نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ديالوګ په بڼه
ډاکتر وطنمل
02.10.2006
درنو اومحترمو ليکوا ﻻنو ، اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
هر سړی کولي شي دلته د سوال او ځواب يا ديالوګ په بڼه ليکنې وکړي . په دې ډول چې خپله ليکنه د A او B يا
احمد اومحمود ، يا خاټول او ګلرنګې تر منځ دبحث او سوال او ځواب په شکل نشر ته وسپاري. په دې توګه به ليکونکی مخالف نظرونه هم په پام کې ونيسي ، هغه به په ديالوګ کې د يوه مخالف برخوال په توګه راميدان ته کړي او خواب به ورکړي . د مخالف نظرونو پر رعا يت سربيره به ليکنه هم هغه لوري ته ښه پر مخ بوځي چې ليکونکی يې غواړي ! په دې کې به هغه ادبي هنر هم وده وکړي چې سړې د ځان مخالفې نظريې پر کوم منطقي زور او ځواک سره مطرح کولی شي او پر کوم زور او ځواک يې بيا ځواب هم وايي . خو يوه مخالفه ليکنه بايد په ديالوګ کې د مخالف ليکونکي په نامه نه ، بلکې د ديالوګ د انډيوال دنظر په شکل په خپل مستقل چوکاټ کې ځواب شي . بری مو غواړم. په مينه او درناوي !
صافی
02.10.2006
ډیرمحترم وطنمل صاحب ! دسلام او احترام روسته:
وروره! په مطلب مو چندان پوه نه شوم ،که په لیکنه مو لږ څه نوره رڼاواچوۍ لطف به مو وي.
په درناوي
صافي
رښتینی
02.10.2006
ګومان كوم د وطنمل صيب موخه به داسى بحث وى لكه هغه
ځواكمن صيب چى مخكى دګل او صنوبر په نامه پيل كړى و
اوس د ګل ملا او ملا خيل په نامه كړ
او كه داسى نه وى نو بيا خو ديوڅه خبره نوره هم روشانه كړى
اتل او سباوون
Ghairat
02.10.2006
.....................................................اتل او سباوون .....................................................
اتل ( ا ) : سباوونه خبر يې چې د اولسمشر کرزي پر ځای د کورنيو چارو د پخواني وزير د ټاکلو آوازه څومره توده ده ؟
سباوون (س) :
هو، خو باور پرې نه دی پکار ! ځکه قانوني ﻻريې جوته نه د ه . کرزی نه ناروغه دی اونه هم داوطلبانه استعفاته چمتو دی . دسيسې او چل ول به په دې برخه کې د امريکا سياست د ولسواکۍ په هکله ترسختې پوښتنې ﻻندې راولي !
اتل :
ايا باورلرې چې امريکا په رښتياسره دلته ولسواکي غواړي ؟
سباوون:
مجبور دی ، هغه وختونه چې د دکتاتورانو په رامنځته کولو هم هدف ته رسيدای شو اوس تير شوي دي،
امريکا خپل اېميچ او اعتبار نور هم نشي خرابولې ، چې د ولسواکۍ پر ضد هم عمل وکړي .
اتل:
قانونأ لويه جرګه کولی شي د ولسمشر لومړی مرستيال په ترتيب سره اويا د ولسي جرګې مشر د ولسمشر په توګه د روانې دورې پای ته درسيدوپورې د پاتې وخت له پاره انتخاب کړي، خو په دغو کسانو کې هم امريکاته د منلو وړ سړی نشته ، ځکه يو يې هم ستونزه نشي ور حلولی ،او جلالي خو نه مرستيال دی او نه د ولسي جرګي مشر .
