د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغان حكومت يو لوړ پوړى چارواكى له درې كيلو هيروينو سره ونيول شو.

larghonay1
24.08.2006

نن پنجشنبه د اګست څليريشتمه نيټه د كابل هوايي ډګر كې د افغانستان د ملي ټلويزيون رييس ښاغلى روشن له درې كيلو ګرامه هيروينو(پوډرو) سره لاس په لاس ونيول شو.
ښاغلى ادعا كوي چې زه د يوې داسې كمپنۍ سره پرېكړه ليك لرم چې هغوى ترې درمل جوړوي او زه په هغو پيسو خپلو ځينې كاركوونكو ته ډالري معاش وركوم.
ويل كېږي چې دغه خبره ډېر زر تر كرزي رسيدلى او پټه كړې يې ده.
اوس روشن خوشې شوى او افغان حكومت ددغې خبرې په اړه په خوله لاس ايښى دى.
دا هم ويل كېږي چې نوموړى قاچاقبر د كرزي صيب د ورور ملګرى يا شريكباڼى دى.
پورتنى خبر د باوري سرچينو څخه تر لاسه شوى خو حكومت غواړي دا خبره همداسې پټه تېره كړي.


ghafar
24.08.2006

ډېر په زړه پورې خبر دئ خو ښه به وای که د خبر سر چینه مو لیکلای وای او یا دا چې آیا تاسو پخپله د پېښې شاهد یاست؟
په درناوی


pattang
24.08.2006

زه يې شايد يم چې دا حقيت همداسې دی لکه چې لرغوني ليکلی دی٠
زه په کابل کې نه وم خو هغه څوک چې دا دوسيه ورسره ده او پکښې حاضر وو هغه زما ډير نږدې خپلوان دی او ټول حقيقت لري٠
دکرزي د قاچاقبرې او رشوت خوري باڼډ خو ټول افغا ن اولس ته مالوم دی او دا هم مالوم او شاهدان لرم چې دکرزي باڼډ د کرزي اود هيوادغله په مرسته خپلوملګرودوستانوته غلط اسناد جوړوي او په افغانستان کې بيانو ديوه خارجي اوداخلي مشاور په کمک سره کارکوي او په دالرو جيبونه ډکوي ٠

نالت په کرزي او دهغه په چټل باڼډ
پتنګ


صافی
24.08.2006

ډیر په زړ پوری خبر دی، تر کو مه حد چې زه ددې کاواکه او بې اختیار ادارې دخیش خوریو او اداری فساد نه خبر یم دا راز پیښې د واقعیت نه هیڅ لرې نه ګڼم. ددې نه ډیرې مرداې او چټلې س‌ؤ استفادې د دولتی واک او چوکیو نه کیږی .
افسوس دې وي دعامو غریبو وګړو په حال. او لعنت دې وي په داسې سوسته ادارې چې دیو فاسده چپړاسي د برطرفۍ توان نه لري.دیوې ادارې چې قاضی یې غل ،پولیس یې غل ، څارنوال یې غل او دادارې مشر یې ډارن اوبې کفایت دهغې حکومت او ادارې نه څه ګیله او څه توقع؟


ghafar
24.08.2006

پتنګه وروره ! له یوې خوا لیکې، چې په کابل کې نه وې او بیا شاهدی ورکوې !
د دې ناحقې شاهدی ورکولو سره سره خدای تا د کرزي دښمن له آفتونه نه وساتي !
په درنښت


pattang
24.08.2006

وروره !
پتنګ پټ شی نلري ما ويلۍ هم شوی چې زه په کابل کې وم ، نو چا به سابته کړې وه ?? او هغه څوک چې ماته يې وويل هغه زما دپخوا زمانو ډير اعتباري نژدې خپلوان دی ، ستا سو د يوه راڅيونل تحليل په هيله .
وروره دا څومره پړومي لري چې د لوڅ خره په شا يې هروخت اچوې او اس ترې جوړوي ٠ ولې په منډه يې کې بيکاره خرد اس په صفت خرڅوې ايا داسې يوه دلالې
لويه ګناه نده ?? دلته خو دملت مسئله ده نه قومي ??
څرنګه په جشن کې خو برق هم نه وو ،له لوده اسماعيل خان سره د مرسته هم ونکړه
چې دازادۍ په ورځ يې کابليانو ته برېښنا ور کړې وی .

