نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ازادۍ راډيو،يانې يوازې كمپوټر او يا لاوډسپيكر
larghonay1
26.08.2006
د ازادۍ راډيو،يوكمپوټر او يا لاوډسپيكر نور نو نه شعور لري او نه كومه ايډيولوژي.
دا سمه ده چې ژورناليست بايد د چا پلوي ونه كړي خو په خبر او راپور كې. نور نوهره خپرونه ځانګړى ليد لورى او پاليسي لري .
خو له بده مرغه چې د ازادۍ راډيو يوازې د يوه كمپوټر يا لاوډسپيكر دنده تر سره كولى شي ، نه د يوې ايډيولوژيكې خپرونې.
د جمعې په ورځ مې د ازادۍ راډيو غوږ تاو كړ چې د هزاره ګانو د مېخ وهونكي ګوند سرلښكر محقق پكې د نرۍ نرۍ خندا سره په خبرو لګيا و .
دغه بحث د افغانستان د مطبوعاتو په اړه و .
يو چا په ټليفون پوښتنه وكړه چې د طلوع ټلويزيون د افغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه كوي او د نوموړي قانون شپاړسمه ماده نه مني.
ځكه چې د اساسي قانون په شپاړسمه ماده كې د افغانستان د ملي ټرمينالوژۍ پر خونديتوب ټينګار شوى او طلوع ټلويزيون او حتى كله كله ملي ټلويزيون هم دغه پولې ماتوي او ايرانۍ اصطلاحګانې كاروي لكه پوهنتون ته دانشګاه او نور..........
نو محقق د دغې پوښتنې په ځواب كې ورته وويل چې : يو ملي ټلويزيون يا خپرونې دي او يو ازادې. ملي يا دولتي خپرونې بايد دا مراعات كړي خو ، د ازادو خپرونو مخنيوى څوك نه شي كوى او نه يې بايد وكړي.
په پښتو كې دې پوهنتون وايي او په پاړسي كې دې دانشګاه.
زه نو بېخي په دې تمه وم چې اوس به كه خېر وي د ازادۍ راډيو د دغه پروګرام چلوونكى د رزاق مامون غوندې شعوري كس وي او څه به ووايي خو هغه د پوښتنې يا خبرې د رڼونې پر ځاى وواي(( تشكر)!؟.
ورپسې دهيوادمل له خوادجوړې شوې ژورنالستانو ټولنې مشر رحيم الله سمندر صيب چې د پژواك اژانس سره له ناڅاپي څو مياشتو كار پرته په ژورناليزم كې هيڅ تجروبه نه لري او نه يې كله كار كړى، هغه هم د محقق خبره تاييد كړه .
نو زه اوس د دغو ښاغلو څخه څو پوښتنې كوم:
[color=blue:b55662dda3]ايا د يوه هيواد اساسي قانون بايد يوازې دولتي كاركوونكي يا اړوندې ادارې مراعات كړي او كه د هغه هيواد ټول اوسيدونكي؟
ايا ازاد په دې مانا چې له قانون څخه هم ازاد او باغي وي؟
داسې يو هيواد شته چې هلته ازادې خپرونې د هغه هيواد هيڅ قانون ته غاړه كېنږدي؟
ايا د يوه پروګرام چلوونكى يا ګډونكوونكى بايد يوه مسئله همداسې ګونګه پرېږدي او كه د روڼولو كوښښ يې وكړي؟
ايا د يوه هيواد د مقننه يا قانون جوړوونكې قوې غړى بايد دخپل ژبني او سمتي تعصب له پاره د هغه هيواد قانون تر پښو لاندې كړي؟ [/color:b55662dda3]بس خو وجدان هغه محكمه ده چې قاضي نه غواړي!
ستاسو د وړ اندونو په هيله
ستاسو لاروى
ghafar
27.08.2006
ټولو دوستانو ته سلامونه!
زما په نظر که مونږ د آزادی رادیو ټولې خپرونې وڅېړوو دې نتیجې ته راځو، چې د دې راډیو خپرونې د افغانستان لپاره یوه ښه روزنیزه معلوماتی خپرونه ده. په ځانګړی توګه په دې شرایطو کې چې د افغانستان د ملی رادیو د خپرونې کیفیت ډېر ټیټ دئ.