سباوون :
نو که دغه آوازې هر څومره اړين ټکی په ګوته کوي، خو دا يو ګوښنده ( تجريدي) نظر دی او سياسي ټول اړخيزتيا ( coplexity ) يې له پامه هيره کړې ده . او بل داچې امريکا به تر کرزي بل ښه منونکی سړی چيرې پيدا کړي ؟
اتل :
[color=white:8dbda4380c]خبره په منونکي او نه نونکي کې نه، بلکې په عملي نوښتګرۍ او اصوليت کې ده، او کرزی صيب دا يوهم نه لري . [/color:8dbda4380c]
هغه لکه د لومړي يا دويم ټولګي کفتان ، خپل معلم (امريکا ) ته تيار سۍ دريدلی ، ترقي تعليم وړاندې کولی او دستورا خيستلی شي . يا د يوه سودا ګرپه څيرپه چنه وهلوکې تکړه اوله هرفشار سره په سازش کولو کې ماهر دی . خو ايا دا بسنه کوي ؟
سباوون :
د افغان ولس له پاره دا بسنه نه کوي، اونه يې کوله، خوپه څرګنده توګه يې دا پنځه کاله دامريکاله پاره بسنه وکړه، نوريې د امريکا له پاره هم نه کوي .خو اس به امريکا له کرز ي صيب سره ، دهغه له نيمګړتياو سره سازش ته اړوځي ، د جمهوري ياست تر راتلونکو ټاکنو پورې ! .
اتل :
هو، د ټاکنو رامخکې کول نه يواځې د ډير لګښت له پلوه ريالستي نه بريښي ، بلکې د لويې رسوايۍسبب هم ګرځي او يو يې هم دمنلو وړنه بريښي. پای
اور- بل
04.10.2006
..................................................پوهه او عقيده
ګل غوټۍ (ګ) :
سليمه کولی شې ماته د پوهې او عقيدې رمنځ توپير وښانه کړې ؟
سليم (س) :
هو، بالکل ! : پوهه عمومي معلومات ته وايي ، چې له تجربو، لوست ، ليدو ،اوريدو او خبريدو څخه ﻻسته راځي . پوهنه بيا هغه معلومات دي چې په مفاهيمو کې د يوې ټاکلې مو ضوع په اړه په يوې ټاکلې مېتود سره واقعيت په دقيقه توګه منعکس او روښانه کړي .
عقيده : په عامه توګه اټکل دی، کله چې سړی په يوه برخه کې معلومات او پوهه نه لري، نو حدثونه او اټکلونه پيل کړي،چې په اړونده برخه کې تر هغه وخته پورې د نوموړي عقيده ورته وايي تر څو چې په هغه اړه ورته کوټلي معلومات تر ﻻسه کيږي. په بشپړو مالوماتو ې يې عقيده او اټکل يا رد کيږي ، يا تاييد کيږي او يا يې ځنې برخې رد او ځينې تاييديږي .
غوټۍ :تاسو دېته په عامه توګه عقيده وويله، په ځانګړې توګه عقيده او عقايد څه ته وايي ؟
ځانګړې عقيده تر عامې کلکه او پابندونکې وي ، هغه د يوسيستم په توګه رامنځته کيږي او اساسات يې داسې اټکلونه وي چې هيڅکله نه ثبوتيدلی او نه رديدلی شي. لکه دينونه او مذهبونه . د ټولو اسماني اديانو اساسا ت د يوه واحد خدای پر معبوديت، د رسوﻻنو، اسماني کتابونو، ملايکو، د قيمت په ورځ او پر قضا او قدر په شته والي وﻻړ دي، چې هيڅوک يې نه دردولووس او امکان لري او نه يې څوک ثبوتولی شي . دغه ډول اساساتو ته عقيدَيي دُ ګمونه وايي چې د اړونده پيروانو له خوا له ثبوت پرته د مطلق حقيقت په توګه انګيرل کيږي .
