د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
کاشکی
مازدیګر
22.09.2006
خپل دیار وای دڅړمنی مازدیګر وای
په بیدیا توره کیږدی او سور ټغر وای
سپیره باد په دغه لوری نه راتللای
دی پاسته نسیم په دی لاره ګذروای
له سرو ګلو وای د غره لمنه ډکه
سپینی واوری یی دتاج غوندی په سر وای
دی پښتو اوربل مو چتر جوړولای
دزلمو او پیغلو ګډ ورته اشر وای
نور به نه راځی خزان په دغه لوری
زیری شوی په چمن کی لر او بر وای