نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په ژوند كى مى تر ټولو غوره او لويه ارزو .......مرګ دى !!!!!!!!!
رښتینی
29.08.2006
[color=red:a105c5bf96]په ژوند كى مى تر ټولو غوره او لويه ارزو .......مرګ دى !!!!!!!![/color:a105c5bf96]
دا عنوان ديوه عاقل او بالغ انسان دخولى خبره ده چى زموږ
په دى له ظلمه او وحشته ډكه نړى كى ژوندكوى !!
داد زور او زور واكى نړى نن دډيرۍ انسانانو له پاره په سره دوزخ او شتى ده
دلته نن دځنګله وحشى قانون په نوى بڼه ترتيب شوى دى او له شيطنت او فساده
ډكو ما غذو يوا ځى دالفاظو او تبليغاتو په دروهونكى ګاڼه پسوللى دى دلته
دوحشت له پاره نوى نوى ميتودونه په كار لويږى !!!!!!!!!!!!!
په ژوند كى مى ترټولو غوره او لويه ارزو مرګ دى !!!!!!!!!!!!!
داسوى او له درده ډكه خبره د جمعه الدوسرى له خولى نه وتلى ده !!
شاغلى الدوسرى اصلا د البحرين اوسيدونكى دى او اوس دبشر دحقوقود تر ټولو لوى دعوه لرونكى
متحده ايالاتو(!!!) په توقيف ګوانتاناموكى اوسى داتوقيف نړى ته دسوله را وستونكى او دبشر ترټولو
زيات خواخوږى هيواد امريكا (!!!) پوزه ده چى له ننى نړى سره پرى مخامخ كيږى
ددى توقيف په اړه خو شاغلى ضعيف صيب په خپل كتاب كى پوره مالومات ليكلى دى او دامريكا يانو
له بشريت سره مينه (!!!)يي ټكى په ټى بيان كړى ده
ولى دشاغلى جمعه الدوسرى خبرى نورى زياتى زوروونكى دى دا خبر يو څه دده له يوه
ليك نه تر لاسه شوى دى چى خپلو كوروالو ته يي ليكلى و او ځينى يي بيا دده وكيل
ګوشوا نيچر تر خبرى رسنيو پورى رسولى دى په دى اړه تر ټولو زياته زوروونكى او د
خواشينى وړ خبره هغه ده چى دده وكيل مطبوعاتو ته كړى ده او هغه دا چى
[color=brown:a105c5bf96]شاغلى الدوسرى ويلى دى چى ده ته امريكايانو د ايډز په
وايروس لړلى وينه وركړى ده او دى اوس په ايډز اخته دى [/color:a105c5bf96]
د الدوسرى په دى خبرو سره اوس دهغه دهيواد حكومت البحرين هم يوڅه شوريدلى دى
اوپه البحرين كى يوى ټولنى دده دخلاصون له پاره هڅى پيل كړى دى الدوسرى خپل
وكيل ته كاږى :
[color=darkred:a105c5bf96]ګوشو ! هيله كوم زما له پاره يوڅه وكړى اوس زمونږ حالت بيخى له زغمه وتلى دى
هره ورځ زمونږ ستونزى زياتيږى او هره راتلونكى ورځ مو له تيرى هغى نه بد تره وى
دا ځاى زمونږ له پاره جهنم ګرځيدلى دى عسكر خو څه كوى چى زمونږ له پاره ټاكل
شوى ډاكتران هم زمونږ په تعذيب او زورونه كى پوره ونډه لرى
او دروحياتو ماهرين زمونږ دبدنى او دينى زورونى له پاره ډول ډول لارى او طريقى
جوړوى ....................باور وكړى چى دالدوسرى خبرى نورى نشم ژباړلى (حامد)......
