د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا موږ ډېر اوزګار نۀ يو؟

پښتون ځلمی
25.08.2006

وروسته لۀ سلامونو

ما ويل دا موږ، بلکې تاسې (ځنې لۀ تاسو) ډېر اوزګار (وزګار) نۀ يئ؟ هغه داسې چې زۀ ګورم ځنې لۀ تاسو لۀ دې فورم څخه بېخي خپل کور جوړ کړی دی، ٢٤ ساعته دلته ناست وي او مودام اوږدې اوږدې پړپړې ليکي، هغه هم پۀ داسې بېکاره، بې ځايه، بې منطقه او چټي موضوعګانو کې چې بېخي .......... ځنې خو بيا دومره اوزګار ښکاري چې بس ناست وي، سر ګروي او پۀ دې فکر کې وي چې لۀ مياشي او مچ څخه يوه موضوع جوړه کړي او وړاندې يې کړي بلکې تر دې هم لا بد - بيا نو هر يو کوښښ کوي چې پۀ دې چټي موضوع خپل نظر وړاندې کړي او پۀ خپلو چټياتو کې ټيټ را نۀ شي، کله کله هسې د يو بحث جوړولو او ګرمولو لپاره هم مخالف نظر ښکاره کوي، تر څو بازار سوړ نۀ شي، پۀ اوږدو اوږدو پړپړو غواړي خپله پوهه ثاته کړي، حال دا دی چې کله کله به موضوع دومره ساده وي لکه (شودې سپينې دي کۀ تورې؟) -

زۀ منم چې زۀ پۀ دې هکله يو څۀ ناراسته يم خو کۀ دا نا راستي نۀ وي، بيا هم زۀ پۀ ډېره مشکله دومره وخت پيدا کوم چې پس لۀ څوڅو ورځو او اونيو دلته يو څۀ وليکم، خو دا ځنې غړي ماشا الله لکه د دې ځای څوکيداران داسې دي، هره مهال ليک ته چمتو -

د دومره اوزګارتوب لامل بۀ څۀ وي؟ کۀ بې کاري وي، نو ولې ځان ته کار نۀ ګورئ؟ کۀ د ځان لپاره يې نۀ کوئ، نو د يو څو بې وزلو سره د مرستې لپاره ولې کار نۀ کوئ، چې هغو ته يو څۀ ور ولېږئ؟ کۀ د هېواد او پښتو سره د مينې لۀ کبله مجبور يئ چې ٢٤ ساعته کمپيوټر ته کښېنئ، نو زۀ به دومره و وايم او پۀ پوره باور سره يې وايم چې :

کۀ د هېواد د ريښتيني خدمت پۀ هکله څوک يوه ريښتينې ليکنه وکړي او ستاسو مرستې ته اړتيا ښکاره کړای شي، نو زۀ پوره باور لرم چې لۀ تاسو څخه به پۀ ٥٠ پنځوسو کې ٥ پينځۀ تنه هم خپل لاس پورته نۀ کړي او کۀ د مالي مرستې خبره شي نو لۀ ٥٠٠ پينځو سوو څخه به هم ٥ تنه برابر نۀ شي - هم داسې ده کنه؟ زۀ خو وايم هم داسې ده -

مرسته خو لېرې خبره ده، ټول يې وينئ چې پۀ ګټورو موضوعګانو کې هېڅ څوک ليکنې نۀ کوي، بلکې د (click) شمېرې يې هم ټيټې دي، خو چېرته چې بېکاره موضوع ګورې، بازار يې ګرم دی -

دا و زما يو دوه ټکي نصيحت، هغه چا ته چې ورته اړتيا لري او اوري يې -

څوک چې د دغو اوزګارخېلو پۀ لسټ کې نۀ راځي، زۀ هغوی نۀ يادوم :)


