د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دشراو فساد ځاله دديموکراسي په نوم..

pattang
14.08.2006

له بينوا څخه :

" دادافغانانو ستره بدبختي ده چي له دواړو غاړو وژل کيږي" ::

[color=brown:3ab11745be]الف: ـ کورنۍ ستونزي ـ [/color:3ab11745be]

اداري فساد يو له غټو ستونځو نه ګڼل کيږي. اداري فساد د بې قانونۍ په رامنځ ته کولو کې ستر عامل دی. اداري فساد برسېره پر دې چې بيت المال سخت زيانمن کوي د ټولنې د وګړو نورو حقونو ته ناوړه زيانونه اړوي. په اداري فساد کې حق د يو چا وي خو تر ﻻسه کوي يې بل څوک . ځکه فاسد اداره چيان د خپلوۍ، ډلې، قوموالۍ، مذهبي تړاونو، ژبني تړاونو، سيمه ايزو تړاونو، ...، له مخې يا هم د رشوتونو اخستلو په مقابل کې د حق لرونکي پر ځای نا حقه ته دهغې بل حق ورکوي. د اداري فساد بل ډله ايز ډول دی يانې يوه ډله، يو قوم، يوه قبيله، يوه سيمه، ...، د بلې ډلې، قوم، سيمې، ...، يا ټول ملت په ګټو دکوم ډول فشارونو راوړلو او اړ ايستلو( له خوږ ګوتې نيولو) له ﻻرو خېټي اچوي او د نورو حقونه په خپله قبضه کې راولي، دساري په توګه د ښاغلي سلطانعلي د لومړي وزارت په وخت کې د سرپل علاقداري په وﻻيت واړول شوله،د ښاغلي کرزي په واکمنۍ کې د پنجشېر او دايکونډي ولسوالۍ په وﻻيتونو واړول شولې( که شپه ده خو مڼې په شمار دي). خلک خو ړانده نه دي او نه واښه خوري د وﻻيت جوړول خامخا د وﻻيت اداري تشکيل او بودجه غوړي، هغه انکشافي پروژې غواړي، هغه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره د وکيلانو د وﻻيت برخه غواړي، هغه د اضافه ولسوليو او علاقداريو جبري جوړول غواړي ولو که دغه ولسوالۍ او علاقدارۍ د وړو کليو او ډېر لږ شمېر خلکو لپاره هم وي( دغه چارې دې ته ورته دي چې په يو پوځ کې د عسکرو نه صاحبمنصان زيات وي)، ...، دغه په خپله د نور ملت د ګټو او حقونو خوړل دي. مشت نمونۀ خروار.

د اداري فساد د ډېرو علتونو نه يو هم د ټيټو تنخواو ورکول دي. په افغانستان کې چې کورنۍ لویي دي او په يوه کورنۍ کې زياتره يو تن د ټولې کورنۍ خرڅه په غاړه لري نو هغه که په دولتي يا غير دولتي چاره لګيا وي د هغې تنخوا خرڅ نه شي پوره کولای که د هغې کور هم په کريه وي بيا خو د چايو روپۍ هم نه ورپاتې کيږي. دغه تشه په تېرو دولتونو کې( د ظاهرشاهي نه رانيولي بيا د نجيب الله تر جمهوري رئسته پورې) دولتي کارکوونکو ته د کوپونونو په ورکولو څه نه څه ډکه شوي وه، کوپونونو نه يوازې په کورني عايد بلکه د بازار په نرخونو هم اغېز درلود. ددې تر څنګه د لومړنيو ضروري توکو نرخونه دومره لوړ نه وو او د هغو وختونو د منځني ژوند سره يې سمون درلود. ددغو تر څنګه دولت د يو شمېر توکو سبسايډي هم په خپله غاړه اخيستله، د ساري په توګه د بورې، برېښنا، تېلو، ډبرې سکرو او نورو. اوس هم دولت کولا شي ددغو مامورينو او دولت نورو دغه ډول کار کوونکو ته چې په تنخوا يې شپې نه سبا کيږي اوبل درک نه لري، ﻻرې چارې وسنجوي که نه نو يوازې په زور منع کول به يې همغه د کوکنارو د بزګرو په پله بل پل وي. د کوکنارو موضوع ته وروسته راځم.

