د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اکبر بګټي مرګ د پاکستان عمر نور هم کم کړ

Ajab
28.08.2006

د اکبر بګټي مرګ د پاکستان عمر نور هم کم کړ
د کمال خان ليکنه

هسې خو پاکستان د خپلو هغو ګناهونو په سبب چې د پوځي واکمنانو لخوا پکښې تر پوندو ککړ شوى ؤ د خپل عمر پاتې ورځې په داسې حال کې شمېرلې چې د يوې ورځې نه يې بله بتره وه. ځکه چې که تاسې وګورئ نو د پاکستان په نامه هېواد په خپل ګاونډ کې يوه داسې سيمه هم نده پريښې چې څه ناڅه فساد يې پکې نه وي کړى. پخپله د پاکستان دننه د مېشتو قومونو په وسيلو يو څو خاصو خلکو خېټه اچولې ده او داسې ناروا کارونه يې پېل کړي دي چې د چنګېز او هلاکو په قانون کې روا نه وه نو د يويشتمې پېړۍ بشري دوره خو يې ليدلى هم نشي.
د افغانستان دننه خو د پاکستان د ورانکارۍ او ترهه ګرۍ اوږد مهاله فعاليتونه او پلانونه له هيچا پټ ندي خو نړيوال سياست او د نړۍ د قامونو د بېدارۍ کچه اوس تر دې ځايه رارسېدلې چې نه خو نور څوک د اسلام په نامه دوکه کېدلى شي او نه جنګونه ستونځې حل کولى شي.
په دغسې حالاتو کې د پاکستان پوځي ديکتاتور حکومت د بلوچانو د بېلتون خوښو ډلو يو تن مشر نواب اکبر خان بګټي د بلوچستان ايالت د کوهلو په سيمه کې د بمبارۍ په نتيجه کې شهيد کړو او په دې توګه يې نه يواځې د پاکستان پاتې عمر نور هم کم کړ بلکې په بلوچو او نورو بې برخې کړاى شويو قومونو کې يې د ازادۍ او بېلتون خوښې جذبه لا توده کړه.
زه به د يوې خبرې دلته لږ وضاحت وکړم. پاکستانۍ ميډيا لګيا ده په ډېره سپين سترګۍ سره نواب اکبر بګټي خلکو ته يو ظالم او بې زړه انسان معرفي کوي او وايي چې هغه په خپلو خلکو داسې ظلمونه کړي دي او دا يې کړي او دا.
زه د دغو خبرو سره همغږى يم چې نواب اکبر بګټي پخپله دا ويلي وه چې ما لومړى قتل د يوولسو کالو په عمر کې کړى دى او دومره خلک مې وژلي چې هيڅ شمېر يې نشته. هغه هر څو که تر لوړې درجې باسواده ؤ خو د يوې قبايلي ټولنې نواب ؤ. د خپلې قبيلې خلک يې په خپل کنټرول کې ساتلي وه او هر څومره ظلم چې يې کولى شو او د لاسه يې کېده هغه يې کړى دى.
خو هماغه وخت چې نواب اکبر بګټي يو ظالم انسان ؤ، جاګيردار ؤ، زورور ؤ او ناروا قبايلي مشر ؤ د پاکستان د پوځي ديکتاتورانو او استخباراتي ايجنسو لخوا مرکزي وزير، بيا د بلوچستان ايالت لوي وزير او اخره کې والي (ګورنر) وټاکل شو. د حکومت لخوا هغه ته په مليونونو ډالر ورکول کېدل تر څو هغه د (سويي) په سيمه کې د ګاز په ګټه او کار کې کار ونلري.
نواب اکبر بګټي تر ډېره وخته د پاکستان د حکومت پلوى و. د خپل حکومت پر مهال يې د مري قبيلو پر ضد عمليات هم کړي وه. خو کله چې د بلوچستان په ايالت کې د بلوچو د حقونو خبره راوچته شوه او نواب اکبر بګټي پکې خپل غږ جيګ کړه نو حکومت هغه خپل دښمن او د پاکستان "غدار" اعلان کړ.
لدې داسې برېښي چې په پاکستان کې که يو سړى ظالم وي، خپل جېلونه لري، په زرګونو خلکو واک چلوي، په سلګونو خلک ووژني، په مليونونو ډالرو غلاګانې وکړي او هر هر څه وکړي هغه هيڅ مجرم ندى، هيڅ ګنانګار ندى خو که د خپلو خلکو او قام لپاره يې د حق غوښتنه وکړه نو هغه غدار دى، بېلتون خوښى دى او ددې وړ دى چې په بې دردۍ سره ووژل شي. د نواب اکبر بګټي سره همدغسې وشول.
د نواب اکبر بګټي دغه ډول وژنې په پاکستان کې مېشتو پښتنو، بلوچو او سندهيانو ته ثابته کړه چې د پاکستان حکومت به د هر حق غوښتونکي سره همدا وضعه کوي. د ديکتاتور مشرف په مشرۍ پوځي حکومت د پنجاب د يو څو خېټورو کورنيو په لاس کې ګېر دى او هر څه چې هغوی وغواړي هماغه کېږي.
خو دلته دا خبره ډېره په سختۍ سره مخې ته راغله چې دې پېښې د پاکستان پاتې عمر له نيمې هم ډېر کم کړ. په ټول پاکستان کې سياستمدارانو، ولس او قامي مشرانو د دې پېښې غندنه کړې او په داسې حال کې چې پوځ د ډېرو ښارونو کنټرول په لاس کې اخيستى و بيا هم غوصه شويو خلکو مظاهرې وکړې، جنګونه يې وکړل او د حکومت سره يې لاس په لاس معلومه کړه.
بلوچ قوم که غريب دى خو بې غيرته ندى. د بلوچستان ايالت بلوچو مشرانو ګواښ کړى چې د دې ظلم بدله به د حکومت څخه اخلي. اوس نو هغه ټول شرايط برابر دي چې په پاکستان کې په زور ورمنډل شوي پښتانه، بلوچ او سندهيان سرتاسري پاڅون وکړي او خپل حق واخلي. همداسې به کېږي ځکه چې د حالاتو علامې همداسې ښکاري.
ډېر زر به پښتانه ، بلوچ او سندهيان په خپلو خاورو کې واکمن شي او خپل حقونه به ترلاسه کړي چې ورسره به افغانستان هم د پاکستان د شر او فساد نه خلاص شي.