Ajab
25.08.2006

کاکاجانه ستړى مشې
ولا تر تا بتر وزګار خو ما ندى ليدلى چې په دغو چټي خبرو دې راله دوه دقيقې وخت راخراب کړ. موږ هم سمه ده چې وزګار يو خو دا ژوند دى او موږ انسانان يو. کله به کار کوو کله به وزګار يو. خره خو نه يو چې ټوله ورځ او شپه به مو بار پشا کړى وي او اوش اوش به راته کېږي. دا کتابونه د همدې لپاره ليکل کېږي چې ولوستل شي او سايټونه د دې لپاره جوړ شوي دي چې ليکل پکې وشي. د هر چا ذهني جوړښت او خوښه ناخوښه بېله وي . څوک به ګپ شپ لګوي څوک به ټوکې ټکالې کوي څوک به علمي او ادبي مجلسونه کوي او څوک به ستا غوندې چټي خبرې کوي ځکه چې دغې خبرې ته کله اړتيا ليدل کېدله؟ ايا ته انسان نه يې؟ ته لکه خر ټوله ورځ بار وړې؟ دماغ نلرې؟ که لرې يې د ريفريشمنټ ته ضرورت نلرې؟
دا خبره چې په نېکو کارونو کې به موږ پنځه تنه ورنه شو هم ستا خپل فکر دى او بيا د خپل ځان ګومان په ټولو کوې. يانې پخپله دې نه چيرې نېک کار کړى دى او نه يې کولو ته چمتو کېدلى شې نو ځکه ټول خلک درته د ځان پشان ښکاري. حال دا چې خبره داسې نده انسان انسان دى هر ډول وخت راتللى شي او نه يواځې کار بلکې تفريح، مشاغلو، سپورت، ګپ شپ، خوب او دوستانو ته اړتيا لري.
ستا د پوهېدا په هيله


رښتینی
25.08.2006

محترم پښتون ځلمى صيب سلام مون مى ومنه !

ستا خبره درسره تائيدوم ځينى ياران همداسى دى چى خپل له ارزښته ډك وخت
په بى ګټى خبرو بربادوى او دوخت ضايع كول دهوښيار سړى كا رنه دى وخت ته
با يه هر وخت ځير واوسو څو بيځايه را نه تير نه شى ځكه همدا وخت دانسان ژوند
بلل كيږى او څوك چى خپل ژوند ته اهميت نه وركوى هغه نا پوهه بلل كيږى


پښتون ځلمی
28.08.2006

عجب ګله، کۀ ما دې ٢ دقيقې وخت در خراب کړی وي، نو تا پۀ دې خپلې ځوابي ليکنې خپلې ٢٠ دقيقې پۀ خپله خرابې کړې -
کتابونه خو ډېر ليکل کېږي، بې شکه چې د لوستلو لپاره، خو افغانان يې چېرته لولي، لوستونکي نۀ شته - افغانان چېرته پۀ کتابونو پيسې ورکوي - خير دا هم پۀ خپله يوه موضوع ده - د ټول افغان يا بېنوا پاڼه چې هم و ګورې، ليکوالان پکې تر لوستونکو ډېر دي، ليکنې ډېرې دي خو لوستونکي نۀ شته او کۀ وي هم، دومره ليکنو ته د چا پلار رسېدای شي چې و يې لولي - هم دغسې فورم هم در واخله، کاش کې خو چې بيا ګټورې او علمي ليکنې وای -

خپه نۀ شې، دې ته (ريفرېشمېنټ) نۀ ويل کېږي، د ريفرېشمړنټ لپاره سړی سپورټ کوي، دباندې اوځي، چکر وهي، څوک بيا مطالعه کوي، ټوکې ټکالې کول يا ټوکې ټکالې لوستل هم يوه ساعت تېري ده خو دغه چټيات چې د ځنې خلک يې ليکي، دا خپل وخت او د نور وخت خرابول دي -

زۀ خو چې دا ځنې ډېرې جدي جدي ليکنې هم ګورم، ما ته خندا او هم قهر راځي - فورم خو پرېږده، پۀ دې لومړي مخ کې ځنې خلک داسې ليکنې کوي چې هېڅ اړتيا ورته نۀ ليدل کېږي، يا به داسې و وايم چې پۀ اوسني وخت کې تر دې لا مهمې خبرې شته چې موږ ورته مخ واړوو او د حل لارې چارې يې ولټوو -

د دې فورم ځنې ليکنې خو پرېږده، زما پۀ خپل نظر خو دغه ×[color=green:c7293da2d4]څېړنې[/color:c7293da2d4]× او ليکنې لکه ....... (امان الله خان غازي و او کۀ خاين؟)، (پښتانۀ اريايان دي او کۀ اسراييلي؟)، (کندهار دی کۀ قندهار)، (چنارخان لۀ کوم ځايه راغلی و؟) ..... او نور ........ پۀ اوسنيو شرايطو کې هسې د وخت ضايع کول دي - لکه پۀ دې فورم کې چې يو ملګري ليکلي و، راځئ چې لۀ دې تاريخ او خوبونو څخه ځانونه را وباسو - د ([color=green:c7293da2d4]وو او وئ[/color:c7293da2d4]) خبرې پرېږدو او د ([color=green:c7293da2d4]يو او ياست[/color:c7293da2d4]) خبرې وکړو -

