د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

A letter To Mr Babak,

Dr MPZ Safi
05.09.2006

نامه يک عضو اسبق ح د خ ا به اقاي بابک
حقایق را میتوان قبول کرد؟
به عقیده من کتله عظیم اعضای ح د خ ا بخاظر سهمگیری در ابادی کشور؛تحقق دموکراسی؛تامین عدالت اجتماعی و صدها شعار انسانی ديگر؛عضويت اين حزب را کسب کردند."انفلاب" ناگهانی و بيوقت ۷ ثور همه ما را غافلگير کرد.با اعتقاد راسخ که برهبری حزب داشتيم هدايات شانرا ؛کورکورانه؛قبول و هرچه فرمودند لبيک گفتيم.
غافل از انکه بدانيم که رهبران حزب نيزمحصول همين جامعه بوده؛لاجرم سهو خطا اشتباه و حتی خيانت را نيز مرتکب شده ميتوانند.بخاظر رسيدن به مقام و بدست اوردن پول؛شهرت ...چه کارهای که نشد.کشتار بيرحمانه مردم کشور توسط جنايت کاران باند امين را هيچکس بخشيده نميتواند.
بعد ازورود فطعات شوروی در صدد انتفام از يکديگر (خلقی و پرچمی)شديم.هنوز در ؛شادی و سرور"برسيدن قدرت" بوديم که "رفقای مجاهد" ما قسمت اعظم کشور را در تحت سلطه خود قرار داده؛اعضای حزب مجبور شدند که به دفاع کشور بپردارند.امپرياليزم که منتظر چنين ؛فرصت طلای؛بود و شايد هم در عقب همه اين تحولات قرار داشت؛با تمام امکانات نيروهای مخالف را تقويه و تجهيز نمود تا بتواند پلانهای بعدی شانرا که امروز به ثمر رسيده است؛تحقق بخشد.
رهبری حزب که از حالت رو به ذوال اتحاد شوروي بيخبر بود؛ بعوض تقويه حزب و ایجاد جبهه واقعی نيروهای مترقی؛ حزب را بيشتر و بيشتر وابسته و متکی بکمک و رهنمای های ؛متخصصين؛شوروی نمود.
اگر از بحث روی ايجاد گروه بندی های ظاهر و مخفی در حزب بگذريم؛گورباچوف در شوروی بقدرت رسيد که همزمان با ان حالت نا بهنجار اقتصاد اتحاد شوروی برملا شد.ولی دريغ که رهبری ما باز هم از دنيا بيخبر و در ؛خواب "خرگوش" غرق بود.
گورباچوف بيدون سنجش به عواقب اعمالش؛ نه تنهاذوال کشور خود را سرعت بیمانند بحشید؛علاوتا تغیراتی را در سطوح رهبری کشور های "وابسته"نیز سازماندهی کرد.

رفیق نجیب به صفت منشی کمیته مرکزی منصوب و به ؛خیز؛ بعدی اماده گردید.
بشهادت تاریح باانکه رفیق کارمل ار محبوبیت خاص در کادرهای حزب بخصوص نظاميان برخوردار بود، ولی گرباچوف تصمیمش را گرفته بود.

قوای شوروی خودسرانه به کشور امده و جهت بازگشت شان ؛هرگز منتظر موافقه ح د خ ا نبودند.
اگر رفيق کارمل مخالف خروج قوای شوروی بوده باشد؛طوريکه ادعا ميشود؛حق بجانب بوده است.چه کسانبکه با اين اصل موافقه ندارند؛ همين حالا توجه فرمايند که در غياب ؛شوروی ها؛نيروهای نظامی چندين کشور جهان؛بر کشورما حکومت ميکنند.

بهرصورت رفيق کارمل سبکدوش و رفيق نجيب به رهبری رسيد.متاسفانه از همان لحظات اول دانسته شد که دسته قابل ملاحظه کادر های حزب با رفيق نجيب در مخالفت قرار دارند.
اگر چه حوادث چون جنگ جلالاباد و امثال ان وياهم مداخله "رفقای شوروی"باعث نزديکی دوباره ؛فرکسينهای؛ حربی گرديد ولی صد حيف و دريغ که جوانب نتوانستند اعتماد همديگر را حاصل نمايند.
نتيجه انشد که رفيق نجيب؛کادر های ناراضی؛دسته دوم ووفاداران بيقيدوشرط(فرصت طلبان)اعم از پرچمی و خلقي را؛ بدور خود جمع و پست های عمده را به اوشان سپرد.در مفابل مخالفين نيز يه "تقويت مواضع" خود پرداخته و؛جبهه شانرا نيرومند تر ساختند.

اعلان مشی مصالحه ملی؛ رفیق نجیب را به رهبر محبوب در تاریخ معاصر کشور مبدل ساخت.توده های وسیع مردم هنوز هم به این عقیده اند که داکتر نجیب رهبر مناسب در شرایط کنونی ( چندین سال اخیر)درافغانستان بوده است. متاسفانه از یکسو "شرایط بینلمللی" جهت تطبیق مشی مصالحه اماده نبوده و از سو دیگر اعضای حرب بخصوص نظامیان با شخص داکتر تجیب و سیاست کادری او مخالفت ورزید.

