د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د هیواد په چارو کې د پاکستان لاسوهنه څنګه بندیدای سي؟

Miwand Patang
30.08.2006

په دې کې خو شک نسته چې افغانستان د تاریخ په یوه اساس پړاو کې قرار لري چې د هر اړخیز سمون د راتللود زیاتو امیدونو او هیلو سره سره د یو زیات شمیر فشارونو، ګواښونو او تهدیدونو سره مخ دی او په دې هیواد کې زیات بهرني لاسونه په کار لګیا دي. خو زه پخپل دې بحث کې له ګرانو، درنو او هیوادپالو لیکوالو څخه هیله لرم چې د علمي، پوهنیزو او ګټورو دلایلو سره یو ځای د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د ناروا لاسوهنې د بندیدو په اړه ګرانو لوستونکیو ته څرګندونې وکړي چې په څه ډول دغه ناروا لاسوهنه بندیدای سی؟څو زموږ هیواد له دې تور عذاب څخه د لوی خدای په مرسته او د ټول افغان ویاړلي ولس په بشپړ یووالي، ورورګلوۍ او همکارۍ په امان سي. یوه هیله له ګرانو لیکوالو څخه داده چې په دې اړه له غیر علمي او هغو خبرو څخه ډه ډه وکړي چې له موضوع سره اړخ نه لګوي او موضوع بلې خواته کشوي.
مننه
میوند پتنګ



طالب خان
01.09.2006

ګرانه وروره میوند پتنګ صاحبه نیکي هیلي اوسلامونه!
خدای شته چي په اوسني نازک پړاوکي مو خورا درنې اودپام وړ موضوع ته ورپام شوی. ريښتیاهم دافغانستان پرحالاتوباندي دبحث په ترڅ کي باید دباندنیو لاسوهنو هراړخیزه شننه اوتحليل وشي خو تاسي دموضوع دمطرح کولو پرمهال زماپرآند دوه کوچنۍ تیروتني کړيدي چي په پام کي نیول يی اړین بولم. لومړی داچي تاسي ليکلي چي افغانستان په یوه اساس پړاو کي قرارلري. له ګرامري اوژب پوهنیزپلوه داجمله هیڅ مانا نلري.ددې پرځای چي ليکل شوي وای چي افغانستان په یوه حساس پړاوکي قرارلري نو ايله سم مفهوم به يی افاده کړی وای.
بله داچي تاسي ليکلي چي موضوع باید دومره هم نشي کشاله چي بلي خواته لاړه شي. وروره یو ځل که داموضوع دشنني ډګرته وړاندي کیږي نوبه طبعا ځیني داسي شیان هم پکي رامنځته کیږي چي هغه به ستاسي په مزاج برابرنه وي. دساري په ډول ستاسي دموضوع له محتوانه داسي ښکاري چي تاسي دپاکستان دلاس وهني سخت ترینه مخالفین یاست.خوبرعکس ځیني داسي وروڼه هم شته چي هغه به په ځینو مواردوکي دپاکستان سره خواخوږي ښکاروي.که څه هم په یوه غیرمشروع کارکي دپاکستان خواخوږي جرم ګڼم خو ځیني داسي ټکي شته چي سړی پام ناپامه دپاکستان خواخوږي ته ورکش کاږي.
پاتي شوه ستاسي موضوع. نو زماپه خپل آند زه له لویه سره ددغي موضوع له مطرح کیدا سره دهغې داوسنۍ بڼي په پام کي نیولو سره مخالف یم.
ځکه یواځي پاکستان ندی چي زموږهیواد ته يی دلاس وهني ناولي لاسونه را اوږده کړيدي. همدا اوس چي هیواد دباندنیو صلیبي زورګیرانو دظلم اوجبرترجغ لاندي زګیروي کوي، ایادغه ستاسي پرآند باندنۍ لاس وهنه نده؟
داسمه ده چي دطالبانو پرمهال ځیني منفي فاکتورونه شته وو.دپاکستان لاس وهنه په یوه اوبله بڼه په شعوري اوغیرشعوري ډول روانه وه خو دطالبانو نظام اوحکومت،دهغه حکومت چلونکي څیرې اوڅټي،دهغوي له لوري رامنځته شوي قوانين او احکام افغانانوته له ټولیزپلوه دومره هم نه وو پردي لکه داوسني نظام دا.
هغه مهال قیادت دولس له بطن نه زیږيدلی وو او اوس قیادت له بهرنه امپورټ شوی. هغه مهال دځینوځانګړو مواردو نه پرته هرڅه له ټولنیزو افغان ارونو سره سم وو خو اوس هیڅ څه هم داسي ندي.
زماپراند دباندنۍ لاس وهني په ترڅ کي باید چي یوازي پرپاکستان ګرمه وروانه ړول شي بلکي ټول یرغلګر اولاس وهونکي سیمه ایز اونړیوال ځواکونه دي په برکي ونیول شي.
خوڅنګه چي پاکستان اوافغانستان دوه نژدې ګاونډیان اودیوې کشتۍ سپاره دي، نوکه دباندنیو لاس وهنو دشنني پیل له پاکستانه کیږي نو بسم الله.
زه به پخپل وارسره ځیني حقایق په ډاګه کړم خولومړی ګورم چي تاسي زمالیکني ته څه ډول ځواب وایاست. والسلام