دبي مسلکو، غلو ، نا پو هو د ورکېدو او محاکمې په هيله
پتنګ

[quote:88c736d2d5="ghafar"]پتنګه وروره ! له یوې خوا لیکې، چې په کابل کې نه وې او بیا شاهدی ورکوې !
د دې ناحقې شاهدی ورکولو سره سره خدای تا د کرزي دښمن له آفتونه نه وساتي !
په درنښت[/quote:88c736d2d5]


larghonay1
26.08.2006

غفار خانه وروره په منطقيانو كې يوه ډله ده چې د لا ادريه په نامه يادېږي او ددې ډلې منطق د هميش له پاره دا وي چې ( مونږ نه يو خبر يا نه پوهېږو).
حتى د خداى په خداىۍ كې هم شك كوي او وايي مونږ يې نه شو منلى.
حال دا چې په دنيا كې د هيڅ شي په وجود قايل نه دي او هر څه ته د شك په سترګه ګوري.
نو د عقايدو علماوو بيا د دوى په اړه ويلي چې بايد دغه فرقه ياډله په يوه ځاى راټوله شي او ګردېګوښ ترې اور بل كړى شي او دوى يې په منځ كې په داسې حال چې د سوزيدو امكان يې رالنډ شي ورته ووايي چې اوس څنګه ؟
پوهېږئ او كنه؟
نو خداى دې وكړي چې تاسو په دې مرض نه وئ اخته .
وروره زه د يوې خپرونې مسؤول يم او همدغه خبر ماته زما يو ژورناليست راوړ خو ما يې د خپرولو جراءت ونه درلود.
ځكه چې حكومتي چارواكو نه غوښتل چې دغه خبر خپور شي.
مهرباني وكړه او ته دا جرءت وكړه زه به خبر هم دركړم او سرچينه هم خو كه خپور يې كړې.


نيلی
26.08.2006

و د خدای دوستانو!
دغه دکابل امریکایی اداره چې د مافیا او قاچاقبرانو یوه نړيواله اداره ده د تارياکو بزنس يې اصلي دنده ده . قادري پخپله وايي چې د ترياکو په کښت کې کمي نه بلکه زيادښت راغلی دی . دغه کابينه ديوه سره د بين المللي قاچاقبرانو ډله ده چې زموږ وطن يې و بوش ته دخپل بزنس په بيه په ګرو کې ورکړی دئ . زه او ته يې دژبي او قوم او سمت په نامه سره ښکر په ښکر کړي يو خو دوی دوسان خپل تجارت کوي . دغه موجوده د کرزي اداره يو ملي ضد او پښتني ضد اداره ده او افغانان ورباندي شرميږي . ددې دسيسو تر شا ډېر رذيلانه هدفونه پراته دي چې په کرزي يې د پښتون په نامه تر سره کوي . !


pattang
26.08.2006

وړوکی کوشانه !
ضرور ندی چې زما خپلوان زما عقيده ولري ، دسياسي فکر ازادي خو لوی نعمت دی او زه يې له چا څخه نه اخلم ٠
چې نپوهيږې نوپه هغو کارو کې ولې خپلې ګوتې وهې ????٠

ستاد Realschule دبري ليک په هيله
پتنګ

[quote:2022fec754="کوشان"]ښاغلي پتنګ ليکلي :

[quote:2022fec754]زه په کابل کې نه وم خو هغه څوک چې دا دوسيه ورسره ده او پکښې حاضر وو هغه زما ډير نږدې خپلوان دی او ټول حقيقت لري[/quote:2022fec754]

ښه شوه چې مالومه شوه چې ستا خپلوان هم ،ستا په وينا ، د کرزي صليبي اجنټ
په دولت کې کار کوي .
زما پوښتنه دا ده چې ستاسي نږدې خپلوان ولې دا دوسيه پټه ساتلې او ولې يې دغه مظلوم ولس ته نه روښانه کوي ، او يا داده چې ستاسي نږدې خپلوان هم مصلحتونو او خپلو شخصي ګټو پسې ګرزي ؟؟

نو ښاغلی پتنګ زه په تا وياړم چې سره له دې چې ستا نږدې خپلوان د کرزي په دولت کې دومره لوړه څوګۍ لري چې داسې مهمې دوسيې پټې ساتلی شي ، خو بيا هم د د کرزي دولت د يو بې ناموس دولت په نوم يادوې .

