هنر،ادب او پښتو نحوه
نا مأنوس ، ځيږ او کېج تلفظونه
      نقاد
      06.07.2003
    
ژبه د شعور  او شعور د  تاريخ  په وروستي کچ  د ټولنيزو واقعيتونو او  مناسباتو  د مجموعې  راغبرګيز
 (انعکاس)  دی ،  نو الفاظ او تلفظ  د تاريخ  په اوږدو کې د  پرله پسې کارولو په ترڅ کې  صاف ، اسانه او تصفيه کيږي  او له  ځيږ ، سخت او کېج شکلونو څخه  لهجه او تلفظ  په  صاف، سيقل او نرمو شکلونو  بدليږي ، چې په کارولو کې  اسانتيا  او چټکتيا رامنځته  کوي .لکه  نجلۍ  او نجونه ، پښه  او مځکه  چې  په  جلۍ ، جونه ، ښپه  او ځمکه  او اروېدل په  اوريدلو اووښتي  او ددې مطلب  ښه مثالونه بريښي .  دغه راز په لسګونو  او  ښايي سلګونو  نور  وييزونه وي چې د  ټولې پښتونخوا  په لويو لويو تاريخي سيمو لکه  ګندهارا  او نورو کې  يې دغسې  پرمختللي شکلونه  غوره کړي دي. داچې د  پرېمينځلو پر ځای  اوس  اکثره يواځې  مينځل  کارول کيږي  داهم سانۍ او لطافت  سبب ښکاري . 
بله خبره د معياري پښتو ده .  لږ تر لږه د تلفظ له مخې يوه  معياري پښتو شته  چې بايد په واحد شکل  مراعت شي. مثلأ    ژبې  ته  چې ږبه ، ژوند ته ږوند  ويل څومره غلط  دي، دغسې  نږدې ته  نژدې ، ږغ ته ژغ  او  خوږه ته خوژه  ويل هم له معيار څخه سرغړونه ده . زه نه وايم چې څوک  دې  په خپله سيمه ييزه  ژبه نه غږيږي ، ولې په ليکنو او خبري  نطاقۍ کې  بايد دا معيارونه ټيک مراعات شي ،  و سلام .[img][/img]
      پښتون ځلمی
      08.07.2003
    
سلامونه او نېکې هيلې محترم پاڅون ورور او نورو ورونو او خويندو ته
ما هم د ليکنې په اړه يو څو پوښتنې درلودې (لرودې) خو ښه دى چې تاسو دغه موضوع پرانيستلې ده.
تاسو د سيمه ييز ژبو خبره کړې ده. زما يوه پوښتنه دا ده چې ځينې وييزونه خو په بېلو بېلو سيمو کې بېخي بېل ډولونه لري، لکه " [color=green:149ea52c22]ووړکى، وېړکى، وړکى[/color:149ea52c22] "، " [color=green:149ea52c22]جرنده، ژرنده[/color:149ea52c22] "، " [color=green:149ea52c22]جب، جېب[/color:149ea52c22] "، او نور، نو آيا د داسې (دغسې) وييزونو ليکلو څه معيار شته؟ او که يو سړى د نورو سيمو د تلفظ يا د ليکلو معيار سره نا اشنا وي، هغه به څه کوي؟ کولاى (کولى) شي په کوم ډول ېې چې هغه تلفظ کوئ، هغسې ېې و ليکي؟ 
ما چې کوم وييزونه په قوس (--) کې ليکلي دي، دا هم کېداى شي (کېدى شي) د هغه راز وييزونو مثالونه وي.
[quote:149ea52c22]دغسې نږدې ته نژدې ، ږغ ته ژغ [/quote:149ea52c22]
" نږدې " په دغه ډول ليکلو نه خو ښکاري چې ښايي مشرقيوال ېې " نګدې " تلفظ کړي او په کندهاري لهجه " نژدې " تلفظ شي. سره له دې چې موږ (مونږ) په خپله مشرقيوال يو، خو بيا هم " نژدې " وايو. نه پوهېږم ولې. تاسو ېې " نګدې " تلفظ کوئ که نه؟ کله کله خو " نزدې " هم وايو خو هغه په ښکاره ډول  د فارسي تاثير ښکاري.
