د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
جنون
مازدیګر
22.09.2006
عجب اور می دزړګی په سر بلیړی
یوه شیبه می په قراره نه تیریږی
لیونیه عشقه زه دی لیونی کړم
اوس می روغوسره وخت کله تیریږی
زه چه ګرزمه دښار تنګو کوڅو کی
خیال می لری په بیدیا چرته اوسیږی
یو ساحر اواز می هر وخت تر غوږو شی
دوه کوډګری سترګی هر وخت رایادیږی
داسی غږ لکه شرنګاه د پایزیبو وی
یا رباب ددیوال شاته وغږیږ ی
دا زمازړه لیونی نه ده نو څه ده
دپتنګ په څیر سره اور ته هوسیږی