نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
روشن په كرزي دعوه وكړه
larghonay1
05.10.2006
د ملي ټلويزيون رييس په كرزي دعوه وكړه
د افغانستان لويې څارنوالۍ په خپلو كارونو كې رغنده فعاليتونه پيل كړي چې د ملي ټلويزيون رييس نجيب روشن يې د څلورسوه زره ډالرو په اختلاس تورن كړ خو ښآغلي روشن د څارنوالۍ په اړه يو غوږ لمڅې او بل بړستن كړى و تر څو ولسمشر كرزى له امريكې راستون شي.
تېره ورځ چې ولسمشر له امريكې راستون شو نو روشن هم خوله وازه كړه او په واز كومي يې د اريانا ټلويزيون سره په يوه مركه كې وويل چې ما ټول ډالر د ښاغلي رييس جمهور په امر لګولي دي.
په داسې حال كې چې د ولت پيسې هيڅوك په خپل سر د يوه كس په امر نشي لګولى ترڅو چې اړوندې ادارې ته وړانديز ونه كړي، قانوني مراحل تر سره نه كړي او د څومسؤولو كسانو لاسليكونه وانخلي تر هغې بانك پيسې نه وركوي.
نو دملي ټلويزيون د رييس ښاغلي نجيب روشن څرګندونې يا پر ولسمشر كرزي دعوه ده او يا ښاغلى ولسمشر ورسره په دې اختلاس كې شريك دى.
پټه دې نه وي چې څه موده وړاندې دا ګنګوسى هم و چې نجيب روشن د كابل په نړيوال هوايي ډګر كې د څلور كيلو هيروينو سره نيول شوى او د كرزي صيب په ټليفون خوشې شوى و.