ګرانه larghonay1 صاحب ، ما هم د دغه ګردی میز بحث، چې پکې دکلتور او ځوانانو نوئ وزیر ښاغلئ عبدالکریم خرم هم تر یوه وخته پورې ګډون کړئ و تر پایه پورې تعقیب کړ. که مو په یاد وي په هغه وخت کې چې محقق لا ستدیو ته نه و راغلئ د کلتور او ځوانانو وزیر ښاغلئ خرم د یوه اوریدونکی د پوشتنې په ځواب کې ستاسو نظر یې تائید کړ، چې دئ د اساسی قانون څخه د دغه راز سرغړونوڅخه په بشپړه توګه خبر دئ او و یې ویل چې په نیږدې راتلونکی که د ډله ایزو رسنیو قانون به په ملی شورا کې تر بحث لاندې ونیول شی او هیله من دئ چې د ستونزې اساسی ټکي د پارلمان له لارې حل شی. خو نوموړي دا هم زیاته کړه، چې دئ د تأدیبی چلند پلوي نه کوی.
زه هم ستاسو نظر تائیدوم، چې ښاغلئ محقق د مقننه ادارې یوه غړي په توګه بې مسئولیته وغږیده، په حقیقت کې هغه هم له اساسی قانون څخه د دغو سر غړوونکو په شمېر کې راځي، خو په هر دلیل چې وي هغه زمونږ د یو شمېر هېوادوالو له خوا ولسی جرګې ته لېږدول شوئ دئ او تر راتلونکو پارلمانی انتخاباتو پورې باید وزغمل شي.
خو د آزادی رادیو د پروګرام چلونکی په هکله ستاسو د نیوکو په برخې کې بل نظر لرم:
زما په نظر د ګردی میز چلوونکئ د بحث لورئ ندئ. د هغه دنده دا ده چې د بحث موضوع په دقیقه توګه بحث کونکو مېلمنو ته وړاندې کړي او بیا د وقت انډول په پام سره بحث کوونکو ته د هغو نظرونو د څرګندولو امکان برابر کړي. د ګردی میز چلوونکئ دا حق نلری چې د خپل شخصی نظر له لیارې د بحث یو لورئ شي .
که مو پام شوئ وي د آزادی رادیو تل دا وایي ، چې دوی خپلو اوریدونکو ته بېلابېل نظرونه او معلومات وړاندې کوی او اوریدونکي باید پخپله قضاوت وکړي. او سالم ژورنالیزم هم باید همداسې وي!
په درناوي
pattang
27.08.2006
غفاره خانه!
دغه پوښتنه چه تاسو بحث پرېکوۍ زه يې دلته بيا نه تکراره ومه،خو ولې دازادي راديودغه نقطه په خپلو سوالو کې نه ځايه وله ?
دازادي د راديو مصرف څوک ورکو ي ?
نوکه چيرته د امريکا او cia په ډالرو پالل کيږي نو هغه څه بلا غواړي چې داسې سوالونه مطرح کړي چې د کرزي او دهغه دملګرو محقق او نورو ټنډه پرې تروشيږي
ازادي راديو پېژنې ? چيره وه ، څه نو ميده او له کوم ځای ځخه چېرې ولاړه ?????????
ستاسو ديوه ځيګ قضاوت په هيله
پتنګ
[quote:7de106e9f6="ghafar"]ټولو دوستانو ته سلامونه!
زما په نظر که مونږ د آزادی رادیو ټولې خپرونې وڅېړوو دې نتیجې ته راځو، چې د دې راډیو خپرونې د افغانستان لپاره یوه ښه روزنیزه معلوماتی خپرونه ده. په ځانګړی توګه په دې شرایطو کې چې د افغانستان د ملی رادیو د خپرونې کیفیت ډېر ټیټ دئ.
