغه بحث ټولو کډونکونکوته سلامونه وړاندې کوم
زه به هم دی غفار ورور د لیکنې په تعیت دومره ووایم چې
ډاکټر ظاهر طنن دی کوهستان ده په قام ساپي ده او مورې د پنجشیر ده
خو زما باور نشی چې هغه به دی پښتو په ضد وی ځکه هغه هم یو پښتون ده
دا چې کورنۍ ژبه یې دری شوی ده په دغه بد مرض ډیر پښتانه ګرفتاره دی
بس دغه معلومات ما سره وه چې تاسو لوستنکو ته مې وړاندې کړه
زما منظور دی چانه دفاع یا تخریبول نه وه


pattang
08.10.2006

[quote:a36ed448ea]دموکراتیک ګوند غړئ او نور څه و، ډېر کسان خبر دي، خو داسې ښکاري
چې ځینې هېوادوال چې د هغه پر شخص ځانونه نښلولي دي، داسې چې ښایي هغه
نه پېژني. زه به [color=brown:a36ed448ea]دغو بې پرنسیپه هېوادوالو سره یو لږ څه مرسته وکړم [/color:a36ed448ea]:
د طب ډاکتر ظاهر طنین د محمد علم خان زوی او د شمالی د کوهستان اوسیدونکئ
او پښتون دئ. د هغه یو ورور خلیل الله کریمی او بل ورور یې عبد الهادی نومېږی
چې د اردووصاحب منصب و. هیله ده چې ښاغلئ طنین د دغو معلوماتو له ورکولو
څخه خپه نشي، خو زما په نظر دا معلومات ضروری وو !! [/quote:a36ed448ea]

ځني خلک د کرزي له حکومت ، کارنامو او راسې درسې سره دومره علا قه لري چې
يوه اخلاقي فوبي ( Phobie ) ورته پيدا شوې او له حقيقت نه يې مخ ګرزولی ، دلږ
رښتيا په منځ کې درې چارکه دروغ هم وايې٠ دطب ډاکتر طنين پرچمی، بيا لږ څه له پرچميانومرور وو، خوبيا يې خپله رابطه له پر چميانو سره ستله او د ( حقيقت انقلاب ) دجريدې معاو ن يانې دمحمود بر يالي معاون وو،اوبيا لکه نور دی هم ووت ٠
اوس هم ډير خلقيان او پر چميان دکرزي سره کار کوي خوداسې خلک لکه
هيوادمل او طنين چې ساپې پښتانه دي او دواړه يې پرچمي تاريخ لري د پښتنو
په درد نه خوړل کيږي ٠ او دا ددې مانا هم نلري چې هر پرچمی خائن وو ، نه داسې
نده اوهم ساپي پښتانه ډير تکړه پښتانه او زما دسترګو تور دي خو کوم شی چې
ما ځوروي هغه دادي :

[color=darkblue:a36ed448ea]- دظاهر طنين په وخت کې پښتو په bbc کې ډېره کمه او پړسو ډېره تقويه شوه ٠
- دظاهر طنين وړانديز : " په افغانستان کې ټول خلک په پاړسو پوهيږي او په پا
کستان کې په اردو ژبه نو پښتو ته ضرورت نشته ... " [/color:a36ed448ea]

نوداسې يو منافق د 60% پښتنو استازيتوب په ملګرو ملتو کې نشي کولی٠

او په اخر کې دا وايم چې زمونږ غلط روزل شوي هلکان دې خدای پاک له پردي
کلتوري استعماره څخه خلاص کړي .