درحالیکه ؛مجاهدین از موفقیت شان بر قوای مسلح افغان ناامید شده و ملل متحد در" ظاهر" تلاش داشت که یک حکومت ؛موقت ، متشکل از تکنوکرات هارا بقدرت رساند؛سقوط قطعی اتحاد شوروی و "تظاهر" جامعه بينالمللی منجر به ان شد که نا اميدی اعضای حزب به اوج ان رسد.
نيروهای مخالف در درون حزب؛بخصوص با تبليغات وسيع ؛عليه سياست های کادری داکتر نجيب؛موفق به انتقامگيری گرديده با "اتلاف با دشمن" " مار را در استين" جا داده ورفيق نجيب را مجبور بکناره گيری نمودند.
اين عمل اگر چه در اول به اعضای ح د خ ا فرصت داد که خود را در بين "مجاهدين" "منحل" کنند ولی در نتيچه عاقبت نا انديشی ونا پختگی سياسی رهبری؛روابط با شوری نظار تيره شده که در نتيجه صدها تن از کادر های ح د خ ا بدست "اشرار" بشهادت رسيده و اتلاف با مجاهدين به فاجعه که کاملا پيشبينی شده بود؛انجاميد.

حال که کشور درتحت اشغال قرار دارد؛عده از اعضای ح د خ ا/حزب وطن؛ تصميم گرفته اند که از فرصت استفاده کرده ارايش نيرو نمايند.
کادر های ناراضی از رفیق کارمل خود را وارث بالاستحقاق و واجد ادامه سیاستهای رفیق نجیب میشمارند؛و به تخریب ح د خ ا از همان نقطه اغاز تاریخ ان میپردازند.
گروه مخالف داکتر نجیب مرحوم؛حتی محبوبیت شخصی وی را سالها بهد از شهادت او شان؛در جامعه افغانی تحمل نتوانسته؛ بعوض انکه از محبوبيت يګانه رهبر درتارخ مبارزان راه چپ، برداشت مثبت و سودمند نمایند؛بتخریب رفیق نجیب پرداخته و به ذعم خود مخالفین رفیق کارمل را توبیخ میکنند .
ٌٍسافی
نامهنامه ن


Miwand Patang
05.09.2006

ګرانو!
کمونیستان نور هم په خپل منځ کې سره و شکیرئ چې د هغوټولو جنایتونو په اړه حقایق برسیره کړي چې د افغان ویاړلي ولس په ضد یې سر ته رسولې او د پولی ټک ته یې کښینولی دی. یوه خبره ښکاره ده چې که هر څومره فجایع په افغانستان کې پیښې سوې د کمونیزم تاړاک او د ۱۳۵۷ د غوایي د کرغیړنې کودتا له امله په دې هیواد را نازلې سوې. په همدې توګه کمونیستان دې خبر وي چې د افغانستان مومنو وګړو ته د خلق او پرچم ډلې یو ډول او د یوه خره غوږونه ښکاري دا چې د افغان ولس په مقابل کې د جنایتونو په لړ کې دوی په خپل منځ کې څه سره کړي دي باید ښکاره یې کړي. ځکه چې دپخواني شوروي اتحاد کرغیړن چارواکي او د وارسا ټول بلاک په خپله اشتباه باندې اعتراف کړی د افغانستان پاتې کمونستانو که خلقیان دي یا پرچمیان ښایي چې خپله اشتباه، پښیماني او د سر ته رسیدلو جنایتونو په اړه حقایق څرګند کړي.
د آزاد، سرلوړي، خپلواک، اسلامي او پرمختللي افغانستان په هیله
میوند پتنګ


کشمالې
05.09.2006

دقدراورحم وړافغان اولسه!