ګرانه larghonay1 صاحب ، ما هم د دغه ګردی میز بحث، چې پکې دکلتور او ځوانانو نوئ وزیر ښاغلئ عبدالکریم خرم هم تر یوه وخته پورې ګډون کړئ و تر پایه پورې تعقیب کړ. که مو په یاد وي په هغه وخت کې چې محقق لا ستدیو ته نه و راغلئ د کلتور او ځوانانو وزیر ښاغلئ خرم د یوه اوریدونکی د پوشتنې په ځواب کې ستاسو نظر یې تائید کړ، چې دئ د اساسی قانون څخه د دغه راز سرغړونوڅخه په بشپړه توګه خبر دئ او و یې ویل چې په نیږدې راتلونکی که د ډله ایزو رسنیو قانون به په ملی شورا کې تر بحث لاندې ونیول شی او هیله من دئ چې د ستونزې اساسی ټکي د پارلمان له لارې حل شی. خو نوموړي دا هم زیاته کړه، چې دئ د تأدیبی چلند پلوي نه کوی.
زه هم ستاسو نظر تائیدوم، چې ښاغلئ محقق د مقننه ادارې یوه غړي په توګه بې مسئولیته وغږیده، په حقیقت کې هغه هم له اساسی قانون څخه د دغو سر غړوونکو په شمېر کې راځي، خو په هر دلیل چې وي هغه زمونږ د یو شمېر هېوادوالو له خوا ولسی جرګې ته لېږدول شوئ دئ او تر راتلونکو پارلمانی انتخاباتو پورې باید وزغمل شي.
خو د آزادی رادیو د پروګرام چلونکی په هکله ستاسو د نیوکو په برخې کې بل نظر لرم:
زما په نظر د ګردی میز چلوونکئ د بحث لورئ ندئ. د هغه دنده دا ده چې د بحث موضوع په دقیقه توګه بحث کونکو مېلمنو ته وړاندې کړي او بیا د وقت انډول په پام سره بحث کوونکو ته د هغو نظرونو د څرګندولو امکان برابر کړي. د ګردی میز چلوونکئ دا حق نلری چې د خپل شخصی نظر له لیارې د بحث یو لورئ شي .
که مو پام شوئ وي د آزادی رادیو تل دا وایي ، چې دوی خپلو اوریدونکو ته بېلابېل نظرونه او معلومات وړاندې کوی او اوریدونکي باید پخپله قضاوت وکړي. او سالم ژورنالیزم هم باید همداسې وي!
په درناوي[/quote:7de106e9f6]
ghafar
28.08.2006
پتنګه وروره د سلام او احترام وروسته باید ومنې که پوه سړئ هم یې، خو ورسره ډېر ساده هم یې!( بښنه غواړم). ته لیکې:[quote:bb89e6d1e6]خو ولې دازادي راديودغه نقطه په خپلو سوالو کې نه ځايه وله ?
دازادي د راديو مصرف څوک ورکو ي ? [/quote:bb89e6d1e6]
ګرانه شاید په فارسی کې دې اوریدلي وي چې:
[color=blue:bb89e6d1e6]هر سخن جایی و هر نقطه مکانی دارد ![/color:bb89e6d1e6]
د ګردی میز د بحث موضوع په افغانستان کې د ډله ایزو رسنیو ونډه وه نه د آزادی د رادیو د مصرف موضوع !
[quote:bb89e6d1e6]ازادي راديو پېژنې ? چيره وه ، څه نو ميده او له کوم ځای ځخه چېرې ولاړه ?????????[/quote:bb89e6d1e6]
ګرانه پتنګه وروره غواړې چې زما نه امتحان واخلې؟؟
زه به پخپلې لږې پوهې سره د نورو لوستونکو د معلوماتو لپاره هڅه وکړم چې ستا ځینو پوښتنو ته یو څه ولیکم:
د آزادی رادیو د امریکا متحده ایالتونو په لګښت په اوس وخت د چک جمهوریت پراګ څخه خپرونه کوي. د دغې راډیو اصلی نوم په انګلیسی کې
Radio Free Europe und Radio Liberty دئ. د تېرې پېړۍ د پنځوسمې کلونو په پیل کې دا راډیو اصلاْ د کمونستی بلاک په وړاندې د تبلیغاتو لپاره جوړه شوې وه او ډېر وخت یې د آلمان د مونشن څخه خپرونه کوله. دغه رادیو د نورو تر څنګ د عراق لپاره په عربی ژبه او د ایران لپاره په فارسی ژبه هم خپرونې لري.
