نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ويرنه
Nangialai Basarki
07.10.2006
دننګيالي بڅرکي ويرنه دمرحوم
محمدانور نوميالي صاحب پرمړينه
لامونه وه ګريوانونه را وچ سوي
يا دسترګوڅه مو اوښکي وچي سوي
چي دويرناره خپره سوه پرما باندي
نوميالی له جهان ولاړی څه به کاندی
درشادبابادغم لمبې تراوسه دي لابلي
د بڅرکي ويرتراوسه لاتازه دی
بيا روان يو هديرې ته په دې واري
خاموشيږي يو، يوستوری په آسمان کي
دتقديرپه فيصله کي خوڅه نه سته چي څه کاندي
خدايه!رحم وکړې ته پرپښتون باندي
دپښتوادب په پوهو ښايسته دی
دادب څراغ به تل اديبان څاري
دتروږمۍ په تاريکو کي درڼاڅراغ خاموش سو
پتنګان به بيا پرکومه شمعه نڅا کاندي
نه هيريږي هراستادچي مي رايادسي
زه وياړلی وم ددوی په مغزوباندي
دننګيال بڅرکي ويردپرديسۍ دی
پرديس سوی نوميالی هم را څه ولاړی
استادمحمدانور نوميالی دافغانستان دهغوپوهانواو عالمانو له جملې څخه وه چي
دخپل ژوند ټوله برخه يې دادب او قلم سره وه ، هغه دخپلو ليکنو ځانګړې ميتودولوژي لرله او په پښتو ادبياتو کې دټولنيزوادبياتو خښته ورپخه کړه او دخپلو رياليستيکو ادبياتو ډيري غوره ليکني يې په مختلفوډولونوسره ټولني ته وړاندي کړې ، مرحوم نوميالی صاحب برسيره پرډيرو اکاډميکو کتابو يولړداسي مقالې او علمي څيړني هم لرلې چي تراوسه پوري کوم چاه نه ليکلي دي اونه هم ددې توان درلود چي داسي ليکني دي وکولای سي. څه وخت چي زه په ډنمارک کي ديوې علمي غونډي دپاره رابلل سوی وم ، نومي يوه شپه دنوميالي صاحب سره په يوه شخصي بانډارکي نصيب سوه ، په نوموړي بانډارکي برسيره پرهغه علمي برخوچي نوميالي صاحب رڼاپرې اچول ، يولړ ابتکاري فلکلوريک شعرونه يې هم دبانډار مينه والوته وړاندي کړه چي مرحوم نوميالي صاحب وهغه ته د(تخنونو)نوم ورکړی وو.چي دتخنونو په بې پايانه ادبي ښکلي اثرکي دجامعي هغه واقيعتونه پراته وه چي زما له نظر په واقيعت کي يو شهکار او په اوسني وخت کي بې مثاله علمي کارووچي نوميالي صاحب ترسره کړی دی. نوميالی صاحب دډيرلوړاستعداد خاوندوو، دی په ديني علوموکي ډيرپوهيده او يوخت خپله هم لوی ملا وو، خووروسته يې بيا وعلمي ميتودونوته هم مخه کړه اوپه انګليسي ژبه ، فارسي ژبه ،عربي، ډنمارکي څه ناڅه روسي ژبه او پښتو ژبه پوره پوهيده ، هغه دژبوپه زده کړه کي پوره استعداداو مهارت درلود ،مرحوم نوميالي صاحب ډير ښه خط درلود اوهميشه به يې متن په خپل خوش نويسۍ ښکلی کاوه .ټوله عمريې په مطبعاتو ،خپرونو اوعلمي مؤسيسوکي دنده ترسره کړيده اوپه افغانستان کي د بيهقۍ دکتاب خپرولودمؤسيسې ريس او دافغانستان دعلومو داکاډمۍ علمي غړی او بيا دعلوموپه اکاډمۍ کي کانديداکاډميسن په علمي رتبه ووياړل سو، که څه هم هغه رسمي تحصيلات نه لرل خوهغه خپله لوړي علمي زده کړي کړي وې، علمي صلاحيت اوعلمي پوهه يې درلوده . (( روح دې ښادوي )) زه دهغه دلاري ملګرواودهغه محترمي کورنۍ ته دزړه له کومي تسليت غواړم .اوداچي او س هغه وخپلي خاوري ګران افغانستان ته په رسمي مراسيمووړل کيږي ، دايوډيرنيک ګام دی اودا په هيواد کي دفرهنګ پالني يوترټولوښه احساس دی چي زموږ په ځوان اوفرهنګ دوست ولس کي را پيدا سوی دی اوزه هيله لرم چي ټول هغه دقلم خاوندان چي دوخت دبدو شرايطوپه اساس يې په پرديو هيوادونو کي تابوتونه ښخ دي وخپل هيوادته راوړل سي دا به زموږ دفرهنګي بهيردپاره هم ډيره ښه وي اوخپله فرهنګي ذخيره به مو په خپل هيواد کي ساتلې وي .اناالله واناالله راجعون .