دا چې زموږ نيکونه لۀ کوم ځايه راغلي و او پۀ خټه څوک و دومره مهمه نۀ ده لکه دا چې موږ او زموږ اولاده چېرته يو او چېرته به ځو او څۀ به را څخه جوړېږي - زموږ ايمان پۀ خطر کې دی، زموږ د دين، دود او کلتور پر ضد پۀ هر سنګر جګړه روانه ده - زموږ د ژبې او عزت دښمنان ښۀ ډېر دي او پۀ بېلا بېلو لارو يې موږ ته د زيان را رسولو هڅې روانې کړې دي - زموږ او زموږ د ځوانانو افغانيت پۀ ورکېدو دی ........... او زموږ اکادميسنان، پوهاندان او پوهنملان لګيا دي پۀ دې خپل سر خوږوو چې فلانکی خان پۀ ١٥مه پېړۍ کې زېږېدلی و او کۀ ١٦ مه کې، ظاهر شاه پۀ جنګ کې ١٠ تورې ماتې کړې وې او کۀ ١١. ......... زۀ خو وايم چې ځنې ډېرې مهمې برېښېدونکې موضوعګانې لکه دا چې (د پښتنو تاريخ څومره اوږد دی) هم دومره مهمې نۀ دي - ما ته يې د دې څۀ او بيا هغه چا ته يې څۀ چې خپله پۀ پښتو ولاړ هم نۀ وي - تاريخ به زۀ څۀ کړم چې زما اوسنی حالت تر يو مړي هم بد وي

......... بس دی زړۀ مې تنګ شو .....


خیریوسی
28.08.2006

محترم ورور پښتون ځلی صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره زه دټول افغان دلیکوالانو دشاګردانو څخه یو ادنی شاګرد یم داسی نه چی زما څخه څوک خفه شی زه ستاسو نظر تائیدوم تاسوډ یره ښه خبره کړی ده او زه هم دورڼو څخه هیله کوم چی اوس ددی وخت نه دی باید هر لیکوال ، عالم ، ډاکټر ، ترکان ، کروندګر ......... دخپلی پوهی په اندازه وخپل ځوان او راتلونکی نسل ته خدمت وکړی او خپلی تجریبی او لارښونی ځنی ونه سپموی زموږ او ستاسو ځوان نسل دډیره وخته څخه د( دنیوی ، او دینی )ذده کړو څخه محروم پاته سوی او ټوله ذده کړی هم یو دصلاح استعمالول دی داسی ډیر پښتانه دهیواد نه بهر شته چی خپله پښتو ژبه کلتور یې هم دلاسه ورکړی دی
او هغه ځوک چی دټولنی اوملت دخدمت کولو اراده لری چی څه ولیکی بایدداسی څه ولیکی چی دهغه څخه زموږ او ستاسو ځوان او راتلونکی نسل دهغه څخه استفاده وکړی اوکه څوک د نوی ویب پاڼی تکل لری داسی نه چی یو دبل سره مشابه ویپ پاڼی جوړی کړی لکه چی یو دټوکرانو دکان راوباسی بس نو دده ټوله تربرونه هم دټوکرانو کار وبار شروه کړی باید وخپل هیوادوالو رنګارنګ معلومات وړاندی کړل شی چی دهغه څخه هیوادوال وکولای شی بخپل کور کی یوه وړه فابریکه جوړه کړی په کار بوخت شی لکه ( کالی ګنډل ، غالی جوړول ، کشک جوړول ، ټوکر جوړول ، میخ جوړول ، دکور سامان الات جوړول ، صابون جوړول ، دزیتون ، تورودانو ، ..........غوړی ایستل ، عطر جوړول ، دمرغانو ساتل ، دکبانو ساتل ، طبی درملنه او لار ښونی ،دینی اسلامی کتابونه لارښونی او ټولنی داصلاح هلی ځلی .............................................................................................. او داسی نور ډیر
نوبه موږ وخوار اوبیوزلی هیوادوالو ته څه ناڅه خدمت وړاندی کړی وی او هغو دانترنت مصرف او وخت مو بیځایه نه وی لګوی
هم په دی هیله
ابو محمود


کشمالې
28.08.2006

ښاغلې پښتون ځلمی سلامونه !