کله چې امریکایانو د طالبانو د رژیم د نسکوریدو په وخت کې راډیویي تاسیسات یې بمباری کړل، نو بیا وروسته یې ځینې برخې له سره جوړې کړې. هغوی اوس د افغانستان په ډېرو برخو کې کوچنۍ FM دستګاوې او په کابل کې یوه ستره منځنۍ څپو دستګا لری، چې د افغانستان لپاره په ثبتو شوو فریکونسی خپرونه کوی. پرته لدې په کابل کې د راډیو افغانستان په ستدیوګانو کی د بی بی سی تر څنګ یوه ستدیو هم لری، چې د بحث وړ ګردي میز یوه برخه له هماغه ځایه خپریده.
وروره موضوعګانې مه ګډوډوه لطفاْپرېږده چې هېواد وال په اصل موضوع باندې تبصرې وکړي!
په درناوی
pattang
28.08.2006
غفارخانه سلام عليکم !
ان دښونځي په وخت کې به هم ماته خلکو ساده ويلې ، علت يې دا وو چې زه سپين او لنډې خبرې به مې کولې ، ما چې به خپلو همصنفيانو ته درس ور کاوه هغوی به سم نه پوهيدل ٠ لڼډه دا کوموبه چې ماته ساده وېلې هغوی ټولوياخپل سرونه وخوړل او يا دربدره شول اوزه د خپلې پښتنې انۍ په خبره له هغه وخت تر اوسه پورې کلک ولاړ يم :
( هغې به ماته وېلې:زويه دقوم سپکه به نغواړې ، لوخې چې دقوم سپکه غوښتته سريې په درياب کې غرق شه ) .
خدای د وکړي چې ته هم زما د انډيوالانوپه مرض تر اوسه ککړ نه يې پاته شوی .
اوس راځو مطلب ته، دراديو تاريخ ته ضرورت نوو چې ليکلی دې دی, هر چاته مالوه ده چې USA پيسې ورکوي ،غلط پوه شوی يې ، زه دې ولې امتحان کړم ٠
دکوڅې دسر خبرې دهر چا زده دې او قسم په خدای چې هربدمغزه له ما ښې خبرې کوې او دا چې نښه ويشتی شي او که نه هغه بيا بله خبره ده، مسال يې اوس کرزی
هيوادمل اونور وګوره چې څرنګه خبرې او څرنګه کارونه او جنايتونه کوي٠
يوعمل چې په هغه کې د مسال په دودVolksverhetzung اويا
هAnti-Semitism نغښتې وي ولې په يوه سوال کې جای نشي ?
دملي ترمينا لوجي /ګي له منځه وړل په خلقو کې نفاق اچول دي .
دخبرو ازادي د دې مانا نلري چې په خلکو کې نفاق اوګړبړ منځ ته راولي
او داسي يو عمل د اساسي قانون په خلاف او بايد دڅارنوالي له خوا تعقيب شي .
طرف نيول چې تاسو پکښې لګيا ياست بل شی دی ٠
دازادي دراديو ګردی ميز ،يو صابون پاکي ده اونه بل شی ، ګردي ميزونه خو
په المان کې هم شته ، تا سويې کوم وخت ګورۍ ??
ستا سو کورنۍ وظيفه :
قلم او کاغذ در واخله او دا نقطې په خپل سوال کې راوله اوبيا قضاوت وکړه٠
دځيرک او راڅيونل فکر په هيله
پتنګ
larghonay1
29.08.2006
غفار صيب له څرګندونو څخه دې مننه !
تاسو كه يو ځل خپله ليكنه څو څو وارې ولولئ اوبيايې لوستونكو ته وړاندې كړئ دا به ډېره ښه وي.