همدا ډول د ځوانانو او کورنيو تر منځ د ژوند کولو سيالۍ او د ډلګيو او ډلو تر منځ د سياست کولو سيالۍ دومره د نن ورځې غوندې زياتې نه وې. د دغو ټولو تر څنګه د خلکو ايمانداري، صداقت، پاکنفسي، د بډي خوړلو او بيت المال نه غله کولو په صورت کې د خدايه او اخېرت ورځې وېره او ډار او خلکو څخه سترګو شرميدلو وجود درلود. زياتره دولتي چارواکي هغه وختونه لکه د نن غوندې نه وو چې په خولو توبه توبه وباسي او خېټي د حرامو مالونو او چټليو ډکوي. چور چپاول، مرګونه او سټې هر څه ځانونو ته روا کڼي. دغه ډول کسان چې د توپک په خوله نه بلکه د چوکۍ په زور دپيسو ټولولو چلونه يی زده کړل نور به په سړه دغه له ﻻسه ورنکړي.

په افغانستان کې د کورنيو ستونځو بل غت ټکی د غير مسلکي، بې کفايته، کم سواده، بې سوادا، سؤاستفاده کوونکو،...،کسانو د دولت په مهمو پوستونو کې ټاکنه ده. ځکه ﻻتراوسه په دولت کې د کادري سياست پاڼه سپينه ده، د هر کس او ناکس نوم پکې ليکل کيږي. هره ډله که قومي، سيمه ايزه، ګوندي،...، ده د خپلې ډلې پورته ډول کسان يا هر سړی د خپل واک تر کچې خپلوان په مهمو پوستونو کې پر ځای کړي او کوي يې. دغې ټکي ته پام نه کوي چې ايا دغه چاره د نوموړي له وسه پوره ده او که نه. دا ډول بې مسؤليته کړنې د اداري فساد زړی جوړوي او دغه ډول کارونه د ملت سره ستره جفا او غټ خيانت دی. دغو ډول کړنو ټول دولت د مختورۍ سره مخامخ کړی او کوي يې او په ټولنه کې د دولتي باور او اعتبار لمن ورو ورو ورنغړي.

دا څوک نه وايي چې ددې خنډونو لېرې کول به آسان او بې مقاومته وي خو که دولت غواړي چې په ټولنه کې خپل باور او اعتبار پياوړی کړي نو ځينې وختونه د جوړونکو تصميمونو د عملي کولو لپاره پرېکنده عمل کول اړين بلل کيږي.

په کورنيو ستونځو کې هغه فرهنګي او کلتوري فعاليتونه هم راځي چې د دولت او هيوادوالو له خوا په ﻻره اچول شوي او اچول کيږي. د يو شمېر ډله ايزو خبري رسنيو له خوا د ديموکراسۍ تر نوم ﻻندې هيوادوالو ته زموږ د کلتور نه يېر لېرې څه په نندارو ايښودل شوي او کيږي دا هغه څه دي چې د دولت په مقابل کې د ولس کرکه زياتولی شي. امريکا متحدو ايالتونو او نورې ديموکراتيکې نړۍ په پړيو تودې ترخی تېرې کړي تر څو د نن نيمبنده ديموکراسۍ د پړي سر يې موندلی دی خو دهغې تر څنګه يې ډېر نور اصيل کرکټرونه له ﻻسونو وتلي دي. دا ځانته موضوع ده دلته يې نه څېړو. خو موږ د ديموکراسۍ په نوم چپلۍ او مسۍ له پښو نه وباسو او دغسې په ورګډېږو. بهتره به وي چې خپل ملي دود او کلتور په نظر کې ونيسو او په دغه ﻻر کې د افراط مخه ونيول شي يانې د خپلې ټولنې د کلتوري، فرهنګي او اقتصادي ودې سره سمې پښې وغځوو تر څو ددغې ﻻرې د تاو تريخوالي او نارضايتيو مخنيوی په سمه توګه شوی وي.