ګ :
سليمه دا ته څه وايې ؟
د دين اساسات او ثبوت نه لري ؟ تش کلک اټکلونه دي ؟ آيا دغه اساسات اړوندو رسوﻻنو نه دي په ثبوت رسولي ؟ نو بيا د هغه وخت خلکو څنګه ومنل (؟) او څنګه يې پرې ايمان راوړ ؟ سليمه ته په سد يې که بي سده، که ډانګ راسره وای په دې خبره مې په دا سر وهلې ، چې په وينو رنګ دې مورته وليږم !
س:
کومې مورته ؟
ګ :
همغې بلاته چې تا غوندی تارتق يې زيږولی دی ، کومه شاببو به وي !!
س:
زما مور ژوندۍ نه ده وخته وفات وې ده .
ګ :
شکر، الله شکر ، چې ستاله غمه خلاصه شوې ده، پر تاغوندې ځوی به هغې څه کولای ؟ زه ورک شه ، زه درنه ﻻړمه !
ـــــــــــــــــــــــــ
ګل غوټۍ :
سليم خانه ستړیمشې ، وبخښه چې هغه تيره ورځ مې اعصاب له ﻻسه ورکړل او له خولې څخه مې درته ناوړه الفاظ ووتل ، زه ددې څو حاضرو کسانو په مخ کې له تانه بخنه واړم !
س :
که تاته دا مالومه شوې وي چې زما خبره سمه وه، نو بيا دې بخښم ، او که نه وي مالومه ، نو چيرې چې دې بحث قطع کړ، له همغه ځای څخه بيرته پيل کړې ، څو ي نتيجې ته سره رسيدای شو، نو د بحث د ادمې له پاره هم بخښنه درته کوم ، او که دا يو حالت هم نه منې ، نو بيا دې دپښيماني هسې تشه څرګندونه رښتينې نه ده او ارزښت راته نه لري ، او سم تيری دې کړی اوهسې مفت يې درته نشم بخښلی!
ګ :
Miwand Patang
04.10.2006
زرغون: یاره مامونه را ته و به نه وایې چې آخر دا زموږ د هیواد بدمرغي به کله پای ته رسیږي؟
مامون: زما په آند ډیر څیزونه دي چې موږ یې باید سر ته و رسوو خو اوس مهال د دوو لارو په غښتلي کولو سره کولی شو د خپل ګران هیواد زیاتو ستونزو ته د پای ټکی کښیږدو چې د یوبل سره لازم او ملزوم دي. هغه دا چې لومړی ریښتنې ښوونه او روزنه عامه کړو او په هیواد کې د یوه سم قانون د بنسټونو پلي کولو ته د ژوند په ټولو اړخونو کې مټې را ونغاړو.
زرغون: وه زوره! ښوونه او روزنه څنګه په یوه داسې هیواد کې عامه کیدای شي چې د بیسواده وګړو شمیر او سلنه یې بیخي زیاته ده؟
مامون: په دې برخه کې یوازې یو فرد، یوه موسسه، یو ولایت او ځینې ځانګړي خلک مسئولیت نه لري بلکي د افغان ولس فرد فرد په دې برخه کې ملي، اسلامي او افغاني مسئولیت لري چې د خپلې ټولنې په دې بختور بهیر کې ونډه واخلي او د ژوند په دواړو ډګرونو لکه ښوونه او قانون ته وفاداري کار له ماشوم او کورنۍ څخه پیل، او ورپسې د جومات انګړ، ښوونځۍ، پوهنتون او د لوړو زده کړو نورې موسسې و پالل شي. زه بیا هم وایم چې دا کار ممکن دی او زموږ د ټولو ستونزو یوازینۍ لاره ګڼل کیږي.
Miwand Patang
04.10.2006
له ښاغلي ورور وطنمل صاحب نه ډیره مننه چې د ټول افغان لیکوالانو ته یې د غوره ډیالوګ زمینه برابره کړه.
په مینه
میوند پتنګ
05.10.2006
س :
زموژ په سيمه ييز لهجه کشې ډير خندونه ول ، چې په معياري پشتو کشې نسته !
