د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لازمه ده چه خبر يال تر عوامو هوښيار او د پوهانو رهبر وي


ع کريم حليمي
29.08.2006

درنو او محترمو وړونو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

لارښود هغه څوک دی ياهغه اشخاص چې د خپل استعداد، اخلاقو او غوره وړتيا له امله د ملت په ښودنه او پوهولو كې مهم رول لوبوي هغوې خبريالان دي !

اول شئ چه ضرور دي د يوه خبر يال له پاره چه تر عوام الناس پوهه ولري 
داسي پوهه چه دليکنو او خبرو تحليل وکولی سي ، نه يوازي داسي پوهه 
چه لوستونکي ، ليدونکي ،اوريونکي ځان ته پيداکړي 

هو ! طبعا بايد خبريال دوطرفه استعداد ولري چه هم پر ټېوي سترګي جلب کړي 
او هم د اخبارونو د لوستلو لپاره لوستونکي پيدا کړي ٠ 

هر افغان خبريال نن دا مشکل لري چه ولي ئې ملي ژبه د حکومت له خوا نه 
تقويه کيږي ډير ښه فکر ، اند دی !

 د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون :
هېڅ رښتينى يا حكمي كس د دولت او دولتي ادارو په ګډون نه شي كولای د خبري او يا معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود كړي او يا په بل ډول سره د ټوليزو او معلوماتي رسنيو په چارو او خپرونو كې لاسوهنه وكړي.

او اساسي قانون هم داسي ليکل سوې چه :
شپاړسمه ماده
د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.
دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.
د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي.

دغه اساسي قانون او مطبوعاتو اصول تقريبا له جهاني قانون او اصولو څخه 
ترجمه ده ، د نړۍ ټول خبريالان په همدغه اصولو په منځ کي خپله دنده 
تر سره کوي او  ملت بيداره ساتي اوهم د حکومت په مقابل کښي نقادان او 
انتقاديون دي (  معتدل انتقاد اوهم ئې ملي وحدت ئې ساتلی )

دا څرنګه ؟ 
اول به د مطبوعاتو قانون او اصول تحليل کو !
قانونا خو حکومت حق نه لري چه معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود کړي يعني هر اخبار ، ټېوي چه په هره ژبه خپرونه يا ليکنه کوي دا ئې 
يو حق مسلم دی ٠ دا که  پښتوده ،که  دري،که  اوزبكي، که تركمني، اوکه بلوڅي
ده ٠ 
هو ! دابيخي جلاخبره ده په پښتو د اکثريت ژبه ده ! 

د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) له دوو طرفو له خوا خپريږي چه يابه د حکومت 
له خوا وي او يابه د شخصي مؤسسه وي !
هغه مطبوعاتي مؤسسه چه د حکومت له خوا چليږي قانوني مسؤليت لري چه 
د ژبي انډول وساتي ٠ نه داچه د اقليت او اکثريت ډنډورې وهي  ولي چه نفاق 
ترې زيږي لازمه ده چه د لسوالۍ ډنډورې همېشه ووهي 
ولي چه اولسواکۍ ريښه پر اخلاقو ، اقتصاد ، اعتماد ولاړه ده !
اخلاقا او قانونا حکومت د هغه ډلي ونظرته وګوري کومه چه ډير ماليات
 ورکوي ، ولي چه ټولنه داحق لري چه خپلي د Tax پېسې څرنګه مصرف کړي 
او پر کومه لار ئې ولګوي ، او حکومت چه د tax پېسې مصرفه وي 
دا مسؤليت لري چه د قوم د وړکړي په اندازه و قوم ته کار وکړي ، نه داسي چه 
څوک هوښيار څوک قوي اوځوک شرير دي ٠ مقياس واحد  د حکومت لپاره 
ضرور ده چه tax وي البته دا معلومه ده تر لمر روښانه چه کوم قوم دی چه 
حکومت ئې پر عاياتو ولاړ دی 

