نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دبد ماشانوپه حکومت کې دخلکو ژوندپه خطر کې دى
pattang
30.09.2006
دبد ماشانوپه حکومت کې دخلکو ژوندپه خطر کې دى
چاپي بڼه
اسماعيل خيل
کابل ، ۱۳۸۵ د تلې پنځمه
له منتخب ولسمشر او منتخب پارلمان سره – سره اوس هم د کابل په ګډون په ځينو ولايتونو کې واک د بد معاشانو په لاس کې دى .
دغه بد معاشان لکه دهندي فلمونو په څېر له مهمو امنيتي چارواکو سره په تړاو کې دي او هر څه چې يې زړه وغواړي هماغه کوي .
دوى دومره له لوړو دولتي پوړيو سره په کميشن کې شريک دي ، چې څوک ورته پورته کتلى نه شي .
د بد معاشانوپه دغه حکومت کې که څه هم د لوى څارنوال عبدالجبار ثابت ، د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر جنرال علي شاه پکتياوال او د کابل دنړيوال هوايي ډګر د سرحدي ځواکونو مشر جنرال امين الله امرخيل په څېر سپيڅلي او په خلکو مين کسان شته خو هغوى هم د بد معاشانو له ګواښ سره مخ دي .
جنرال پکتياوال چې شپه او ورځ د مجرمانو په نيولو پسې سر ګردانه دى او ډېرو خطرناکو پېښو ته په خپله ځي ددغو بدمعاشانو له ګواښ سره لاس اوګريوان دى .
نوموړي څو ورځې وړاندې خپله ويلي و چې د ټېلېفون له لارې ورته ګواښونه کېږي .
همدارنګه جنرال امرخيل څو ځلې ويلي چې دى د نشه يي توکيو قاچاق وړونکي نيسي او بياله نيولو سره سمدستي ورته لوړ پوړي کسان ټيليفونونه کوي او حتى ګواښ ورته کوي .
ددغه شان پېښو ژوندى جريان له طلوع ټلويزون څخه هم خپور شوى دى ، ياد شوي ټلويزون وښودله چې په هوايي ډګر کې يوه قاچاقبره نيول شوې ميرمن په ډاګه سرحدي پوليسو ته وايي چې موبايل راکړى او داسې چاته به زنګ ووهم چې تاسې ټول ونيسي او هغه ميرمن خوشې هم شوه .
ددغو بد معاشيو لا مل روښانه دى او هغه داده چې جګپوړي چارواکي په ځانګړې توګه د شمال ټلوالې زمريان (! ) چې يو وخت طالبانو په سوړه کې ننويستلي و له مافيا سره لاس لري او اوس امنيتي ارګانونه هم د هغوى تر اغيز لاندې دي .
دا خبرې د کومې عقدې له مخې نه دي ، وګوري د وږي په ٢٩ مه د شهيدانو او معلولينو موټر په رڼا ورځ کابل ښار کې د امنيتي ځواکونو له خوا ولوټل شو او له دغه موټر څخه چې دمامورينو معاشونه يې لېږدول شاوخوا ١٨ ميليونه افغانى غلاکړى شوې .
جنرال پکتياوال کسان ونيول خو د کورنيو چارو وزير جناب مقبل صيب ټيلفون وکړ او ورته وې ويل چې د نيول شويو کسانو په اړه مطبوعاتو ته څه ونه وايي او خبره يې ډب کړه .
همدارنګه شاوخوا دومياشتې وړاندې دکابل له قلعه زمانخان څخه يوسوداګر په رڼا ورځ وتښتول شو او بيا له څو ورځو نادرکۍ وروسته په دلکونو ډالرو په بدل کې خوشې شو ، خو تښتونکي لا نه دى معلوم !!!
يو بله وړه نمونه هم شته او هغه داچې له شاوخوا دوه کلونو راهيسې په لسګونو تنو خپلې لږې ډېرې پيسې د کار په خاطر يوه تن ته چې قوماندان هاشم هم ورسره شريک دى او بيا هاشم د لوى درستيز بسم الله خان په ذريعه چې په بګرام کې د اييتلافي ځواکونو سره قرار دادونه لري ، ورکړى وې .
نوموړي اوس له دريو مياشتو راهيسې په دغو پيسو خېټه اچولې ده .
پرون ( دتلې څلورمه ) په لسګونو خلکو چې د قوماندان هاشم په بلنه ميروس ميدان په يوه سراى کې راټول شوي وو ، وډبول شول .
دغه خلک د نوموړي قوماندان په امر د پنځمې امنيتي حوزې پوليسو وهلې او حتې د ويشتلو ګواښ يې ورته کړى دى .
که څه هم جنرال پکتياوال له دغو کسانو هماغه شپه له لسو ډېر ونيول ، خو شايد بياهم ورته ټيليفون وشي .
او داځکه چې د پنځمې امنيتي حوزې امِر له دغې مافياسره لاس لري او پوليس يې ورته خدمت کې ورکړي دي .
له دې اوږدو خبرو څخه مې هدف دادى چې په دې قحط الرجال وطن کې بايد د بد معاشانو په لاس د کار خلک ونه وژل شي .
او س د يا دو شويو دکار کسانو په څېر د لسګونو خلکو ژوند له خطر سره مخ دى خو ولسمشر کرزى يې په غم کې نه دى .
شايد کرزى د عادت له مخې همدې ته منتظر وي چې خداى مکړه کله دوى نه کوم تن ووژل شي او بيا دى پرې ژر د خواشينى پيغام خپور کړى .
په کار ده چې دولت سره د دغه شان کسانو ډېر خيال وي او ددې لپاره له دولتي څوکيو څخه د بد معاشانو لرې کول او هغوى ته سزا ورکول اړين دي .
همدا اوس چې په سويل او ختيځ کې مخالفان پياوړى کېږي يو علت يې همدا دى چې خلک له بد معاشانو په تنګ دي .
دغه نارضايتي په مرکز کې هم ډېره ده او خلک موقع ته انتظار دي .
خو مخکې له دې چې دغه نارضايتي په يوه غبرګون بدله شي په کار ده چې ولسمشر کرزى د خداى په خاطر دغه هېواد او بېوزله ولس د څوکسانو قرباني نه کړي او د هغوى غمه وخوري .
کرزي چې له نړيوالو سربېره د نږدي لس ميليونو افغانانو ملاتړ ورسره دى ، ټول عمر يې په ګوزاره تېره کړې او د يوه ولسمشر په توګه يې خپل ماهيت له لاسه ورکړى دى .
ددغې ګوزارې په اساس کرزى اوس خلک د يوه حامي په توګه نه بلکې د يو بې زړه او ډارن واکمن په توګه پېژني .
په کار ده چې کرزى ، نور ټکان وخوري او که نه داسې ټکان به ورکړل شي چې بيا به ځان ټينګ نه کړي .