دپښتنولي په مينه پتنګ


Pesarlay
09.10.2006

سلامونه اونیکې هیلې !
pattang
[quote:c0f2324ecd] دظاهر طنين په وخت کې پښتو په bbc کې ډېره کمه او پړسو ډېره تقويه شوه ٠
- دظاهر طنين وړانديز : " په افغانستان کې ټول خلک په پاړسو پوهيږي او په پا
کستان کې په اردو ژبه نو پښتو ته ضرورت نشته ... " [/quote:c0f2324ecd]
پتنګ صاحب لومړى دا راته  وايه چې ايا دا پورتنی ادعا ستاسو شخصي نظر دی که څنګه؟
  :wink:
ماته داسی څرگنده سوه چې داپورتنی ادعا  تبليغات وي؟ :lol:
راځې وګورو چې ستميان په دي هکله څه وايی؟
منبع د ستميانو نامتوه ويب پانه اريايي٠

[color=blue:c0f2324ecd]علاوتاً فشار های روانی و سياسی بر عليه اقوام غير پشتون يکی از روش های معمول شوينست ها درين راديو است. بگونه مثال در آستانه لويه جرگه قانون اساسی راديوی بی بی سی پروگرام پرسش و پاسخ را با اشتراک استاد ربانی و غنی احمد زی با گردانندگی آقای طنين در استديوی بی بی سی در کابل و با گردانندگی آقای شادان از استديوی لندن براه انداخته شده بود. بحث اساسی قانون اساسی بود اما در ميان سوالات آقای شادان مثل عادت هميشگی اش از حلقوم طرف مقابل گرفته او را متوقف ساخت و پرسيد که همين اکنون شنونده ذريعه تلفون بی بی سی از ربانی پرسيده که چرا شما در آغاز طالبان را فرشته نجات ناميديد؟

واقعيت اينست که اين سوال را کسی نه پرسيده بود. اين سوال توسط شادان ، طنين و احمد زی که خويشاوند آقای طنين نيز است خارج از موضوع بحث روز بخاطر تحقير و فشار روانی بر استاد ربانی قبلاً برنامه ريزی شده بود. فکر می شود اين سوال بيش از دها بار توسط بی بی سی از استاد ربانی پرسيده شده و پاسخ آن نيز گرفته شده. بهتر می بود اين سوال را نه از استاد ربانی پرسيد بلکه از آقای غنی احمدزی «تيوريسن و نطاق» طالبان و القاعده بايد پرسيد[/color:c0f2324ecd]

دا څنکه ده پتنګ صاحب؟


pattang
09.10.2006

ګرانه پسرليه !
ستميان خو په ظاهر شاه او کرزي پسې هم ليکي چې فاشستان دي او حال دا چې دواړه يې دپښتون ملت دښمنان او دستميانو کلتوري ملګري دي ٠
دا زما شخصي نظر ندی بلکې د ډېرو افغانانو نظر او يو واقعت دی٠


ghafar
09.10.2006

پسرلیه وروره سلامونه !
پتنګ لیکي: [quote:a7a50eabc2]ستميان خو په ظاهر شاه او کرزي پسې هم ليکي چې فاشستان دي او حال دا چې دواړه يې دپښتون ملت دښمنان او دستميانو کلتوري ملګري دي ٠[/quote:a7a50eabc2]
ګوره پسرلیه وروره دا لیکنه د هماغې خبرې تائید دئ، چې ما درته څو ورځې مخکې لیکلي وو! زمونږ د هېوادوالو یو ډله ولسمشر کرزئ، انورالحق احدی او اشرف غنی احمدزئ د قبېلوي نظام په جوړولو تورنوی او هغو ته قومی فاشیستان وائي اوبیا بله ډله هر چاته چې د دوی په خوښه نه وي ستمیان او د پښتنو دښمنان وایي . اصلی ورانئ پدې کې دئ چې د انترنت په عصر کې هر څوک چې یو څه سواد لري سیاست کوي. نو نتیجه دا ده چې هر هغه څه چې زمونږ په ذهن کې ګرځي باید هرو مرو عملی شي . څوک پدې پسې نګرځي چې آیا دغه غوښتنه په ( همدې وخت !) کې عملی بڼه لری که نه ! مقصد چې یو څه ولیکي: د مثال په توګه دغه راز خلک کله وایي چې کرزئ د CIA په بند کې دئ او کوم واک نلري او لږ شېبه وروسته بیا همدا خلک وایي چې کرزئ بې کفایته دئ او باید چې له دندې څخه استعفا وکړي ،بې لدې چې کوم عملی وړاندیز وکړي. په هغه بل سنګر کې هم حالت همدا شان دئ. هلته هم کله چې د یوې لیکنې په مفهوم چې په پښتو لیکل شوې وي ، و نه پوهېږي نو معمولاْ د هغه لیکونکي ته فاشیست قبېلوی وایي.هو دا هم زمونږ دټولنې یو ! واقعیت دئ !!
په درناوي


