نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځان وژنه څه شی ده؟
Miwand Patang
21.08.2006
درنو او قدرمنو لیکوالو سلامونه او غوره چارې!
زه یو د ځان وژنې او ځان مرګو بریدونو په هکله یوه پوشتنه لرم چې ستاسو قدرمنو لیکوالو د دیني، علمي او پوهنیزو ځوابونو انتظار باسي. دا ځکه چې همدا اوس د افغانستان مسلمان ولس او وګړي د یوې داسې بدمرغۍ سره مخ دي چې په تاریخ کې یې چا سارۍ نه دی لیدلی. پوښتنه په لاندې ډول ده:
۱. ځان وژنه څه شی ده؟
۲. ولې انسان دې ته حاضریږي چې خپل ځان ووژني؟
۳. آیا د اسلام د مبارک دین په قاموس کې ځان وژنه روا والی لري او که یه؟
۴. د هغو کسانو د ګناه اندازه به څومره وي چې هم ځان وژني او هم په عامو محلونو، لارو او بازارونو کې د لسګونو بې ګناه کسانو د وژلو او نورو بې ګناه انسانانو د مالي تاوانونو د اړولو سبب کیږي؟
۵. د هغو کسانو، اشخاصو، ډلو او اړخونو د ګناه اندازه به څومره وي چې بې خبره جاهل، او ناپوه کسان د دینې انګیزو له مخې د خپلو سیاسي او چټلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ځان مرګو بریدونو ته هڅوي او روزنه ورکوي؟
۶. آیا په افغانستان کې دغه ناوړه پدیده تاریخي ریښې لري او که له کومه شوه؟
۷. آیا ځان وژنې ته مخه کول پخپله د ځان وژونکو او د هغه د هڅوونکو د ناکامۍ، بربادۍ، دنیوي او اخروي رسوایۍ سبب نه کیږي؟
Re: ځان وژنه څه شی ده؟
pattang
22.08.2006
[quote="Miwand Patang"]درنو او قدرمنو لیکوالو سلامونه او غوره چارې!
زه یو د ځان وژنې او ځان مرګو بریدونو په هکله یوه پوشتنه لرم چې ستاسو قدرمنو لیکوالو د دیني، علمي او پوهنیزو ځوابونو انتظار باسي. دا ځکه چې همدا اوس د افغانستان مسلمان ولس او وګړي د یوې داسې بدمرغۍ سره مخ دي چې په تاریخ کې یې چا سارۍ نه دی لیدلی. پوښتنه په لاندې ډول ده:
۱. ځان وژنه څه شی ده؟
[color=brown:859622529a]ځان وژنه ځان وژنه ده ( مازغه مړه شي حجرې اکسيجن نشي اخستی )[/color:859622529a]
۲. ولې انسان دې ته حاضریږي چې خپل ځان ووژني؟
[color=brown:859622529a]څکه چې انسان دومره په تنګ شي او بله لاره نه ويني او څوک دازادي ، خبرواو حق چانس نه ورکوي٠ [/color:859622529a]
۳. آیا د اسلام د مبارک دین په قاموس کې ځان وژنه روا والی لري او که یه؟
[color=brown:859622529a]ځان وژنه ګناه لري خو که بله لاره نوي ( لکه پورته ) نو د دين اوهيواد دازادۍ په لار ه کې ځان وژنه ګناه نلري [/color:859622529a]٠
۴. د هغو کسانو د ګناه اندازه به څومره وي چې هم ځان وژني او هم په عامو محلونو، لارو او بازارونو کې د لسګونو بې ګناه کسانو د وژلو او نورو بې ګناه انسانانو د مالي تاوانونو د اړولو سبب کیږي؟
[color=brown:859622529a]د بې ګناه انسانانو او حيواناتو وږل کبيره ګناوې دي ٠[/color:859622529a]
۵. د هغو کسانو، اشخاصو، ډلو او اړخونو د ګناه اندازه به څومره وي چې بې خبره جاهل، او ناپوه کسان د دینې انګیزو له مخې د خپلو سیاسي او چټلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ځان مرګو بریدونو ته هڅوي او روزنه ورکوي؟#
[color=brown:859622529a]دا وروه ستا کورنۍ وظيفه ده چې جاهل پوه کړې او خپل ځان داسې ورته ښکاره کړې چې هغه ستا په کارو افرين ووايې اوکه ته پخپله له هغوی نه په بله سويه بد تر يې نو هغوی بيا خپل کارونه کوي ٠[/color:859622529a]
۶. آیا په افغانستان کې دغه ناوړه پدیده تاریخي ریښې لري او که له کومه شوه؟
[color=brown:859622529a]په افغانستان کې دغه ناوړه پدیده تاریخي ریښې نلري ، خو اوس خبره په تا پورې مربوطه چې ته د داخلي او خارجي سياست coordination څرنګه کوې څرنګه يې دخپل اولس په ګټه څرخوې اوڅرنګ اولس رضا کوې ، خو اوس دولت غل دی ٠ [/color:859622529a]
۷. آیا ځان وژنې ته مخه کول پخپله د ځان وژونکو او د هغه د هڅوونکو د ناکامۍ، بربادۍ، دنیوي او اخروي رسوایۍ سبب نه کیږي؟
[color=darkred:859622529a]کيږي او هم نه کيږي لکه پورته مو چې وليکل [/color:859622529a]
پتنګ ميونده !