او بل هغه   ټوليزو رسنيو مؤسسې دي چه شخصي دي !
هره شخصي موسسه قانوني حق لري ولوکه په ملتاني ، پنجاپي ژبه خپروني 
کوي (اهل هنود اوسک ) 
يو مسؤليت شخصي مطبوعاتي مؤسسې لري ، چه هيڅ ډله حزب ، قوم 
به نه توهينوي ، او د محکمې تر فيصلي تر مخه به هيڅ فرد ،موسسه مجرم 
نه اعلانوي ٠ 
که چيري داسي پېښه سي او توهين او څوک مجرم اعلان کړي ، نو بيا هم 
حکومت قاطع حق نه لري چه موسسه محکمې ته راکش کړي 
تر څوپوري چه د ملت يو فرد يا موسسه نوي عارضه سوې وحکومت ته !
او بل که چيري يوه شخصي مطبوعاتي مؤسسه داسي يو خبر تير کړي 
چه د حکومت پالسي  داسي ده او اصلا د حکومت پالسي هم هغسي نه نو 
نو بيا حکومت حق لري چه څومره چه د موسسې اقتصادي قدرت وي 
نقدي جريمه کړي ، او هم بيا دا اعلان وکړي چه په فلان تاريخ چه ئې خبر 
تير کړي وو غلط وو او بخښنه وغواړي له اورېدنکو يا لوستونکو څخه 

اوس نو بيا خبره داسي ده چه شخصي مطبوعاتي مؤسسې په دوه ډوله چليږي !
چه  ملي سهمي  مؤسسه وي او سهمونه ئې خرڅ کړي وي او عايدات ئې 
او ونډه دګټي په شريكانو وېشي 
دا مؤسسې يوازي او يوازي دا مسوليت لري چه عايدات ډېر کړي او خپلو 
شريکانوته ګټه ورسه وي ٠ 
يعني داسي پروګرامونه وچلوي چه د خلګو خوښ وي او خپل اورېدونکي 
ډير کړي ٠ او تاجرانو ته خپل دلالان ور واسته وي چه موږ راډيو هره ورځ 
درې مليونه اورېدوکي لرو ، نو زموږ ته ستاسو تجارتي اعلانات  راکړي  
 مثلا زموږ راډيو ٦٠ ثانيې اعلان په زر ډاره 
نو که چيري   يوه شخصي مطبوعاتي مؤسسه داسي راډيو يا ټېوي وچلوي 
چه خپروني ئې د هرچا خوښي وي يعني چه له پاره چه  هم ملي اواسلامي  جنبه  ، اوهم رقص اوجرخان  و لري نو  ډير عايدات پېدا کوي 

او بل به داسي مطبوعاتي موسسې  وي چه له خارجي او مخفي  اجنسيو له خوابه تقويه کيږي ٠ 
چه دغه مطبوعاتي موسسي د هر قوم په تاوان تماميږي ٠ 
چه د دغو مطبوعاتو مخنيوی هيڅوک نسي کولاي حتی  حکومت ئې هم نسي 
کولی ٠ ولي چه په  ټول جهان کښي مطبوعات ازادي لري او هيڅ حکومت 
حق نه لري چه د مطبوعاتو ازادي تر پښولاندي کړي ٠ 
او ديکتاتوري حکومتونو بېره يوازي له ازادو مطبوعاتو څخه ده او هم 
د اولسواکو حکمتونو !
په چپي او ديکتاتوري حکومتونو کښي مطبوعات يوازي د حکومت له خوا 
چليږي ٠ نو له داخلی خپرونو څه کوم خطر نه ويني  ، يعني له خارجي راډيو ګانو 
څخه له خطره سره خامخ وي ٠ او ديکتاتورو حکومتونو  د امريکا ږغ ، bbc
٠٠٠٠٠٠٠ راډيوګانو د خطر دمخ نيوي له پاره مختلفي لاري پيدا کړي دي ٠ 

