وطن پال او نور ګټور شعرونه
د يو ځوان شاعر ازاد نظم
      Muhammad Hafeez
      04.09.2006
    
خدايــــــــه  زه  نه  پوهيږم   = 	چه  دا  زه  حـــــــــــــــق  او  که  بــــــــاطل  وگڼم 
چه ئې پر ضد که ئې تر څنګ شمه زه =  ايمـــــــان مــي نيم او که کامل وګڼم
						----
زه خو پدې  باندې  باور لرمه  = څوک چــــــــه پر خوا د حق ولاړ  وي هميش
هغه منلي او ښاغلي وې تل =  هغه ژونـــــــدي وي هميــش وياړ وې هميش
						----
زمونږ هيواد کي گـــــــډوډي راغلي = تميـــز د  سپـين  او تور کيدلاي نشي
خلک حيران دي چه کـــوم لورونيسي= خپلو کي وران دي جوړيدلاي نشي
						----
دا څـــو لســــيزي داسي تيري شولي = چه د انسان مو هر يو رنگ وليـــــدو
په مونږ هر څه راغلل تير شو په مونږ = خو مونږ د امن پر ځاي جنګ وليدو
						----
څومـــــره ساده يو مونږ په تيرو باندي = پرون هيڅ نه پوهيدو نـــــــــن پوهيږو
چه کوم کي شر و مونږ ته خير کوم کي و=خو په خير او شر د وطن نه پوهيږو
						----
هغـــــه چه نه پوهيږم نن پيښه ده = کيداي شي زه له دي سبـــــــــــــــــا خبر شم
څوک ئې صحيح او څوک غلط ئې ګڼي= زه وايم چه نن تري خامخا خبر شم
						----
 دا په باروتو سوزيـــــــدلي خاوره = غيږه کي ډير بــــــــــــــــــاروت تر ننه لري 
چه ئې دوستان  دښمنان دواړه ترينـــــــــــه = گټه  ښکاره  مطلب دننــــــه لري
						----
دغه خپل ځان ته حق پرســــت وائې = پر ديـــــــــــــــن وطن چه ورکوي سرونه
دا چه دعوه لري چه تکه ســــــپين دي = په دغه لار نه سپــــــــــــــموي سرونه
						----
دوي چه د ديــــــــــن او د وطــن دښمن ته = وي غوړولي يو لو جــــــــــال د بمو
خو دا ساده او مــــــــــسـلمان هيـوادوال = ځي ناخبره وي له حـــــــــــــال د بمو
						----
ښځي ځوانان واړه سپين ږيري پکي = بي وختــــــــه مړه شي او را وپرزيږي 
ټوټه ټوټه غوښي ئې وپاشــل شي = پورته اسمــــــــــــان ته شي راوغوزځيږي
						----
چرته خو لا خبره ورانه ښکاري = خداي ته راغلي د خداي کور ته  خلک
پخپلو وينو باندي ولمبـــــــــــــــوي = راستانه نه شي بيرته کور ته خلک
						----
دلته مرګي دومره ارزانــــــه شولو = خون اخيستل دومره اسانه کار دي
ربه له دوي به هم پوښتـــــــنه کوي = که هر څو شوي له اسمانه کار دي
			نـــــــو
خدايه  زه  نه پوهـــــــــــــــــــــــــــيږم = چه دا زه حــــــــــــــق او که باطل وگڼم
چه يې پر ضـــــد که ئې تر څنګ شمه زه = ايمان مي نيم که کامل وگڼم 
عندليب