د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا يوه صحرايي محکمه ده او که د دموکراسۍ په لور د تګ په بهير کې د قانونو واکمنی؟

ابوالمتين
29.09.2006

ټولو لوستونکو ته سلامونه.،
کله چې سړئ دا لاندې خبر لولی، نو ترډيرې اندازې د هېواد د اوسنۍ وضعې پته ورته لګيدلای شی. د تعجب وړ خبره ده، ټوله نړۍ د خپل پوځې او مالی توان سره په افغانستان کې د دموکراسۍ او د قانون د حکومت په خاطر چيغې وهی او په اصل کې يې داسې کسان د ولس په برخليک مسلط کړی چې د طالبانو غوندې ((دموکراسی)) ته رجوع کوی، او که څنګه؟ ستاسې محترمو نظر څه ده؟
خبر داسې دی.

ولسوال قاتل دهغه پرقبر ووژل شو
ښرنه < د تلې ٥ مه، پژواک خبري اژانس
قومي خلکو د پکتيکا ولايت د شيخ الا باد د ولسوال قاتل له نيولو وروسته د مقتول پر قبر وواژه . د شيخ الا باد ولسوال وکيل ادم خان د تلې په ٢مه دشپې ناوخته دنامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شو او د کور سامانونه او موټر يې هم ترې وړي وو . د ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حکمت الله د تلې په ٥مه، د ټېلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په ولسوالۍ کې (قومي چيغه) راووته او ټولو خلکو دولسوال دقاتل دپيدا کولو په موخه هڅې پيل کړې . ده زياته کړه چې دولسوالۍ خلک په دې بريالي شول چې قاتل پيدا کړي .
ده وويل چې د پلټنو پرمهال قاتل دولسوال پر وژلو اعتراف وکړ . حکمت الله وويل : (( دقومي مشرانو له پرېکړې وروسته قاتل دمقتول ولسوال له قبر سره نږدې په ګوليو وويشتل شو او ژوند ته يې دپاى ټکى کېښودل شو .)) د پکتيکا والي ډاکټر اکرم خپلواک پېښه تائيد او زياته کړه چې تېره ورځ قومي خلک راوتي وو او قاتل يې له پيدا کولووروسته وژلى دى . هغه،د قومي خلکو دغه کار وستايه او زياته يې کړه چې که په هره سيمه کې قومي خلک داسې کار وکړي ، نو امنيت ترډېره حده ټينګيداى شي .
سيدجمال اصف خېل
وحيد افغان
[/code][/quote]


larghonay1
30.09.2006

ابوالمتين صيب تاسو سمه خبره كړې ده . په رښتيا هم په يوه قانوني دولت كې هر څوك مجرم ته د سزا وركولو حق نه لري.
دغه حق يوازې د دولتي محكمې وي خو دا چې نن سبا په افغانستان كې هغه په اصطلاح دولت هډو شته نه نو ځكه خو عامو خلكو قاتل وژلى دى او د دولت والي د دې پر ځاى چې قانون پلى كړي او ترې وپوښتي چې تاسو د كوم قانون له مخې دا كار وكړ نو مننه ترې كوي .
دلته د دولت والي هم ګرم نه دى، ځكه چې په ټوليزه توګه په افغانستان كې دولت كمزورى دى.
نو ځكه خو دولت هر وخت عام ولس هڅوي چې د دوى سره د امنيت په ساتلو كې مرسته وكړي.
خو دولت بايد خلك دومره هم ونه هڅوي چې مجرم د نيولو پر ځاى ووژني، بلكې ويې نيسي او دولت ته يې په لاس وركړي چې هغوى قانوني كړنه ورسره وكړي.
د متين پلاره دغه دولت دومره د باور وړ هم نه دى. ځكه په وارو وارو يې مجرمان نيولي او د څو پيسو په مقابل كې يې بېرته خوشې كړي چې اوس هم سرې سترګې ګرځي.
بس دغه دولت ته بايد ووايو :
د موزيګي شكيدلى كټه
چې زه دې لنګه ټينګووم بازو دي ځينه


کشمالې
01.10.2006

څه وخت مخکې حليمي صاحب دافغانستان دبهرنيوچارودوزيرخبرې دلته ليکلې وې چې دنوروپه څنګ کی وزير صاحب داهم وئيلي ؤ :

`` چه افغانستان کي ډير مشکلات سته ، افغانستان خلګ قومي خلک
دي ، او ملت نه دي ځندي جوړ سوي ٠ او ملي عسکر او پوليس بيا ډېر
ضعيفه دي يعني يو زوړ کلشنکوف لري ، مخالف طرف ډېره نوې اسلحه لري

او امنيت چه نسته موږ ٣٥٠٠٠ پوليس لرو ، په هره اولسوالي کښي تقريبا
دوه روسي جپان موټر سته او تقريبا لس پوليس د يو څو زاړه کلشنکوفه
نو کله چه ٢٠٠ طالبان حمله وکړي پر ولسوالي باندي نو خود ئې ډير چابک
ونيسي ٠ ``