کامل خان


Ajab
28.08.2006

ولسي جرګې د نواب اکبر بګټي د وژل کېدو پېښه وغندله.

د تفصيلاتو سره سم نن (2006-08-28) د افغانستان د ولسي جرګې په غونډه کې د ځينيو غړو په ټينګار د ټاکلې اجنډا څخه په ډډه د پاکستان د بلوڅو ملت پالو د يو تن مشر او سياستمدار نواب اکبر بګټي د وژل کېدو په پېښه بحث وشو او د يو پرېکړه ليک په منلو سره د هغه د وژل کېدو پېښه وغندل شوه. د ولسي جرګې په غونډه کې د جمهوري وطن ګوند نواب اکبر بګټي د بلوڅانو د ازادي غوښتونکي تحريک مشر او د پاکستان د پوځ په عملياتو کې د هغه وژنه يو ظالمانه او ناوړه اقدام وبلل شو. نواب اکبر بګټي د بلوڅستان د ايالت يو ملت پال سياستدان و چې د دغه ايالت لوي وزير او والي (ګورنر) هم پاتې شوى و. نوموړى د اګست په شپږويشتمه نېټه د (کوهلو) په سيمه کې د پاکستاني پوځ په عملياتو کې د خپلو يو شمېر جنګياليو سره ووژل شو چې له هغې وروسته د پاکستان د بلوڅستان او سندهـ په ايالتونو کې مظاهرې وشوې او د پاکستان د سياسي ګوندونو لخوا هم دغه پېښه وغندل شوه.


Ajab
28.08.2006

پاکستان د خپل زېږون څخه تر دې دمه په سيمه کې د يو مفسد اعلى رول لوبولى دى. تر ټولو ستر منافقت يې دا دى چې په افغانستان کې د پښتنو د حقوقو لپاره يې تل ډنډوره غږولې ده او په يوه او بله نامه يې افغانان په خپلو کې سره جنګولي دي. د پاکستان حکومت تل دا ناره وهلې ده چې په افغانستان کې پښتنو ته خپل حقونه نه ورکول کېږي او هندوستان په دې تورنوي چې ګوا کې کشميريانو ته ازادي نه ورکوي. خو بلوڅان او پښتانه چې د پاکستان څخه ازادي غواړي نو د هغوى مشران په بمباريو کې له منځه وړي.
اوس وخت دى چې هندوستان، افغانستان، بلوڅان او پښتانه په شريکه د نړۍ پر مخ دا ناولې دانه (پاکستان) له منځه يوسي او د شر و فساد څخه يې سيمه په امان کړي.