تاسودتاريخ شاهدان اوجوړوونکي ياست .
ستاسوپه سرونو، مال ،شتمنيو، ناموس ، ټاټوبي ، دين ، کلتور، اووياړونوهرچاپه هرنامه چې څنګه غوښتل ، هغسې لوبې وکړې ، تاسويې دکمونيزم ، اسلام ، سياست ، اقتصاد اونژادپه توره حلال کړۍ، زخمي کړۍ اوبدبخته کړۍ ، شاهي نظام مووليداووخت يې تېرشو، جمهوري نظام مووليداووخت يې تېرشو، کمونيستي نظام مووليداووخت يې تېرشو،اسلامي تنظيمي نظام مووليداووخت يې تېرشو، طاليبي نظام مووليداووخت يې تېرشو، اوسنې نظام هم هغه دې چې تاسويې وينۍ٠
دې ډلوهريوه شپږپنځه کاله په اوسطه توګه حکومت وکړچې هيڅ نتيجې اوډاډمن را تلونکي ته يې په افغانستان کی موقع ورنه کړه ٠
کمونستانوافغان اولس ، ددی ټاټوبې ، دين اوکلتوردسروخونخوارولښکروپښوته قرباني اونظرانه کړل چې دايې د انترناسيوناليزم سره دوفا ثبوتونه دي ٠
ځينوجهادي تنظيمونو له کمونستانوڅخه په ورانۍ کی يوقدم وړاندی لاړل ٠ دوی داسلام په نوم اودګاونډي هيوادونوپه لمسه ملي نظم ، ملي امنيت ، ملي اتفاق ، اسلامي ورورولي ، ملي عدالت اوانصاف ، ملي دفاع ، ملي شتمنۍ، شخصي شتمنۍ ،ملي اسناداواوراق لمنځه يوړل اوپرځای يې انارشي رامنځ ته کړه ٠
بياد طالبانوډله راپيداشوه چې دادانارشيزم قايدين يې وځغلول اوپه ظاهره يې افغان اولس ته داسې وښوده چې ګنې نورد قطاعطريقانو، ظالمانو، بې رحمواوبې مسؤليتوټوپکيانواووحشيانو له شراوفساده وژغورل شول ٠ همدغه سبب ؤ چې ترپوزې رسېدلو اوبېوزلوافغانانودطالبانوتود هرکلې وکړ٠ که څه هم طالبانودافغانستان په دننه کی پراخ امنيت ټينګ کړاودغلومخه ونيول شوه خوافغان اولس له يوې سکنجې نه په بله کی کښېووت اودهيواد چارې دپرديولاس ته ورغلې ٠ داچې دطالبانواکثريت بهرني خلک ؤ، دافغان اولس سره يې دومره خواخوږي نه درلوده ٠ په ښکاره يوڅوطالبانوافغانان تېرېستل مګر په پټه يې افغانستان دبل په اختيارکی ورکړې ؤ ٠
اوسنې دولت دانتخاب سره سره په انتهايي کچه يوه کمزورې اداره ده چې نه بهرنۍ فيصلې کوولای شي اونه کورنۍ ٠ دايساف ، امريکا ، ناټواودولتي ځواکونوپه موجوديت کی افغانستان دنړۍ دمخدره موادوسرکښ توليدوونکې دې ، تريولک زيات ځوانان په افغانستان کی په هيروئنومعتاددي ، دوه مليونه افغانان بې روزګاره دي ، هماغسې جګړې ، تښتوونې ، غلا ، رشووت ، بې کفايتي اوبې عدالتي روانې دي ٠ دميلياردونوډالروپه لګښت اوس هم په پلازمېنه ، کابل کی ښوونځۍ کنډرې اوتيارې دي ٠
هغه درې پښيزې اهوهم لکه چې دځلانه وروسته چاښکارکړې اوپه کوم سړک نه ښکاري !

لنډه به يې کړو:

داټول انترناسيوناليستان ؤاودي ، افغانان نورپه دې رنګ خلکواعتبارنه لري نوهسې دې ځان نه ستړې کوي ځکه چې باريې کوږؤ ترمنزله ونه رسېد٠ دوی څه وکړل چې لانوره هيله به تری وشي ؟ کومې ښې نتيجې يې ورکړي چې لانورې به هم ورکړي ؟ په دوی کی کوم ارزښتونه ؤ چې بايداحترام يې وشي ؟ دوی به افغانستان څنګه جوړکړي چې تراوسه يې په ورانۍ زړه ونه خوږېده ؟

نوای دفکر، وجدان اوقضاوت خاوندانو!
اوس هم په د اسې ناکامواوشرمېدلوډلواوافرادوپسې ځغاستل غواړۍ ؟

که زمونږ اورۍ نوزمونږسره جرګه شۍ اودجرګې په وخت به په هرڅه چې ايمان لرۍ ، قسم خوروچې ددغې خاورې خدمت به کوو،رښتينې عدالت اوانصاف به راولو، افغانانوته به له لاسه تللې حيثيت بېرته ورکوو، ملي خاينان به پرته له تعصبه اوپرته له استثنا په پراخوميدانونوکی اولسي قضاوت ته وړاندی کوواوقسم به کووچې بيابه ددغوډلوترتاثيرلاندی نه ځو٠

کشمالې


ښاغلو پټنګ او ميوند

Dr MPZ Safi
05.09.2006

ښاغلو پټنګ او ميوند
د افغان ولس سره ستاسو دزړه سواد نه مننه.منګر دا مو نه وه راښکلي چه تاسو ددي هيواد او ولس سره څه ښيګڼه کړي او يا هم دکړو په هيله ياست?که پرون روسانو په پټه پر مونږ ناتاري کولي خو نن په ښکاره د دمکراسی تر نامه څه ندي چه نه کيږي٠