د لمړي ټولګي الفبا ولې تکراره وې ? څه په درد خوري ?، زه او ته او نور خو پوهيږو خو هغوی چې داسې کارونه کوي او هم هغوی چې دا شيان له منخه وړلی شي دخپلو ګټو لپاره ددې شيانو سره علا قه نلري٠ ترڅو چې ملت پورته نشي او دواړه خواوې را نسکورې نکړي ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
22.08.2006
ځان وژنه څه شی ده؟
ښايي موخه مو ځانوژنه نه، بلکې ځان وژونکی بريد وي ، که داسې وي نو هدف ددوښمن پر وژلو هغه زړور اقدام دی چې سړی پرې له خپله سره هم تير وي . که د ظالمو اوتيري کونکو کافر انو پر ضد تر سره شي دغازيتوب شهادت لرونکی اقدام دی په دې شرط يې موخه يې پر چا تيی نه ، بلکې د اسلام وطن او ناموس دفاع وي
!۲. ولې انسان دې ته حاضریږي چې خپل ځان ووژني؟
خپل ځان ژل نه ، بلکې د دظلم تيري او وژونکو او تيري کونکو کافرانووژل يې هدف وي ، که څه هم دخپل سر
قربانول هم ورسره تړلي وي .
۳
. آیا د اسلام د مبارک دین په قاموس کې ځان وژنه روا والی لري او که یه؟
نه ،خو شهادت د اسلام ددفاع له پاره تر هر څه لوړ عمل دی او عازي کيدل هم، نو د اسلام وطن او ملي ناموس ددفاع له پاره ځانوژونکي بريد دغازيتوب او شهادت دواړو لوړې درجې سره يوځای کوي !
.
۴. د هغو کسانو د ګناه اندازه به څومره وي چې هم ځان وژني او هم په عامو محلونو، لارو او بازارونو کې د لسګونو بې ګناه کسانو د وژلو او نورو بې ګناه انسانانو د مالي تاوانونو د اړولو سبب کیږي؟
په همغه اندازه چې بي ګناه کسانو ته يې څومره د مرګ ژوبلې ځاني او يا مالي زيان او تاوان رسولې وي ١
. ۴ د هغو کسانو، اشخاصو، ډلو او اړخونو د ګناه اندازه به څومره وي چې بې خبره جاهل، او ناپوه کسان د دینې انګیزو له مخې د خپلو سیاسي او چټلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ځان مرګو بریدونو ته هڅوي او روزنه ورکوي؟
د چټلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ځان مرګو بریدونو ته هڅول او روزنه ورکول جنايت او ګناه يې د کفر پولو ته ورنږدې کيږي .
۶. آیا په افغانستان کې دغه ناوړه پدیده تاریخي ریښې لري او که له کومه شوه؟
افغانانو تل د شهادت په منلو سره د کفر او کافرانو د تيريو پر ضد پاڅون کړي دی، تر دې لويه قرباني بله دخدای په دربار کې نشته .
