د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اصلی ترهګری کومه یوده ؟

منلی
30.08.2006

سلامتی موغواړم
داوس چی دغربيانو په خوله کومه ترهګری په دنیا کښی روانه ده داډیره خطرناکه ده اوکه هغه ترهګری کومه چی دمیډیا له لاری په معاشره کښی دفساداوتباهی سبب ګرځی لکه دانټرنیټ اوتلویزیون له لاری فحاشی فلمونه ،د مجلواواخبارونوله لاری خراب عکسونه اوهمداسی دفشن په نوم تجارت ............؟

ولی چی دی شیانوځوانان خوپریږده په ماشومانوهم بد اثرکړی له دی امله په مغرب کښی ماشومان په ۷ یا۸ کلنی کښی بلوغت ته رسیږی .
همدارنګه له دی وجی په میلنومیلنو خلک په ایډزمرض باندی اخته شوی
ستاسودښه نظرونوپه هیله
زخمی!


Re: اصلی ترهګری کومه یوده ؟

اشفاق
31.08.2006

[quote:688244e472="زخمی!"]
ولی چی دی شیانوځوانان خوپریږده په ماشومانوهم بد اثرکړی له دی امله په مغرب کښی ماشومان په ۷ یا۸ کلنی کښی بلوغت ته رسیږی .
زخمی![/quote:688244e472]

شاغلي (((((ټپي))))
که په اوه يا اته کلنئ کي بلوغت ته رسيدل ترهګري وي نو ايا د پيغمبر خدا (ص) د وخت عربان (چي زياتره يي مسلمانان او صحابه وه) هم (خداي مکړه) ترهګر وه که څنګه؟ ځکه چي هغه به وخت به هلکان لا څه چي انجوني هم په اوه يا اته کلنئ کي بلوغت ته رسيدلي چي يو شکاره ثبوت يي د عايشه رض په لس کلنئ و نبي عليه اسلام ته واده کيدل دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


larghonay1
31.08.2006

د پورتني بحث په لوستلو د هيواد د يوه تكړه ولسي شاعر شريف الله بابرزي د شعر يوبيت راياد شو چې د نغمې له خوا ويل شوى و:
[color=red:0817e3e77a]
څوك دې په كاڼو څوك دې ولي په ګولۍ پښتونه
څوك دې له سره غورځوي هسكه پګړۍ پښتونه [/color:0817e3e77a]
مونږ هيڅكله هم چا په طبيعي توګه پرې نه ښودو چې وده وكړو.
دلته سياست هم په زور كېږي، كولتور هم په زور بدلېږي او حتى اسلام هم پر مسلمانانو په زور عملي كوي.
حال دا چې خداى پاك وايي تاسو خپلو منځو كې نرمې خبرې وكړئ.
هغه وايي :
[color=blue:0817e3e77a]
د ليرې مرم د نژدې سوزم
زه بېچاره طاقت د دواړو نه لرمه [/color:0817e3e77a]
نه د داسې ترهګرۍ زور لرو چې كله مو ښوونځي سوزوي او كله په عامه ګڼه ګوڼه كې يو ليونى ځان پسې بمونه وتړي ، ښځې ، نر ماشومان ټول د مخې سټ كړي او نه د داسې ډيموكراسۍ زور لرو چې نجونې مو د پتلون اغوستو ته له چا مرسته وغواړي. ځكه اوس پتلونونه ډېر تنګ رواج شوي دي چې په يوازې ځان يې نجونې نه شي اغوستى.


منلی
01.09.2006

سلامونه اونیکی هیلی
دکوشان په فکر
[quote:95c9539a53] يعنې دغه شيان جبري ندي بلکې ازادانه دي او که څوګ يې غواړي ودېګوري او که نه غواړي ندې ګوري .[/quote:95c9539a53]
ښاغلی کوشان مااوتاچی کله تږی یاوږی شونوپه اول وخت کښی خودومره نه پوهیږو خو چی څومره موولږه اوتنده زیاتیږی ورسره زمونږ مقاومت په همغه اندزه کمیږی په همدی ډول که مونږته څوورځی خواړه اواوبه ونه رسیږ زمونږمرک واقع کیدی شی ځکه خواسلام هم په داسی وخت کښی حرام خواړه حلال کړی