[color=red:149ea52c22]ږغ؟؟[/color:149ea52c22] تاسو نه په ليکلو کې خطا شوې ده که څنګه؟ ما خو فکر کول چې موږ ېې " غګ" تلفظ کوو او هرومرو به " غږ " ليکل کېږي. په دې هم زه کله کله سر خوږوم چې کندهاريان " ژغ " ولې واېي او ولې " غژ " نه واېي. ما پوه کړئ. :?: 
[color=green:149ea52c22]وکه / وکړه ، وکئ / وکړئ ، و به کي / و به کړي ، راکه / راکړه ،  راکئ / راکړئ[/color:149ea52c22] ......... په دې [دېوو؟ دغو؟] کې څه فرق شته؟ څه فرق؟ که نه وي نو.......؟
بښنه غواړم زه دغسې ډېرې پوښتنې لرم او په راتلونکي کې به هم تاسو ته زحمت در کوم. هيله من [مند؟] يم چې زړه مو راته تنګ نه شي.
يادونه: په ژبه يا ليکنه کې مې (سره د دې جملې) که څه غلطيانې يا نيمګړتياوې وي او يا پکې د "بهتروالي" ځاى وي، نو را ته ېې په ګوته کړئ.
په درنښت
د پښتو سره پښتو
      نقاد
      08.07.2003
    
[quote:4c37ebb9c8="پښتون ځلمی"]
سلامونه او نېکې هيلې محترم پاڅون ورور او نورو ورونو او خويندو ته
ما هم د ليکنې په اړه يو څو پوښتنې درلودې (لرودې) خو ښه دى چې تاسو دغه موضوع پرانيستلې ده.
تاسو د سيمه ييز ژبو خبره کړې ده. زما يوه پوښتنه دا ده چې ځينې وييزونه خو په بېلو بېلو سيمو کې بېخي بېل ډولونه لري، لکه " [color=green:4c37ebb9c8]ووړکى، وېړکى، وړکى[/color:4c37ebb9c8] "، " [color=green:4c37ebb9c8]جرنده، ژرنده[/color:4c37ebb9c8] "، " [color=green:4c37ebb9c8]جب، جېب[/color:4c37ebb9c8] "، او نور، نو آيا د داسې (دغسې) وييزونو ليکلو څه معيار شته؟ او که يو سړى د نورو سيمو د تلفظ يا د ليکلو معيار سره نا اشنا وي، هغه به څه کوي؟ کولاى (کولى) شي په کوم ډول ېې چې هغه تلفظ کوئ، هغسې ېې و ليکي؟ 
ما چې کوم وييزونه په قوس (--) کې ليکلي دي، دا هم کېداى شي (کېدى شي) د هغه راز وييزونو مثالونه وي.
[quote:4c37ebb9c8]دغسې نږدې ته نژدې ، ږغ ته ژغ [/quote:4c37ebb9c8]
" نږدې " په دغه ډول ليکلو نه خو ښکاري چې ښايي مشرقيوال ېې " نګدې " تلفظ کړي او په کندهاري لهجه " نژدې " تلفظ شي. سره له دې چې موږ (مونږ) په خپله مشرقيوال يو، خو بيا هم " نژدې " وايو. نه پوهېږم ولې. تاسو ېې " نګدې " تلفظ کوئ که نه؟ کله کله خو " نزدې " هم وايو خو هغه په ښکاره ډول  د فارسي تاثير ښکاري.
[color=red:4c37ebb9c8]ږغ؟؟[/color:4c37ebb9c8] تاسو نه په ليکلو کې خطا شوې ده که څنګه؟ ما خو فکر کول چې موږ ېې " غګ" تلفظ کوو او هرومرو به " غږ " ليکل کېږي. په دې هم زه کله کله سر خوږوم چې کندهاريان " ژغ " ولې واېي او ولې " غژ " نه واېي. ما پوه کړئ. :?: 
[color=green:4c37ebb9c8]وکه / وکړه ، وکئ / وکړئ ، و به کي / و به کړي ، راکه / راکړه ،  راکئ / راکړئ[/color:4c37ebb9c8] ......... په دې [دېوو؟ دغو؟] کې څه فرق شته؟ څه فرق؟ که نه وي نو.......؟
بښنه غواړم زه دغسې ډېرې پوښتنې لرم او په راتلونکي کې به هم تاسو ته زحمت در کوم. هيله من [مند؟] يم چې زړه مو راته تنګ نه شي.
يادونه: په ژبه يا ليکنه کې مې (سره د دې جملې) که څه غلطيانې يا نيمګړتياوې وي او يا پکې د "بهتروالي" ځاى وي، نو را ته ېې په ګوته کړئ.
په درنښت[/quote:4c37ebb9c8]
سلام درانه وروره  پښتون ځلميه!