Miwand Patang
10.09.2006

محترم ډاکتر ام پي زیډ صافی!
که موږ تر اوسه پورې د افغان ولس د رفاه، آرامۍ او هوسانیې لپاره څه کړي یا مو نه دي کړي یوه الله (ج) ته معلوم دي. خو د کمونستانو له جنایته ټول افغان ولس عبرت اخیستی او هیڅکله به هغسې جنایت د دې ځوریدلي ملت په مقابل کې و نه کړو لکه بې دینه کمونستانو چې وکړ.
بله دا چې که چیرې موږ د کمونستانو د کودتا او ناروا واک غندنه کوو په همدې توګه د اوسني عصر هره هغه نادوده او ناخواله هم غندو چې د ۱۳۵۷ غوايی کمونیستي کودتا او د شوروي یرغل یې بنسټ دی او د دې ځوریدلي ملت، دیني، ملي او ټولنیز ارزښتونه یې په نظر کې نه وي نیولي.
یوه هیله مې له پاتې افغاني کمونستانو څخه دا ده چې د خدای په لحاظ هغه ټول حقایق ووایئ چې د دې ملت د نابودلو په لاره کې مو سر ته رسولي دي څو د افغانستان راتلونکي نسلونه ورڅخه عبرت واخلي او بیا په ټول ژوند کې داسې یوه خاینانه جریان او عمل ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.
میوند پتګ


Dr MPZ Safi
12.09.2006

محترم پټنګ صاحب

ستاس ليک مي ولوست، دا به ډيره ګرانه وی چه ستاسو د سياسي هويت د نه پيژندني په حال
تاسو ته يو منا سب ځواب وليکل شی٠زما په لمړنی ليک کښي په واضح ډول ليکل شوي وه چه ولي زه او زما پشان په سلګونو زره نور افغانان د افغانستان د خلکو ديموکراتيک ګوند(دوطن ګوند )ته ور شامل شوی وه٠
زمونږ ارزو او ارمان داوه اودې چه افغانستان به دجهالت، فقر، مرض،
اخو انيت،پاکستانیت،ايرانيت او نورو ټو لو بدبخیو نه د تل لپاره خلاس کړو٠ "کمونستان" د اخوانيت او القايدی سره دجنت،حورو او غلمانو د لاسته راوړو لپاره نه بلکه د انسان دازادی په خاطر جنګيدل٠ "کمونسان" پدی پوهیدل او پوهیړي چه د خپلو اهدافو دمبارزی په لاره کی تر شهادت روسته به سیده دوذخ ته ورځی٠
داچه مو پوښتلي چه زمونږ اينده پلانونه څه دی نو دا در ته په ډیره ډاډیني سره ویلئ شم چه اینده د انقلابیونو پوری اړه لری٠
داسی سل خزانه راغله هسی سل سپرلی تیر شوی
دغه عمر د جهان دې کله څنګه ګله څنګه
يو واقعیت امتحان کړه او هغه داچه پخپل ماحول او کوروکلی کی دخلکو څخه 
وپوښته چه دافغانستان په معاصر تاریخ کی تر ټولو محبوب شخصيت او محبوب رهبر  څوک وه او دی٠ که د "کمونستانو" د رهبر نوم پکی نه وه نو هله ته دا حق لری چه بد او رد هم ولیکی او که دټولني یوه ستره برخه لا هم "کمونستان" او يا د هغو 
رهبران تايدوی نو تاته هم لازمه ده چه دقلم عفت وساتی٠ 
په درناوی ٠
داکتر صافی٠


ابوالمتين
12.09.2006

محترم کشمالی صاحب ته سلامونه!
ما ستاسو ليکنه چې ((دقدراورحم وړافغان اولسه!)) تر سرليک لاندې مو کړی ده ولوسته. دا څو ورځې په دې فکر وم چې يو څوک به د هغې په هکله نور څه وليکی او يا به تاسو پخپله ځينې نوی توضيحات ورته ورکړئ. خو نن مې د صبر کاسه ډکه شوه او غواړم په دې اړه پخپله يو څه وليکم.
تاسې ليکلی دی چې.