۷. آیا ځان وژنې ته مخه کول پخپله د ځان وژونکو او د هغه د هڅوونکو د ناکامۍ، بربادۍ، دنیوي او اخروي رسوایۍ سبب نه کیږي؟
هو ! ، خو په دې شرط چې هدف يې ناولی وي، نه سپيڅلې ،
Ajab
24.08.2006
ځانمرګي بريدونه کول د دووسۍ او بې غېرتۍ تر ټولو ټيټه درجه ده. کوم انسان چې د محروميتونو سره مخ او د خپل ژوند نه مايوسه وي هغه ځان وژني. يانې چې نور هيڅ کار او غېرت نشي کولى نو ځان خو وژلى شي. ځان وژل نه غېرت دى، نه کارنامه ده، نه ګران کار دى او نه ورته اړتيا ليدل کېږي. د ځان وژلو پر ځاى ځان جوړول غوره کار دى. پښتانه متل کوي چې (لېونى په غېرت کې راوله او بېلچه ورکړه) کوم خلک چې نن سبا په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه کوي هغوى د ټولنې هغه بې کاره پرزې دي چې نور هيڅ کار نشي کولى او د لېونتوب په غېرت کې راوستل شوي دي. روغ جوړ او فکر او نظر لرونکى انسان ځان نه وژني بلکې بشريت ته ژوند ورکوي. د اباسين يوسفزي د شعر په مانا چې:
دوى هر منزل ته په لنډو د رسېدو قايل دي
پښتانه ځکه په سمسور پټي کې لار وباسي
ځانمرګي بريدونه کول په سمسور پټي کې لار ويستل دي چې دا هيڅکله د عقل او دانش لرونکي انسان کار ندى. او نه په دا ډول لنډو لارو چا برياليتوب موندلى دى. جاپانيانو امريکا سره د جنګ پر مهال په لومړي ځل د ځانمرګو بريدونو لړۍ پېل کړه او تر هر چا زيات او سخت ځانمرګي بريدونه يې وکړل خو بيا يې هم ماتې وخوړه. ولې کله چې يې وسله کېښوده، محنت ته يې ملا وتړله، کار يې وکړ او د سړيتوب څخه يې کار واخيست نو اوس ورته امريکا پورته هم نشي کتلى.
که ځانمرګي بريدونه د ستونځو حل واى اوس به عراق ګل و ګلزار وى خو تاريخ ثابته کړې چې دا ټول چټي کارونه دي او اوس په دې توګه د پښتنو قتل عام روان دى. يو خوا ته پرې ځانمرګى بريد کوي چې پکې ډېرى خلک مري او بيا د همدغې په ځواب کې نور پښتانه وژل کېږي. دا په تمامه مانا د کفر او بې غېرتۍ څخه ډک اقدام دى چې زمونږ څو تنه غله او پردوي مزدوران يې د مذهبي لېونو او جنونيانو په واسطه ترسره کوي. په افغانستان کې روان ځانمرګي بريدونه دي او که په عراق کې افغانستان او اسلام ته هيڅ ګټه نه لري بلکې ډېر زيات تاوان او زيان لري او د انسانيت تر ټولو د ټيټې درجې کار دى.
او که په نورو ځايونو کې څوک دا کار کوي هم د تاوان سودا کوي. خو نور خلک ځکه دا کار ډېر نه کوي چې د هغوى لپاره د دوه اويا پستو حورو او ښايسته هلکانو تصور نشته چې ځوانان او نشه يان پرې دوکه کړي
pattang
24.08.2006
نه څوک خدای غلطه وی شي او نه اولس هغوی خپل ګناه ګار ، مرتد ، اجڼټ ،خرڅ شوی او بي غيرته ښه پيژني٠
او س دا زاړه داړه مار ګوډاګيان چې هيواد يې خرڅ کړ، کوشش کوي چې خپله مرداري په وروستنيو لمونځونو اوعبادتونو بيرته پاکه کړي چې له ګناهونو ځخه خلاص شي اودا کار يې له هغه نه هم بد او دلويې ګناه وړ دی ٠
[color=brown:3d4fa284db]څوک چې اولس خرڅه وي او يايې خرڅ کړی وي نو خدای پاک يې هم نشي بخښلی[/color:3d4fa284db] ٠
ځان مرګي بريد د هر يوه رفيق بيغيرته کار نده چې وتکا به يې وخوړل په څلورو به
روان وو٠ ان په 11 عيسوي قرن کې ، ځان مرګي په چاپان کې رواج وه چې د
Seppuku Ritual په نوم يادېدله او بيا وروسته دغه وياړ Samurai په خپله غاړه واخيست٠
نور د اسې ډېر مسالونه هم په انتيک کې شته ٠
ټول هغه ځان مرګي کارونه چې د ازادۍ ، وطن دين او ملي هويت ساتلو لپاره وي دوياړ وړدي ٠
دګيدړانو غلو ،رشوت خورو ، بيکارو د ورکېدو په هيله
پتنګ
Miwand Patang
29.08.2006
سلامونه او ښې چارې!
