د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اوسنی وضع څنګه ارزیابي کوي؟

Miwand Patang
15.08.2006

هغو شاغلیو لیکوالو او پوهانو وروڼو ته زما پوښتنه متوجه ده چې له قانع کوونکو سیاسي دلایلو سره یو ځای دې مهمې پوښتنې ته خپل ځوابونه ووایي او له احساساتي کلیماتو تیر سي. زما د پوښتنې ځینې اړخونه په لاندې ډول دي:
۱. د هیواد اوسنۍ سیاسي وضع څنګه ارزیابي کوئ؟
۲. آیا همدغه حکومت دې دوام وکړي او که په ځای یې بل حکومت تشکیل شي؟
۳. که د بل حکومت د تشکیل وړاندیز کوی نو باید چې په څه ډول وي؟ څوک به یې مشري کوي او څه ډول پالیسي باید غوره کړي؟
۴. که د بل حکومت د تشکیل وړاندیز کوی نو آیا هغه به له نظامي لارې وي او که د سياسي یا پارلمان له لارې؟
۵. آیا د اوسني حکومت په مقابل کې وسله وال بغاوت ته لاس اچول سم کار دی او که د خپل ځان ، هیواد او خلکو تباهي؟
۶. که د بل حکومت وړاندیز کوی نو د هیواد د اوسنیو سیاسي او نظامي حالت په نظر کې نیولو سره باید له نړیوالې ټولنې سره څه ډول چلند وکړي او هغوی څرنګه په دې قانع کړي چې دا حکومت ناسم دی؟
۷. په هیواد کې د اوسني بغاوت د پورته کیدو علت څه دی او څرنګه افغانان کولای سي چې دغه راز بغاتونو ته د پای ټکی کښیږدي؟
ستاسو د قیمتي، ګټورو، علمي او سیاسي نظریاتو ټولپوښتنې ته وړاندې کیږي.
د خپلواک، اسلامي، سوله ایز، آباد، ښیرازه او سمسور افغانستان په هیله
میوند پتنګ


Re: اوسنی وضع څنګه ارزیابي کوي؟

pattang
15.08.2006

زاړه خره ته په چل او ول نوې جامي ور اغوستل دلودګي لويه علامه ده
داشيان دې وروره په درد نخوري او حقيقت ټولو ته واضح ده
مونږ / زه بايد لمړی ځل ستا نورو چټياتو ته ځواب درکړو/ درکړم اوبيا به نورې خبرې کوو٠
وروه کوم حکومت ?
- داشغالګرو حکومت
- دموسسو دچور او چپاو حکومت
- دجنګي جنايتکارانو حکومت
- دقاچق برو حکومت
- داجڼټانو حکومت
- دکرزي د اشنايانو حکومت
- دهغوحکومت چې په اخلاقو او عنعناتوباندې هره ورځ ترور کوي
- دهغو حکومت چې خلک په زور نيسي او زناوې ورسره کوي

[color=brown:0f02811420](ميوند پتنګه ) ! زه ستا دوو نومونو ته هم حيران يم چې هم ميوند ده او هم پتنګ
په ميوند کې به پورتني شيان رواج وي خو دخدای په لحاظ دپتنګ نوم
مه ورسره بده وه٠[/color:0f02811420]
ته څوک يې او زه څوک يم چې دحکومت دتبديله ولو غوښتنه کوو ، ايا اجباري حکومت تبديله ولی شې ?، که يو لرې شي خو بل اجنټ به راشي ٠
حکومت هلته لرې کيدی شي او معضله حل کيدی شي چې اولس پورته شي اوخپل حق له اشغالګرو څخه وغواړي ( يا په زور او يا دواقعي استازو په مرسته )٠.
نور نو هر چيرته اوږدې پرړې مه ليکه