دابه ددولت درسمي اعتراف په توګه ومنوخوددې ترڅنګ دناټواوايساف دعسکري قواو شتون ، دواليانواودولتي چارواکوترور، اودا اوس په کابل کی دکورنيوچارودوزارت مخې ته ځانمرګې بريد ښکاره ثبوتونه دي چې رښتيا دولت کمزورې ډېرکمزورې دې اودا کمزوري يې دمجبوريت نه ، نه ده بلکه له بې کفايتۍ ، بې مسؤليتۍ ، بې مسلکۍ ، بې اهلۍ ، بې پلانۍ ، سستۍ اواداري ګډوډۍ نه ده ٠
مونږ ړانده اوبې تحليله نه يوچې په هرڅه کرزې ملامت کړو، يا دهرڅه مسؤليت يواځې دکرزي صاحب په غاړه ورواچوو، نه هيڅکله به کشمالې داسې ونه کړي ځکه چې زه پوهېږم چې دافغانستان غوندې دسرېخوپه لېټۍ کی هرڅوک نښلي ، دغه هېواددمذهب ، سياست ،اقتصاد ، مسلحوډلو،ګروپونو، مداخلو،بې اتفاقيو، خودغرضيو، بې مسؤلتيو، بې قانونيو اوبې عدالتيوله ګېره ويستلې ٠ دادعلي ګل بس يواځې علي ګل چلولای شي اوبس ٠
زه کرزي ته بياهم کريدت ورکووم چې په داسې بې بندوباره ، بې لاری ، بې اتفاقه ، بې مسؤليته اوبې سنجشه ټولنې ته تراوسه ټينګ شوې ٠ په دغسې ټولنه کی ولاکه هيڅوک يا کار ته پرېښودل شي اويا ښه نوم وګټي ٠
دکرزي صاحب يوه غلطي ده چې کوولای يې نشي نوولې په شرفتمنده توګه نه پرېږدي ؟

بيا دغه پارلمان ته وګورۍ ، دهغوی ټوله لوبه داده چې د ې يا هغه وزيرته دمقررۍ رايه ورکړي ، څوک يې چې تراوسه مقررکړي ، يوهم والاکه څه توره کړي وي اوله دې څخه څرګنده ده چې څنګه تيږه - هغسې يې کربوړې دې ٠

څوک کوولای شي دافغانستان دمنتخب پارلمان فعاليتونه وښيي ؟

دپارلمان له انتخابه تر اوسه په افغانستان کې يا په امن کی څه فرق راغلې ؟

ورځ په ورځ حالات له بده بدترکيږي ، ولی ؟


pattang
01.10.2006

[quote:590d935cbb]زه کرزي ته بياهم کريدت ورکووم چې په داسې بې بندوباره ، بې لاری ، بې اتفاقه ، بې مسؤليته اوبې سنجشه ټولنې ته تراوسه ټينګ شوې ٠ په دغسې ټولنه کی ولاکه هيڅوک يا کار ته پرېښودل شي اويا ښه نوم وګټي ٠
دکرزي صاحب يوه غلطي ده چې کوولای يې نشي نوولې په شرفتمنده توګه نه پرېږدي ؟[/quote:590d935cbb]

کرزی دcia بندي ده او دا پشو بازي به پرې کوي ، کرزی د cia له ډاره ځان نشي ښورولی او که ځان يې وښوراوه نو cia يې وژني , خو کرزی دومره مېړانه نلري چه له خپله سر د خپل ملت لپاره تير شي ٠ مونږ ډېر په تاريخي کې داسې مسالونه لرو

د پښتنولي په مينه پتنګ

کرزید cia بندي ده


کشمالې
03.10.2006

کوشان صاحب سلام !

دسرګردانۍ له کبله به ونه شم کولای چې په لنډوجملوکی ستاسوځواب ووايم خوبياهم هيله ده چې `` بياکتنو`` ته به مې بللي ياست ٠
په اصل کی دافغانستان درنځ دوا لا نده جوړه شوې ځکه چې درنځ سم تشخيص نه کيږي ٠
که ښه اوبد سره بې ريا اوبې پلې جداشي نودحقيقت لاره به وموندل شي ، همدغه زما کوښښ دې اودلته دډلوټپلواوسياسي طرفداريوله ټېل څخه ځان باسم اوپه چا نه تورلګووم اونه يې ديوې ستنې په بيه خيانتونه پټووم ٠

په افغانستان کی دديکتاتورۍ دېرش کاله وشو، په هررنګ اونېرنګ مووليده ، دخلق اوپرچم پروليتري ديکته توري چې مطلقه نظامي دېکته توري وه ، دجهادي تنظيمونواسلامي دېکته توري چې مطلقه مسلحه دېکته توري وه ، دطالبانوشرعي دېکته توري چې مطلقه تنګنظرې دېکته توري وه اواوس دديموکراسۍ په نامه مطلقه دېکته توري ده ٠ داټول دپردولخوا دېکته کېدل اواس هم کيږي ، دې ټولو افغان اولس سکنجه کړاواوس هم لګيادي دغه کارکوي نوځکه دمنلووړنه شول اونه به شي ٠

افغانستان يوډېرمغلق هېواددې ، هلته حتا مذهب هم کله بې وسې وي ، نوهلته دېکتاتور، دېموکرات اوشرعي په يورنګ دمشکلاتوسره مخ کيږي ٠

کشمالې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more