نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ماتې زولنې بيا كوشېر شوې
larghonay1
30.09.2006
د ماتو زولنو ليكوال ته بيا زولنې واچول شوې
مسلم دوست چې يو تكړه ليكوال او پاك مسلمان و د طالبانو تر ماتې وروسته دى هم د طالبانو په څېر له پاكستان څخه ګوانتانامو ته بوتلل شو او هلته بندي شو.
كه څه هم مسلم دوست پخپله د طالب ګوند غړى نه و خو د بوش او امريكې پر وړاندې يې سخت درځ درلود او د عربانو سره يې نږدې اړيكې درلودې.
د يادونو وړ ده چې د امريكي ښكيلاك پر وړاندې تر اوسه درې كتابونه ليكل شوي چې يو په بل پسې ورو ورو غښتلي كېږي.
لومړى د عبدالوكيل متوكل كتاب و.
متوكل صيب په خپل كتاب كې كومه ځانګړې خبر نه لري، بلكې هغه زړې خبرې وې چې دطالب واكمنۍ سره سم ليكوالو پرې شخوند واهه.
ورپسې كتاب په پاكستان كې د طالبانو د سفير ملاضغيف اخوند و چې تر متوكل يې يو څه زيات اسرار لوڅ كړي دي.
ده د پاكستان او امريكې څخه څه ناڅه پرده پورته كړې او يو شمېر واقعيتونه يې ليكلي وو چې په ګوانتانامو د بنديانو سره ناوړه پېښې يې ډېرې د لوستو دي .
د ملاضعيف سره غبرګ مسلم دوست او ورور يې بدرالزمان چې دواړو د ګوانتانامو د جېل څكه كړې په شريكه د (( ماتې زولنې )) په نامه كتاب ليكلى چې د پاكستان او امريكې له نادودو يې پوره پرده پورته كړې او د ابوغريب د زندانيانو غوندې يې د دوى ظلمونه بربنډ كړي دي چې د همدې كتاب د ليكلو په جرم اوس بيا د پاكستاني جاسوسانو له خوا بندي شو او ماتې زولنې يې بيا ور پتري كړې .
د يادونې وړ ده چې مسلم دوست د نورو اثارو په ليكلو سره پښتو ژبې ته د(( خوږې)) ژبې وياړ هم وربښلى چې د يادونې وړ دى.