ghafar
13.10.2006

یو خبر:
منبع : بی بی سی

ظاهر طنين په ملگروملتو کې د افغانستان استازى شو
ښاغلى طنين، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا نن (پنجشنبه) په رسمي توگه په ملگرو ملتو کې د افغانستان د دايمي استازي په توگه معرفي کړل شو.
ښاغلى طنين په ملگرو ملتو کې د افغانستان په دايمي نمايندگۍ کې د عبدالغفور روان فرهادي پر ځاى ټاکل شوى دى. .

ښاغلى روان فرهادي د ډاکټر نجيبالله د حکومت تر ړنگېدو را رورسته په ملگرو ملتو کې د افغانستان سفير و.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت په وينا، ښاغلى طنين به د راروانې نومبر له مياشتې څخه خپله نوې دنده پيل کړي


صافی
14.10.2006

غفار صاحب! سلامونه او ښې چارې ، او هیله ده دروژی مبارکې میاشتې شپی او ورځې مو په خوشحالۍ تیریږی:

وروره! زه نور نه پوهیږم چې څوک چیرته مقرر شو او چا څه وکړل. خو دمومره پو هیږم چې مخکې له دې چې ځینی مشبوه اشخاص دا سې حساسو پوستونو ته وټاکل شی ، چې د دیرشوومیلونو هیواد والو استازیتوب وکړی،
بایدپه هکله یی دمنتخب حکومت له خواد هیوادوالو هراړخیځه حساسیتونه په ډیر غور سره په پام کې ونیول شی . چې د ښاغلی طنین دتقرر په حال کې دپامه غورځول شوی دي. ښاغلی طنین مخکې له دې چې په بی بی سی را دیو کې کار پیل کړی د ډاکتر نجیب په وخت کې د سیاسی بیروغړئ و، او دسیاسی بیرو غړیتوب ته رسیدل دمره مفت کار نه و، تر څو یی خپل لیاقت روسانو ته په اثبات نوی رسولی دچا پلاربه هم هلته نوئ مقررشوئ . دطنین اوعبدالله شادان په هکله دپښتو ژبی او پښتنوسره دحساسیت اوازی هم اوریدل کيږی .
نو په دې توګه داسې کسانو ته ددرست هیواد استازيتوب په ملګرو ملتو کې ورکول، ښایی په هیواد کې نارضایتۍ نوری هم پسې زیات کړی . او که چیرته دنورو ملحوظاتو له امله دا سې مقررۍ صورت نیسی ، او دافغانستان وګړی یی دنورو اهدافو دپاره هسی په مصرف کې نیولی وي هغه بیله موضوع ده .
په هر حال دا زما نظر دی شاید نور ورونه په دې هکله مطلق بل نظر ولری.
په درناوي


