د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سوله ښه ده که جنګ؟

Miwand Patang
21.08.2006

د افغانانو هر اړخیز پرمختګ ، پوهنیزه وده، نیکمرغه ژوند، خوشحاله راتلونکی، ټولنیز سمون، د قانوني بنسټونو پیاوړتیا، د غوره سیاسي نظام منځته راوړل په سوله کې نغشتي دي که په جنګ کې؟ هیله ده چې یوازې د پخو او پوهنیزو دلایلو درلودونکي کسان ورته په ساده، ښکاره او روانو ټکو کې ځواب ووایي.

د آزاد، خپلواک، اسلامي، سمسور، غشتلي او پرمختللي افغانستان په هیله


pattang
21.08.2006

زه خو عالم نيم خو دومره درته ليکم:
dream on او نور هم ښه خو بونه درته غواړم ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ


کشمالې
21.08.2006

عنوان : سوله ښه ده که جنګ؟

پتنګ صېب !
که زما اورې دغه پورته عنوان بدل کړه ځکه چې سم دلويانودپوښتنې غږتری نه خېژي ٠ اوبل داچې ددارنګه پوښتنوځواب غوڅ (نه ) يا (هو) وي خوتاسود تفصيلي ځواب هيله لرۍ نوهماغسې پوښتنه بايدمطرح کړې ٠

بله پوښتنه دې داسې کړې :

``د افغانانو هر اړخیز پرمختګ ، پوهنیزه وده، نیکمرغه ژوند، خوشحاله راتلونکی، ټولنیز سمون، د قانوني بنسټونو پیاوړتیا، د غوره سیاسي نظام منځته راوړل په سوله کې نغشتي دي که په جنګ کې؟ ``

زه باورلرم چې ددې پوښتنې په ځواب له هربل چا تاسوښه پوهېږۍ نومهرباني وکړه ځواب يې وليکه ٠

زه ستاسودپوښتنې مطابق لنډ ځواب وايم اوهغه دا چې دغه ټول مسائل هم په سوله کې نغشتي دي اوهم په جنګ کې ٠

بريالې اوسې

کشمالې


نقاد
21.08.2006

ګرانو او درنو لوستونکو السلام عليکم !
مونږ د اسلام دين ځکه سپېڅلی او تر ټولو ښه بولو چې د هغې دنيا نيکمرغي ﻻسته راوړي، که داسې نه وای او په آخرت کې دبدمرغۍ او عذاب سبب ګرځېدلی، آيا چا به هم پرې ايمان راوړی وای ؟
همدغه ډول آزادي او ملي خپلواکي هم ځکه ښه ده چې په هيواد کې د سولې ، ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ د نيکمرغيو سبب ګرځي ،که په جنګ جګړه او زورله ﻻرې کيږي هم تر ﻻسه کول يې اړين دي، خو که دا نه وي او د دکتاتورۍ، پشا تګ ، ظلمونو او داسې نورو بد مرغيو سبب ګرځي لکه د مجاهدينو او طالبانو دورې ، نو بيا دغسې ازادي اوملي خپلواکي څه معنی او د څه له پاره ؟ آيا جنګ د جنګ ، زور زياتي ، ظلمونو ورنکاريو ، وژنو ،ديکتاتورۍ ، ناآراميو او د وطن د ورانولو له پاره ؟ ؟؟
نه هيڅکله نه !، که جنګ ازادۍ سولې پرمختګ او اولسواکۍ له پاره نه وي مردود ، ناجايزه ، منفور او وحشيانه عمل دی اود تورخره پشان داسلام په صابو ن هم نه سپينيږي ، خوکه د خپلواکۍ سولې پرمختګ اودموکراسۍ د رامنځته کولو په خاطر يعنې هم د ملي اوهم اجتماعي ازادۍ له پاره وي، نو بيا اړين ،عادﻻنه او سپېڅلې جنګ دی او اسلام يې هم پلوی کوي بي له دې چې مشري يې طالبان يا.ملايان غصب کړي او دا ټول هدفونه له ﻻسه ورکړي .
اولسواکي د حکومت يواځينی مشروع شکل دی ، له هغې پرته د حکومت هر زورواکه شکل او هغې تهمبارزه
نا مشروع ده. له دې کبله بنسټپال ، سختدريزه ، فاشېستي او کمونستي ديکتاتور حکومتونه ټول ناجايز او نامشروع حکومتونه دي چې راپرځول يې واجب دي .
. .

والسلام .


