نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بوش او امريکا ته ښکنځل ولې؟
Ajab
08.09.2006
عجبه خبره ده چې نن سبا زه د هر مسلمان د خولې څخه بوش او امريکا ته ښکنځل اورم. نه پوهېږم دا خلک کم عقل دي که خپل او پردى نه پېژني؟ بوش او امريکا ته ښکنځل کول خو ځان ته ښکنځل کوي دي ځکه چې بوش او امريکا د اسلام او مسلمانانو لپاره څومره قربانۍ ورکړې دي دومره بل چا ورکړې دي؟
ايا د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغانانو څخه هغه ورځ هېره شوله چې امريکا په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد جهاد اعلان کړ او کمونيزم د له منځه وړلو لپاره يې په ملياردونو ډالر، وسلې، مواد او نور وسايل افغانستان ته راوړل؟ ايا هغه وخت مو په ياد ندى چې امريکا د اسلام او افغانانو د سرلوړۍ لپاره ګردۍ نړۍ د خپل بېرغ سيوري ته راټوله کړه او په افغانستان کې يې د جهاد ملاتړ ته اړ کړه؟ ايا دا امريکا نه وه چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد په ضد جنګېدونکو ياغيانو ته يې مجاهدين وويل او په هر ډګر يې د دې مجاهدينو د برياليتوب لپاره پراخ کار پېل کړ؟ ايا دا امريکا نه وه چې د جهاد د بري لپاره يې په پاکستان کې بې شمېره ديني مدرسې جوړې کړې، ملايانو ته يې په ملياردونو ډالر ورکړل او کوڅه په کوڅه يې د جهاد روزنيز مرکزونه د مدرسو په نامه جوړ کړل؟ ايا دا د امريکا د هماغو جهادي مرستو برکت نه و چې هر جهادي مشر پکې د څلورو څلورو شرعي او نامعلوم شمېر غير شرعي ښځو خاوند شو او هر يو يې دومره ځواکمن شو چې د انسان او د ميږي وژل ورته يو شان و؟ ايا د امريکا د مرستو په برکت د پاکستان د مدرسو د مشرانو خېټې دوه دوه منه پرمختګ ونکړ؟ ايا امريکايي ښځو به په سنګرونو کې مجاهدينو ته د ورځې خوراک، دوا او د شپې غېږ نه ورکوله؟
که په دې هر څه سترګې پټې کړل شي نو دا به د امريکا د ښېګڼو او احساناتو نه منکرېدل وي او که دا هر څه منئ نو بيا د اسلام او جهاد خدمت تر امريکا زيات چا کړى دى؟
او که امريکا د مسلمانانو او اسلام سره دومره احسانات کړي دي نو ايا بيا امريکا او بوش ته ښکنځل کول روا دي؟
pattang
08.09.2006
که مې قدرت وی ځينو کسانو ته مې لڼډ عمر ورکاوه څکه چې داسې کسان د ټولنې لپاره هيڅ ګټور نه تما ميږي .
دپښتنولي په مينه پتنګ
منلی
08.09.2006
سلامونه اونیکی هیلی
اجب لیکی :
[quote:7f5d84d235]ايا دا امريکا نه وه چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد په ضد جنګېدونکو ياغيانو ته يې مجاهدين وويل[/quote:7f5d84d235]
وروره اصلی یاغی هغه چاته ویل کیږ ی چی حکومتی اختیارات (رئیس .وزیر ،جنرال ،مامور ...........) ته ورکول شوی وی اودغه اختیارات دملکی خلکو دنظری کلتور دین اومذهب په خلاف استعمال کړی لکه ترکی ،افیظ الله امین ، کارمل ،نجیب په ورستیو کښی ربانی ................ دوی نه داچی صرف یاغیان دی بلکی ظالیمان هم دی ولی چی دوی هغه څه راوړی وه چی زمونږ دهیواد دوګړو طبیعت اوفطرت خلاف وه اوبیا یی همدغه خلاف په زور اوزیاتی سره پری عملی کاوه
اومجاهدهغه چاته ویل کیږی چی ددغه یاغیانو په مقابل کښی جیګ شی ترڅودخپل دین ،هیواد اوناموس نه دفاع وکړی لکه دافغانستان بیچارن اولس چی ۲۵ ـــ ۳۰ کله مخکی جیګ شوی وه .