ghafar
14.10.2006

عزتمنه وروره صافی صاحب سلامونه او نېکې هیلې !
زه ستاسو نظر تائیدوم ،چې په داسې مهمو او حساسو ځایونو کې د اشخاصو په ټاکلو کې باید ډېر غور وشی. تاسو پخپلې لیکنې کې یوه ډېر مهم ټکي ته اشاره کړې ، چې لیکۍ: [color=blue:28ba556fed]... د دیرشوومیلونو هیواد والو استازیتوب وکړی[/color:28ba556fed]
خو په تأسف ځینې نور تنګ نظر هېواد وال هم شته چې دا هېواد یواځې د خپل قام لپاره غواړي لکه چې پتنګ ورور لیکي :[quote:28ba556fed]نوداسې يو منافق د 60% پښتنو استازيتوب په ملګرو ملتو کې نشي کولی[/quote:28ba556fed]
زما په نظر که مونږ یوه ملی پخلاینه او د هېواد یووالئ غواړوو، نو ټول هېوادوال چې د یوې دندې صلاحیت ولری باید د دې چانس هم ولري، چې د دولت په چارو کې برخه واخلی. البته هغه خلک چې لاسونه یې د افغانستان د خلکو په وینو ککړ وي له دې امر څخه مستثنا دي ! یو دولتی چارواکئ چې په هر قوم پورې اړه لری، باید چې د ټول افغانستان دخلکو په ګټه کار وکړي، نه د خپل قوم لپاره ! له همدې کبله زه د دولتی چارو ویشل یواځې د قوم په انډول هم نه تائیدوم.
د ظاهر طنین په هکله ډول ډول نظریې خپرې شوي چې ځینې یې تخریبی جنبه لری، خو تر هغه ځایه چې زه ښاغلئ ډاکتر طنین پېژنم لکه چې ځینو نورو ځایونو کې هم لیکل شوي دي هغه د طب ډاکتر او د افغانستان د دموکرتیک ګوند ساده غړئ و. هغه نه د مرکزی کمیټې غړیتوب درلود او نه د سیاسی دفتر ! هغه د هغه وخت د هېواد د دولتی او ګوندی نورو برخو کې کومه دنده نه درلوده، هغه د یوه ژورنالست په توګه په حقیقت انقلاب ثور کې دنده تر سره کوله.
ښه به وي چې د افغانستان خلک ښاغلي طنین ته یو څه وخت ورکړي او بیا د هغه د کار ارزونه وکړي !
په درناوي


pattang
15.10.2006

عزتمنه وروره صافی صاحب سلامونه او نېکې هیلې !
زه ستاسو نظر تائیدوم ،چې په داسې مهمو او حساسو ځایونو کې د اشخاصو په ټاکلو کې باید ډېر غور وشی. تاسو پخپلې لیکنې کې یوه ډېر مهم ټکي ته اشاره کړې ، چې لیکۍ: [color=blue:ab067eb7e8]... د دیرشوومیلونو هیواد والو استازیتوب وکړی[/color:ab067eb7e8]
خو په تأسف ځینې نور تنګ نظر هېواد وال هم شته چې دا هېواد یواځې د خپل قام لپاره غواړي لکه چې پتنګ ورور لیکي :[quote:ab067eb7e8]نوداسې يو منافق د 60% پښتنو استازيتوب په ملګرو ملتو کې نشي کولی[/quote:ab067eb7e8]
[color=brown:ab067eb7e8]غفار لا لا !تحليل دې خراب منطق دې معکوس متناسب دي، ما مجبوره وې چې سختتې او بې ادبه شيان در ته وليکم خو حقيقت ،چې داهم زمونږ د ټولنې يو محصول دی٠
د بن غوڼډه يوه مصنوعي دپښتنو په نقص ،دپښتنو دسپکاوي ، د پښتنو دمحروميت او بيګانه بللو غوڼډه وه چې دپښتنو حقوق پکښې ضايع او تحميلي پرې عملي شوه٠
لدې ځايه دحکومت بنسټ خراب ،د سيستم جوړولو اراده ورکه شوه او هيڅ شی منځ ته رانغی او په ډېره بي عدالتي( ونډه ئيز ) حکومت هسې په نوم جوړ شو٠
که طنين دپښتنو په وڼډه ( چې له 60 % زيات دي ) په ملګلرو ملتو کې
دافغانستان استازی شي نو دا کار به غلط وي څکه چې په وڼډه ئيز حکومت کې
بدل سړی د پښتنو له وڼډې ځخه دپښتون په نامه هلته کار کوي [/color:ab067eb7e8]٠