ستاسوټولی خبرې دپام وړدي خونيمې لږڅه ډېره سموونه غواړي ٠
زړګيه ! دنوروليکونکوپه هکله قضا وت ډېرګران کاردې نوکه له قضاووته کتنوا ووړانديزونوته مخه کړوښه به وي ٠
اوس به ستاسوپه ليکنه کی دبحث ټکي راواخلم اوخپل نظربه پری څرګندکړم که خفه کيږې نه !؟
ستاسو په نظر کتابونه خو ډېر ليکل کېږي، بې شکه چې د لوستلو لپاره، خو افغانان يې چېرته لولي، لوستونکي نۀ شته - افغانان چېرته پۀ کتابونو پيسې ورکوي - خير دا هم پۀ خپله يوه موضوع ده - د ټول افغان يا بېنوا پاڼه چې هم و ګورې، ليکوالان پکې تر لوستونکو ډېر دي، ليکنې ډېرې دي خو لوستونکي نۀ شته او کۀ وي هم، دومره ليکنو ته د چا پلار رسېدای شي چې و يې لولي ٠

داستاسوغوڅ قضاوت دې اوداچې دوېبپاڼې چلوونکي کوولای شي چې دلوستونکواوليکونکوتګ راتګ وڅاري ، ادعا مودمنلووړده خوتاسودپښتنوحالت ، روانې سرګردانۍ، بمبارۍ ، وېره اوبې وزلي ، بې سوادي ، جګړې ،دکمپيوټري مهارت نشتوالې اوغريبي له پامه غورځوولي ٠ ددې په څنګ کی دمکتبونوسوځول اودمعلمانووژل يواځې دپښتنواودهغوی دنسل په تاوان دي نه دغربيانواوګاونډيانو٠ نوچې داسې شيان وي کتابونه به څوک لولي اوڅوک به يې په ارزښت پوهيږي ؟

تاسوواياست چې زۀ خو چې دا ځنې ډېرې جدي جدي ليکنې هم ګورم، ما ته خندا او هم قهر راځي - فورم خو پرېږده، پۀ دې لومړي مخ کې ځنې خلک داسې ليکنې کوي چې هېڅ اړتيا ورته نۀ ليدل کېږي٠

زه خووايم چې له نشت څخه يوڅه ښه وي ٠ بله داچې ذوقونه ، فکرونه اواستعدادونه مختلف دي ، له هرچاڅخه دهرڅه طمع نه شي کېدای خوکه چاته يولغت ياجمله هم څوک صحيح کړي ، لويه خبره ده٠

بياوايې چې يا به داسې و وايم چې پۀ اوسني وخت کې تر دې لا مهمې خبرې شته چې موږ ورته مخ واړوو او د حل لارې چارې يې ولټوو ٠

خوهغه ``مهمې خبرې `` کومی دي ، تاسويې ولې نه واياست ؟

اوس په څېړنوهم نيوکه لرې اوبل څوک هم نه پرېږدې چې څېړنی وکړي لکه چې وايې :

د دې فورم ځنې ليکنې خو پرېږده، زما پۀ خپل نظر خو دغه ×څېړنې× او ليکنې لکه ....... (امان الله خان غازي و او کۀ خاين؟)، (پښتانۀ اريايان دي او کۀ اسراييلي؟)، (کندهار دی کۀ قندهار)، (چنارخان لۀ کوم ځايه راغلی و؟) ..... او نور ........ پۀ اوسنيو شرايطو کې هسې د وخت ضايع کول دي - لکه پۀ دې فورم کې چې يو ملګري ليکلي و، راځئ چې لۀ دې تاريخ او خوبونو څخه ځانونه را وباسو - د (وو او وئ) خبرې پرېږدو او د (يو او ياست) خبرې وکړو -