کشمالې
21.08.2006

ازادي اوخپلواکي

دادوه بېل ټولنيز ويونه دي خويودبل سره نه شړېدونکی اړيکي لري ٠ ديوه ملت دخپلواکۍ مهم توکې دهغه ملت بهرنې اوکورنې سياست وي چې پرته له هغه ملت بل څوک يې نه دېکته کوي ٠ معنا داچې دکورنيومسائلواوبهرنيواړيکوپه هکله هرملت پخپله خوښه تصميم نيسي اودارنګه صلاحيت ته بشپړه خپلواکي ويل کيږي ٠ ددې ترڅنګ نيمه خپلواکي وي چې يوملت دخپلوکورنيومسائلوپه هکله تصميم نيولای شي خودخپلوبهرنيواړيکو په هکله اختيارنه لري ٠ که يوهيواد له دغودواړومحروم وي ، هغه هيواد ته مستعمره وايي ٠ کېدای شي يوهېواد خپلواک وي خويوازادهيوادورته ترهغونشي ويل کېدای چېرې چې ملي قانون نه وي اويا قانون نه پلې کيږي ، انساني حقوق ، عدالت اوانصاف نه وي ٠ ديوهيواد قانون بايدملي حيثيت ولري ، ديوهيواددغوڅ اکثريت لخوا منل شوې وي نوهله مسؤليتونه ، محدوديتونه ، اندازې ، رضايتونه اوتګلارې معئينې اوښکاره شي ، چې همدغه ته ازادي وايي اوکله چې دارنګه ازادي اوخپلواکي سره يوځای شي ، ملي ديموکراسۍ ته لاره جوړه شي ٠
داچې هرملت دمختلفوسياسي اومذهبي ډلوڅخه جوړوي ، نشي کېدای تردغه نومونولاندې خپلواکي اوازادي محدوده شي بلکه سياسي اومذهبي ډلې به حق لري چې له ملي خپلواکۍ اوازادۍ څخه يورنګ مستفيدشي ٠ دبېلګې په توګه موتېر کمونيستي او طاليبي نظامونه وليدل چې نه دافغان اولس خوښ شول اونه يې نړيوال ملاتړترلاسه ک ځکه چې دواړه لوري دازادۍ اوخپلواکۍ په پرنسيپونوبرابرنه ؤ، دواړوافغان اولس ته ارزښت نه ورکاوه ، دواړودپردولپاره افغان اولس دتباهۍ کندې ته وغورزاوه ٠

دازادۍ اوخپلواکۍمفاهيم بايددمبارزې دهدف سره توپيرونه لري اوکه توپيرولري بياورته ازاديبخښونکې مبارزه نه شوويلای اوپه هره مبارزه کی چې يوباهدفه سياسي کړنلاره نه وي ، هغه ته يواځې مسلحه جګړه بايدوويل شي اومسلحه جګړه تل بريالۍ نه وي ٠
جګړې هم ډېرډولونه لري اوکله يوه ډله ياملت دتيري په مقابل کی مسلح قيام کوي ٠ چون دارنګه جګړې په ځينې ملتونولکه افغان ، تحميل شوي وي نوځکه ورته دحق اوباطل ، ظالم اومظلوم ، يرغلګراومدافع کته ګورۍ ورکوول شوي اوپه حقه جګړې ګڼل شوي ٠
افغان اولس نه په ايران لومړې بريد کړې نه په انګرېزاونه په شوروي ٠برعکس ، همداهيوادونه ؤ چې لومړی يې دافغانانواوپه تېره په پښتنويرغلونه کړي اودوی يې مجبور کړي چې دخپل ټاټوبي اوخپل ځان څخه دفاع وکړي ٠ نوکه په دغه اخوډب کی دشاه حسين عسکرو، انګرېزي فوځ يا سرولښکروماته خوړلی وي اودداسې مرګ سره مخ شوي وي چې درد يې پېړۍ نيسي ، دافغان اولس ګناه نه ده بلکه پخپله دهمدغويرغلګروګناه ده اودغسې مرګونې ځواب دافغان اولس حق ؤاووي به ٠ پښتانه خوله ازله دجرګومرکواوتېرېدنې په خاصيت مشهورؤ ٠ دوی به په ايرانيانوپسې روان ؤ خونه ايرانيانوپه کلاره پرېښوده اونه دهندمغولي حکومت ٠ له يوې خوابه دهنددمغولي حکومتونولخوازورول کيدل چې بايدماليه اوباج اوښائسته نجونې ورکړي له بله پلوه به دايرانيانولخوا٠ دبي بي مبارکې اودميروېس خان دلورمثالونه په تاريخ کی څرګنددي ٠ پښتانه به نه پرېښودل کېده چې خپل مشرولري ، يا پکی راپيداشي ٠ دتعليم اوسياست حق يې هم نه درلود ٠ همدغه اوږدو ظلمونوپښتانه مجبورکړه چې له هرچاسره هماغسې وکړي ٠
اوس هم يوتباه کوونکې حالت دپښتنوپه سيموکی روان دې ٠ داسې يوناسوريې ورته راپيداکړې چې پرته له پښتنوبل څوک نه تباه کوي ٠ طالبان هم پښتون قوم تباه کوي اوغربيان اوګاونډيان هم ٠ که پښتانه غواړي چې له دغودرېواړوله تېغه په امن کی پاتې شي ، درېواړو ته بايد ځواب ورکړي چې مونږ خپل امنيت اوځان پخپله ساتو٠ ددې ترڅنګ بايددپرمختګ کارونوته ضمينه مساعده کړي اويوسياسي نوې اوښکاره قيادت دې منځ ته راوړي ٠ پرته له دې هيڅوک به ددوی غم ونه خوري ٠

کشمالې


مختار
26.08.2006

سوله د چا سره؟
د سولي د اعادې لپاره
جنګ ښه دی ! جنګ!
دا د افغانانو وطن دی
کږه خوله وايي په سوک سميږي !
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more