نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په ټول افغان کې دخبرونونوې لړۍ!
لړمون خوړينی
08.09.2006
افغان اسلامي اژانس په پېښور کې يو خپلواک خبري اژانس دی ،چې فکر کوم ددې فورم ټول کتونکي به يې له نوم سره اشنا وي،څه موده وړاندې دغه اژانس خپله ويب پاڼه ( www.afghanislamicpress.com) هم پر ليکه کړه؛خو لږه موده وروسته يې خبرونو ته درنې درنې تالې يا کلپونه واچول او کتونکي يې دخبرونو له لوستلو بې برخې کړل... لږې ورځې کېږي چې په ټول افغان کې ددغه اژانس هغه ټول خبرونه چې هلته يې يواځې سرليکونه پراته وي او نور دخبر تفصيل ته کولپ پروت وي ليدل کېږي. په ټول افغان کې دغه خبرونه په پوره او بشپړ تفصيل سره ليدل او لوستل کېږي،چې زما په اند دا يو ښه نوښت او عمل دی.
داچې ټول افغان له نوموړي اژانس سره څه ډول معهده کړې،څومره پيسې ورکوي ... په دې اړه نو زه څه نشم ويلای دابه دټول افغان په ادارې پورې پرېږدو؛خو زه چې څه ويل غواړم هغه داچې تېره ورځ مې له خپلو ملګريو سره په دې اړه خبرې کولې او ما ورته دټول افغان ددغه کار ستاينه کوله نو چاڅه وېلې او چاڅه...
ستاسې نه زما پوښتنه داده چې تاسې په دې اړه څه نظرلرئ او دا کار څنګه ارزوئ؟
ډاکتر وطنمل
10.09.2006
درنو ورونو !
لړمون خوړينی يوځل بيا خپل لړمون ناحقه خوړين کړی او ليکي:
[quote:13f3942fc9]په ټول افغان کې ( داسلامي آژانس ) خبرونه په پوره او بشپړ تفصيل سره ليدل او لوستل کېږي،چې زما په اند دا يو ښه نوښت او عمل دی. داچې ټول افغان له نوموړي اژانس سره څه ډول معاهده کړې،[color=red:13f3942fc9]څومره پيسې ورکوي[/color:13f3942fc9] په دې اړه نو زه څه نشم ويلای [/quote:13f3942fc9]د لوی خدای په لورنه ټول افغان يوه سوداګريزه پاڼه نده او که د لسګونو نورو رسنيو د پاڼو په توګه د افغان اسلامي آژانس سره هم وړيا مرسته کوي نودا د ټول افغا ملي ماهيت ﻻ ښه په ګوته کوي او له همدې کبله بايد زمونږ او ستاسو د ﻻ زياتې وياړنې سبب و ګرځي ، نه د بيځايه شکونو او بدګومانيو ﻻمل! په درنښت او سلامونو ! ستاسې يو ورور : وطنمل