زړګيه داخوبونه نه دي بلکه هغه واقعتونه دي چې دژونداومرګ په شاوخواڅرخي ٠ سره له دې چې پښتون دوښمنه اومخالفې ډلې ، پارټيانې ، اشخاص اودهغوی تبليغاتي وسائل په نه ستړي کېدونکی توګه ستا تاريخ ، کلتور، ژبه ، نسل اووطن جعلي ښۍاوپه بين المللي سويه تبليغات درپسې هم کوي ، خوته لاورباندی خبرهم نه يې اودهغوی سره همغږې کيږې هم ٠ ولی يواځې پښتانه په جګړوکی راګيردي ؟ ولې يواځې دپښتنونوم په ټوله نړۍ کی بدشو؟ ولی پښتانه په خپل وطن کی تحقيراوتوهين کيږ ي ؟ ايا دغه نورقومونه فريښتې دي ؟ ولی دپښتنو بچي له سواده محروميږي ؟ ولی هربل قوم پښتانه په هرڅه ملامتوي خوکه پښتون دغه کاروکړنودونياورانيږي ؟
په امان الله خان پسې ځکه دوښمنان بدوايي چې هغه يوريښتينې غازي و، هغه يوقاطع اووطنپرست مشرؤځکه يې په انګرېزخپل وطن اواولس وپېژانده ٠ داسې شهامت اوجرات په هرچاکی نه وي ٠ ښکاره خبره ده داسې قهرمانان اواتلان زيات دوښمنان لري ٠ خوکه دغه دوطن اصيل بچې نه وای ،خدای خبرچې اوس به دې لکه تاجکانوپه روسي ليکل اوخبرې کوولې اوکه په انګريزي ٠ پښتنوته به ښځې هم چانه وای پرېښودې که ميرويس خان اودهغه ځوی ميرمحمود، احمدشاه ابدالي اوامان الله خان غوندی قهرمانان نه وای ٠ هرڅوک چې هرڅه په هغوی پسې ليکي خوله دې سترګې نشي پټوولای چې دغوپښتنواتلانودتورې اوخپلووينو په بدل کی دافغان اوافغانستان نوم اوشته والې ساتلي ٠ هلته درپسې کتابونه ليکل کيږي چې پښتانه يهودان ؤ ، تاريخ نه لري اويا وايي نسل يې نه دې معلوم اوهغوی خپل ځانونه په اصطلاح اريائيان ګڼي خوکه څوک پيداشي چې ځواب ورکړي نوبيا ستاسوغوندی راپيداشي اوخپل پښتون ته وايي چې چټيات مه وايه ٠
تاسوکله دافکرکړې چې دپښتوژبې په سرولی ګناهګارګڼل کيږې اوداسلام په لحاظ نه بخښل کېږې ؟

بل ځای وايې چې دا چې زموږ نيکونه لۀ کوم ځايه راغلي و او پۀ خټه څوک و دومره مهمه نۀ ده لکه دا چې موږ او زموږ اولاده چېرته يو او چېرته به ځو او څۀ به را څخه جوړېږي ٠
زړګيه ، مونږ پښتانه به ووايي چې دامهمه نه ده خوله انګرېزه نيولې ترعربو اوايران پورې مهمه ده ٠ که پښتانه خپل موقف ونه ساتي ، لمنځه ځي ٠ نوته ماته ووايه ، په پښتنوچارحم کړې يابه يې پری وکړي ؟

اوبيا نارې هم وهې چې زموږ ايمان پۀ خطر کې دی، زموږ د دين، دود او کلتور پر ضد پۀ هر سنګر جګړه روانه ده - زموږ د ژبې او عزت دښمنان ښۀ ډېر دي او پۀ بېلا بېلو لارو يې موږ ته د زيان را رسولو هڅې روانې کړې دي - زموږ او زموږ د ځوانانو افغانيت پۀ ورکېدو دی

خوچې څوک دحساب اوکتاب ميدان ته راودانګي نوبيا داهم وايې چې زموږ اکادميسنان، پوهاندان او پوهنملان لګيا دي پۀ دې خپل سر خوږوو چې فلانکی خان پۀ ١٥مه پېړۍ کې زېږېدلی و او کۀ ١٦ مه کې، ظاهر شاه پۀ جنګ کې ١٠ تورې ماتې کړې وې او کۀ ١١. ......... زۀ خو وايم چې ځنې ډېرې مهمې برېښېدونکې موضوعګانې لکه دا چې (د پښتنو تاريخ څومره اوږد دی) هم دومره مهمې نۀ دي - ما ته يې د دې څۀ او بيا هغه چا ته يې څۀ چې خپله پۀ پښتو ولاړ هم نۀ وي - تاريخ به زۀ څۀ کړم چې زما اوسنی حالت تر يو مړي هم بد وي ٠

