د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په ولسي جرګه کې د ډيورنډ کرښه ياده شوه

pattang
05.10.2006

په ولسي جرګه کې د ډيورنډ کرښه ياده شوه
بينوا
چاپي بڼه

د لومړي ځل له پاره په ولسي جرګه کې د ډيورنډ کرښه ياده شوه، چې ديو شمير وکيلانو په وينا ، د افغانستان او پاکستان ترمينځ اکثره ستونزې د همدغه کرښې له امله راپيدا شوي دي .د جرګې دويم منشي سلجوقي وويل ، د ډيورنډ کرښه يو شمير وکيلانو مطرح کړه او ددغه موضوع د اواري غوښتونکي شول . د ولسي جرګې لومړى منشي محمد رحمان اغلى وايى دغه ستونزه د ريفراندم له لارې بايد اوار ه شي . دده په وينا ترڅو چې د پولې ستونزه حل نه شي ناامنى به دوام ومومي .د ولسي جرګې وکيلان بيا هم په نننۍ ناسته کې د امنيتي طرح په سر سره سلا نه شول .

[color=brown:8b66e0d38f]ملګرو ستاسو تبصروته اړتيا لرم ، دډېورند په مسئله هغه وخت خبرې کېدای شي چې افغانان په سړه سينه خپل حکومت په خپله جوړ کړي او ملت روحي روغتيا ولري په اوس وخت کې په دې موضع خبرې کول د پښتنو په نقص دی اوحل يې يو ملي اخلاق نلري يواځې دپښتنود دښمنان په خارج او داخل کې په دې ملي مسئله کې خپلې ګوتې وهي ٠ د ملي مسائلو د حل او فيصلې لپاره بايد يو خاص نورم ددولت او پارلمان لخوا ځخه وټاکل شي .
خوزماځانګړی اند دادی چې هيڅ فيصله او هيڅ قانون ، لر او بر پښتانه جدا کولی
نشي ، چېرې چې دپښتون کلتور ژبه او ټاټوبی دی هغه د ټولو پښتنو ګډ کور دی ، د
ظلم او زور سرحدونه کومه مانا لري او نه يې څوک منلی شي خو يواځې زمونږ زړونه راخوږه وي ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ [/color:8b66e0d38f]


احمدبلال
01.09.2009

اسلام علیکم!

د ا durand line خو اول کښی د انګریزانو د divide and rule د policy یوه اهمه حصه وه چی سنګه دی وکړی شی په متحده هندوستان باندی خپلی خپی مظبوطی کړی ددی لپاره چی هغی دی ځای نه raw materials انتقال او بیرته هم دلته ورته مارکیټ جوړ کړی.
ددی دی خوب ته یواځی پښتانه د ډار خطره وه نو ځکه یی دوی تقسیم کړل..
اول کښی شاید مونږ ته ډار پکار وه چی امریکایان یی د خپل مفاد لپاره دا کرخه بیخی  د قانون له لاری ونه منی ځکه اوس او هغی چی سه کول غوغتل کولی شو.

مګر اوس زمینی حقایق سه نور دی ځکه خو ابامه د پاکستان او افغانستان د پاره د یوی پالیسی اعلان کړی او دواړو ملکونو دپاره یی یو استازی ټاکلی شاید هغوی هم د کرغه نه منی او دا د هغو پالیسیو ملګری وی کوم ته چی د ٢٠١٥ نقشی ویل کیږی له کومه مخه چی د پاکستان وجود هم پکښی نشته ځکه دا پکښی تقسیم کړی شوی ده.

د جغرافی د علوم نه هم دا سرګنده ده چی N.W.F.P او نیم Balochistan په Central asiaکښی راځی پاتی Balochistanپه East Asiaکښی او پنجاپ او سنده په South asiaکښی راځی.
او که مونګه سیاسی، تاریخی.معاشرتی او هرقسمه سرچشمو ته وګورو نو دا دری ځایه چی تقسم شوی دی سره سمون خوری

والسلام.


Ghairat
15.09.2009

[color=red:628cc72fa2]
لره پښتونخوا زمونږدهیواد خاوره ده اوهیڅکله ترپوښتنې لاندې نشي راتلای !

ریفرندوم یوه پوښتنه ده، نو لره پښتونخوا ددغې پوښتنې لاندې راوستل یا

دریفرندوم غوښتنه کول یواځې او یواځې دداخلي او بهرنیوخاینانوکار دي ،که دا

غوښتنه دشمالي ټلوالې، د کرزي حکومت اوکه د پاکستان د حکومت او یا هم

خدای مکړه د طالبانو له خوا یا د هر چا له ډډې مطرح کیږي د افغان ملت سره داسې

خیانت دی چې سکینده هډو نه لري![/color:628cc72fa2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more