د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د رحمت پرښتې که د عذاب ریښې؟

Miwand Patang
14.08.2006

د رحمت پرښتې که د عذاب ریښې؟
لیکنه: میوند پتنګ
دا خبره د زیاتو افغان لیکوالو، شاعرانو، پوهانو او په ټولیزه توګه د عام ولس له خوا ډیره تکرار سوې ده چې په افغانستان کې د ۱۳۵۷ د غوایی یا ثور کودتا، په هیواد باندې د پخواني شوروي اتحاد مخامخ یرغل، دکمونیستي رژیمونو جوړیدل او ظلمونو، د اسلام او مجاهد په نامه د جګړه مارو ډلو خیالې ادارو، د اسلام په نامه د طالبانو امارت د بهرنیو او کورنیو ترهګرو ډلو فعالیتونو او ډول ډول کورنیو جګړو او بدلونونو زیاتې ناوړه اغیزې په دې هیواد کې پرې ایښې دي چې تر نن ورځې پورې پرې زیاتره هیوادوال کړول کیږي. د یاد سوو ناخوالو زیاته پړه په هغو هیوادونو او اړخونو ور اچول کیږي چې د تیرو ناخوالو په جریان کې یې په افغانستان کې لاسوهنه کوله او یا په یو ډول د دې هیواد په سیاسي او نظامي مسایلو کې ښکیل وو. دا پړه د زیاتره جنایت کارو او جګړه مارو لوریو له خوا په کامله توګه بهرنیانو ته متوجه کیږي او داسې انګیري چې ګواکي دوی هیڅ نه دي کړي او دا بهرنیان وو چې دوی یې د نانځکو په څیر استعمال کړي دي.
خو اصلي حقیقت دا دی چې که چیرې بهرنیانو ته خپله افغانانو لاره نه وای پرانیسې او هغوی ته یې د هیواد په مسایلو کې د لاسوهنې زمینه نه وای برابره کړې نو هیڅکله به هم کوم بهرنی ځواک زموږ خاورې ته په بده سترګه نه وای کتلي. د دې ملامتیا لومړني کسان خپله افغانان او بیا هم په لومړی کتار کې د خلق او پرچم کمونیستي ډلې دي چې په هیواد کې د تیرې ورانۍ بنسټ کښیښود او د تیرو ټولو فاجعو او جرمونو لړۍ همدوی ته منسوبه ده. د دې خبرې یادونه هم ضروري ده چې د هیواد د ستر ناورین په ترڅ کې د دوونیمو لسیزو تیرو رژیمونو، جګړه مارو ډلو او بدلونونو هر یوه د دې ځوریدلي ملت په ځپلو او د افغانانو په وژلو کې هیڅ ډول سپما نه ده کړې بلکي په ډیره بې پروایۍ یې د افغان ولس مادي او معنوي شتمني له منځه وړې ده، بیګناه خلک یې وژلي او د هیواد په هر اړخیز ورانولو کې یې په ډیره بې رحمه توګه برخه اخیستې ده. د افغانستان عام ولس او ځوریدلي خلک د دې هیواد ټولوکورنیو او بهرنیو غلیمانو ته د بشپړې دنیوي رسوایۍ سره یو ځای د لوی الله په حضور کې اخروي عذاب، جزا او جهنم هم غواړي. داسې دعا کوي چې یا الله د دې هیواد، خاورې او ملت هر هغه داخلي او خارجی غلیم ته په خپله جزا ورکړې چې د دې بیچاره ملت په ځورولو کې ونډه اخیستې او لا یې د وینو په تویولو او د هیواد په ورانولو لګیا دي.
