نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نوى پولى او نوى پټى ....!!!
زرملوال
08.09.2006
محترمو وروڼو سلامونه مى ومنئ
دكوهى دچنګشو همدا كوهى دنيا ده او په همدى كوهى كى په يوه بل اوړى را اوړى
موږ چى كله له افغانستان نه دباندى په كومه موضوع څه ليكل كوو نو ځينى ياران مو
سمدستى په خوله كى را ولويږى چى خپلى وړۍ با يد شړۍ كړو زموږ كومه يوه سمه ده
چى بيا دنورو خبرو ته وزګار شوو ؟؟
دا خبره كه د درد په اساس كيږى نو په حقه ده خو بيا به دكوهى دچنګشو له تور او بوين لقب
نه څه ډول ځانونه ژغورو؟ ولى مونږ په دى نړى كى له دا ګردو انسانانو سره يو ځاي ژوند نه كوو ؟
داخبره مى د يوى ځانګړى انديشنى په اساس را ونښلوله چى مونږ ډير ځله ورسره مخ شوى يو كه نه
دومره په اب او تاب كى يي را وړل هم ضرورى نه و خو خير دلته مونږ دبحث په پورم كى يو دومره
نزاكت ته دلته خلك نه ځير كيږى او نه يي په كيسه كى ده او دا يو ډول ازادى ده او خوشه مي ده
اوس به راشو د مخصد (مقصد) ټكى ته نن دټول افغان په ټنډه يو ډير شه عنوان ځليدو چى محترم
شريف بهاند ليكلى و او د عنوان لاندى خبرى هم ډيرى دردوونكى او ډيرى جالبى وى نو ما هغه عنوان
بدل كړ او دلته مى هغه ليكنه دبحث له پاره را واخيستله دبدلولو حق يي نو زه نه لرم ليكنه به په خپل
عنوان او معنون سره دلته را اخلم خو څرنګه چى بحث ته دوړانديكولو له پاره ما هم په څټ پورى يو څه
ورغوټه كړى دى او او يا مى دليكنى دلوست په مهال څه انګيرنه اخيستى ده نو ددى له پاره مي د
(نوى پټى او نوى پولى ......!!!!) پ ه عنوان سره دلته را مخته كړه او زما په دى لاسوهنه سره له شاغلى
بهاند صيب نه بښنه غواړم او انشا ءالله چى وه به مى بښى
دمنځنى ختيځ دنويو پولو او نويو پټيو د موضوع په اړه خبره خو تقريبا يوڅه مخكينى ده
خو اوس خو نو شه را تازه شوه او په دى تيره څه موده كى خو ډير ګرم بحثونه پرى روان دى
د عربو ليكوالان په دى موضوع ډيرى ليكنى كوى خو دتعجب ځاى دا دى چى ددوى دا ليكنى
زياتى يي په ريشخند ډول طرز ليكل كيږى او دا خبره بيخى ديو چا تش خوب ورته ښكارى
ولى دا دووه ورځى مخكى چى كردان خپل توغ ورپاوه نو ګومان كوم ددوى صد به هم سر ته
ورغلى وى او كه كوم يوه يي د رالف پيترز ليكنه هم لو ستى وى نو بيا به به كيدى شى پوهيدلى
وى چى من څو چاركه وى ؟؟
نن يوه سوډانى ليكوال(جعفر عباس چى په ټولو عربو ليكوالانو كى زما ډير خوشيږي) په دى
موضوع ډيرى شى خبرى ليكلى وى او دخپلو عربو ليكوالانو په ريشخند يي پسخند وهلى و
او دلته د منځنى ختيځ دا روانه موضوع خو تر مونږ پور ځان را رسوى او هغه زمونږ د هرات باستان
په سينه هم چا ړو راته ږدى او خداى خبر هسى نه چى د بلوچستان نوى امريكا يي هيوادته به مودا
مړ ژوانده بدن څومره ورغو څوى هسى نه چى له هزاره ګانو هم لاسونه پريمنځو نو بناء دا خبره
په حقيقت كى زمونږ دكور خبره ده او هسى نه چى هغه د اروپايانو د خواخوږى دوژنى يي په زړه كى
نه وي راته اچولى !!!!
په هر صورت دنويو پولو خبره ډيره ګرمه او توده ده او دنويو پټيو جوړلو له پاره بيلونه او كره ګان
كړنګيږى را ځى په دى سره وګړيږوچى زمونږ هيواد به څه ګټى او څومره بايلى ؟؟؟
هسى خو هم د ګټات تالى نه لرو او دا څو لسيزى دبايلات په كغيړنه دنده بوخت يو
او بل دى ته هم بايد متوجه شو چى دا كاربه په عمومى توګه اسلامى نړى له پاره
څومره په ضرر وى ؟
دلته د محترم شريف بهاند ليكن ولولئ :
http://www.tolafghan.com/dronlek/maqala.php?id=5253
په مينه او درنښت