ځكه تاسو ليكلي :
[color=red:bb7295ae03]اقتباس:
خو په هر دليل چې وي هغه زمونږ د يو شمېر هېوادوالو له خوا ولسی جرګې ته لېږدول شوئ دئ او تر راتلونکو پارلمانی انتخاباتو پورې بايد وزغمل شي. [/color:bb7295ae03]
ډېر ښه مو فرمايلي دي خو راوښيه چې ما كله ليكلي چې محقق بايد له پارلمان څخه وايستل شي ؟
او يا كله زه دا وس لرم؟
ما محقق پړ بللى چې دمقننه قوې د يوه غړي په توګه د هيواد د اساسي قانون څخه سرغړونه كوي او خلك هم سرغړونې ته رابولي.
بله دا چې تاسو ليكلي :
[color=blue:bb7295ae03]اقباس:
خو د آزادی راديو د پروګرام چلونکی په هکله ستاسو د نيوکو په برخې کې بل نظر لرم:
زما په نظر د ګردی ميز چلوونکئ د بحث لورئ ندئ. [/color:bb7295ae03]
تاسو صاحب تر اوسه په دې هم نه يئ خبر چې اساسي قانون د يو لوري يا طرف نه دى، بلكې د ټول ملت دى.
نو كه د ازادۍ راډيو مېز چلوونكي له محققه پوښتي واى چې (( ايا محقق صاحب دغه ستاسو خبره د اساسي قانون له شپاړسمې مادې سره په ټكر كې نه ده؟ )).
نو غفار خان صيب دا به د چالورى و؟
زه خو وايم كه دغه اساسي قانون دملت د استازو له خوا جوړ شوى وي نو د ا د ملت غوښتنه ده ، د هيچا پلوى نه دى او د ازادۍ راډيو وياند يا ميز چلوونكي به دلته د هيچا پلوى هم نه وكړى .او ستاسو د خبرې سره سم چې ليكلي مو دي ((د هغه دنده دا ده چې د بحث موضوع په دقيقه توګه بحث کونکو مېلمنو ته وړاندې کړي او بيا د وقت انډول په پام سره بحث کوونکو ته د هغو نظرونو د څرګندولو امکان برابر کړي. )).
دلته خو اوريدونكو ته جوته نه شوه چې محقق او سمندر له قانون څخه سرغړونه وكړه .
بلكې هغوى ته يې قناعت وركړ.
ځكه اوريدونكو ته محقق د مقننه قوې غړى او سمندر د ژورنالستانو د ټولنې مشر دواړو له خوا وويل شول چې ازادې خپرونې حق لري چې د ملي ترمينالوژۍ پروا ونه ساتي.
نو دا چې تاسو ليكلي مېز چلوونكى بايد په دقيقه توګه موضوع روښانه كړي نو ايا تاسو همدې ته دقت وايئ؟
هره راډيو خپله پاليسي ، تګلاره او پيغام لري خو د ازادۍ راډيو تش لاوډسپيكر دى هغه هم اوس د محقق شو.
ghafar
29.08.2006
ګرانو هېوادوالو pattang او larghonay1 سلامونه!
larghonay1 لیکي:
[quote:b0bd67bd6b]ډېر ښه مو فرمايلي دي خو راوښيه چې ما كله ليكلي چې محقق بايد له پارلمان څخه وايستل شي ؟
او يا كله زه دا وس لرم؟ [/quote:b0bd67bd6b]
ګرانه ما هم دا ادعا نده کړې ، چې ګواکې تاسو دا خبره کړې ده. ما په عمومی توګه دا څرګندونه کړې ده !
پتنګ لیکي:
[quote:b0bd67bd6b] ان دښونځي په وخت کې به هم ماته خلکو ساده ويلې ، علت يې دا وو چې زه سپين او لنډې خبرې به مې کولې ، ما چې به خپلو همصنفيانو ته درس ور کاوه هغوی به سم نه پوهيدل ٠ لڼډه دا کوموبه چې ماته ساده وېلې هغوی ټولوياخپل سرونه وخوړل او يا دربدره شول اوزه د خپلې پښتنې انۍ په خبره له هغه وخت تر اوسه پورې کلک ولاړ ي[/quote:b0bd67bd6b]
پتنګه وروره تا به دا متل اوریدلئ وي چې:
[color=blue:b0bd67bd6b]بد بوټئ بلا هم نه وهي ![/color:b0bd67bd6b]
ټوکه وه !!
pattang لیکي:[quote:b0bd67bd6b]دملي ترمينا لوجي /ګي له منځه وړل په خلقو کې نفاق اچول دي .