[color=indigo:3ab11745be]ب :ـ د امريکا او ورسره ټلوالې کړه وړه:[/color:3ab11745be]

امريکا او ټلواله يې افغانستان د خپلو هېوادونو په هندارو کې ګوري. هر څوک چې پټکی او لونګۍ يې په سر وې دښمن دی. برسېره پر دې په هر کور ورننوزي او لوښي يې د باندې راغورځوي ايا ددوی په خپلو ملکونو کې داسې چارې بې له قانوني جواز نه کېدای شي؟ دغه ډول چارې برسېره پر دې چې بې قانوني ده زموږ په هېواد کې ستره بې عزتي هم ده. دغه افغانان چې بې دليله بې عزته کړل شي بيا هېڅکله د دولت په لوري نه دريږي. په تأسف به ووايو چې دغه ډول کارونه ډېر وشول او ﻻ روان دي کيږي.

اامريکايی پوځيان د افغانانو د خپل منځي دښمنيو او تربګنيو په اړه د هېڅ نه خبر نه دي، يو افغان ورشي ورته ووايي چې په دغه کلي کې طالبان دي، دوی بې له دې چې خبره بشپړه دقيقه کړي په هغه کلي بمونه واوروي او د توپونو باړ په وچلوي. دغه ډول بريدونه خامخه مرګ ژوبله او ورانکارۍ راوړي. هغه څوک چې د دغه ډول بريدونو نه ژوندي پاتې شي نور تل د دولت دښمن شول. ددې تر څنګ د سيمې په خلکو کې ډار او وېره پيدا کيږي يا کور کلی پرېږدي يا هم چېرته د بل وخت لپاره دځای په لټه کې کيږي او د دولت د مخالفينو تله درانه کوي. امريکايی پوځيانو او ټلوالې ته يی د افغانستان د تاريخ، کلتور او دودونو په باب د خپلو دولتي مسؤلو مقامونو له خوا ښوونه نه ده شوي، ځکه دوی افغانستان د خپلو هېوادونو په هندارو کې ګوري او د افغانستان دولت ته هره ورځ خپل خلک په دښمنانو بدلوي. دوی په دې افتخار کوي چې ووايي نن مو شل تنه دښمنان مړه کړل، داسې يې په سوچ کې هم نه راګرځي چې نن مو د دولت نه پنځه سوه تنه د دښمن لور ته واړول او د دولت په دښمنانو مو بدل کړل، حال دا چې وروستۍ خبره پر ځای ده.

[color=brown:3ab11745be]ج:ـ د دولت مخالفين او بهرني ملاتړي يې: [/color:3ab11745be]

يوه ډله خو هغه مخالفين دي چې دولتي درېشۍ يی په غاړه دي په خوله يو څوک، په زړه او عمل کې بل څوک دي او هره ورځ د دولت سياست او کړنې په ټولنه کې د رټلو په لور بيايی. دغه ډلې، کسان په طبعي توګه بهرنۍ سرچينې لري، د هغو خواو دستورونه تر ﻻسه کوي او تمويليږي. د دغو ډول کسانو مخنيوی اوس د دولت لپاره ګران ليدل کيږي.