[quote:06d69304ab]تاسودتاريخ شاهدان اوجوړوونکي ياست .
ستاسوپه سرونو، مال ،شتمنيو، ناموس ، ټاټوبي ، دين ، کلتور، اووياړونوهرچاپه هرنامه چې څنګه غوښتل ، هغسې لوبې وکړې ، تاسويې دکمونيزم ، اسلام ، سياست ، اقتصاد اونژادپه توره حلال کړۍ، زخمي کړۍ اوبدبخته کړۍ ، شاهي نظام مووليداووخت يې تېرشو، جمهوري نظام مووليداووخت يې تېرشو، کمونيستي نظام مووليداووخت يې تېرشو،اسلامي تنظيمي نظام مووليداووخت يې تېرشو، طاليبي نظام مووليداووخت يې تېرشو، اوسنې نظام هم هغه دې چې تاسويې وينۍ٠
[/quote:06d69304ab]
تر دې بيان وروسته مو بيا د مختلفو سياسی ډلو او واکمنانو په اړه د خپل نظر مطابق څر ګندونې کړی دی.
زه هم په دې هکله بايد ووايم چې که د افغانستان تاريخ ته يو ځغلند نظر واچوو رښتيا هم چې ډيرو واکمنانو او حکومتونو د ولس د سوکالۍ او د وطن د آبادۍ له پاره د کار موقع نه ده موندلې او يايې دخدمت اراده نه لرله. ډير لرې به نه ځو، همدا چې افغانانو له انګليسانو څخه خپله آزادی ترلاسه کړه، غازی امان الله خان چې بې له شکه يو وطن دوسته ملی شخصيت ؤ، د مختلفو فکټورونو تر اغيزې لاندې يې د وطن د آبادۍ او د خلکو د ژوند د سمون له پاره پوره موقع تر لاسه نه شوای کړای. د سقاو زوی= امير حبيب الله، خادم دين رسول الله= خو د رسول الله د دين د خدمت تر نامه لاندې هيواد په انارشۍ کې ډوب او د تمدن او پرمحتګ نښې نښانې يې له منځه يووړې. نادر خان چې دانګليس په حمايت يې خپل ټول مخالفين او ملی مبارزين له منځه يوړل او خپل ځان يې په هرڅه واکمن کړ، بيا يې هم د خپلو اتباعو د ژوند د سمون او د هېواد دپرمختګ له پاره د پام وړ کار او فعاليت و نه شوای کړای. د ظاهر شاه د وخت حکومتونو خو تر ډيره ځايه د خپل واک د ساتلو له پاره دفع الوقت کاوه او په هر قيمت ورته د خپل واک ساتل غوره وه، نه د خلکو خدمت کول. داؤد خان هم د خپلې نيشنليستی مفکورې اوديکتاتورۍ د روشونو له لارې د خلکو د ژوندانه د سمون او مدرن کولو له پاره څه ونه شوای کولای.، خلقيانو ته خونړيوالو شرايطو د نفس د تازه کولو موقع هم ورنه کړه. پرچميانو هم د شوروی له ملاتړ سره سره په هيواد خپل تسلط ټينګ نه شوای کړای، مجاهدينو خو د امريکا څه، چې د ټولې غربی نړۍ په حمايت سره سره د کابل په ښار کې هم خپل قدرت ټينګ نه کړ او هېواد يې د انارشۍ او قوماندان سالارۍ په ګرداب کې ډوب کړ. طالبان چې د امريکا او انګليس په لمسونه او د پاکستان او القاعدې په بشپړ حمايت د کابل په حکومت راغلل، بيرته د امريکا د لښکرو، بمونو او نوکرو په زور له واکه وغورځول شول او دادی دا نوی تپل شوی دولت هم د ټولې نړۍ دپيسو، مرستو او لښکرو د عملی موجوديت سره سره پخپلو پلانو کی ناکامه دئ.
ددې اوضاع په تحليل سره خو رښتياهم چې هر افغان ته ضرور ده چې فکر وکړی او هر سياستوال خو بايد د نورو نه زيات هر وړانديز ته په دقت غوږ ونيسی.
کله چې ما ستاسې دا لاندې وړانديز ولوست، مينه مې پيدا کړه چې د تاسې له موجوديت، پلان او ځواک څخه ځان خبر او درسره جرګه شم. تاسو ليکلی دی.

[quote:06d69304ab]نوای دفکر، وجدان اوقضاوت خاوندانو!
اوس هم په د اسې ناکامواوشرمېدلوډلواوافرادوپسې ځغاستل غواړۍ ؟

که زمونږ اورۍ نوزمونږسره جرګه شۍ اودجرګې په وخت به په هرڅه چې ايمان لرۍ ، قسم خوروچې ددغې خاورې خدمت به کوو،رښتينې عدالت اوانصاف به راولو، افغانانوته به له لاسه تللې حيثيت بېرته ورکوو، ملي خاينان به پرته له تعصبه اوپرته له استثنا په پراخوميدانونوکی اولسي قضاوت ته وړاندی کوواوقسم به کووچې بيابه ددغوډلوترتاثيرلاندی نه ځو٠
/[/quote:06d69304ab]

نو زما هيله له تاسې څخه داده چې تاسې لطفا خپل ځان معرفی کړی چې تاسې څوک ياست او څه پلانونه او مرامونه لری او په کوم ځواک او ميتود يې د عملی کولو امکانات وينۍ او په کوم دليل ځان د نورو مخکښ بولۍ، نور در غواړۍ چې له تاسې سره جرګه شی او تاسې دا زحمت په ځان نه منۍ چې نورو ته ورشئ او دهغوی تر مشرۍ لاندې د هېواد او ملت په خدمت کې مټې راونغاړۍ
هيله لرم چې تاسې به ښاغلو لوستونکو ته خپل ځان، ځواک، پروګرام او امکانات معرفی کړی، چې دوی مو وړانديز ومنی او که نه نو هسې آسمان ته د ډبرو ويشتل، د ځان صفت او د نورو غيبت کول د افغان ولس د درد دوا نشی کيدلای.
ستاسې د توضيح په هيله!