ش :
بخښنه غواړم ، سيمه ييزه لهجه سيمه ييز ګړتوګه ده او په شخصي خبرو ، شخصي ليک او شخصي لوستلو کې کارول ،په تيره بيا په خپلې سيمې کې ډير ښه او پرځای کار دی . خو له دغو پولو تيرېدل بيا سم زيای دی !
س :
پر چا زياتی دی ؟
ش :
ز يې په معياري پښتو ، د پښتو پر ملي بڼه او ملي هويت تيری ګڼم .
س :
اويوه معياري پښتو زمونږ له سيمه يزې لهجې سر ه زياتی او پر مونږ تيری نه بولې ، دا چيش دی ؟ دا سم تيری نه دی ؟
ش :
سر زوری صيب ، معيار خو پر ټولو سيمه ييزو لهجو اُولَويَت لري ، که نه، نو معيار ي پښتو يې بيا ورته نه ويله ، معيار د ټول ملت له پاره د دولت په رسمي کچه د تعميم له پاره ټاکل کيږي او ټول يې مني او بايد ويي مني . او لهجه (؟) ، لهجه ستا خپله ، زما خپله او دهرچا خپله د ه، شاته دې واچوي اوګرځوي دې.
س :
شنندوی صيب ، په والله که يې شل کړې، اتيا کاله وشول ، خو معياري ښونځي ته دې چا ښونځی و نه وايه ، پوهنځی يې ونه وايه ، روغتون يې ونه وايه، بس ټول هماغه مکتب او فاکولته او شفاخانه وايي ، ته پر ماباندې له درختې څخه ونه جوړوې ، والله که يې جوړه کړې که سل کاله نور هم تېر شي !
ش :
سرزوريه، دا ته څه وايې، په ادبياتو ، مطبوعاتو او غږيزو رسنيو (راديو او تلويزيون ) کې خو معياري پښتو کارول کيږي او هيڅوک هلته مکتب، فاکولته يا شفاخانه نه وايي . په يوه استثنا چې تا غوندي سرزوري هلته هم نرينه ښونځي ته ښځينه ښونځۍ وايي . خو زما موخه داده چې معياري ژبه دې په راديو تلويزيون کې په معياري تلفظ سره وکاروله شي او په سمه ييزو ارګانونو کې کولې شي سمييز لوستتوګه وساتي .
د پښتو تورو بيلابيل ډول تلفظ په بيلابيلو سيمو کې ددې موخې په وړاندې هم ستونزې رامنځته کړې دي .
مثلأ ( ږ ) چې د يو تش (ګ) به توګه تلفظ لري، ډير خلک يې د( ژ ) په ډو تلفظ کوي او کيږي ته کيژي ، موږ ته موژ او خوږ ې ته خوژه وايي .
په همدې ډول دوی پښتو (ښ) چې د تشې (خ) تلفظ لري د يوه ډک شين په توګه يې تلفظ کوي، ښۀ ته شه او ښ ته او ش او ښاپيرۍ ته شاپيرۍ او، ښکلا ته شکلا وايي .
بايدووايم چې سيمه ييزو لهجو ته درنای تر پوښتنې ﻻندې نه راځي،بلکې دا تر
پوښنی ﻻندې راوستل په کار دي چې معياري ژبه په عام او معياري تلفظ په ملي راديو تلويزيون کې په ځانګړې توګه ولې نه مراعت کيږي .
س:
د بي بي سي راديو د پښتوپروګرام څنګه دی ؟
ش:
د محتوا له مخې که د ژبې او دپښتو د معياريت له مخې ؟ د محتوا له ډيرښه دی .
س :
او د پښتو ژبې د معيارله مخې ؟
ش:
په شرمونو شرمېدلی اود خدای په قار اخته دی،معيار هلته څوک نه پيژني ،او که يې پيژني پر ضد يې کار کوي !