بل هغه مخالفين دي چې توپک او وسلې په ﻻس او په ډګر د دولت او بهرنيو پوځونو سره جګړې کوي. ددې ډلو تمويل، روزنه او وسلوال کول هم طبعي ده چې د بهرنيانو له خوا کيږي، په دې بهرنيو ﻻسونو کې بېشکه ټول هغه دولتونه او سازمانونه شريک او مله دي چې په افغانستان کې بهرنيو پوځونو موجوديت د خپلو ملکونو او ځانونو په ضرر ګڼي، که څه هم په څرګنده کوم دولت مخالفت او د طالبانو سره اړيکي او مرستې نه دي په ډاګه کړي خو په پټه ژوره کرکه لري او د افغاني دولت مخالفين غښتلي کوي. دوی د افغانانو په خصوصياتو ښه بلد دي ځکه يې په اسانۍ سره لمسولی او د جګړو ډاګرو تو ته را ايستلی شي. هغه غټ ټکي چې افغانان په اسانۍ په لمسوي د صليبيانو د بريدونو څخه د اسلام او مسلمانانو ژغورنه او د صليبيانو دکنترول نه د هېواد آزادي ده. ددې ډول تبليغ تر څنګ پريمانه مالي مرستې ورسره کوي او وسلې ورته رسوي. امريکايان او ټلواله يی نه غواړي يا نشي کولای چې د چينې له سره اوبه پاکې کړي. داد افغانانو ستره بد بختي ده چې له دواړو غاړو وژل کيږي.

په دې خبرو کې شک نشته چې نړيوالې ټلوالې د آمريکا متحدو ايالتونو تر مشرۍ ﻻندې په افغانستان کې زياتې بې پروايۍوکړلې، په پورته پاراګراف برسېره چې څه يادونه يې شويده، د وسلوالو ډلو او توپکساﻻرانو تر ننه پورې وسلې ټولې نکړلې او دغو ډلو تر اوسه ولسونه وځورول او ځوروي يې، دولتي لوړې څوکۍ يې دغو داړه مارانو ته په واک کې ورکړلې چې د ولس او بيت المال پاتې شته يې هم په دولتي درېشيو او د پوليسو په جامو کې تر خېټو ﻻندې کړل او په ښارونو کې يې يو ځل بيا ولسونه سخت وټکول او ځور يې ورکړلو.

نړيوالې ټلوالې د نورو بې پروايیو تر اړخه د اقتصادي ـ مالي مرستو غواړې غواړې د ميلياردونو ډالرو وعدو چندانې څرک او نښې ـ نښانې پرې نښودلې. د ګڼو ولسونو اقتصادي ژوند مخ په ځوړ او د ټيټېدو په لور روان دی. دغه او نور ټول هغه څه دي چې د دولت لپاره يې د ولسونو له لوري څه نه څه کرکه، بدبيني او نفرت راخوټولی او ﻻ يې راخوټوي.
[color=darkblue:3ab11745be]
د:ـ د کوکنارو کر او د اپيمو ـ هېروئنو سوداګري: [/color:3ab11745be]

په افغانستان کې د کوکنارو کر او د اپيمو ـ هېروئنو سوداګري د دريو وروستيو لسيزو د جګړو محصول دی. پخواتردې په افغانستان کې کوکنار کرنه د سوداګرۍ يا د اپيمو نه د هېروئنو جوړولو او دهغو په نړيوالې سوداګرۍ باندې افغانان بلد نه وو. دغه چارې د ګاونډي پاکستان او غربي نړۍ د مافيه ډلو بيړنۍ هڅې وې چې په افغانستان کې يې د جګړو له وخت څخه په ګټه اوچتولو سره زموږ د هېواد غريبو او جګړو ځپلو بزګرانو ته ددې بوټي د کرلو خوند وروڅکلو.

