وطن پال او نور ګټور شعرونه
زماوطن هغه ده
مازدیګر
18.08.2006
په کوم ځای چه ځمکه ډیر سپړی ګلونه
له کوم لوری چه مشکی راځی بادونه
په ګلپاڼو پرته پرخه سره یو شی
تری نه جوړشی دهغه دیارسیندونه
لکه مست زلمی اتڼ کوی په مینه
داسی زانګی په نری باد چنارونه
په کوم کشت چی د لونګو کروند ی دی
په کوم ځای چه په نښترو پټ دی غرونه
سپینی واوری یی پرتی وی په لمنو
تور سنګین غرونه ولاړ وی هسک سرونه
تروږمی کی یی لا هم جمال څرګند وی
ستوری بریښی په اسمان کی پانوسونه
د(احمد)دلوی کهول چه دروازه ده
د(هوتک) دکلا هلته دی بر جونه
pattang
18.08.2006
وروره خدای پاک د برکت درکړي داخو دډيرې شې ملغلرې ليکلې دي٠
خدای پاک د وکړي چې نور هم دوام ورکړې او يو کتاب ورنه جوړ شي داشعر خو زما ډېر خوښ ښه
ستاپه بر ياليتوب پتنګ
مازدیګر
25.08.2006
فیروزه یی ده هرکاڼی
هریو بوټی یی کیمیا ده
لکه ز یړه زرغونه وی
په هررنګ کی یی ښکلاده
ماښامونه یی سکڼی وی
پاکه سپینه یی صبا ده
چه یی ښکلی کله خاندی
ته به وایی چه بریشنا ده
پلوشی پلوشی ځمکه
له خوشبو ډکه فضا ده
له تیارو نه ډک جها ن کی
یوه ډیوه ده یوه رڼا ده
----------------------
----------------------
*******************