زړګيه ته چې يوه خونه ودانوې ، لومړې ورته بنسټ ( تهداب) سنجوې که له بامه پېل کوې اوپه هوا کی خونه جوړوې ؟ مونږدرته چغې وهوچې خواوشاته دې دټوپک په لاس دوښمنان ولاړ دي ، درته وايي څوک يې ، دلته څه کوې اوله کومه راغلې يې اوتاسره ځواب نشته خووايې چې ماته مهمه نه ده ، زه نه پوهېږم ٠

غونډ مطلب دادې چې ټول پښتانه دومره بدخلک نه ؤ اونه دي ٠ احمدشاه ابدالي افغانستان جوړکړ ځکه چې پښتنو نورنه شوکوولای چې په هرچاپسې وځغلي اودغه الهام يې هم له مغلي هند اوهم له صفوي ايران څخه اخيستې ؤ ٠ هغه مجبورؤ چې پښتانه ددوښمن له امبوره وژغوري نوځکه يې هم په ايران يرغل ورووړ اوهم په مغلي پاچاهانو٠ خوسره له دې دومره عادل هم ؤ چې په خپل لښکراواداره کی يې دپښتون اوغيرپښتون فرق نه کاوه ٠ هغه به ټول پښتانه بلل ٠ همدغه رازپښتنوپاچاهانوهيڅکله نورقومونه نه دي مجبورکړي چې پښتوزده کړي مګرنوروقومونودخپل اقتدارپه وخت کی پښتانه په هرڅه په زور مجبورول ٠ دشېرشاه عدالت ، دميروېس خان دمشرتابه اوسياست کيفيت اوداحمدشاه بابا اوامان الله خان زړورتيا اووطن جوړوونه هغه تاريخي ثبوتونه دي چې همدانن دپښتنوپه لاس کی دي ٠ که دا نه وای خدای خبرچې پښتانه به ديومعلوم قوم په توګه پايښت کړې وای کنه ؟
زه پخپله دهيڅ قوم پرخلاف نه يم اوهغه څه چې دخپلوپښتنولپاره غواړم هغه په نوروورونوقومونوهم لورووم خودهغوستمي انترناسيوناليستانوادعاګانې ورسره نه منم چې په شمال کی پښتنوته ووايي چې تاسوپاکستاني ياست اويا راپسې تبليغ کوي چې ستاسو نسب نه دې معلوم اويادافغانستان دنوم سره دوښمني کوي ځکه چې افغان يعنی پښتون ٠ پښتانه ددوی په ځواب کی هم ددوی دنسب پوښتنه کوولای شي چې د منګوليا له قبائلوڅخه دي که دچين که تاتارکه ترک که ازبک که قزلباش که عرب که هندوکه فارسيان که روسان ؟

که دنسل خبره دوی نه کوي نوپښتانه هم ددوی غوندی يوقوم دې او دچنګېزاوروس غوندی يې ددوی سره نه دي کړي ٠ ديوملت سره دوښمني هم څه معنا لري کنه ؟

اوترکومه ځايه چې دپښتونولۍ خبره ده نوداهم هسې يوه غلطوونکې عقيده ګرځېدلې اوتراوسه يې څه ګټه پښتنوته نه ده رسېدلی ځکه چې په ډېروکړوکی په غلطه تعبيريږي اوتراوسه يې دپرمختګ مخه نيولی ٠ پښتونولي خودانه ده چې علم ، صحت ، پرمختګ ته دې په بده وکتل شي اونفاق دې زيات کړي ٠ داسې پښتونولي جهالت دې چې که يومجرم ، ظالم اوقاتل دپښتون کورته پناه وروړي بايددسرپه بيه تری دفاع وشي ٠ يا که ديوبې عقل له لاسه غلطي کيږي په بدل کی يې ښځې قرباني شي اوداسې نورجهالتونه ٠ که څوک په دې نوم دريږي بايدمثبت اوانساني اړخونه يې سره بېل کړي ٠
پښتانه مجبوراومکلف دي چې دنني عصرغوښتنوته ځواب ووايي اودغه ځواب په علم ، پوهې ، روغتيا ، پرمختګ اووسايلوويل کيږي په زړوفکرونواوکوډونونشي ترسره کېدای ٠

په درناوي

کشمالې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more