د پښتنولي په مينه
پتنګ

[quote:0f02811420="Miwand Patang"]هغو شاغلیو لیکوالو او پوهانو وروڼو ته زما پوښتنه متوجه ده چې له قانع کوونکو سیاسي دلایلو سره یو ځای دې مهمې پوښتنې ته خپل ځوابونه ووایي او له احساساتي کلیماتو تیر سي. زما د پوښتنې ځینې اړخونه په لاندې ډول دي:
۱. د هیواد اوسنۍ سیاسي وضع څنګه ارزیابي کوئ؟
۲. آیا همدغه حکومت دې دوام وکړي او که په ځای یې بل حکومت تشکیل شي؟
۳. که د بل حکومت د تشکیل وړاندیز کوی نو باید چې په څه ډول وي؟ څوک به یې مشري کوي او څه ډول پالیسي باید غوره کړي؟
۴. که د بل حکومت د تشکیل وړاندیز کوی نو آیا هغه به له نظامي لارې وي او که د سياسي یا پارلمان له لارې؟
۵. آیا د اوسني حکومت په مقابل کې وسله وال بغاوت ته لاس اچول سم کار دی او که د خپل ځان ، هیواد او خلکو تباهي؟
۶. که د بل حکومت وړاندیز کوی نو د هیواد د اوسنیو سیاسي او نظامي حالت په نظر کې نیولو سره باید له نړیوالې ټولنې سره څه ډول چلند وکړي او هغوی څرنګه په دې قانع کړي چې دا حکومت ناسم دی؟
۷. په هیواد کې د اوسني بغاوت د پورته کیدو علت څه دی او څرنګه افغانان کولای سي چې دغه راز بغاتونو ته د پای ټکی کښیږدي؟
ستاسو د قیمتي، ګټورو، علمي او سیاسي نظریاتو ټولپوښتنې ته وړاندې کیږي.
د خپلواک، اسلامي، سوله ایز، آباد، ښیرازه او سمسور افغانستان په هیله
میوند پتنګ[/quote:0f02811420]


Miwand Patang
16.08.2006

پتنګ صیب سلام!
زما وړاندیز هغو پوهانو او لیکوالو ته راجع دی چې هر څه د عقل او تدبیر په تله تلي نه هغه چا ته چې لوی خدای (ج) پرته له ګمراهۍ، ښکنځلو او بد ویلو نه بل څه نه دي ورښودلي. نو ته پکې له کومې خوا را ګډ شوې؟ مهرباني وکړئ خپله ښکنځل نامه په هغه ځای کې استعمال کړئ چې عام خلک یې نه ویني او ته یې د خپل ځان لپاره مناسبه وینې. نور به نو څه درته ووایو خدای دې وکړي چې پوه سوی وې.
بل نومونه د انسانانو تر منځ د شریکې پانګې حیثیت لري چې هر وخت یې هر انسان په کامله آزادۍ په ځان ایښودلی شی او تاسو خپل ځان ته د پتنګ نوم ورکړی نو پتنګ خو تاسو په اجاره نه دی اخیستی چې بل څوک یې دې په ځان نه ږدي. که په دې اړه کومه شرعي قواله، سند او یا کوم آسماني امر لرې نو مهرباني وکړئ او دلته یې و ښایاست چې ټول یې و وینو.
زه یو ځل بیا هم وایم چې زما وړاندیز د شاغلي پتنګ په څیر کسانو ته متوجه نه دی چې پرته له ښکنځلو او احساساتي خبرو یې نور څه په مغزونو کې نشته.


pattang
16.08.2006

ميوند صيب سلام !
ډېره ښه او دخدای فضل دی چې ستا غوندې ميوندي پتنګان دلڼډه غرو او پوهانو په منځ کې فرق کولی شي ٠ خو زه به لنډ خپلې څو کرښې درته وليکم اونور بس دی نور نو خپل پښتني رموز اجازه نه راکوي اودچټياتو په هکله وخت هم نلرم :

وروره ! زه دهر چا ليک ته احساساتي ځوابونه نه ليکم خو زه هلته احساساتي کيږم چې د عدالت او تحليل کوږ شوی بار ووينم ٠
ورور ه ستا په ليکنو کې چې ما ټولې لوستلې دي ، يوه سياسي ، قومي ، ايتنيکي مناتوني نه وينم ، په پټو سترګو دې يواځې طالب را نيولی دی او بس٠ داولي ??