ghafar
01.09.2006

عزتمنو ورونو Miwand Patang او طالب خان ته سلامونه او نیکې هیلې!
مخکې لدې چې اصلی موضوع ته راشم غواړم ګران ورور طالب خان ته عرض وکړم، چې حتمی ندئ، چې زمونږ هېواد کې د پاکستان د حکومت د لاس وهنو به بحث کې د نورو هېوادونو لاسوهنه، چې تاسو په ځای ورته اشاره کړې ده ، ور ګډه کړوو. مونږ کولای شو بیا پر هغو باندې هم بحث وکړوو!
د افغانستان په چارو کې دپاکستان د حکومتونو لاسوهنې نوې ندي . زما په نظر زمونږ په هېواد کې د پاکستان د حکومتونو لاسوهنې تاریخی دلیل لری. ځکه مونږ نورو ګاونډیو هېوادونو سره ټاکلي سرحدونه لروو، چې د هغو څارنې او ساتنې لپاره کولای شوو په دغو سرحدونو کې افغان پولیس او سر تېري ځای پر ځای کړوو. خو د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحد نیږدې سل کیلومتره سور لري چې نه افغانستان او نه پاکستان د دغه سرحد( !!) څارنه او ساتنه کولای شی. نو د ګران ورور میوند پتنګ د پوښتنې[quote:c96ac6bb5b]د هیواد په چارو کې د پاکستان لاسوهنه څنګه بندیدای سي؟[/quote:c96ac6bb5b]
په ځواب کې باید عرض شی:
[color=blue:c96ac6bb5b]تر څو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحد همداسې سوره ور پاتې ښي، د هېواد په چارو کې به د پاکستان د حکومت د لاسوهنې مخنیوئ ستونزمن کار پاتې ښي!![/color:c96ac6bb5b]
دا چې دا سرحدي ستونزه په څه ډول حل کېږي بیا بل بحث دئ !
په درناوي


Miwand Patang
03.09.2006

طالب خانه وروره سلامونه او شې چارې:
له ټولو لومړی ستاسو د اصلاحاتو څخه ډیره مننه چې زما د لیکنې په اړه مو کړې وې. زه فکر کوم چې د اوسنیو لیکوالو زیاتره لیکنې د هغو پخو ګرامري بنسټونو په تول پوره نه دي او نه هم مناسبې کلیمې زیاتره وخت په خپل ځای کې استعمالیږي. کله کله خو اشتباهات هم په لیکنه کې پیښیږي. زه دا حقیقت منم او له تاسو مننه کوم. دا چې هر انسان ځانته فکر لري او یوه موضوع تر بلې ورته د لومړیتوب په برخه کې مناسبه ښکاری نو زه په خپل وار وایم چې راځه پیل له همدې ځایه وکړو یانې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له لاسوهنې څخه. تاسو د خپلې لیکنې څخه داسې جوته کړې ده چې ګواکي زه په افغانستان کې د اوسني نظام او حالاتو طرفدار یم او ډیر ژر مو د طالبانو رژیم ته یو داخلي، د افغانستان له بطن څخه وتلی او غیر ګوډاګی نظام ویلی دی. دا چې زه د کومې خوا طرفدار یم دا موضوع به یوې خواته پریږدو او زما د لیکنو او لنډیو له محتوی یې درک کولی شې خو تاسو د طالبانو د رژیم طرفدار را ته ښکاره سوی. بل دا چې زه له اوسني رژیم څخه د طالبانو رژیم له بهر څخه په هیواد باندې زیات تپلی او امپورټډ ګڼم. ځکه هیڅوک کره دلایل نه لري چې ملا عمر دې رشتیا ملا عمر او افغان وي بلکي زیاتره خلک فکر کوي چې هغه یو پاکستانۍ پنجابی وو او خپل حکمونه یې د ملا عمر تر سیورې او دستخط لاندې چلول. همدې ملا عمر او د طالبانو په نوم جګړه مارې ډلې په افغانستان باندې د امریکې او ناتو اشغال ته لاره هواره کړه. د ټولګرو بحثونو په فورم کې ( د رحمت پرشتې که د عذاب ریښې) لیکنه ولوله.
په هر صورت له موضوع به لرې نه ځو او پیل به دافغانستان په چارو کې د پاکستان له لاسوهنې څخه وکړو او وبه ګورو چې ستاسو ښاغلي سره کوم دلایل دي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more