او ازاده نړي هم له  داخلي مطبوعاتو تر خطر لاندي راځي او اشد ډاريږي 
ولي چه ټوله ديکتاتور حکومتونه د ازادي نړي دښمنان دي !
او کوښښ کوي چه په ازاد او اولسواکو ملکونو کښي دا يوه مطبوعاتي 
مؤسسه پېداکړي چه مخفي پيسې ورکړي او په مقابل کښي داسي خپروني 
وکړي چه دملت او حکومت تر منځ درز او نفاق واچوي او اولسواکه حکومت 
بد نام کړي ٠ معلومه خبره ده چه هر حکومت ډېري ضعيفه نقطې لري 

نو غرب يا ازاده نړۍ د داسي خطرونو مخ نيوی کوي ٠ او ډيره ښه قانوني 
لاره ئې ورته پيدا کړې ده ٠ 
د بحث نتيجه گيري به  ورسته کوو 
غواړم چه داپوښتنه د افغاني خبريالانو او ليکوالو وکړم د بحث له پاره چه 
دا کومه لار ده چه په ازادو ملکونو کښي د ديکتاتورانو مخنيوی په کوي 
يعني چه   راډيو او ټېوي کښي اجنټان پېدا نه کړي 


larghonay1
29.08.2006

ك حليمي صاحب السلام عليكم.
ښاغليه لكه څنګه چې تاسو په همدې فورم كې يوه ليكنه كړې وه چې (( اكثره پښتو پاڼې دباور نه دي)).
نو بېخي د كاڼي كرښه وه .
ځكه چې اكثره پاڼې دقت نه كوي خو كه هر څه يې پيدا كړل خپروي يې.
داساسي قانون پورتنى متن هم تاسو د (( بې نوا )) پاڼې څخه رانقل كړى او هغه غلط دى.
خداى دې وكړي چې د بېنوا محترم مسؤولين رانه خپه نه شي او نه راته په غوسه شي خو دوى بايد څه ناڅه دقت وكړي.
د افغانستان د اساسي قانون شپاړسمه ماده يې نيمه راخيستې ده .
د شپاړسمې مادې وروستى بند دا هم دى چې (( علمي اصطلاحات د بدلون وړ نه دي)).
اوس زما سره په د قانون بشپړ متن نشته خو كيدى شي زه يې سباته درته بشپړ متن راوړم.
بله دا چې لكه تاسو چې فرمايلي ((اول به د مطبوعاتو قانون او اصول تحليل کو !
قانونا خو حکومت حق نه لري چه معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود کړي يعني هر اخبار ، ټېوي چه په هره ژبه خپرونه يا ليکنه کوي دا ئې
يو حق مسلم دی .)).
دا سمه ده خو دا هم د رسنيو د هغه قانون څخه تاسو راخيستي چې د اساسي قانون څخه وړاندې جوړ شوى و او ملي شورا نه دى پاس كړى.
بله دا چې د افغانستان په اساسي قانون كې داسې راغلي چې (( دويمه ماده
د افغانستان دين، د اسلام سپېڅلى دين دى.
د نورو اديانو پيروان د خپلو ديني مراسمو په ترسره كولو كې، دقانون د حكمونو په حدودو كې آزاد دي.
درېمه ماده
په افغانستان كې هېڅ قانون نشي نافذيدلى چې د اسلام د سپېڅلي دين او په دې اساسي قانون كې د راغلو ارزښتونو، مخالف وي. )) .
نو تاسو درېيمې مادې ته وګورئ او بيا دې خبرې ته هم فكر وكړئ چې تاسو راخيستې (( قانونا خو حکومت حق نه لري چه معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود کړي يعني هر اخبار ، ټېوي چه په هره ژبه خپرونه يا ليکنه کوي دا ئې يو حق مسلم دی .)).
نو كه حكومت د ازادو خپرونو فعاليتونه سانسور، منع، تحريم، او محدود نه كړي نو بيا د اساسي قانون درېيمه ماده څه مانا؟
حليمي صيب پښتانه بېچاره ګان اوسمهال په داسې موقف كې نه دي چې له چا زياتې غوښتنې ولري.
دوى ته څوك خپل قانوني حقوق هم نه وركوي.
مونږله رسنيو دا نه غواړو چې زمونږ د غوښتنو له پاره دې خپله ازادي صلب كړي ، بلكې زمونږ د ازادۍ خنډ كېږي دې نه.
په هيڅ هيواد كې به د رسنيو له پاره مطلق ازادي نه وي، حتماً به څه قيد او شرط ولري.
دې كې د ډيكټاټورۍ خبره نشته.
او بله دا چې په افغانستان كې تر اوسه هغه ازادې خپرونې هم نيشته چې تاسو فكر كوئ.
دلته ټولې غير دولتي خپرونې له هغو مرستندويانو يا ډونرانو څخه فنډ اخلي چې هغه د ټول افغانستان له پاره ځانګړى شوى وي.
دوى ډونرانو ته وعده وركوي چې په دواړو ژبو به خپرونې كوي نو دا هغه ازادې خپرونې نه دي چې دوى په خپل مټ خپرونې كوي.
دوى زمونږ پر سر پروژې اخلي ، زمونږ حق دى چې قانوني غوښتنې ورڅخه وكړو.


