د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

که زه ولسشمر شم

Miwand Patang
10.09.2006

ګرانو لیکوالو وروڼو!
راځئ چې یوې مهمې موضوع ته مخه کړو هغه دا چې موږ د ولسمشر په ځای شو او یا خپله دغه دنده را ته وسپارل شي د خپل ځوریدلي ولس د رفاه لپاره څه ډول تګلاره او کړنلاره باید ولرو؟
که زه ولسمشر شوم نو د خپل ملت خدمت به کوم، د ښوونیزو بنسټونو او په ټولنه کې د قانون د پلي کولو په لاره کې به سختې هلې ځلې کوم، عدالت به چلوم، د هیواد د اقتصاد د سمسورتیا په لاره کې به ګټور ګامونه اخلم، فقر، غربت او مسکیني به ختموم،د خائنانو لاسونه به د ملت له شتمنیو او خیانتونو لنډوم، خپل هیواد به له وسلو، جګړه مارو او خونړیو وسلو خلاصوم، سوله به ټینګوم، د هیواد په کورنیو چارو کې به د باندنیو هیوادونو د هر راز لاسوهنو مخنیوی کوم، هیواد، ولس، خلکو او ټول اسلامي امت ته به د ویاړ سبب ګرزم، له ګاونډیو، اسلامي او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره به د دوه اړخیزو ګټو په بنسټ ښې اړیکې ساتم او له اړوندو اړخونو سره به ښو اړیکو ته پراختیا ورکوم.
که ته ولسمشر شې او یا د ولسمشر پر ځای شې نو څه به کوې؟
په مینه
میوند پتنګ


Miwand Patang
10.09.2006

ګرانو لیکوالو!
زه د خپلې لیکنې د سرلیکنې په اړه د یوې اشبتاه له امله بخښنه غواړم چې ولسمشر را څخه ولسشمر لیکل شوی دی.
په مینه
میوند پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more