مګر دجنسی(شهوانی ) غوښتنوکیفیت له دی نه بلکول جدا ده جنسی تقاضاهیڅ کله نه راځی ترڅوچی ته خیال ونه کړی ولی چی جنسی غوښتنی راوستل ټول دانسان له خیالاتوسره نښتی دی .که ستاخیال دی طرف ته منتقل نه شی داغوښتنه نه راځی اوبل داچی دجنسی تقاضا تسکین ونه شی له هغه نه مرګ نه واقع کیږی همداوجه ده چی قرآن په اضطراری حالت کښی حرام ورته حلال نه دی کړی .خوپه کوم چاپیریال کښی چی داسی حالت وی صید خوصیاد را ګوید بیګر
په دی کښی یونفر(خصوصً ځوانان)په خپل فکر یاخیالاتو څنګه کنټرول راولی چی په هرځای کښی لکه تلویزیون ، کتابونه ،مجلی ،ورځپاڼي ، مکتبونه ، پارکونه ، انټرنیټ ، ښار اوهمداسی لاری اوکوڅو کښي یی دی خواته بلل کیږی .
پلارلیکی :

[quote:95c9539a53]که په اوه يا اته کلنئ کي بلوغت ته رسيدل ترهګري وي نو ايا د پيغمبر خدا (ص) د وخت عربان (چي زياتره يي مسلمانان او صحابه وه) هم (خداي مکړه) ترهګر وه که څنګه؟ ځکه چي هغه به وخت به هلکان لا څه چي انجوني هم په اوه يا اته کلنئ کي بلوغت ته رسيدلي چي يو شکاره ثبوت يي د عايشه رض په لس کلنئ و نبي عليه اسلام ته واده کيدل دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:95c9539a53]
ته زماپه لیکنه نه یی پوه شوی یوځل بیایی ولوله .
اوبل دحضرت عایشی (رض) په هکله چی کوم حدیث په بخاری ،طبری اونورو کتابونو کښي راغلی په همدی اونورو تاریخی کتابونوکښی داسی روایات هم شته چی ددی خبری تردیدکوی اوددی برعکس داثابته وی چی دحضرت عایشی (رض) عمر په هغه وخت کښی له دی نه ډیر زیات وه .دابحث ډیرلوی ده محترم حلیمی صاحب نه هیله کوو چی په دی هکله مونږ خبر کړی .وسلام


منلی
03.09.2006

سلامونه اونیکی هیلی
ښاغلی کوشان لیکی :
[quote:ecb225116b]که چېرې تاسي يو ماشوم د وړکتوبه په يوه کوټې کې بندي کړئ چې د بهر سره هيڅ تماس ونلري او يواځې ورته ډوډۍ ورکړئ ، نو کله چې دغه ماشوم پنځلس يا شپاړلس کلنۍ ته ورسېد ، دی به په خپل وجود کې شهواني يا جنسي غريزی وپېژني ، بې له دې چې دی په دې هکله د چا نه څه اورېدلي وي او يا يې ليدلي وي .ځکه چې دا يو طبعي پروسه ده . [/quote:ecb225116b]
ماهم دانه دی لیکلی چی دایوغیری طبعی تقاضاده
کوشان لیکی :
[quote:ecb225116b]نو دا چې د ځوانۍ په پيل کې هره انجلی او ځوان د شهواني غرايزو سره مخامخ کېږي ، څوګ يې مخه نشي نيولی . ځکه خو زما په اند ښه به دا وي چې د کورنۍ له خواه په دې هکله داسې ځوانانو ته د جنسي غرايزو او مناسباتو په هکله ښوونه وشي ، مخکې له دې نه چې دغه ځوانان په کوڅې کې د نورو خلګو نه دغه شيان زده کړي . يعنې د کورنۍ مسوليت دا دی چې خپلو اولادوته بايد دغه شيان توضيح کړي او پاملرنه وکړي چې ماشومان دغه شيانو ته لاره پيدا نکړي . خو عاقل او بالغ ځوانان خو د خپل د کړو ـ وړو مسوليت لري ، او که کوم يو يې داسې شيان ګوري ودېګوري او کنه ندېګوري . [/quote:ecb225116b]
ښاغلی کوشان میږه واښه خوری دغوښی خواته ورګوری هم نه ،زمری غوښه خوری همداسی واښه نه خوری دمرغاوی بچیان له هکی نه نه وی راوتلی داوبوخواته مڼدی وهی خوکه دچرکی بچی په زوره داوبوخواته وشړی نه ځی .
په حیواناتو دابندیزونه په خپله عملی کیږی اودماتیدواختیار یی هم نه لری .
ددی برعکس دانسان په بچی دفطرت لخوپه خپله داسی بندیزونه نه عملی کیږی دابندیزونه به یادچاپیریال له خوعملی کیږی یادوحی لخوا دچاپیریال لخوبندیزونه اودوحی له خوبندیزونوکښی فرق داوی چی دچاپیریال بندیزونه دبعضی مصلحتونو په وجه بدلیدی هم شی مګر دوحی له خو چی کوم بندیزونه ټاکل کیږی هغه نشی بدلیدی مثالا ً خدای وحی کړی چی د(خنزیر غوښه ) حرامه ده نوهیڅو په دی قانون کښی ترمیم نشی کولی دخدای وحی منونکی دی له خنزیرغوښی داسی پرهیزکوی څنګه چی میږه له غوښی پرهیزکړی .