س:
ﻻمل يې څه بولې ؟
ش:
دا پوښتنه لومړی ته له ځان څخه وکړه او هر ځواب چې دې ځان له پاره دقناعت وړ وموند، د هغوی په اړه يې ځما له خواهم ځواب وګڼه .
س:
زما او دهغوې ترمنځ ته هيڅ فرق نه وينې ؟
ش :
ولې نه، توپير مو ډير دي ، هغوی خو بيا هم پر ادبياتو يو څه پوهيږي ، ته خو تر خنګرو پورې بيسواده يې ، پوه شوې ؟ که پوه شوې يې نو زه درنه ﻻړم ، او که نه يې پوه شوی ، خدای دې پوه کړه ، پر لوی الله دې سپارم ، ګوره چې خفه نشې ، پر ما خو ګران يې ، خدای پامان !
والسلام
09.10.2006
غواړم د ښاغلي ميوند پتنګ په اجازه د هغه دغه ﻻندې ديالوګ و غځوم :
[quote:6e2911f008]
زرغون: یاره مامونه را ته و به نه وایې چې آخر دا زموږ د هیواد بدمرغي به کله پای ته رسیږي؟
مامون: زما په آند ډیر څیزونه دي چې موږ یې باید سر ته و رسوو خو اوس مهال د دوو لارو په غښتلي کولو سره کولی شو د خپل ګران هیواد زیاتو ستونزو ته د پای ټکی کښیږدو چې د یوبل سره لازم او ملزوم دي. هغه دا چې لومړی ریښتنې ښوونه او روزنه عامه کړو او په هیواد کې د یوه سم قانون د بنسټونو پلي کولو ته د ژوند په ټولو اړخونو کې مټې را ونغاړو.
زرغون: وه زوره! ښوونه او روزنه څنګه په یوه داسې هیواد کې عامه کیدای شي چې د بیسواده وګړو شمیر او سلنه یې بیخي زیاته ده؟
مامون: په دې برخه کې یوازې یو فرد، یوه موسسه، یو ولایت او ځینې ځانګړي خلک مسئولیت نه لري بلکي د افغان ولس فرد فرد په دې برخه کې ملي، اسلامي او افغاني مسئولیت لري چې د خپلې ټولنې په دې بختور بهیر کې ونډه واخلي او د ژوند په دواړو ډګرونو لکه ښوونه او قانون ته وفاداري کار له ماشوم او کورنۍ څخه پیل، او ورپسې د جومات انګړ، ښوونځۍ، پوهنتون او د لوړو زده کړو نورې موسسې و پالل شي. زه بیا هم وایم چې دا کار ممکن دی او زموږ د ټولو ستونزو یوازینۍ لاره ګڼل کیږي.[/quote:6e2911f008]
ز :
ﻻره خو يواځې د ښونځيو او پوهنتونونو ده، ملا صاحب ته پخپله ډيرې دندې او ﻻنجې ورپه غاړه دی :
a ـ د وطن بچيانو ته ديني درس ورکول
b ـ د طالبانو پرضد د خلکو افکار روښانول
c ـ دين يا له سياست څخه ليرې ساتل او يا په سياسي برخه کې اسلامي ولسواکۍ (د هر مهم کار په اړه دامت په بيعت او رايو سره تصميم نيولو ) ته تبليغ کول .
او دښونځيو د تعميم له پاره هم لومړی د امنيت خوندي کول اړين دي .
م:
د امنيت په خوندي کولو کې د اولساو قومي مشرانو مرسته او ددين د علما ی کرامو تبليغي همکاري له پوليسو، پوځ او حکومت سره ډيره مهمه ده !
ز:
هو، يواځې پر بهرني پوځي ځواکونو تکيه کول بي تفاوتي، بي مسوليتي او آن جرم دی .ملت بايد خپل سر نوشت په خپل ﻻس کې ونيسي ، بهرنيان په دې برخه کې صرف مرسته ورسره کولی شي اوبس .