او که ته او ستا نږدې خپلوان هم پښتانه ياست ، بيا نو يواځې دا نور تدي چې زمونږ ولس غولوي .

ښاغلی پتنګ

لمړی ولوله بيا امضا وکړه .[/quote:2022fec754]


ghafar
26.08.2006

پتنګه لکه چې وزر دې د خپلو په بلو شوو لمبو کې وسوزیدل !!
Realschule او Hauptschule خو پرېږده ته باید Sonderschule ته ولېږدول شې!
خدای دې روغ کړه


pattang
27.08.2006

غفار جانه !
may be ( ستا سو په حلقه کې )
هلکه ته خو بلا سړی را وختې ( Realschule , Hauptschule ,Sonderschule )
نومونه دې هم زده کړي دي،نور خو ښه سړی يې خو دخدای په لحاظ دکرزي خايه مالي پرېږده ٠ اول خو ډېرډارن وې او س دې نامې خدا سپين سترګي ته هم ملا وتړله .
وروره ! ستا قضاوت ستاد زخيرې نمايندګي کوي په هرصورت , دبرق د ښوونکي په حيث دې نغواړم .
دلرغوني شوروامې تاته در پرې ئيښې چې لږ د وزن ډېر شي.

د پښتنوالي په مينه پتنګ

[quote:11f02d75a9="ghafar"]پتنګه لکه چې وزر دې د خپلو په بلو شوو لمبو کې وسوزیدل !!
Realschule او Hauptschule خو پرېږده ته باید ته ولېږدول شې!
خدای دې روغ کړه[/quote:11f02d75a9]


pattang
27.08.2006

کوشانه !
لکه هر ځل ستا حکايت ډېر بې تجربې اوسياسي بڼه نلري خو لکه د جمعه ګل صيد ګل يووار خپل سرورته تنبه کړې ٠

ښاغلي پتنګ ليکلي :

[quote:4bfde75255]ضرور ندی چې زما خپلوان زما عقيده ولري ، دسياسي فکر ازادي خو لوی نعمت دی او زه يې له چا څخه نه اخلم ٠ [/quote:4bfde75255]
ستا دغه خبره زما ډيره خوښه شوه .
خو ستا خپله عقيده څه ده ، چې ايا د دغسې خلګو نوم چې داسې مهمې دوسيې پټولی شي ، بايد افشاء نشي ؟؟

[color=brown:4bfde75255]که افشا شي څه به وکړې ? نوم يې کرزی او د هغه کابينه ده .[/color:4bfde75255]

ايا ښه به نوي چې ته هم د مصلحتونو او دخپلو خپلوانو د شخصي ګټو نه تېر شې او دغه مظلوم ولس ته چې د هر چا له خوا غولول شوي دي ، دهغه چا نوم روښانه کړې چې داسې مهمې دوسيې يې پټې کړي دي ؟؟

[color=darkblue:4bfde75255]ته خو لا تر اوسه چړي پاته يې او طالب هم نشوې !
دهغه نوم کرزی دی چې ساتونکي يې امريکايان دي . [/color:4bfde75255]

تاسي د خپل د نږدې خپلوان نوم چې ستاسي په وينا د کرزي د صليبي اجنټ او بېناموسه دولت کې دومره مقام لري چې مهمې دوسيې پټولی شي ،په ټول افغان کې روښانه کړئ .نور کار يې درته ژورناليستان کوي چې خلګ پرې خبر شي .

[color=brown:4bfde75255]خپل هلکتوب ته نور هم دوام ورکوي .
هيڅوک يوه دوسيه بېله پورته ځايه او دهغه له امر څخه نشي پټولی دا پو ښتنې
له څارنوالي ، وزارت داخلي او کرزي نه وکړه .
زما خپلوان هم داسي رشوت خوري لکه کرزی ، ورور يې، کابينه يې او نور دبدو اخلاقو ملګري يې [/color:4bfde75255]

د اجڼټ حکومت د تبا يې په هيله
پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more