زما په نظر که مونږ یوه ملی پخلاینه او د هېواد یووالئ غواړوو، نو ټول هېوادوال چې د یوې دندې صلاحیت ولری باید د دې چانس هم ولري، چې د دولت په چارو کې برخه واخلی. البته هغه خلک چې لاسونه یې د افغانستان د خلکو په وینو ککړ وي له دې امر څخه مستثنا دي ! یو دولتی چارواکئ چې په هر قوم پورې اړه لری، باید چې د ټول افغانستان دخلکو په ګټه کار وکړي، نه د خپل قوم لپاره ! له همدې کبله زه د دولتی چارو ویشل یواځې د قوم په انډول هم نه تائیدوم.
د ظاهر طنین په هکله ډول ډول نظریې خپرې شوي چې ځینې یې تخریبی جنبه لری، خو تر هغه ځایه چې زه ښاغلئ ډاکتر طنین پېژنم لکه چې ځینو نورو ځایونو کې هم لیکل شوي دي هغه د طب ډاکتر او د افغانستان د دموکرتیک ګوند ساده غړئ و. هغه نه د مرکزی کمیټې غړیتوب درلود او نه د سیاسی دفتر ! هغه د هغه وخت د هېواد د دولتی او ګوندی نورو برخو کې کومه دنده نه درلوده، هغه د یوه ژورنالست په توګه په حقیقت انقلاب ثور کې دنده تر سره کوله.
ښه به وي چې د افغانستان خلک ښاغلي طنین ته یو څه وخت ورکړي او بیا د هغه د کار ارزونه وکړي !
په درناوي

[color=brown:ab067eb7e8]غفار لا لا ! ورو، ورو راته مالومېږې چې له کومې خوا راځې :

طنين شعله يې د سپنتا پخوانی ملګری ، د ستميانو د قدرت په وخت کې پر چمی او دمحمود بريالي مرستيال اوهم د امنيتې ملي د 7 رياست همکاره غړی وو٠
ډير معذرت هم غواړم هغه دوه کاله د ابوي هلک هم وو ،ايران ته لاړ ، المان ته راغی او بياانګلستان ته لاړ ٠ نور ما لومات هم غواړې ??[/color:ab067eb7e8][color=olive:ab067eb7e8][/color:ab067eb7e8]


ghafar
15.10.2006

پتنګه آشنا سلامونه !
زه نور درسره بحث نلرم ، څرنګه چې ستا اخلاق او تربیه وینم یواځې ددغه ايت شريف له حکم سره سم چې :
[color=blue:78dd5011c4] و اذا خاطب هم الجاهلون قالو سلاما[/color:78dd5011c4]
درته سلام کوم او بس !


pattang
15.10.2006

غفار لا لا !
حقيقت تريخ دی خو ته په بله ژبه نه پو هېدې ٠
وروه اشرافي تربيه نلرم ،خدای پاک دې په نيکه لاره برابر کړه ٠

[quote:34b43245cf="ghafar"]پتنګه آشنا سلامونه !
زه نور درسره بحث نلرم ، څرنګه چې ستا اخلاق او تربیه وینم یواځې درته دومره وایم :
[color=blue:34b43245cf] و اذا خاطب هم الجاهلون قالو سلاما[/color:34b43245cf]
والسلام[/quote:34b43245cf]


ghafar
16.10.2006

زه د ښاغلي ډاکټر ظاهر طنین څخه ډېره ډېره بښنه غواړم ، چې په دې بحث کې چې ما هم پکې ګډون درلود هغه د سپي خولې ته برابر شو !


pattang
16.10.2006

تکراري


pattang
16.10.2006

ه د ښاغلي ډاکټر ظاهر طنین څخه ډېره ډېره بښنه غواړم ، چې
په دې بحث کې چې ما هم پکې ګډون درلود [quote:eb53d3c3fe]هغه د سپي خولې ته برابر شو[/quote:eb53d3c3fe] !
سپۍ هم شرف لري ځکه چې له څټه خوڅوک نه پريږدي تاسو دواړه لکه چې په يوه
مرض ککړ ياست څګه دومره تېز څې ٠ ته لکه چې دنيوتن په دريمه اکسيومه نه
پوهېږې ٠ پردې ځای به يې بس کړو.