رښتینی
08.09.2006
سلامونه او نيكى هيلى
ياره اجبه وروره دا كيسه خو بيخى ډيره خولو وهلى ده او يو مخ زياته ژوول شوى ده
زما په اند خو كه هرڅومره اسلوبونه ورته بدل شى او هر څو ښه خط اوپرتوګ ور وا غو
ستل شى بيا هم خوند نه كوى
او پاته شو ه دا خبره چى بوش او امريكا ته ښکنځل كول روا دى كه نه ؟
دا 100% كى يي درسره منم چى امريكااو بوش ته ښكنځل ناسم او نا روا دى په تيره بيا
په داسى حال كى چى اوس به ذات خود د اسلام او افغانستان دچوپړ له پاره په افغانستان
كى قرار لرى
نو او س خو يي چى څوك غندى او يا يي ښكنځى بيخى به نمك حرامه وى او كه څوك يي
ښكنځى هغوى ته بايد غاښ ماتوونكى ځواب وويل شى او هڅه وشى چى د امريكايانو
شرف !!! او عزت !!! وساتل شى او دى نيكمرغه كار ته تاسو را وړاندى شوى نو ګوره چى
عزم ونه بايلى ملګرى دى شته
او دا كار بايد په دوو جبهو كى پر مخ بو تلل شى
لومړى بايد طالبان او مجاهدين وښكنځل شى او وغندل شى چى دا په غير علنى توګه
د امريكايانو پياوړى دفاع ده او دا كا رخو اجب صيب دا څه موده كيږى چى تا بډى ورته
وهلى دى او په ميړانه سره يي پر مخ ولى
او په دووم ګام كى بايد نور جرأت او ميړانه هم غوره كړل شى او مسقيما بايد د امريكايانو
له ښكنځونكو سره ډغره ووهل شى دا كار كه څه هم ډير ضرورى دى او ته نا وخته ورته
متوجه شوى خو خير په هر صورت با يد وشى
Ajab
08.09.2006
ښاغلى زخمي او حامد ورونو سلامونه
زه لا د هغه وخت څخه د امريکا خلاف يم چې کوم وخت تاسې د امريکا د بچو رول ترسره کاوه او د امريکا په ډالرو او وسلو سمبال افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره راتللئ. هماغه ورځ او دا ورځ افغانستان ښه ورځ ونه ليدله. زه څنګه چې څلوېښت کاله پخوا د امريکا مخالف وم نن په شپېته کلنۍ کې هم د امريکا هماغومره بلکې څو چنده زيات مخالف يم خو ښکنځلې مې نه هغه وخت کړې دي او نه يې اوس کوم ځکه چې ښکنځلې کول د يو بې تهذيبه او بې مخه انسان کار دى. او تاسې ته مې د دې خبرې کولو موخه يواځې دا وه چې امريکا او بوش ته ښکنځلې ځکه مه کوئ چې پلار که هر څومره بد شي ښکنځلې ورته څوک نه کوي. امريکا او بوش خو د مجاهدينو او طالبانو روحاني مور او پلار دي نو بيا بايد چې ښکنځلې ورته ونکړي هر څو که امريکا اوس همدې طالبانو او مجاهدينو ته په کو.... د مرچو څوباړي منډي خو بيا هم مجاهدين او طالبان زېږولې خو امريکا دي کنه.