مشواڼې
29.08.2006

ګرانواوقدرمنودوستانو، سلامونه !

دلاله هانده ژوندپه سبب هروخت ليکل نه شم کوولای خوستاسوخبرومې پام خبريالانواومطبوعاتوته واړاوه ځکه غواړم څه وليکم خوخدای دې وکړي چې پکی خطانه شم اوکه شوم هم نوډاډه يم چې وبه بخښل شم ٠
نوغواړم دمطبوعاتواوډله ايزورسنيوپرسرد دولت په کنترول ، اوددغوتاسيساتودازادۍپه هکله څه ووايم ٠ لکه څنګه چې تاسوهم خبرياست چې په افغانستان کی دپخواني شوروي ديرغل څخه پخوادبيان نيسبي ازادي وه اوکله ناکله يوه نيمه سياسي ياکلتوري خپرونه به راپيدا شوه ٠ ددې ترڅنګ اعتصابونه اومظاهرې هم کله کله کېدې خوزياتره وختونه به ددولتي بندېزسره چوپ شول خوکله چې کمونيستي نظامي کودتاوشوه ، دمطبوعاتوهغه نيسبي ازادي اوحقوق هم لمنځه ولاړل ٠ ټول اختياردحاکم حزب په قومانده پورې وتړل شواوپرته ددوی له اجازې چاجرات نه درلودچې خپروونې وکړي ٠ مخالف ګوندونه ياوټکوول شول اويافرارته اړشول ٠ هيچا دتنقيدجرات نه درلود،حتا ګوندي غړوهم له ډاره تنقيد نه شوکوولای ، هره نيوکه دهغوی په اصطلاح ، دانقلاب ضدعمل ګڼل کېده ٠ هيڅ خبريال پرته دوزيرانود شوراله تصويب څخه نشومقررېدای ٠ ددوی ټوله توجه دشوروي په دوستۍ ، په اصطلاح دانقلاب څخه په دفاع اواشراروڅرخېده ٠ په اخبارونواومجلوکی يونواخته، زاړه اوپيکه مطلبونه چاپېدل ، ولاياتوته په وخت نه رسېدل اوچاهم نه اخيستل ځکه چې هماغه زړې ، ساه تنګې ببولالې به پکې چاپ شوي ؤ٠
اخوا په پېښورکی هم افغان کډوالوکی چا جرات نه کاوه چې ازادې خپرونې وکړي ٠ په ازادوشخصيتونوکی دارواښادګل پاچا الفت ځوی مرحوم عبدرحمان الفت دبيان دازادۍ جرات کړې ؤيوتنقيدي اخباربه يې چاپاوه چې ترورشو٠ له هغه وروسته ارواښادمجروع هم ددغې لارې قرباني شو٠ هلته دجهادي تنظيمونوخپروونې هم وې چې اصلي توجه يې دجهاد، ديني مسائلو،تنظيمي مسائلو اودالحادپرضدغورځنګ ته وه چې دعاموافغان مهاجرود توجه سبب نه ګرزېدل ٠ په مهاجرت کې هم دمطبوعاتي اويادبيان د ازادۍ روحيې ته پام ونه شو ٠ که په ټوليزه توګه په افغانستان کی مطبوعاتي ازادۍ اوحقوقي اسانتياوته په بېرته وګورو، اصلا~ په حقيقي معنوکی نه مطبوعاتي حقوق چاترلاسه کړي اونه دبيان اوتنقيدازادي ٠ په افغاني ټولنه کی داصلاح انتقادهم دسپکاوي په معنا انګېرل کيږي ، خوپه هره ټولنه کی چې انتقادات اوکتنې نه وي هلته واقعي اصلاحات هم نه وي ٠ زه دامنم چې دنړۍ په هيڅ هيوادکی مطبوعات اوډله ايزې رسنۍ عام اوتام ازادنه شته ، هرهيواددخپل قانون ، اړتيااوستنډرډ په کچ لايحې اونورمونه لري ٠ زه فکرنه کووم چې دنړۍ پرمخ به داسې هيوادوي چې خپلوملي ، سياسي اواقتصادي ګټواوتحفظ ته به يې پام نه وي ، داسې دولت به چېرې وي چې خپل دوښمن ته موقع ورکړي چې ما لمنځه يوسه خوداسې دولتونه شته چې خلکوته موقع ورکوي چې ددولت په چارونيوکې وکړي يا دبې عدالتيوپرضدپه اعتصابونو اومظاهرولاس پورې کړي ٠ که د اروپايي هيوادونواويادامريکامطبوعاتواواليکترونيکي ميډياته نظروکړونوپه ډېرومواردوکی دبيان ازادي موندلای شواودبيان دازادۍ روحيه حتا په ښوونځيوکی زده کوونکوته ورکوول کيږي ځکه دوی پوهيږي چې که دغه ازادي نه وي ډېرې ژورې ستونځې اوعواقب منځ ته راوړای شي ٠