صافی
16.10.2006

محترم اوقدرمن ورور غفار صاحب او درنو دوستانو!ټولو ته یوځل بیا خپل سلام احترام وړاندې کوم.

تاسو ډیره ښکلی لیکی چې :
که مونږ یوه ملی پخلاینه او د هېواد یووالئ غواړوو، نو ټول هېوادوال چې د یوې دندې صلاحیت ولری باید د دې چانس هم ولري، چې د دولت په چارو کې برخه واخلی. البته هغه خلک چې لاسونه یې د افغانستان د خلکو په وینو ککړ وي له دې امر څخه مستثنا دي !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډیرې مهې موضوع، او داولس اوهیواد دنن او لنډوراتلو اودیو بل تر څنګه دصلحې او امنیت به فضا کې د ژوند مسآلې ته، او زمونږ اوتاسو هغې ارزو او غوښتنې ته اشاره ده چې ترې بله مهمه موضوع نظرته نه راځی . ولې په تاسف سره چې تحقیق یی هسې په سراب او خیال بدل شوی.
وروره ! په دې هکله چې کومی پوښتنی زما په ذهن کې ګرځی، زه یقین لرم چې تاسو به هم ورسره مخامخ یاست .بیا به یې هم تاسو سره شریکې کړم .
دمثال په توګه ځینی یې دا دي :

۱ – ملی پخولاینه په کوم اساس؟ الف : دامریکا او غربی نړۍ دغوښتنو اومقتضیاتو پر بسټ؟ او که ، ب : دافغانی ټولنې ددینی اوکلتوری عنعناتو د اصولو پر بنسټ، او دهغو دسیوری لاندی د تیرودیرشوکلودعملی او تجریبی تاریخ دغو ښتنو پر اساس ؟
۲ – که چیرته دامریکا او غربی نړۍ دمیل اوغوښتنو پر بنسټ په هیواد کې ملی پخولاینه غواړو ، الف : ایا عقل دامنی چې دهیواد تاریخ دې دسپتامبر دیولسمې نیټې دفاجعې نه روسته دبن دتړون نه را په دیخوا پیل شی او تیر په تیر او هرچا چې هرڅه کړی و کړی و ، اودشهیدانو، دکونډو، یتیمانو ، معیوبینو ، مهاجرو او مظلومینو او دوست او دشمن ته دمحتاجینو حقوق دې دخلیفه دکیسې نه ورکړل شي ، او جنګی مجرمان دې نه یوازی ازاده ګرځی بلکی دمشرانو په توګه دې هم په ملت وروتپل شی ؟
ب : ایا دا امکان لری چې هیواد دې په یوه شپه او ورځ کې په اخلاقی او کلتوری لحاظ په غرب بدل شی ؟ او یا په داسې یو بدلون کې ګټه شته ؟
۳ – که چيرته ملی پخولاینه د هیواد ددینی او کلتوری اوصولو پر بنسټ غواړو
الف : ایا اسلام دا اجازه را کوی چې یو اسلامی هیواد دې له هر څه دمخه، نا مسلمانه د وصی په توګه ونیسی او دغیر مسلمان دحفاظت لاندې دې وي؟
ب : ایا دمخدره موادو کښت او تجارت په رسمی توګه په تجارت منل د اسلام له نظره جواز لری ؟
د : په رسمی توګه درشوت اخیستل یو اسلامی عمل دی ؟
ج : ایا دهیودا همدې غربی ملاتړیو او دوستانو طالبان او القاعده په دردیدلی او دجنګه سټړی ملت مسلط نه کړل؟او ایا همدا اوس یې دمخدره موادو تاجران ،او جنګی جنایتکاران په ملت مسلط کړی ندي؟
او په سلهاو داسې پو ښتنې چې دهیوا دغوڅ اکثریت امیدونه دخاوروسره یو ځایه وي.
نو په دې توګه زما په نظر ملی پخولاینه په واقعی شکل یی په اوسنیو شرا یطو کې دتحقیقه وتلې خبره ده . او اوسنۍ ادارې دخپلو غربی ملاتړیو په مرسته دخپلو تیرو پنځو کلو اعمالو او بی کفایتو په ترڅ کې ، ځانته نه اخلاقی او نه حقوقی صلاحیت پریښی چې داعتبار وړ وي.