څوک چې الله (ج) په طبیعي توګه ګمراه پیدا کړي هغه ته بیا د هدایت هیڅ لاره نسته او د همیش لپاره پخپله ګمراهۍ او ضلالت نور هم ټینګ دریږي.
پتنګ ته دې وویل سي چې لومړی دې الله پاک د سمې لارې لارښوونه درته وکړي ته خپلې لیکنې ته وګوره دا څه وایې؟ آیا ته د کفارو پر قانون ځان وژنه مسلمانانو ته هم روا ګڼې؟ که څو پیړۍ له مخې جاپانیانو یا نورو دغه راز کارونه کړي وي هغوی خو په اسلام عقیده نه درلوده نو ته څنګه مسلمانان تشویقوې چې د کفارو د ناوړه عملونو پیروي وکړي؟ که رشتیا ځان د دې ملت ناجی او غمخور بولې نور مه ورته تشویقوه او مه دغه راز غیر انساني و وحشي عمل ته روا وایه بلکي پخپله لاړ سه او ځان والوزوه نو موږ به دې هله نر وبولو چې رښتیا هم پتنګ په خپله دعوه او خبره کې صادق دی؟؟؟؟؟؟ که دا نه سې کولی نو مهرباني وکړه او د اسلام د سپیڅلو اساساتو له مخې دغه مسئله په غور سره و څیړه او له کره دلایلو سره یې یو ځای د لوستونکو مخې ته وړاندې کړه. یوازې په یوه خبره ستا خلاصون نسته او مه داسې کوه چې په حاشیو ولاړ سې او اصلي موضوع در څخه پاتې وي دا د بحث فورم دی او د کره دلایلو په بنسټ خپله دعوه ثابته کړه....... بسم الله کړه که نر وې، رښتیا لیکونکی وې او رښتیا ځان وژلو ته چمتو وې لکه چې نور غریب خلک ورته تشویقوې.
میوند پتنګ
Mohammadi
04.09.2006
پتنګ ميونده او اجبه
ځان وژنه د کفارو مقابل کي نرتوب دي
د تاسو غوندي نران يې نشي کولی د ځواکمن صيب خبرې
بيخي سمې دي که دليل لری وړاندې کړی نور اوبه خړول
فايده نکوي تاسو باندي :!: نور به درته نه وايم که سړي وی
همدومره درته بس دي
پښتون ځلمی
05.09.2006
ريښتيا هم الله پاک چې د چا پۀ زړونو مهر لګولی وي او پۀ سترګو يې پردې لګېدلې وي، هغوی هدايت نۀ مومي او لۀ هېڅ شي نه عبرت نۀ اخلي -
پکار خو دا وه چې کافرانو هم چې کله پۀ لومړي ځل ځان مرګی (شهادت) بريد وليدل او ويني يې، نو هک پک پاتې شوي وای، سوال ورته پيدا شوی وای او عبرت يې ترې اخېستی وای - هغه منافقان چې د مجاهدينو مخالفت کوي او پر هغو تورونه لګوي چې د بل چا پۀ لمسون او بل چا لپاره جنګېږي، پکار خو دا وه چې دې منافقينو ته يواځې او يواځې دا ځان مرګی بريد هم د دې مجاهدينو د پاکوالي او اخلاص ثبوت ګرځېدلی وای، خو البته الله پاک به نۀ غواړي چې دا خلک هدايت و مومي -
کۀ يو کافر هم ځان مرګی بريد وکړي، نو زۀ، چې مسلمان هم يم، به ترې متاثره شم او زما لپاره به دا يو سوال وګرځي چې دی څنګه لۀ خپل ژوند څخه پۀ دې ډول تېر شو - زۀ به پلټنه وکړم او کۀ هرې يوې پايلې ته ورسېدم، دومره به کوم چې لږ تر لږه د دې سړي د زړورتيا ستاينه وکړم -
خو دا منافقين، الله دې دوی تباه او برباد کړي، کۀ د هدايت وړ نۀ وي، دوی هېڅ عبرت نۀ اخلي او پر ځای د دې چې خپله بې غيرتي او کمزوري ومني، پۀ شهيدانو پسې خبرې کوي -
ځان مرګی بريد کول ايمان غواړي، عزم غواړي، زړۀ غواړي، غيرت غواړي - دا داسې شې نۀ دی چې کوم دله دووس بې غيرته يې تصور هم وکړي -
اشفاق
05.09.2006
زامنو شچاري
ولا زه نپوهيژم چي په ځان وژلو کي کومه بهادري خوندي ده؟ ځان وژل خو نو د بيغيرته او دووس سړي کار پدي دي چي ولي ځان وژني؟ ولي داسي يو کار نکوي چي ځان وژلو ته اړتيا پيدا نشي. ځما لپاره خو ځان وژل ډير اسانه کار دي زه خو دا هيڅ ګران کار نه بولم خو ماته بيغيرتي شکاري د ځان وژلو پځاي داسي کار ولي نکړم چي بشريت ته يي ګټه ورسي؟؟؟
pattang
05.09.2006
دغاړې تسمه دې ورکه کړې ده ، داسې خبرې ولې کرزي او امريکايانو ته نکوې.