خودى وايي چى يوه عسكر راته ويل چى كله دى دځان وژنى مينه زياته شوه نو
ما ته امر وكړه داسى تيز زهر به در ته را وړم
چى په ډير كم وخت كى به دى ووژنى !!!!!!!!!!.............[/color:a105c5bf96]
او دى وايي چى په ژوند كى مى تر ټولو غوره او لويه ارزو مرګ دى !!!!!!!!!!!!!!
په سعودى عربستان يمن او ځينى نورو هيوادونو كى دخپلو اتباعو دخلاصون له پاره
ځانګړى ټولنى په هڅو بو ختى دى او څه نيمه نيم ښوره پرمختګ هم كوى
خو زموږ امريكا لورولى حكومت هڅى كو ى څو نور افغانان هم ورته ښكار كړى
او ددى نړيخور ليونى ليوه بيرحمه منګولو ته يي ور واچوى څو په هيواد كى د
ډيمو كراسى ريښى ټينګى او يو ملى حكومت پياده شى
دلته هغه دپتنګ ورور د لعنت لعنت تورى دسړى زړه
يوڅه سړولى شى خو ځه زما له پاره د هغه په شيراو امين بس دى
په مينه يي وبولئ
[/code]
دضعيف صيب كتاب دلته وګورئ
http://benawa.com/kandahar.php?id=8401[img][/img]
اشفاق
29.08.2006
پشتانه متل کا چي څه کري هغه به ريبي او دا هم وايي چي مه کوه په چا چي وبه شي په تا. ځينو ظالمانو ته خداي پر دوزخ کي جزا ورکوي خو ځينو ته يي بيا صبر نه کيژي نو همدلته يي ورشيي
منلی
29.08.2006
داسمه ده چی طالبانو خپل وطن ته څه ونکړل ولی کرزی هم څه نه دی کړی له هغه وخت نه اوس ډیرخلک خواردی په هغه وخت کښی به چی ډیره سخته شوه یابه خلک پاکستان ته لاړل یاکوم بل هیوادته اوس خوښاغلی کرزی داهم نه غواړی چی افغانان بل هیوادته لاړشی ولی چی دده بدنامی ده اوخپل هیوادکښی هم ورته زمینه نه برابروی
دطالبانو حکومت چاپه رسمیت نه پیژنده نه ورسره چامرستی کولی اونه یی ټول افغانستان له لاس لاندی وه بیایی هم یوڅه ناڅه کول
خواوس دکرزی صاحب کابینه ټوله دنیا په رسمیت پیژنی ټولی دنیا ورسره مرستی کوی بیایی هم هیڅ نه دی معلوم کرزی وایی په افغانستان کښی پنځه یاشپږ میلونه ماشومان ښونځی ته ځی خودا ورسره نه وایی چی هغه څرنګه ښونځی ده دماشومانولپاره دکیناستوځای نشته ماشومان کتاب اوکتابچه نه لری په باران اوتیزلمر کښی اکثره صنفونه رخصت کیږی ولی چی دباران مخ نیوی لپاره چت نشته اودګرمی مخ نیولپاره سوری نشته
همداسی کډوال له همسایه هیوادونو څخه راغلی داوسیدوځای نه لری په دښتواومیدانونو کښی خیمی درولی خوداحکومت هغه هم نه پریږدی چی دادحکومت ځای ده ولی چی داحکومت ددوی شخصی ده اوداپیچاره ګان پکښی حق نه لری .
دی حکومت په یوشی کښی ترقی اوپرمختګ کړی هغه داچی دمغرب کلتور یی په خپل هیوادکښي پلی کړی خلکوته یی دعیاشی زمینه برابره کړی ...............
کوشانه باداران به دی په دی لیکنه ډیرخوشحاله شی
نجیب خوډیرکوشش وکړ چی وتښتی خوچاپرینه ښود
pattang
29.08.2006
کوشانه !