د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو دو کالونو کې د کوکنارو کرنه د ورکيدو لور ته ډېره نيژدې شوي وه. خو د هغوی د واکمنۍ د رانسکورولو وروسته په تدريج سره کال په کال د کوکنارو کر او په پايله کې د اپيمو ـ هېروئنو سوداګرۍ زور واخيست. يو شمېر کارپوهان ددې زياتوالي علتونه د نړيوالې مافيه تر اړخه د افغاني ټوپکسالارانو ګډون هم په دې چارو کې په ګوته کوي او د يو شمېربيا د ځينو دغو هېوادونو چې د افغانستان په نړيواله ټلواله کې برﻻسي لري، د استخباراتي چينلونو ته ګوتې نيسي او وايي چې د اپيمو ـ هېروئنو نه په ﻻس راوړي سرشاره عوايد( کوم چې په نا قانونه عوايدو کې د وړو او سپکو وسلو څخه دويم غټ عايد دی) د خپلو پټو سازمانونو دمالي لګښتونو لپار ګټه او کار اخلي. خو دا هر څه چې وي هغه به وي.مګر په اوس وخت کې چې افغانستان نړۍ ته څلور پر پنځه برخې اپيم او هېروئن ډالۍ کوي د افغانستان دولت ته يې د سر ستر دړد جوړ کړی دی. په افغاني دولت نړيواله ټولنه او يو شمېر دولتونه زوړ راوړي چې د کوکنارو کرل هر څومره زر بايد په افغانستان کې پای ته ورسيږي. دافغانستان دولت نور څه کولای شي؟ پوليسو ته امر وکړي چې د کوکنارو پټي واړوئ، پوليس هم په بې باکۍ سره پټي واړوي او بزګران غريبان چې ﻻ يي د تېر مني په سر کې د اپيمو پيسې د اپيمو له سودا ګرو اخستي او خوړلي وې، د تش پټي په سر ودريږي ﻻسونه په چربندو ونيسي او د زړه سوايه سختې ښېرې وکړي چې کرزيه خدای خو دې پاچاهي واړوه! تا خو څه رانکړل خو دا ز ما د واړو ماشومانو روزي دې هم راڅخه واخيستله، زه به اوس هغې ته چې پور يې راکړی څه ورکړم او په څه پلمه ځان ورنه خلاص کړم. حتمي ده چې په دغه وخت کې نوموړی سوداګر ځان ورته رارسوي او د ډاډګېرنې تر څنګه نوره پورونه ورکوي. نو اوس تاسې وواياست چې دغه بزګران د چا لوری ونيسي د دولت او که د مافيه ډلو او دولت مخالفينو؟

اداري فساد او د دولتي يو زيات شمېرچارواکو بې کفايتي، د نړيوالې پوځي ټلوالې او دولتونو بې پروايی، د دولت د مخالفينو سره بهرنۍ هر اړخيزه مرستې او ملاتړ، مافيه دا ټول څه د دولتي سياست ولي او بېخ چينجنوي. ټولو ته يو ځايی او ګډ پام په کار دی.

نوټ:ـ دغه وخت چې ما د کاغذ د مخ نه د اېنټرنېټ سايټ ته دغه ليکنه ورليکله د بي بي سي راديو نه په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي استازي په هېواد کې د اداري فساد د ناوړه پايلو نه تشويش څرګند کړلو او په سبا بيا بي بي سي د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې رايس پاکستان ته د هغې دولت د دوی په ژبه د ترهګرو سره د مبارزې د پياوړي کولو او په دې ﻻره کې د افغاني دولت سره هم غږي کولو ته رابللو په موخه خوځيدل واورول. دلته ددې خبرو ځکه يادونه وشوه چې په ليکنه کې دغو مطالبو ته اشارې شته


Miwand Patang
30.08.2006

پتنګ صیب!
دا ستاسو لیکنه ده که د بل چا؟ که مو د بل لیکونکي لیکنه را اخیستې وي نو مهرباني وکړئ او نوم یې هم ورسره ولیکئ که نه نو په دې فورم کې ستاسو په نوم تمامیږي. خو ښه لیکنه ده او زیاتو ټکو ته یې اشاره کړیده.
په مینه
میوند پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more