ماته افسوس او ماتم په دې خبره راځي چې پرون ګلبدين، اسامه او ملا عمر د امريکا په وسايلو د روس په ضد جهاد وکړ او نن طالبان او ګلبدين د روس څخه وسايل اخلي او د امريکا په ضد "جهاد" کوي. نو ايا د افغان به ټول عمر همدا کار وي چې کله به د بوش په ښکر کېني او د روس خلاف به جهاد کوي او کله به د روس په ښکر ناست او د امريکا خلاف به ځان وژني؟
اوس طالبانو ته د روس، ايران او پاکستان څخه وسلې او وسايل راروان دي او جهاد پرې کېږي، د دې جهاد د بري وروسته به افغانستان يو ځل بيا د وحشي مجاهدينو او طالبانو کولمو ته ورولوېږي او هماغه لوبه به جوړه شي چې په ١٩٩٤ کې ګلبدين او رباني جوړه کړې وه. بيا به روس افغانستان ته د دغې لانجې د ختمولو لپاره خپل پوځ راولېږي او بيا به امريکا نور ملايان د دې لپاره راپيدا کوي چې د روس خلاف جهاد وکړي؟ پايله څه؟ کله د روس غي..ن نيولى او کله د امريکا په ډنډه سور جهاد؟ ايا جهاد همدې ته وايي؟
زما په فکر تر ټولو لوي جهاد دا دى چې ټول افغانان سره راټول شي، کېني، افغانستان ودان کړي، چې افغانستان ودان شي بهرني ځواکونه به هم خپل څادر په غاړه خپلو هېوادونو ته ځي ځکه چې نور به يې په افغانستان کې د پاتې کېدو بهانه پاتې نشي. دغه به تر ټولو بهتر جهاد وي ځکه چې ستونځې به هم حل شي او وطن به هم اباد شي او خلک به هم د جګړو څخه خلاص شي. او مسلمانان به د امريکا او روس په ښکر له تکيه کولو نه هم په امن شي.
pattang
08.09.2006
زه پردې افسوس خورم چې ولې هر څوک په سياست کې ګوتې وهي چې په څه نه پو هيږي لکه د کرزي کابينه چې په کار نپوهيږې ،سره غله دی خو وزيران هم دی ٠
عينې سيناريو روانه ده لکه چې تاسو يې کوۍ او کړې مو ده :
له روس مو اصلحه او پيسې اخستې خپل او لس موواژه او دامريکا په ضد مو شعارونه ورکول ٠ نن چې روس له ميدانه ووتلی دی له امريکا سره يو ځای کارکوۍ او هغسي خپل اولس وژنۍ اود يوه خيالي ترور په ضد شعار ور کوۍ ٠
پرون مو د کمونيزم لپاره د کولاک، فيوډال ، بسماچي او اشرارو په نامه خپل خلک وژل هدف مو داسلام له منځه وړل وو٠ نن يې د ترو ريستانو په نامه وژنۍ او هغه زوړ هدف د بل بادار لپاره مخ ته بيا يي او اسلام له منځه وړۍ٠
د پښتنولي په مينه پتنګ
08.09.2006
ښاغلي حامد صاحب ته سلام او درنادی !
وروره که ددې ﻻندې جملو څخه مو طنز مطلب وي او غواړ د عجب ادعاوې د طنز په بڼه رد کړئ، نو بيا مو طنز کورټ له ماتې سره مخامخ دی ، ځکه د عجب له لومړۍ ليکنې څخه هم د امريکايانو پلوی نه، بلکې د طالب او القاعدې غندنه جوتيږي . په ووستۍ لکنه کې خو نوموړي په ډاګه څرګنده هم کړه چې
[quote:e99a6aaf84]زه څنګه چې څلوېښت کاله پخوا د امريکا مخالف وم نن په شپېته کلنۍ کې هم د امريکا هماغومره بلکې څو چنده زيات مخالف يم [/quote:e99a6aaf84]
خو دايې ګنګه پريښې ده چې ه کوم دريځ څخه ؟ ځکه اصولأخو د شوروي او دهغه د ګوډاګيو خلق او پرچم، چين او شغله يانو له دريځ څخه هم دامريکايانو سره ضديت شونتيا لري ! .