دخبرو ازادي د دې مانا نلري چې په خلکو کې نفاق اوګړبړ منځ ته راولي
او داسي يو عمل د اساسي قانون په خلاف او بايد دڅارنوالي له خوا تعقيب شي .[/quote:b0bd67bd6b]
ګرانه ! دومره نارې سورې کوې ! ورشه په عمل کې هم یو څه وکړه اوعارض شه تر څو چې څارنوالۍ دا پېښه تعقیب کړي !
په درناوي
pattang
29.08.2006
غفاره خانه سلام عليکم!
که ما قدرت لرلی ما به ټول جنګي جنايتکاران ، بي پوهې غله ، رشوت خواره ، کرزی او دهغه ټول بانډ محاکمه کړې وو٠
ته خبلې بړغچې ( بړغوچې ) وهې او دمړې ګېدې خبرې کوې !
دا بحث به لته پرې کړو اوله :
( بد بوټئ بلا هم نه وهي <=> Unkraut vergeht nicht) څخه به زه در تير شم
واوا نامې خدا
دپښتنولي په مينه پتنګ
صافی
29.08.2006
( بد بوټئ بلا هم نه وهي <=> Unkraut vergeht nicht) څخه به زه در تير شم
درنو ورنو سلام:
پتنګ صاحب! مونږ خودي دپښتو ژبی دلیکلو په توصیو لیوني کړو،او خپله بیا را ته په دا جهنمی ژبه لیکي : دا(Unkraut vergeht nicht) څه معنی؟
په درناوي
pattang
29.08.2006
صافی صيب سلام عليکم !
غفار صيب په پښتو يو متل راته ليکلی وواومايې په الماني ژبه معادل ورته وليکه
او نور مې بحث ور سره ختم کړ٠
پتنګ
[quote:736b710491="صافی"]( بد بوټئ بلا هم نه وهي <=> Unkraut vergeht nicht) څخه به زه در تير شم
درنو ورنو سلام:
پتنګ صاحب! مونږ خودي دپښتو ژبی دلیکلو په توصیو لیوني کړو،او خپله بیا را ته په دا جهنمی ژبه لیکي : دا(Unkraut vergeht nicht) څه معنی؟
په درناوي[/quote:736b710491]
ghafar
30.08.2006
پتنګه وروره سلامونه!
که څه هم تا لیکلي دي، چې له ما سره دې دغه بحث ختم کړ،خو د راتلونکو بحثونو لپاره ضروری برېښی، چې د خپلې لیکنې ځینې برخې روښانه کړې ځکه ته ماته لیکې:
اقتباس:
[color=orange:a449df12c9] دازادي د راديو مصرف څوک ورکو ي ? [/color:a449df12c9]
[color=blue:a449df12c9]ازادي راديو پېژنې ? چيره وه ، څه نو ميده او له کوم ځای ځخه چېرې ولاړه ?????????[/color:a449df12c9]
که دا پوښتنې ندي نو څه دي ؟
کله چې ما ستا دغو پوښتنو ته ځواب ولیکه بیا لیکې:
اقتباس:
[color=indigo:a449df12c9]اوس راځو مطلب ته، دراديو تاريخ ته ضرورت نوو چې ليکلی دې دی, هر چاته مالوه ده چې USA پيسې ورکوي ،غلط پوه شوی يې [/color:a449df12c9]
ستا توضیحاتو په هیله
larghonay1
30.08.2006
مننه له بحث نه مو خو زما په نظر دا بحث په دې اړه نه دى چې د ازادۍ راډيو چا جوړه كړې او پيسې څوك وركوي.
كه د امريكا كانګرس يې وركوي او كه بل څوك خو دلته بحث د پښتنو د قانوني حق په اړه دى چې د افغانستان د قانون جوړوونكې ادارې غړي ترې هم په خپله سرغړونه كړې او هم يې په ډاګه نورو ته اعلان كړى دى چې ملتيا يې د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې مشر او د ازادۍ راډيو مېز چلوونكي كړې ده.
نو اوس ستاسو څه نظر دى ؟