کشمالې
12.09.2006

ښاغلې اومحترم ابوالمتين صاحب هيله ده زماسلامونه به ومنۍ
زه ستاسومنندوی يم چې زما په ليکنه موخپل اندڅرګندکړ٠

زه فکرکووم چې ستاسودکتنودابرخه ځواب غواړي نوځکه می ستاسوټکي دلته راکاپي کړه ترڅوپوښتنوته موسم ځواب ويل شوې وي ٠

تاسوهيله کړې چې زه درته خپل ځان معرفی کړم چې څوک يم او څه پلانونه او مرامونه لرم او په کوم ځواک او ميتود يې د عملی کولو امکانات وينم ٠

ځواب :
که تاسوزما ليکنوته ځيرشۍ نوما به پکی پيداکړۍ ، دغسې به هغه ارمان هم بيامومۍ چې ستاسواوټول افغانستان دوګړودې ٠ زه يوځل بيا تکراروم چې دخلقيانوله عقيدې نيولې ترطالبانواواوسني سيستم پورې ، يوهم بريالې نه ؤ اونه به شي ځکه چې افغانانوپه عمل کی وليدل اونتيجې يې دهرچا مخې ته پرتې دي ٠

تاسوپوښتنه کړې چې په کوم دليل ځان د نورو مخکښ بولم ، نور در غواړۍ چې له تاسې سره جرګه شی او تاسې دا زحمت په ځان نه منۍ چې نورو ته ورشئ او دهغوی تر مشرۍ لاندې د هېواد او ملت په خدمت کې مټې راونغاړۍ ٠

ځواب :

که خبره په مسلک و ای نوشايد کوم دليل می درلودای خواوس يودليل راسره دې اوفکرکووم هغه به په هرافغان پورې تړلې وي ٠ هغه دليل دا دې چې د خدای راکړي ژوند حق راڅخه سياسي اوټوپکي خدايانواخيستې نودژوندکوولواوله بې وخته مرګه ځان ژغورلولپاره هربااحساسه افغان مکلف دې چې په دې لاره کی دمخکښۍ هڅه وکړي ٠

دافغان اولس دبدبختيوکرونولوژي داده :

* 1978 - 1980 خلقيانوداشرارواودسرولښکروپه دوستۍ کی ووژلواوهيواديې راته وران کړ اوهيڅ نتيجه يې ورنه کړه
* 1980-1992 پرچميانو/خلقيانوداشرارواودسرولښکروپه دوستۍ کی ووژلواوهيواديې راته وران کړ اوهيڅ نتيجه يې ورنه کړه
* 1992 - 1996جهادي تنظيمونودالحاد،جهاداواسلام په نومونوووژلواوهيواديې راته وران کړ اوهيڅ نتيجه يې ورنه کړه
*1996 - 2001 طالبانودامن اويونوي ډوول شريعت په نوم ووژلواوهيواديې راته وران کړ اوهيڅ نتيجه يې ورنه کړه
* اوسني دولت دديموکراسۍ په نوم دخارجيانوپه بې کنټروله بمباريوووژلو، قاچاق اوفساديې زيات کړ، چرس اوهيروئين يې دهيواد ملي عايد اوحقوقي کاروبارکړ، نو تاسووواياست دې کومې نتيجې درلودې اوکومې نتيجې به ولري ؟

ايا دادرته قانع کوونکي دلائل نه ښکاري ؟
که دا دليلونه نه وي اوزه خطاوتې يم نوبخښنه غواړم ٠

تاسونيوکه کړې چې '' نور در غواړۍ چې له تاسې سره جرګه شی او تاسې دا زحمت په ځان نه منۍ چې نورو ته ورشئ او دهغوی تر مشرۍ لاندې د هېواد او ملت په خدمت کې مټې راونغاړۍ ''

ځواب :
دخېراوښېګړې کارته بلنه يومعقول عمل دې اوماته هم داسې بلنې راکړشوي خوکله چې می ليدلي چې دويلواوعمل ترمنځ يووالې نشته ، مخالف شوې يې يم ٠ که تاسودکوم غله سره کښېنۍ اوپوښتنه ترې وکړۍ شايدځواب يې ډېرپه زړه پورې وي خوحقيقت داوي چې هغه يو بدعمل کوي ٠ همدغسې پورته ذکرشووډلوهريوې دعدل ، انصاف ،اسلام اوديموکراسۍ نارې وهلې اووهي يې مګربيا زما غوندی يوڅوک هم پيداشي اوورته ووايي ، ودرېږه ، دعدل ، انصاف، اسلام اوديموکراسۍ
دانتيجې وي چې دټولنې نظم ګډوډ شي ، کلي اوښارونه وران شي ، ظلم اوتادا پېل شي ، هرڅوک دراځي اوزما وروردې پخپل کورکی سکنجه کوي اوپوښتنه دې نه وي ، پردۍ دارايي دې لوټوي ، دوښمني دې زياتوي، بېکاري دې زياتوي ، قاچاق ، مخدره مواد، رشوت اوفساددې رواجوي ، ماشومان ، سپين ږيري ، منورين ، مسلکي ماهرين اواستاذان دې وژني ، دپرديولپاره دپښتون کوراوکلې دې په وحشت اړوي ، دپښتون نسل دې بې علمه کوي ، دوی دې هرامتيازاوحق ولري مګرنوردې دخپلې خولې اختيارهم نه لري ، دهردولي پوست لپاره دې همدوی کانديدان وي ځکه چې پيسې اواسلحې لري؟
نوزه خوتراوسه په دې نه يم بريالې شوې چې يوحقيقي افغان مشرپيداکړم او٨٠ راجستراوهمدومره غېرراجسترې ډلې شته خوچې ښکاره دي اوځانونه دټوپک په زورمشران مشران کوي نوداسې مشران خوکه مونږمنلې دشل کاله پخوا به موداکارکړې ؤ ٠
ته يوبرانډ نيومشرراوښيه چې زه يې وګورم چې دمشرۍ څومره لياقت لري ٠ ماته خومشري دزوړاوځوان معنا نه لري اونه راته دهغه لباس ٠ داهم دهرچاځاني ګټه ده چې پنځه وخته لمونځونه کوي اودټولنيزووظايفوڅخه بېل ارزښت لري٠ ماته مشري ديوې ټولنې دغوښتنو دانسجام ، دوظايفودټاکلو،دنظم ساتلو، دستونځولپاره دلازم حل قابيليت ، علم اوپوهه ، دمشرۍ مهارت اوداسې نورلپاره دوړتيا معنا لري ٠