و، مشواڼې


ghafar
31.08.2006

د دغه بحث عزتمنو دوستانو او نورو ورونو ته سلامونه او نیکې هیلې !
محترم حلیمی صاحب لیکي:
[quote:5bf7fadfd2]نو غرب يا ازاده نړۍ د داسي خطرونو مخ نيوی کوي .او ډيره ښه قانونی لاره ئې ورته پيدا کړې ده ٠
د بحث نتيجه گيري به ورسته کوو
غواړم چه داپوښتنه د افغاني خبريالانو او ليکوالو وکړم د بحث له پاره چه دا کومه لار ده چه په ازادو ملکونو کښي د ديکتاتورانو مخنيوی په کوي يعني چه راډيو او ټېوي کښي اجنټان پېدا نه کړي
[/quote:5bf7fadfd2]
زما په نظر د دکتاتورانو د واکمنۍ د مخنیوي لپاره د یوه پیاوړي دموکراتیک نظام شته والئ دئ. کله چې د یوې ټولنې غړي په آزاده او دموکراتیکه فضا کې روزل شوي وي، دوی به د آزاد قضاوت خاوندان وي او د راډیو ، تلویزیون او چاپی رسنیو د خپرونو تر منځ سم قضاوت کولای شی. که احیاناْ د دکتاتوری نظامونو اېجنټان کومو رسنیو ته لار هم ومومي او د هغو له لیاری د آزادو او دموکراتیکو ټولنو پر ضد اغوا کونکي تبلیغات هم وکړی، نو د آزاد اقتصاد د یوه تعامل یعنی عرضه او تقاضا په اساس، چې رسنیو باندې هم صدق کوی، په یوې دموکراتیکې ټولنې کې به دومره چانس ونلري.
په درناوي