زه  نه کوم ژبپوه او نه کوم استاد يم ، خو  نظر  د مشورې په توګه وړاندې کولی  او  خپل تور توتان  قربانولی شم :
اصلأ  يوه معياري  پښتو لا نه ده رامنځته شوې ، او  يواځې   رنګۍ رنګۍ  نمونو  يې وده کړې ده ، او  سيمه ييز
ډولونه  ﻻ  يو د بل تر څنګ  کارول کيږي .  خو په ځينو برخو  لکه ليکلو  او تلفظ کې  خايسته ښه  بنسټ شته چې په  معياري  توګه  وکارول شي : 
د ساري په توګه، څنګه چې   معياري پښتو توري  لرو ، او توري بايد هم معياري وي ، او هر توری  د يو ټاکلي   غږ  معيار او ښکارندوی دی ، بايد  له هر توري څخه خپل  کټ مټ  غږ  راووځي  و د بل توري  د غږ  يا ږغ لپاره ونه کارول شي . ښه  بيلګه يې  ( ژ)  او (ږ)  ده .  دادواړه  توري په ليکلو کې هيڅوک  يو دبل پر ځای  نه کاروي او  يو له بل څخه  په روښانهتوګه توپير کيږي .  نو څرګنده ده چې په ليکدود  کې  ددوی په توپير ولو  باندي  د پښتنو تر منځ  يو سرتاسري  ملي  توافق  موجود دی  او په  املا کې يو ډول مراعت کيږي .  خو  بده نيمګړتيا بيا  په ويلو کې  ددوی د توپير  نقضول او تر پښو ﻻندې کول دي .  ځوک چې  ( ږيره)  سم په معياري توګه ( ږيره ) ليکي  او ( ژيره )  نه ليکي ، نو مهرباني  دې وکړي  له ليکلو وروسته دې بيا  (ږيره)  هم لولي او (ژيره) دې نه لولي . ولې خير دی چې په خپلو  خبرو کې خپله سيمه ييز تلفظ کاروي  او  ږيرې ته  ژيره ،  ژوند ته جوند  يا ( کيږي )ته (کيژي)  وايي، خو  په معياري  توګه منل شوي او ليکل شوي  (کيږي)  به يو قندهاری هيڅکله  (کيژي)  او ( ژوند) به يو ننګرهاری  هيڅکله (جوند)  نه لولي ،ځکه چې د منل شوي معيار ي ليکدود څخه  دا هم يوه سخته سرغړونه ده .
2 ـ د ووړ ، وړکې ، ويړکي او وړوکي تر منځ وروستی د معيار لوښه او متره لري، کوچنی او په تيره بيا ماشوم ، دواړو معياري ترويج موندلی دی .
 3 ـ  له  ږغ څخه د  غږ  معيارې لوښه (ظرفيت) او د ترويج  درجه لوړه  ده،  خو ږغ ، نه ژغ ، هم  معياري  بريښي .
 4 ـ  هيله مند غلط اوهيله من يا هيلمن  سم دی ،لکه څنګه چې ډګرمند غلط او ډګر من سم دی ٠  
٥ ــ  نږدې ،  ږلۍ،  موږک، موږ ، مونږ  ټول  په (ږ) ، نه په (ژ) سره  تلفظ  کول  معياري دي . داچې ننګرهاري   لوستلي  د سيمه ييز (نزدې) نه تير شوي ، او د معيار  منلو په نامه يې په  ښوونځي کې له درسي کتابونو څخه يوه ښکاره تيروتنه يا غلط مشهود تلفظ (نژدې)  خپل کړی ، دا ښيي چې  مونږ څومره  د معيار منلو او ترويجولو  په هڅه کې يو .  ښايې د مشريقيوالو ملي  هڅوب د سيمه ييز محدوديت پر ضد له دې څخه هم  څرګند شي . ولې  د همدې موخې لپاره بايد نزدې  د نژدې  سره نه، بلکې  د نږدې  سره بدل کړو . 
6ــ کولی او کوﻻی ، کېدی او کېدای  دواړه يوشی دي ،  ښه دده چې  خلکو  کولی   همدا کولی  لوستلی او  کولي يي ورته نه ويلی ،نو بيابه   چا هم  کوﻻی، کيدلای ا و ليدﻻی نه ليکه اونه لوسته او کولی ، ليکلی او لوستلی به يې  ليکه . 
دغه راز وکړئ ،  له وکئ  څخه  ښه بريښي.
په مينه  او سلامونو .