نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولسي جرګې ديوې سپږې پر ځاى ټول پوستين ته اور ورته كړ.
larghonay1
23.08.2006
[color=red:d41a54930b]د افغانستان ولسي جرګې ديوې سپږې پر ځاى ټول پوستين ته اور ورته كړ. [/color:d41a54930b]
طلوع ټلويزيون د كابل د هغو خپرونو په ډله كې شمېرل كېږي چې نه ملي پولو ته درناوى لري او نه اسلامي پولو ته.
يوازې ژبني، قومي، سيمه ايز او مذهبي تعصبونو ته لمن وهي او د عامو خلكو كركې راپاروي.
دغه ټي وي دايران، حزب وحدت، ستميانواو سيما سمر لاوډ سپيكر دى .
په لومړي قدم كې د ايران موخو ته كار كوي.
په دويم كې د حزب وحدت او هزاره ګانو.
په درېيم كې د سيما سمر په خوښه كار كوي .
او كله چې بيا د هيواد په كچه خبره وي نو دغه ټول يوه موخه لري چې د پښتنو سره دښمني او ستم ته كار كول دي.
د دغه ټلويزيون په اړه په هيواد كې ډېرو ملي كسانو خپل غږ اوچت كړ خود هغه وخت متعصب وزير مخدوم رهين ، د هيواد د كلتوري چارو مرستيال وزير زلمي هيوادمل او پخپله ښاغلي كرزي همداسې غوښتل نو ځكه يې ورته هيڅ نه ويل او څه ويل خو لاڅه چې همدغه يې د راز او نياز خلك دي.
حتى دا هم اوريدل شوي چې كرزي ويلي كاشكې دا ملي ټلويزيون هم همداسې كسان پيدا كړي.
د افغانستان ولسي جرګې هم دا دومره وخت يو غوږ لمڅې كړى و او بل بړستن.
هيڅ غږ غوږ يې نه كاوه.
خو اوس يې يوازې د طولوع ټلويزيون له پاره د ټولو خپلواكو رسنيو پر مخ د ولسي جرګې دروازې تړلي دي.
دا هم په هر صورت خو دا چې د ولسي جرګې غړيو د ملي مسايلو پر سر نه ، بلكې په شخصي مسايلو دا پرېكړه كړې نو ځكه خو د رسنيو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ دي.
مونږ نه وايو چې د ولسي جرګې غړيو دې د طلوع ټي وي په اړه غبرګون نه واى ښودلى. خو كه د دغه ټي وي هغه خپرونې يې ورته بهانه كړې واى چې د ملي ګټو، هيواد، اسلام او ملت سره په ټكر كې دي،
ښې به واى او كه خپل خوبوبونه؟
اوس خو ټول خلك د مسخرې په توګه وايي چې دوى يوازې له خپلو ځانونو څخه دفاع كوي، نه د هيواد او هيوادوالو څخه.
زه خو وايم ولسي جرګې بايد د طلوع ټلويزيون په دې محكوم كړى واى چې د اساسي قانون له شپاړسمې مادې څخه په څرګنده توګه سرغړونه كوي .
او دغه سرغړونه يې يو ځل نه، بلكې په كراتو مراتو هره شپه تكرارېږي.
په دې اړه ستاسو د نظرونو منتظر
ستاسو لاروى