که طالب د cia او isi مذدور وو اوکه فر ضا اوس يې هم وي , .ok منم يې ، ايا اوس هم cia او isiپه افغانستان کې نشته ? ايا دا اوس هم د افغانستان دولت د cia مذدور اوګوډاګی ندی ? ايا د کرزي ساتونکې cia نده ? ايا cia په افغانستان کې خپلې بنديخانې نلري ? ايا د افغانستنان حکومت په واقعي ډول سره خپله ازادي لري ?
[color=brown:d019ba3499]اوډېره مهمه داده :[/color:d019ba3499]
ايا cia او isi د ترور په ضد ګډ کارونه نکوي ? ايا هغه طالبان چې په isi کې نه وو cia تسليم نشو او د ګوانتنامو ډوډۍ يې ونخوړله ?? او هغه کوم چې isi ته محترم دي اوس هم په حيات اباد پيښاورکې چکرې نه وهي ??.

زه نه طالبيزم يم اونه پيکداره برېتور چې په هيچا هم بند نوو.
زه پښتون او مسلمان يم ، چې پښتنوالي زما دژوند او زما قومي فلسفه ده .

[color=darkblue:d019ba3499]تاته به زه يوه کورنۍ وظيفه درکړم :[/color:d019ba3499]

cai او isi دترور په ضد يوځای ګډ کارونه کوې خو په افغانستان کې isi دطالب په
په زريعه ترور کوي خلک وژني او هغه ښونځي ورانه وي کوم چې د امريکا او نورو غربي متحدينو په پيسو جوړ شوي دي او په عينې حال کې cia او امريکا د افغانستان حکومت ساتي او د هغه legitimate ( قانونيت ٠٠٠,) ته وده ورکوي .
نو دا څنګه ?ايا دا يوه ديليما ( Dilemma) نده ?
که دې ځواب وويل نو رشتيا چې پوه سړی يې .

اوس به راشو ستا نوم ته ( پتنګ ميوند ):

وروره پتنګ ميوند ستا اصلي هويت نه څرګنده وي بلکې يو مستعار نوم دی ، په هويتي کچه ستا خبره درسته ده ، خو په مستعاري کچه لږ څه له پښتني نزاکت نه لري ده٠

په اخر کې څولنډۍ هم درته اچوم خو ګوره ځوانه رښتيا وايم چې زما مسلک
ادبيا ت ندي :

