نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د لويې څارنوالۍ د قاضيانو بې ادبي شوې ده
larghonay1
31.08.2006
د افغانستا د اطلاعاتو او كلتور پخواني وزير، د استاد برهان الدين رباني د مرستيال او د ولسمشر كرزي پخواني سلاكار محمد صديق چكړي د افغانستان د قاضيانو سپكاوى او بې ادبي كړې ده.
د قضا قانون دغسې كسانو ته شپږ مياشتې بند ټاكلى دى،او د لويې څارنوالۍ رييس ښاغلي عبدالجبار ثابت هم ګواښ كړى چې چكړي به د قانون منګولو ته سپارو.
دښاغلي ثابت دا كار هيوادوالو ته په زړه پورې ښكاري او د خوښۍ لامل يې ګرځيدلى دى.
خو دا چې لويه څارنوالي به د ښاغلي چكړي پر نيولو وتوانيږي او كنه دا هم نه ده جوته.
ځينې داسې اوازې هم شته چې د افغان حكومت ځينې لوړ پوړي چارواكي د چكړي ملګرتيا كوي او نه غواړي چې د دوى د حكومت د لوى څارنوالۍ درناوى وشي.
كه څه هم دكرزي صيب په حكومت كې داسې كارونه يو څه دود شوي هم دي.
د ده په بېړنۍ دوره كې د بدخشان يو قومندان د ښاغلي سلاكار او هغه وخت د كورنيو چارو وزير تاج محمد وردك په خپل دفتر كې دومره وواهه چې لاس يې پرې مات كړ.
همدا راز د هغه وخت د پوهنې وزير ښاغلي رسول امين ته په دې سپكې سپورې شوې وې چې د مسعود انځور يې په خپل دفتر كې نه و لګولى.
د اطلاعات او كلتور متعصب وزير رهين هم په دې تورن و چې په خپله كوټه كې يې د مسعود انځور نه دى ايښى خو هغه بيا ډېر ژر دغه جبيره كړه او د وزارت ټول ديوالونه يې د مسعود په انځورونو ولړل.
د ډاكټر عبدالرحمن وژل خو اوس بېخي ثابته شوه چې حاجيانو، نه بلكې دوى وژلى دى.
په هرات ولايت كې هغه وخت چې اسماعيل خان والي و يو ژورناليست يې له نكټايي دومره كش كړى و چې ښه و نكټايي شكيدلې وه ګنې هغه بېچاره به اوس خداى بښلى و.
دې ته ورته ډېرې پېښې دي چې دلته د ټولو راوړل ليكنه اوږدوي.
حتى تر دې پورې ويل كېږي چې كله ولسمشر كرزي مارشال فهيم ته وويل چې كه ستاسو خوښه وي نو د دفاع وزارت به بل چاته وركړو، ښاغلى مارشال يې په ځواب كې په تونده لهجه وويل چې (( لعشتان تا ديگر ازارگ مې كشم)). د خيرخانې تر كوتله پورې قهرجن لاړ و خو د كرزي نږدې دوستانو په نري پيشرو بېرته راوګرځاوه.
دا زمونږ د ځينو لوړ پوړو چارواكو حال دى ، هسې خو عام خلك خو كه له يوې دويمه خبر وكړي نو بيا به يې خوله پوزه وينې وي.
Re: د لويې څارنوالۍ د قاضيانو بې ادبي شوې ده
pattang
04.09.2006
لرغونيه !
که دطالب ټک , ټوک او ډار نه وي ولا که تاهم پرېږدي مقصد مې دادی چې ولا که يو پښتون هم په کابل کې پرېږدي
دبيغيرتوپښتنو دتبائي په هيله
پتنګ
[quote:9b31b15024="larghonay1"]د افغانستا د اطلاعاتو او كلتور پخواني وزير، د استاد برهان الدين رباني د مرستيال او د ولسمشر كرزي پخواني سلاكار محمد صديق چكړي د افغانستان د قاضيانو سپكاوى او بې ادبي كړې ده.
د قضا قانون دغسې كسانو ته شپږ مياشتې بند ټاكلى دى،او د لويې څارنوالۍ رييس ښاغلي عبدالجبار ثابت هم ګواښ كړى چې چكړي به د قانون منګولو ته سپارو.
دښاغلي ثابت دا كار هيوادوالو ته په زړه پورې ښكاري او د خوښۍ لامل يې ګرځيدلى دى.
خو دا چې لويه څارنوالي به د ښاغلي چكړي پر نيولو وتوانيږي او كنه دا هم نه ده جوته.
ځينې داسې اوازې هم شته چې د افغان حكومت ځينې لوړ پوړي چارواكي د چكړي ملګرتيا كوي او نه غواړي چې د دوى د حكومت د لوى څارنوالۍ درناوى وشي.
كه څه هم دكرزي صيب په حكومت كې داسې كارونه يو څه دود شوي هم دي.
د ده په بېړنۍ دوره كې د بدخشان يو قومندان د ښاغلي سلاكار او هغه وخت د كورنيو چارو وزير تاج محمد وردك په خپل دفتر كې دومره وواهه چې لاس يې پرې مات كړ.
همدا راز د هغه وخت د پوهنې وزير ښاغلي رسول امين ته په دې سپكې سپورې شوې وې چې د مسعود انځور يې په خپل دفتر كې نه و لګولى.
د اطلاعات او كلتور متعصب وزير رهين هم په دې تورن و چې په خپله كوټه كې يې د مسعود انځور نه دى ايښى خو هغه بيا ډېر ژر دغه جبيره كړه او د وزارت ټول ديوالونه يې د مسعود په انځورونو ولړل.
د ډاكټر عبدالرحمن وژل خو اوس بېخي ثابته شوه چې حاجيانو، نه بلكې دوى وژلى دى.
په هرات ولايت كې هغه وخت چې اسماعيل خان والي و يو ژورناليست يې له نكټايي دومره كش كړى و چې ښه و نكټايي شكيدلې وه ګنې هغه بېچاره به اوس خداى بښلى و.
دې ته ورته ډېرې پېښې دي چې دلته د ټولو راوړل ليكنه اوږدوي.
حتى تر دې پورې ويل كېږي چې كله ولسمشر كرزي مارشال فهيم ته وويل چې كه ستاسو خوښه وي نو د دفاع وزارت به بل چاته وركړو، ښاغلى مارشال يې په ځواب كې په تونده لهجه وويل چې (( لعشتان تا ديگر ازارگ مې كشم)). د خيرخانې تر كوتله پورې قهرجن لاړ و خو د كرزي نږدې دوستانو په نري پيشرو بېرته راوګرځاوه.
دا زمونږ د ځينو لوړ پوړو چارواكو حال دى ، هسې خو عام خلك خو كه له يوې دويمه خبر وكړي نو بيا به يې خوله پوزه وينې وي.[/quote:9b31b15024]