زه ګمان کوم چې يا چرس يا نيشه ئي مواد ځانته اخلې او يا له بيرو څخه خمار
سترګې پټې خوله وازه کړې او هر څه چې په فکر کې درغله هغه ليکې٠
هلکه ته څه اپلتې ليکې ? لاړ شه وګرزه يو چېرې ( مسلکي کسب اوکار، Ausbildung ) درته پيدا کړه ، که په افغانستان کې ارامي او سم حکومت راغی چې خلکو ته خدمت و کړې .له هر چا سره لکه دشړومبو مچ چيټي لګيا يې او هميشه دې په دين او مذهب پسې را اخيستې وي٠
دپښتنوالي په مينه
پتنګ
[quote:69b083cc6a]خو د طلبانو رهبر ملا عمر د يو جرمني جنرال خو لا پرېږده چې د د ياکټر نجيب قدر ، چې د همده په لاس وځوړول شو، هم غيرت ندرلود چې ځان دښمن ته تسليم کړي او ووايي دغه کندزيان خوشې کړئ ځکه دوۍ زما د قوماندې لاس لاندې ول .[/quote:69b083cc6a]
رښتینی
29.08.2006
محترمو وروڼو سلامونه او نيكى هيلى
كوشان صيب او دا راز ستاسو ملګرى پلارصيب مو زما له پاره دقدر وړ او
دنظر مو احترام كوم خو يو ټكى با يد درته په ګوته كړم هغه دا چى تاسو دكو
مو ما شومانو يادونه كړى ده دهغوى له پاره ستاسوپه وينا دى منتخب حكومت
څه كړى دى او دارازدا ته چى كا بل ته تللى وى نو ته وايي چى بيخى به دى په وينو
پرى ژړلى وى ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
هغوى ته ستا هم دومره ضرور ت پيدا كيږى چى يواځى يي يو ځاى په استدلال كى يادونه
وكړى نور نو كه هغوى ته څه شوى دى هغه دادى چى كيدى شى امريكايي درندګانو او پلويانو
يي د ژوند له عذابه خلاص كړى وى او هغه ستاسو داروپا والو په اند د ترحم مرګ به يي پرى
پيرزو شوى وى نور خو د طالبانو په مهال دهغوى د واكمنى دعمرهومره وخت ور اوښتى دى يانى
پنځه كاله نږدى پوره كيدونكى دى او ددوى بد مرغى لا هما غسى روانه ده
او بل شاغلى كوشان تا ليكلى :
[code:1:77b225198a]د ښاغلي ضعيف د کتاب په پوښ کې خو د ګوانتانامو انځورډير رنګين ښکاري .
ګوانتانامو چې کيوبا ته نږدې پرته يوه جزيره ده په اوړي او په ژمي کې ملايمه اب او هوا لري او هيڅ کله هتله واوره نه اوري . پاکه هوا او سمندري سوړ باد په دې جزيرې خوزېږي [/code:1:77b225198a]
محترمه ستا ټول استدلال داسى د غڼى جال دى لكه دا پورته خبره
چى د ضعيف صيب دكتاب په انځور دى خبره پيل كړى ده !!!!!!!!!!!
دكتاب د منځپانګى او محتوى په اړه خو چوپ پاتى شوى يي !!!!!