ع کريم حليمي
01.09.2006

درنو قدرمو وړونو  ته سلامونه او نیکې هیلې
محترم غفار صاحب ليکي چه :
[quote:7565a6bc33]زما په نظر د دکتاتورانو د واکمنۍ د مخنیوي لپاره د یوه پیاوړي دموکراتیک نظام شته والئ دئ. کله چې د یوې ټولنې غړي په آزاده او دموکراتیکه فضا کې روزل شوي وي، دوی به د آزاد قضاوت خاوندان وي او د راډیو ، تلویزیون او چاپی رسنیو د خپرونو تر منځ سم قضاوت کولای شی. که احیاناْ د دکتاتوری نظامونو اېجنټان کومو رسنیو ته لار هم ومومي او د هغو له لیاری د آزادو او دموکراتیکو ټولنو پر ضد اغوا کونکي تبلیغات هم وکړی، نو د آزاد اقتصاد د یوه تعامل یعنی عرضه او تقاضا په اساس، چې رسنیو باندې هم صدق کوی، په یوې دموکراتیکې ټولنې کې به دومره چانس ونلري. [/quote:7565a6bc33]
محترم غفار صاحب !
ستاسو سره سل په سل کښي موافق يم يو طرف ئې همدغه دی
لکه تاسو چه ليکلي

په امريکا کښي د taxation ډپارټمنت  هغه غښتلې او قوي شعبه ده 
چه په ټوله امريکا کښي بله نسته ، تر ښاري پوليسو،د فډرل پوليسو (FBI )،محکمې هم قوي شعبه ده ٠ 
هر وخت چه  دولت پر کوم چا اشتباهي سي چه د کوم خارجي ملک سره لاس
لري ٠ نو پوليس ئې لمړی عايدات تر نظر تېر کړي ٠ چه پلان نفر څومره خرڅ او 
خراجات کوي او څومره عايدات رسمي لري ٠ نوکله چه ئې خرڅ او خراجات 
تر عايداتو لوړ وي نو معلومه ده چه نامشروع  عايدات لري ٠ 

او يوه بله ډيره ښه ښايسته لار حکومت دا نيولې چه :
هر وخت چه کومي موضع  ته خبريال ګوته نيولې 
هغه خبر حکومت مطالعه کوي او ګوري ئې چه څومره حقيقت لري 
مثلا کوم وخت  چه په روس کښي لينن غوبل شروع کړي  نو په امريکا په مطبوعاتو کښي 
د غوبل خبريالان پېدا سوه ٠ بلکي ډيرو خلګو د لينن د غوبل نارې وهلې  
نو حکومت  چه خبره مطالعه کړه ٠ نو دا د تقاعد خبره ئې معقوله د انسانيت 
له پاره کټمنه وليدل ٠ او ولسمشر روزولټ يوه شعبه په نامه د د سوشل سکيورټي چوړه کړه 
او هر امريکائې ته يو نمبر جوړ کړي ٠ چه د تقاعد يا د معيب  کېدو په 
ورځ به د دغه نمبر په حساب معاش اخلي ٠ 

له هغي ورځي چه په روس کښي غوبل جوړ سوئ امريکا کوښښ کړي چه 
خبر نګاران  واستوي د نړۍ هري ګوښې ته که کومه اختراع سوې وي يا 
کوم  اقتصادي ،فرهنګې نظر پېدا سوې وي چه ښه نتيجه ئې ورکړې وي 
امريکا غواړي چه هغه اقتصادي ،فرهنګې  لاره په خپل ملک کښي عملي کړي 
که څه هم هغه لياره د امريکا دښمن پېدا کړي وي !

چه دغه اصول ئې غوره کړي نو بيا تر نن ورځي داسي څوک ندي پېداسوي 
چه په مطبوعاتو کښي جاسوسي ، يا چه ملت راوپاروي 

او بل  ملت ئې داسي د راډيو پروګرامونه جوړه وي چه خلګ نه غواړي
چه خارجي راډيو ګانوته غوږ ونيسي ٠ 

که څه هم کيوبا او روس ، چين خپل نفس وکښلۍ چه راډيو ګاني چلوي 
اما 0.0005 % ده دامريکا ملت غوږ نه ورته نيسي ٠ هسي بېځايه مصرف کوي  

د افغان راډيو او ټېوي داسي پروګرامونه چلوي چه پخپله د جوړونکي ئې هم 
زړه نه کيږي چه ورته غوږ شي ٠ 
او په قابل کښي هره خارجي راډيو داسي پروګرامونه چلوي چه هر افغان ئې 
په ډيره علاقه اوري ٠ 

اود مسلکي خبرنګار خبره بيا سره کوو 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more