دغلو دې دکور ګډ شي خاونده 
دوی خپله غلا کړي مخ دنورو توره وينه

په غوڼډۍ ناست رشوت خوړلی 
دخوار طالب په نوم خپل عيب پټه وينه

د cia په کور کې لوی شوې
اوس راته راغلې خپل هيواد اباده وېنه

ظالمه څومره ګناه ګار يې
ځان خو د خرڅ کړ اوس هيواد هم خر څه وېنه

دځان خرڅ کړي دې کور ګډ شي
سترګې يې ټيټې د تاجک مذدوري کړينه

د جاسوسي په کرسۍ ناسته
چپن دې لرې کړه زما واخله عرضونه

که دې له لاسه نور څه نشي
اواز دې پورته کړه ملت دې خبر کړنه

دپښتنولي په مينه پتنګ

ß[quote:d019ba3499="Miwand Patang"]پتنګ صیب سلام!
زما وړاندیز هغو پوهانو او لیکوالو ته راجع دی چې هر څه د عقل او تدبیر په تله تلي نه هغه چا ته چې لوی خدای (ج) پرته له ګمراهۍ، ښکنځلو او بد ویلو نه بل څه نه دي ورښودلي. نو ته پکې له کومې خوا را ګډ شوې؟ مهرباني وکړئ خپله ښکنځل نامه په هغه ځای کې استعمال کړئ چې عام خلک یې نه ویني او ته یې د خپل ځان لپاره مناسبه وینې. نور به نو څه درته ووایو خدای دې وکړي چې پوه سوی وې.
بل نومونه د انسانانو تر منځ د شریکې پانګې حیثیت لري چې هر وخت یې هر انسان په کامله آزادۍ په ځان ایښودلی شی او تاسو خپل ځان ته د پتنګ نوم ورکړی نو پتنګ خو تاسو په اجاره نه دی اخیستی چې بل څوک یې دې په ځان نه ږدي. که په دې اړه کومه شرعي قواله، سند او یا کوم آسماني امر لرې نو مهرباني وکړئ او دلته یې و ښایاست چې ټول یې و وینو.
زه یو ځل بیا هم وایم چې زما وړاندیز د شاغلي پتنګ په څیر کسانو ته متوجه نه دی چې پرته له ښکنځلو او احساساتي خبرو یې نور څه په مغزونو کې نشته.[/quote:d019ba3499]


Miwand Patang
20.08.2006

پتنګ صیب سلامونه!
بیا دې هم زما پوشتنې ته مخامخ، غوڅ او پریکنده ځواب را نه کړ بلکي په حاشیو پسې روان یې. ستا یوه خبره مې تر ټولو ډیره خوښه سوه چې دا راسره منې چې طالباند افغانستان په چارو کې د امریکا او پاکستان د ګډو توطیئو یوه ډرامه وه چې تمثیل شوه. بل دا چې تاسو ویلي دي چې زه کلک مومن پښتون یم نو خدای شته چې دې خبرې دې ډیر خوند راکړ خدای دې وکړي چې زما په شمول ټول پښتان کلک مومنان شي او ددې توفیق پیدا کړي چې په خپل هیواد کې د پردو د لاسوهنې پرته خپل هیواد په خپله بیرته جوړ کړي. ای خدای دې خوار نه کړه زه چې څه کوشش او هلې ځلې کوم ټول په دې خاطر دي چې زموږ د هیواد اصلي خاوندان یعنې کلک او مومن پښتانه د هیواد په هر اړخیزو چارو کې سل په سلو او د بهرنیانو د هر راز لاسوهنې پرته حاکم شي.
او ستا د کورنۍ دندې په هکله باید ووایم چې وروره امریکا، ناتو او نور غربي هیوادونه غواړي چې د دغه راز ډرامو په وړاندې کولو سره په دې هیواد کې د دایمي حضور لپاره لاره هواره کړي، د حالاتو په خړ پړ کولو سره د افغانستان د اوسنۍحکومتي ادارې، خلکو او پارلمان څخه په دې اړه رسمي ژمنې او تړونونه واخلي. ته به څه وایې چې هدف یې یوازې دا دی چې د دې وچ او سپیره هیواد په غرونو مین دي نه نه بلکي هدف یې د دې هیواد او مرکزي آسیا د هغو زیرمواو کانونو راپلټل او وړل دي چې تر اوسه پورې د ځمکې په زړه کې په امانت ډول پراته دي. د نوموړو زیرمو د انتقال په اړه باید وویل شي د غربي نړۍ لپاره له افغانستان پرته د بلې لارې انتخاب هیڅ ګټه نه لري. له بلې خوا غرب اوس هم د چین او روسیې له حضور څخه ویره لري، ددې لپاره چې د نوموړي حضور مخه یې نیولې وي نو افغانستان ورته ډیر استراتیژیک اهمیت لري او تاریخ هم دغه خبره واضح کړې ده. نو ښه به نه وي چې د دې هیواد ریښتني زامن خپلو هر اړخیزو او علمي هڅو ته دوام ورکړي څو په سیمه کې له هر راز بدلون څخه د خپل هیواد په ګټه کار واخلي؟


Miwand Patang
20.08.2006

پتنګ صیب لنډۍ دې خوندورې دي دوام ورته ورکړه خو یوازې یو سړی مه پکې یادوه بلکي هر سیاسي اړخ ته باید متوجه وي او د هر خاین د بربنډولو لپاره زیار ویستل سوی وي.

پتنګه دا مصرۍ در واخله
خدای دې خاین د دې وطن و شرموینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more