د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بش ، مشرف او كرزي ليدنو كتنو بدې ډډوزې وكړې

larghonay1
05.10.2006

تېره اونۍ د بش كرزي اومشرف پټو ليدنو كتنو او ورپسې سمدستي د افغان ولسي جرګې غونډو افغان مليون له سترو انديښنو سره مخامخ كړي دي.
ويل كېږي چې كرزي د بش او مشرف سره د ډيورنډ لاين تسليمول منلي دي.
د دوى تر سفر وروسته سمدستي د كرښې هاخوا او دېخوا قبايلي مشرانو د جرګو وړانديز وشو او افغان پارلمان هم تېره ورځ د ډيورنډ لاين معضلې د حل كولو جدي غوښتنه وكړه.
افغان مليون وايي كه چېرته د ولسي جرګې ځينو مخربو غړيو ته چا په خوله كې نه وي وركړي نو دا وخت كله افغان حكومت د دې جوګه دى چې پر ډيورنډ لاين وغږېږي.
ځكه چې اوسمهال په موجوده افغانستان كې بې امنۍ او جګړې د كابل پولې ته رارسيدلي نو په داسې حال كې افغان حكومت ايله موجوده كړمې هوارې كړي ، نه دا چې پر ډيورنډ لاين وغږېږي.
دوى دا هم وايي چې كه څه هم ډيورنډ لاين د افغان اوپاكستاني حكومتونو كار نه دى، بلكې د هاخوا او دېخوا پښتنو كار دى چې د ريفرينډم له لارې دا لانجه حل كړي.
له دې سره سره افغان روڼ اندي دا انديښنه هم كوي چې نن سبا د افغانستان داسې نا ارامه حالاتو او وران هيواد ته به د پښتونخوا ځينې وروڼه زړه ښۀ نه كړي او خداى مه كړه پاكستان ته به زړه ښه كړي.
روڼ اندي وايي پرويز مشرف د كرزي په څه كم پنځكلنه دوره كې همدا هلې ځلې پيل كړي چې كله قبايلي سيمو ته اتيا زره پوځ راولي، كله پولې ته نږدې سيمو كې ټيروريسټي فعاليتونه كوي، كله د اغزن تار غځولو وړانديز كوي او كله بيا افغانستان ته د طالب په نامه ټيرورسټان را استوي چې دا ټولې هڅې پر افغان حكومت د ډيورنډ لاين د منلو له پاره دي.



15.10.2006

[color=red:741b42df01]..........................................د ډيورند د کرښې منل ؟

که يې بوش او مشرف هم مور او پلار شي
....................................................کرزی څوک دی چې کولی داسې کار شي

داخلي خيانت او توره ارتجاع به
................................................... لکه سپي په دغه لړ کې سر په دار شي

د ډيورند په خط منلو به اور بل شي :
.............................................لاسليکوال به يی کيوناري غوندې مردار شي

په يوه چيغه به درومو تر اټکه
......................................................د ځلمو په ﻻس چې پورته ذوالفقار شي

[/color:741b42df01]


pattang
15.10.2006

[quote:1d5aed8ba4="ځواکمن"][color=red]..........................................د ډيورند د کرښې منل ؟

که يې بوش او مشرف هم مور او پلار شي
....................................................کرزی څوک دی چې کولی داسې کار شي

داخلي خيانت او توره ارتجاع به
................................................... لکه سپي د کوتک ﻻندې سر په دار شي

د ډيورند په خط منلو به اور بل شي :
.............................................لاسليکوال به يی کيوناري غوندې مردار شي

[په يوه چيغه به درومو تر اټکه
......................................................د ځلمو په ﻻس چې پورته ذوالفقار شي /color]

.............................................[/quote:1d5aed8ba4]

ياره اڼډيواله خدای پاک دې ستا کلی کور او قوم په ارامه او ابرو مندلري
داسې شعردې ليکلی دی چې زما دزړه زنګ يې راپاک کړ ، ژوندي دې وي با احساسه او روښانه پښتانه ٠


larghonay1
16.10.2006

ځواكمن صيب سلام!
زه هم ستاسو د پاك نيت، پياوړي ځواك ستاينه كوم.


نقاد
16.10.2006

آيا کرزی صيب تاسوته دومره بيعقله ښکاري (؟) :
[color=white:a8e32ce4e6]هغه ولې خپل کئنداري طالبان نه خپلوي او په حکومت کې ځاې نه ورکوي چې له ﻻسه يې وطن پر پنجابيانو پلوري؟ ؟؟ آيا کرز غواړي چې په دې کار سره پر لوی لاس  خپلې لمنې ته هم اور واچوي ؟ [/color:a8e32ce4e6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more