په دې بې سر او بې پایانه لانجه کې طنین او دطنین په شکل شوروایان هسې تورن دي ،اصلأ یې دپیر ایمان دسوال لاندې دی مریدان یې پریږده !

په درناوي


pattang
16.10.2006

صافی صيب ډېره مننه !
که دغه خلق ځان / ځانونه روڼ اندي بولې اوپه حقيقت کې هم وې نو ستا وينا خو بايدددوی سره هم وي ځکه داخو يو څرګند حقيقت دی چې حتا دهقانان هم پرې پو هيږي او دغه مافيا او اجنټ حکومت ته ډيرسخت په قهر دي ٠
داحکومت لکه دې کوڅو انسان هيڅ پرينسيپ او اخلاق نلري ، خو يو ډېر کم شمير خلق شته چې ورڅخه دفاع کوي ٠ خود دوی دغه عمل د افغانستان په خلقوډېر تېری اوورسره ډېره سخته ناروا دي .
له همدې کبله زما په اعصابو ډيره بده اغېزه کوي٠ دغو ټولو حزبي خلقويو وارې د يوه خارجي قوت په غيږ کښې ناکامه سياست وکړ چې نتجه يې او سنۍ غميزه ده خو اوس بيا لګيادي ،دبل خارجي قوت په غېږ کې چې تر پرونه پورې يې دښمن باله، بيا دسياست ميدان ته رابيرته شي ٠
که څوک حقيقت ورته وايې نوهغه په مختلفو نومونولکه په تېرو کې بدنامه وي ٠
خدای دوکړي چې ستا کوډې يو څه بدلون پکښې راولي اوپه نېکه لاره روان شي٠


ghafar
16.10.2006

عزتمن ورور صافی صاحب سلامونه او نیکې هیلې !
اصلاْ ما غوښتل چې د ستاسو هغو پر ځایو پوښتنو په ځواب کې چې له ما څخه مو کړي دي خپل نظر څرګند کړم، خو لکه چې لیدل کېږي زمونږ ورور پتنګ لکه په کثافاتو ککړ مچ یو ځل بیا ځان را ګډ کړ. که څه هم نوموړي ما ته همدا نن لیکلی وو :[quote:0ff04011fe]پر دې ځای به یې بس کړو[/quote:0ff04011fe]
ډېره بښنه غواړم صافی وروره دې بحث ته به کوم بل وخت دوام ورکړوو !!
په درناوي


pattang
17.10.2006

[quote:488829678c]خو لکه چې لیدل کېږي زمونږ ورور پتنګ لکه په کثافاتو ککړ مچ یو ځل بیا ځان را ګډ کړ. که څه هم [/quote:488829678c]

غفار لا لا سلام عليکم !
ما خو ستا نوم سيخ ندی اخيستی او عامې خبرې مې کړې دي .
زه به خپل ليک يو څه ښائيسته ا و ګوتې به پکښې ووهم :
[color=brown:488829678c]ته ماته ولې په کثافاتو ککړ مچ وايې[/color:488829678c] ، ما خو خپل
هېواد او خپله پښتو نه په روسانو اونه په امريکايان خرڅه کړی او نه به يې خرڅه کړم٠
وروره ! خپل ګرېوان ته دې سر ټيټ کړه ، داسې مالوميږي لکه مازغزه دې چې
سنګولاريتېت (Singularität ) لري او ډېوالي شوی يې ،
خو زه به د لوی ملا صيب تعويض در ته در وليږم که خدای
پاک دې روغ کړي او د پښتنو په ګټه شې ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more