د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دوپه وزارت؟

Miwand Patang
30.08.2006

سلامونه او شې چارې!
کله چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه ښاغلی سید مخدوم رهین شړل کیدو نو د نوموړي وزارت مامورینوته د نوي وزیر د پیژندلو پر مهال ښاغلي رهین وویل: (چې ما یو دوپه وزارت په میراث درته پریښود.....) په داسې حال کې چې په حکومت کې هر وزارت ځانګړې بودجه او پانګه لري نو د رهین خان ددې خبرې مانا څه کیدای سي؟ بل دا چې رهین چې دومره بې کفایته وو نو ښاغلی کرزی ولې دومره ور پورې ټینګ نښتی وو چې نږدې یې دوهم ځل بیا دولسې جرګې غړو ته د اعتماد د رایې د ګټلو په موخه وړاندې کړی وو؟ آیا چې رهین د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه یو دوپه وزارت جوړ کړ نو څه فکر کوی چې په نوې ډهلې کې به د افغانستان سفارت هم دوپه نه کړي چې مخکې له مخکې د مسلکي غلو او داړه مارانو په لاس کې دی؟ آیا رهین یوازې د همدې خبرې او اعتراف په کولو سره د محاکمې او سختې جزا وړ نه دی؟ ځکه چې په خپله یې د خپلې بې کفایتۍ او غلا په هکله شاهدي ویلې ده؟ د اطلاعاتو او کلتور وزارت ولې دوپه شو؟ څنګه دوپه شوا و چا دوپه کړ؟ که حکومت رښتیا حکومت وي او ولسمشر رښتیا ولسمشر وي نو دغه پوښتنې باید له رهین خان څخه وکړي.
په مینه
میوند پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more