larghonay1
30.08.2006

سقراط ته يې چې كله د زهرو جام ونيو نو هغه وويل چې دا سپين ږيرى او عمر خوړلى سقراط خو به تاسو په زهرو ووژنۍ خو هغه په زرګونو ځوان سقراطان له څېرمې نه شئ وژلى!
د بكټي په ناځوانه توګه وژلو هر ازادي غوښتونكى او ملي مبارز خوشينى كړى دى.
خو د افغانستان د حكومت په ګونګ او بې زړه دريځ له هغې هم ډېر خواشيني يو.
عجيبه ده چې د افغان حكومت هم زړه كېږي او هم يې ساړه كېږي.
هم غواړي چې خپل عوام تېرباسي ، نو د پښتونستان ورځ په غلچكۍ توګه لمانځي او هم غواړي چې په افغانستان كې د ننه د ده د كابينې اكثريت ستميان خوښ وساتي نو د پښتنو او پښتونستان په اړه نرښځى دريځ غوره كوي.
په افغانستان كې له كلونو كلونو د پښتنو او بلوچو د خپلواكۍ له پاره چيغې او سورې وهل شوي او څه ناڅه ملاتړ يې هم شوى خو د كرزي حكومت هر څه ته د شك په سترګه ګوري.
په ټوله نړۍ كې اپوزيسيون، د حكومت مخالف ګوندونه او شخصيتونه وي خو د حكومتونو ملي پاليسي يوه وي.
له بده مرغه چې د افغان حكومت د ټول حكومت يا دولت پاليسي خو پرېږده چې د ولسمشر كرزي خپله كابينه يا وزيران هم هيڅكله په يوه خوله نه وي.
حتى په ملي مسئلو كې هم د دوى ترمنځ اختلافات وي. فقط په دې خاطر چې كه كوز پښتانه د دوى سره يو شي نو د پښتنو تله به درنه شي او يا دا چې ولې د دوى سره د هغوى اړيكې ښې او پياوړې شي.
تاسو به د ښاغلي دادفر سپانتا ډېرې مركې له وزارته مخكې اوريدلي وي چې د پښتونستان مسئلې ته يې په كركه كتل او داسې ډېر نور ستميان په كابينه كې شته چې هغوى هيڅكله نه غواړي پښتانه او بلوچان ښه ورځ بيامومي.
تاسو به په ولسي جرګه كې د پاكستان د دې شوم عمل يانې د نواب بكټي شهيدولو د غندلو پر سره شخړې ليدلې وي چې ځينې وكيلانو نه غوښته چې افغان پارلمان دې د بلوچانو سره همدردي وښيي.
په دوى كې يو علومي بلخي و.
علومي بلخي هغه رسوا څيره ده چې د ملايانو په جامه كې فحاشي او بدمعاشي كوي.
د بن د دويمې غونډې ترڅنګ په همغه مهال يوه بله غونډه هم روانه وه چې د يوناما له خوا له افغانستان څخه يو شمېرسياسيون، عالمان، پوهان او قانونپوهان تللي وو.
په دغو كې يو علومي بلخي هم و.
ده فكر كاوه چې هر څوك به د ده غوندې ماده پرست او بې ايمانه وي ، نو ځكه يې د هغه هوټل چې دوى پكې مېشت وو يوې مزدورې ته په ټټر څو ډالره ايښي وو.
هغې شور او غالمغال جوړ كړى و او د هوټل رييس ته يې شكايت كړى و چې په دې شرم د علومي ټول همسفر خبر شوي وو او دا قصه په يوه عام محضر كې د ده يوه نږدې هم سفر وكړه چې كيدى شي ټول پرې خبر وي.
ښاغلى علومي د ولسمشرۍ په ټولټاكنو كې د قانوني مرستيال هم و .
په هر حال دا د علومي خپل اخلاق خو دا چې په ولسي جرګه كې يې لچري وكړه او ويې ويل اكبر بكټي وژنه بايد دومره جدي ونه ګڼو او نه ارزي دا يې بد اخلاقي وه.

خو تر ټولو سست، شوم، بې زړه او نرښځى دريځ د افغان حكومت دى چې هلته د سرحدونو وزارت لري، هلته د قومونو او قبايلو خبرې كوي، هلته لر او بر ورور ګڼي، هلته د بلوچو د يو والي او ورور ولۍ پروګرامونه پلي كوي او اوس يې د شهيد اكبر بكټي د فاتحې اخيستلو څخه هم ډډه وكړه او دا كار يې د موجوده افغانستان مېشتو بلوچو ته په غاړه ور واچاوه.
دا نو دوه حالته لري:
يا دا چې كرزى له خپلو ستمي حواريونو څخه ډارېږي او يا له پاكستان څخه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more