نوکه په دې شرايطوتاسوڅوک پېژنۍ ، ولی يې مونږته نه معرفي کوۍ ؟

هيله لرم چې تاسې به ښاغلو لوستونکو ته خپل ځان، ځواک، پروګرام او امکانات معرفی کړی، چې دوی مو وړانديز ومنی او که نه نو هسې آسمان ته د ډبرو ويشتل، د ځان صفت او د نورو غيبت کول د افغان ولس د درد دوا نشی کيدلای.
ستاسې د توضيح په هيله!

وروره !
زه به په کاغذونوکی درته خوراښه پروګرامونه وړاندی کړم خوهغه کېدای شي ديوشخص نظر وي ٠ زه وايم چې که ته چېرې په پورته ډلوپورې نه يې تړلې نويوبه ته شې بل به زه کوښښ به وکړو چې دخپل ځان په څېر نورهم راوبلواوخبرې اترې به وکړو ٠ زه څوک کوم ګوند ته نه رابلم چې لکه کمونستان مرامنامه ورته وړاندی کړم بلکه دپښتنوله دود اودستورسره جرګه جوړوول غواړم چې په مسائلوپه ازاده بحث وکړو٠
که په پخوانيوډلوپوری می تړې نوبخښنه غواړم ، هغوی زه هم پېژنم اوپه ښه توګه هره ډله پېژنم ٠ زه داسې خلکوسره دزړه خواله غواړم چې قاتلان نه وي ، خاينان نه وي ، شيطانان نه وي ، سؤاستفاده نه کوي ، رخه اوکينه ونه کي نورچې پخوا له دې په هره ډله کی ؤخوچې دغسې نه وي لکه چې ياده می کړه ، زما دوست اوهيوادوال دې ٠

تاسوالزام لګوولې چې د ځان صفت او د نورو غيبت کول غواړم خوچېرې داسې کوم ثبوت که راته وښايې نوزه هم ولاکه په دې وشرمېږم چې بخښنه درنه وغواړم اومبارزه يوداسې شې دې چې ژوندترې نشي خلاصيدای اوپه هرچاپورې اړه لري ٠ په تاريخ کی منفردوخلکوله ګوندونوڅخه زيات رول لوبولې اودمنفردې مبارزې نتيجې يې هم ښې وې لکه ميرويس خان ، خوشال خان اوپيرروښان ٠
زه شايد يوفردواوسم اودخپلې وسې کوښښ مې کړې اوکووم يې خوتراوسه می په پيسونه دچاپلوي کړې اونه مخالفت ٠ زه چې څه وايم په همدغه يقين لرم خوکه تېروتې يم قانع کوونکي دليليونه بايدراته وويل شي ٠