بس په انځور كى دى د ګوانتانامو روشانه اړخ موندلى او خپله ليكنه دى
پر ى غځولى ده نور زه غريب به څه درته ووايم !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
اشفاق
30.08.2006
زامنو شچاري
لنډه او اوژده خبره دا ده چي له طالب او القاعده ترهګرو سره په ګوانتانامو او بګرام کي له هغي زر کرته شه وضعه شوي کومه چي دوي په خپله توره او وحشي واکمنئ کي له افغانانو سره کړي. ما په بينوا ويب سايډ کي د ضغيف کتاب وييلي دي او هم مي هغه ظلمونه او وحشتونه په خپلو سترګو ليدلي چي طالبانو او القاعده ترهګرانو له افغانانو سره کړي دي
زموژ د کلي ملا صيب وايي چي هر څه خداي کوي زما په نظر خو د طالب او القاعده ترهګرانو سره چي هر څه کيژي دا ظلم ورسره نه کيژي بلکي خداي پاک د هغه ظلمونو بدل ورڅخه اخلي چي دوي په خلکو کړي دي
پشتانه متل کا چي بد ګرځي بد به پرځي
منلی
30.08.2006
سلامونه اونیکی هیلی خالق تعالی دی وکړی چی روغ اوجوړاوسی
ښاغلی کوشان صاحب دکرزی په حکومت کښی ټول مرداری ده اول یی دلوی جرګی وکیلان درواخله په دیووکښی لومړی خوامریکه یوڅه جنګیلان ټاکلی ترڅو جنګ ونه کړی :lol: دویم هغه څه باقی مانده چی دی هغه یا دپیسی په زورراغلی یادوسلی په زور ،اوراغلی هم ددی لپاره دی چی هغه یوڅه پاتی دی په هغوخیټه واچوی .
که ته راته دکرزی په کابینه کښی یاپه لویه جرګه کښی د۵ داسی شخصیتونونومونه واخلی چی دافغانستان دمظلوم ملت د غمونو غمخوروی د بنده زړه ته به شفاورکړی
په دویم قدم کښی پولیس (دقانون په جامه کښی غله ) داخوهرچاته روښانه ده خوبیاهم زه تاته یودوه مثاله وایم اول خوپولیسوته اکثره هغه خلک تللی چی مخکی کاریی چوراوغلاوه دوی چی وکتل چی له غلانه یی په پولیسی کښی کټه زیاته ده اودغلاکولو شکل یی هم نسبت له هغه نوری غلانه ښه ده مخه وکړه بل چی ماپه خپله لیدلی زمونږ دوستان اوانډیوالان یویوکال یی په پولیسی کښی تیرکړی په یوکال کښی دومره پیسی کټلی چی مونږاوتاسی یی ۱۰ کاله په یورپ کښی نشوکټلی ......................
په دریم قدم کښی دافغانستان عدالت چی ټولی محکمی یی دقانون پرځای په رشوت چلیږی مانه یی خپله غوښتی ..............
څلورم قدم کښی داوس هم دالقاعده اوطالب په نوم دپښتنوپه سیموکښی بیګناه اوعام وګړی وژل کیږی دهغوی پرکورونوبمباریګانی کیږی دهغوی غږڅوک نه اوری که کرزی په ریښتیاسره دافغان دقوم مشری کوی ولی ددی خاریجیانومخه نه نیسی چی بی ګناه خلک وژنی ؟
پنځم قدم کښی غریبی اوبی کوری همدغه کرزی صاحب په دوه زره دریم کښي چی ششترک ورته وایی اوکه بله څه دهغه ځای نوم می سم نه ده په یاد خواوس دنوی ښارپه نوم یادیږی بیچاره اوغریب خلک په زور واویستل اوهمغه ځمکی یی چی ددوی په خوله دحکومت ځمکه وه خپل انډیوالانولکه دوستم ،فهیم ، ............ ان ترجنرالانوپوری تقسیم کړه ددی لپاره چی هغوی کورونه نه لرل حالنکی ده چی چاته ځمکی ورکړی هغه هریولس لس کوره لری اوهغه ځمکی بیا همدغه وزیرانواوجنرالانوپرنوروخلکوخرڅی کړی چی دیووزیرځمکه زمایودوست په ۷۰زره ډالر اخستی
کوشانه ستړی شوم کوم کوم به درته وایم که ته یی کوم ښه کار وینی او مونږته یی په کوته کړه بنده ته به لږخوشحالی په نصیب شی . وسلام
[quote:1fad5601f8]په دې کې شک نشته چې د کرزي په دولت کې ډيرې مرداري ګانې شته ، خو سره له دې هم هغه په انتخاباتو کې ډيرۍ رايې وېوړې .[/quote:1fad5601f8]