همداسی دخوراک غوندی دحیواناتو جنسی جذبه هم دفطرت لخوا کنټرول کیږی . یوغوایې هره ورځ له غواګانوسره یوځای ګرځی هیڅ کله جنسی اختلاط نه کوی .ترهغه وخته چی دغوا له خواحمل یاطبعی غوښتنی دعوت ورنکړی شی .مګر انسان باندی داسی کنټرول نشته کله یی چی زړه غواړی خپل تسکین کولی شی .
په حیواناتو له دی طبعی کنټرول نه علاوه نور هیڅ ډول اخلاقی کنټرول نه ده عملی شوی اونه عملی کیدی شی .مګر په انسان باندی په دی برخه کښی هم اخلاقی بندیزونه لګیدلی دی دابندیزونه دمعاشری لخوا هم عملی کیږی اودوحی له مخی هم .نوکومه معاشره چی له (وحی ) خالی وی هغه خلک دحیوانیت په درجه کښی ژوندکوی .
[quote:ecb225116b]ايا تاسي د بخاري په دې روايت شک کوئ ؟؟ [/quote:ecb225116b]
هرهغه حدیث چی دتحقیق نه پس معلوم شی چی مبارک (ص) نه نه ده روایت شوی یاداکاردهغه په زندګی کښی داسی نه ده شوی هغه حدیث دمالپاره قابل دقبول نه ده


منلی
03.09.2006

سلامونه اونیکی هیلی

[quote:88ef77c153]تاسي نشي کوولی چې يو مږی د يو انسان سره مقايسه کړئ [/quote:88ef77c153]

ته شایدزماپه لیکنه نه یی پوه شوی بیا یی ولوله که داسی څه دی پکښی پیداکړل ماته یی هم په کوته کړه .

[quote:88ef77c153]شهواني غرايز زما په اند کوم بد غرايز ندي چې هغه سړی د فشار لاندې ونيسي . [/quote:88ef77c153]
جنسی تعلقات صرف بچی پیداکول یاخونداخستل نه دی بلکی دقومونو تهذیب اوترقی دارومدار د همدی جذبی په محدودیت باندی ده ولی چی جنسی انرژی بی ځایه ضایع نه شی نودادنسانی تهذیب اوترقی لپاره پری ښکلی تعمیر جوړیدلی شی .
[quote:88ef77c153]خو د هر شي نه د لذت اخستلو له پاره يو قاعده او قانون بايد موجود وي . [/quote:88ef77c153]

خوڅنګه قاعده اوقانون ؟؟؟؟ ولی چی دمختلف قومونومختلف قاعدی اوقانونونه د ی .دمثال په ډول مغرب کښی که یوه بالغه جینی اوبالغ هلک په خپل مینځ کښی رضاسره (له واده نه بغیر) جنسی اختلاط وکړی دمعاشری په نظروکښي بده خبره نه ګڼل کیږی ،اویاکه هغه قاعده اوقانون چی زمونږ په هیواد کښی ریواج ده چی خپلی لورګانی په لکونو لکونو روپیوپلوری .

[quote:88ef77c153]د دغو خبرو د کولو نه تېر شه ، ځکه دا د هغو خلګو د معاشرتونو سره چې ستاسي په وينا له وحی خالي دي ، سپکاوی دی [/quote:88ef77c153]

دلته خبره دسپک کتلونه ده خبره دښه اوبدده ښه چی هرچیرته وی ښه دی اوبدچی هرچیرته وی بددی


Mohammadi
04.09.2006

کوشانه وهههههههههههههههههههههههههههههه کوښانه :oops:
ته به کله سړی کيږي
که د تا په خبرو کي زه منطق ګورم نو خداي د ما ړوند کړي
نور څه دې هم زده کنه که همدا په اسلام ملنډې د زده؟
لږ سوچ وکه لږ سړيتوب زده کړه د تا د بي بي عايشي رض
څه کار دي؟ هغه بي بي د مونږه او تاسو مور ده پوي شه
کنه :!:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more