په درناوي

کشمالې
ته نوم يې نه پېژنم


Miwand Patang
13.09.2006

محترم ډاکتر صاحب ام پی زیډ صافي،
اوس خو د معاصرې تکنالوجۍ په دې پیچلې نړۍ کې د یوه سړي حقیقي څیره او شخصیت پیژندل ډیره ګرانه خبره ده خو دلته هر څوک قضاوت د هغه لیکنې پر بنسټ کوي چې بحث ته یې وړاندې کړې وي. بل دا چې کیدای شي یو څوک به د یوه فکر خاوند هم نه وي خو د نورو د نظریاتو د معلومولو لپاره به کله له ځان څخه ښی لاسی او کله چپ لاسی جوړ کړي. نو شاید تاسو هم زما دلیکنو له لوستلو څخه زما د معرفت په لاره کې ګټه واخلئ. زه هغه افغان یم چې د افغانانو بریالیتوب د دوی په هغو هڅو، زیار او کار کې وینم چې له سوچه افغاني فکر څخه یې سرچینه اخیستې وي، د هیواد دیني او ټولنیز ارزښتونه یې په پام کې نیولي وي، او د هر ډول اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو د لاسوهنو سرسخت مخالف وي او د خپلې افغاني ټولنې ټول ارزښتونه یې د ژوند په ټولو چارو کې په پام کې نیولي وي.
دا چې تاسو په هر فکر، خیال او نیت کمونیستي ډلو ته ورننوتي وی تبصره پرې ځکه نه کیږي چې د چا له فکر او خیال څخه نورو ته په آسانۍ سره پته نه لګیږي خو په عمل کې مو هغه څه وکړل چې نن دافغانستان لویان خو څه کوې چې یو ماشوم هم په دې پوهیږي چې د دې ستر ناورین عاملین څوک دي او چا د افغانستان په هراړخیزه سمسورتیا د تورتم بلاګانې نازلې او نږدې درې لسیزې د دې ویاړلي او بهادر ولس هر اړخیزه ښکلا له منځه وړي؟
زه ستاسو د ټولپوښتنې سره په کلي توګه موافق یم راځه دغه ټولپوښتنه اول دلته د ټول افغان د بحث په فورمونو کې وړاندې کړو لکه چې څو ځله وړاندې شوې هم ده او د هیوادپالو لیکوالو نظرونه پرې را وغواړو بیا به یې په دوهم ګام کې د کلیو او ولسونو خلکو ته وړاندې کړو.
دا چې تاسو ویلي دي چې د قلم عفت باید خوندي وي ګل خبره مو کړې او زه سل په سلو کې درسره موافق یم. موږ او تاسو باید ټول دغه کار وکړو. خو یوه خبره ده چې کمونیستانو زموږ له هیواد، خلکو، دیني ارزښتونو، د هیواد له ټولنیز او سیاسي نظام سره داسې ناوړه کړه وړه کړې دي چې کله کله قلم خپل ځان ته دا واک ورکوي چې د لیکونکي له اجازې پرته یو څه ووایي او د لیکوال اوښکو ته قناعت ورکړي له دې ټولو سره سره هر لیکوال ته د قلم عفت ساتل یوه غوره خبره ده.


Dr MPZ Safi
16.09.2006

ښاغلي ميوند پتنګ داسی وړاندیز لری ;
..................زه ستاسو د ټولپوښتنې سره په کلي توګه موافق یم راځه دغه ټولپوښتنه اول دلته د ټول افغان د بحث په فورمونو کې وړاندې کړو لکه چې څو ځله وړاندې شوې هم ده او د هیوادپالو لیکوالو نظرونه پرې را وغواړو بیا به یې په دوهم ګام کې د کلیو او ولسونو خلکو ته وړاندې کړو.

نو ګرانو هیوادوالو
مهربانی وکړې وواېاست چه د افغانستان دروستیو کلونو د واکمنانو څخه کوم 
 يو،ستاسو په نظر د ډير محبوبیت څښتن وه او یا دی٠
١ اعلیحضرت محمد ظاهرشاه
٢سردار محمد داود
٣نورمحمد ترکی
٤حفیظ الله امین
٥ببرک کارمل
٦داکتر نجیب الله
٧برهان الدین ربانی
٨ملا عمر
٩حامد کرزی
دټول افغان د محترمو چلونکو نه هیله ده چه دا موضوع دکمپېوټر د تکنالوجی نه په استفادی سره تولو مینه والو ته په اسانه تو ګه ور په مخ کاندی.
په درناوی.

محترم پتنګ صاحب،
دا چه مولیکلی چه د کمونستانو په ٠٠٠٠٠٠٠٠ماشوم هم پوهیړي، ماته يوه کيسه په
ياد راولی:
.وای چه يوه فلم جوړونکی يو نوی فلم د ښودو لپاره وړاندي کړي وه٠
یوه نقاد(کره کتنه کونکی)پری داسی تبصره کړی وه٠٠٠٠٠٠٠٠دافلم دومره بی  ضعیف او احمقانه دی چه حتی ماشومان هم د هغه په
نيمګړتیاوو پوهیړی
او  زه  چه په فلم جوړولو کی مسلکی نه يم، هم کولای شی چه داسی يو فلم جوړ کړم. 
په ډیره درناوی


Miwand Patang
17.09.2006

ډاکتر صاحب ام پي زیډ صافي!
ورشه رایه ورکړه

میوند پتنګ


pattang
17.09.2006

Dr MPZ Safi
ورور ه د څه شي ډاکتر يې ?
خو که دد طب ډاکتر يې نو، بېلو وګړو ته چې يو ( پتنګ ) اوبل (مېوند پتنګ ) دی
په يوه نوم نسخه مه ليکه٠ زه پوهېږم چې د نو م په غوره کېدو کې سپينستر ګي شوې ده او په يوه کورنۍ ( فوروم )کې دپښتني نزاکت څخه ليږ وتلې ده خو هر څوک داسې احساس نلري٠ زما نوم يوازې (پتنګ ) دی نو که له مېوند سره خبرې کوې (مېوندپتنګ ) او يا (مېوند) ورته ليکه ٠

د پښتنولي په مينه
پتنګ


محترم پتنګ صاحب!

Dr MPZ Safi
17.09.2006

محترم پتنګ صاحب!
نسخه په غلط نوم لیکل شوي ،بښنه غواړم٠مګر له نیکه مرغه ښاغلی میوند پتنګ ته په ګوتو شوی ده٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more