دکرزي او دهغه دکابيني دمحاکمې په هيله
پتنګ
[quote:c7704c6dc6="پلار"]زامنو شچاري
ولا زه نپوهيژم چي په ځان وژلو کي کومه بهادري خوندي ده؟ ځان وژل خو نو د بيغيرته او دووس سړي کار پدي دي چي ولي ځان وژني؟ ولي داسي يو کار نکوي چي ځان وژلو ته اړتيا پيدا نشي. ځما لپاره خو ځان وژل ډير اسانه کار دي زه خو دا هيڅ ګران کار نه بولم خو ماته بيغيرتي شکاري د ځان وژلو پځاي داسي کار ولي نکړم چي بشريت ته يي ګټه ورسي؟؟؟[/quote:c7704c6dc6]
Miwand Patang
18.09.2006
ګرانو سلامونه او ښې چارې!
پتنګ، محمدي او افغان زلمي ته دې وویل سي چې یارانو موږ مخ کې ویلي دي چې موږ په دې ځای کې د ځآن وژنې په هکله د اسلام د مبارک دین له مخې کره، ښکاره او جوت دلائل غواړو. مهرباني وکړئ د خپلې ادعی د پخلي لپاره دلائل وړاندې کړئ چې د لوستونکیو سر پرې خلاص سي. چې دغه بحث سل پاڼې هم اوږد سي بیا به هم د دې مسئلې په اړه د لیکوالو او لوستونکو قناعت تر هغه مهال پورې حاصل نه سي څو په دې اړه مفصل دلایل و نه ګوري. یو ځلې بیا هم وایم چې ځان وژنه په اسلام کې ناروا ده، ځان وژنه وحشت دی، ضلالت دی ، ګمراهي ده، جهالت دی، ناپوهي ده، غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی چې یو بې غیرته، بې لارې تش په نامه مسلمان او ګمراه انسان یې د مختلفو موخو او مختلفو نومونو لاندې سر ته رسوي. ځان وژنه د نامردۍ او دووسۍ یو لوی مثال دی چې انسان د خدای له رحمت څخه مایوس کیږي او د جهالت په تورو تیارو کې دغه شوم، ننګین، شرم آوره او نامرده عمل ته زړه ښه کوي. که یې ښاغلی پتنګ، محمدي او افغان ځلمی روا ګڼی نو هله به یې موږ دغه ادعی ریښتنې وګڼو چې په خپله دغه دوزخي عمل تر سره کړي. مهرباني وکړئ که رښتیا مو د اسلام په مبارک دین ، افغانستان، هیواد، خلکو دیني او ټولنیزو ارزښتونو زړه سوزي نو مومن افغانان دغه شوم عمل ته مه هڅوئ بلکي د ژوند هغه تګلاره ورته په ګوته کړئ چې د ویاړونو ډکه وي او ټاکلو موخو ته پرې رسیدل ممکن او معقول وي. یو ځلې بیا هم درې واړو ښاغلیو ته ویل کیږي چې تش په یوه خبره د چا قناعت نه حاصل کیږي مهرباني وکړئ د پخو دیني دلائلو سره یو ځای د نوموړې مسئلې په اړه د ټول افغان د بحث د فورمونو لیدونکو ته څرګندونې وکړئ.
میوند پتنګ