اما ستاسو له ليکنی څخه دامريکا فعال پلوی په ډاګه کيږي : [quote:e99a6aaf84]دا 100% كى يي درسره منم چى امريكااو بوش ته ښكنځل ناسم او نا روا دى په تيره بيا په داسى حال كى چى اوس به ذات خود د اسلام او افغانستان دچوپړ له پاره په افغانستان كى قرار لرى .نو او س خو يي چى څوك غندى او يا يي ښكنځى بيخى به نمك حرامه وى او كه څوك يي ښكنځى هغوى ته بايد غاښ ماتوونكى ځواب وويل شى او هڅه وشى چى د امريكايانو شرف !!! او عزت !!! وساتل شى او دى نيكمرغه كار ته تاسو را وړاندى شوى نو ګوره چى عزم ونه بايلى ملګرى دى شته او دا كار بايد په دوو جبهو كى پر مخ بو تلل شى لومړى بايد طالبان او مجاهدين وښكنځل شى او وغندل شى چى دا په غير علنى توګه د امريكايانو پياوړى دفاع ده او دا كا رخو اجب صيب دا څه موده كيږى چى تا بډى ورته وهلى دى او په ميړانه سره يي پر مخ ولى او په دووم ګام كى بايد نور جرأت او ميړانه هم غوره كړل شى او مسقيما بايد د امريكايانو له ښكنځونكو سره ډغره ووهل شى دا كار كه څه هم ډير ضرورى دى او ته نا وخته ورته متوجه شوى خو خير په هر صورت با يد وشى[/quote:e99a6aaf84]
ستاسو له پاسنيو ادعاو څخه څرګنديږي ، چې امريکايان په رښتيا هم داسلام اوافغانستان خادمان بولئ ، ايا دا مو له سترې ځان تيرايستنې بله کومه معنی لري (؟) او که نه ، برعکس دا خبره مو په ثبوت هم رسولی شئ ؟ .
که مهرباني وکړئ او خبره مو روښانه کړئ بده ه نه وي .
رښتینی
08.09.2006
محترم ځواكمن صيب دكره كتنى په غونډه كى خو نه يو سره ناست
هغه ده مخا طب مى پري پوهيدلى دى او خپله مهربانى يي كړى ده
وايي يوه نيمچه ملا د يوسف او زليخا كتاب په كاڼو ويشته چا ورته
وويل ملا ګله خير خو به وى ده ورته وويل چى خلك وايي دا كتاب سړى
ليونى كوى ما خو له شل ځله هم زيات ولوست خو هيڅ يي را باندى ونه كړل
هغه سړى ورته وويل نو دا اوس چى كتاب په كاڼو ولى دا نو دليونتوب كار نه دى ؟
شاعلى اجب هم وايي ښكنځل دبى تهذيبه خلكو كار دى خو دلته دټول افغان په پاڼه
كى ډير ځايه له كنتروله وتلى وى او دا له مااو زخمى صيب سره يي هم له خپل عادت
سره سم چلن كړى دى خو زه به يوا ځى دومره ورته ووايم چى الله دى وبښه
او زما په حق دى خداى مه نيسه
او هغه دده په وينا نور به څه نه وايم
منلی
08.09.2006
سلامونه اونیکی هیلی
اجب نیکه حذباتی شوی
[quote:9d783a5199]زه لا د هغه وخت څخه د امريکا خلاف يم چې کوم وخت تاسې د امريکا د بچو رول ترسره کاوه
.[/quote:9d783a5199]
اوبیالیکی
[quote:9d783a5199]خو ښکنځلې مې نه هغه وخت کړې دي او نه يې اوس کوم ځکه چې ښکنځلې کول د يو بې تهذيبه او بې مخه انسان کاردی [/quote:9d783a5199]
ډیره بی ادبی کیږی تاچی کوم الفاظ مونږ ته استعمال کړی له ښکنځلو ډیر بددی