د بیګناه افغانانو د وژنو، ځپلو، ځورولو او د هیواد د مادي او معنوي شتمنیو د لوټ او تالان دغه ناولې پدیده لا ختمه نه ده او لا هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د تیرو جریانونو څخه پاتې د یو شمیر پلورل شوو څیرو، ناپوهو افرادو، متعصبو اشخاصو او ډلو له خوا پر مخ وړل کیږي او لا یې د دې ملت په مومنو پرګنو زړه نه دی یخ سوی. دا هغه کسان دي چې خپل ناولی حضور، خپله ننګینه او له شرمه ډکه ګټه د دیني ارزښتونو تر نامه او پوښښ لاندې د خپلو هیوادوالو سره په جګړو، د هغوی په وژلو، ټکولو، چور او تالان کې ویني او دوی فکر کوي چې بیا به د جګړو او وحشت له لارې د دې خوار، سپیره او مظلوم ولس په کنډوالو خپله خیالي پاچاهي چلوي. دغه راز ډلې چې د طالبانو، القایده او بهرنیو ترهګرو په نامه یې د هیواد په ځینو سیمو کې د یوه لوی ناورین د پیل لپاره داسې کارونه کوي چې د انسانیت او اسلامیت له دایرې څخه خو په کامله توګه وتلي حتی حیوانات هم په دومره بې رحمۍ او قساوت د خپل همجنس په وړاندې عمل نه کوي لکه دوی چې د دې مومن او بیچاره ولس وګړي د خپلو ځانمرګو بریدونو، وسله والو حملو، تروریستی عملونو او داسې نورو وحشي اعمالو په ترڅ کې په شهادت رسوي، ټپیان کوي یې او له خپلو سپیرو جونګړو څخه یې فرار ته مجبوروي.
د طالبانو د ډلې په هکله په لومړي سرکې فکر کیده چې دوی داسې یوه ډله ده چې په هیواد مین افراد دي، دې وطن ته امن راوړي، جنګي ډلې ورکوي، له هغوی نه وسلې اخلي، سپیڅلې اسلامي عقیده لري او په افغانستان کې د یوې ښې ادارې جوړیدلو ته لاره پرانیزي.
بل نظر دا وو چې د طالبانو ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی په مستقیمه همکارۍ جوړه سوې، په افغانستان کې د پاکستان ګټو او ناروا لاسوهنو ته په پراخه پیمانه لاره پرانیزي او بالاخره غواړي چې افغانستان په یو ډول په پاکستان پورې تړلی هیواد وي.
دریم نظر دا وو چې د طالبانو ډله د امریکا په مستقیمه همکارۍ او د نورو جنګي ډلو د له منځه وړلو لپاره جوړه سوې، وسله واله سوې او جګړو ته یې دوام ورکړی دی او چې کله امریکا په خپل هدف کې بریالی سي نو لومړی کار به یې دا وي چې نوموړې ډله له واک او پښو وغورزوي چې همداسې وسول او د افغانستان لنډ تاریخ پرې شاهد دی.
دا خبره به ضرور یوه ورځ د افغانستان خلکو ته ښکاره کیږې چې د دې ډرامې تر شا د چا لاس وو او د څه لپاره جوړه سوې وه. ډیرو افغانانو په لومړي سر کې د طالبانو ډلې ته په خلاص مټ ښه راغلاست ووايه ځکه چې هغه وخت د بې شمیره جنګي ډلو د جنایتونو له کبله تر پوزې راغلي وو. طالبانو وکولای سول چې په ډیر کم وخت او د نظامي عملیاتو د لارې د کابل دروازې ور وټکوي چې هغه وخت د نظار د شوری ډلې وسله والو لوټمارانو له خپلو وسله والو رقیبانو سره ښکر اړم کړي وو او د کابل ښکلی ښار په کنډواله بدل سوی وو. طالبان ډیر ژر د پایتخت کابل په شمول د هیواد په ۹۵٪ خاوره حاکم سول او د یوې داسې بې مثاله پاچاهۍ بنسټ یې د دې ړنګ هیواد په زړه کې کیښود چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل سوی او هر څه ته د طالب ایزم په دوربین او چوکاټ کې کتل کیده. له بلې خوا په دې هم اکتفا و نه سوه بلکي نوموړې ډله د نړیوال تروریزم په جال کې را ګیر سوه چې د طالبانو حیرانوونکې پاچاهۍ نور هم افغانان او د نړۍ اوسیدونکي د حیرت په نړۍ کې ډوب کړه او افغانستان په کامله توګه د پاکستان او هغه نړیوال تروریزم منګولو ته پریوت چې بنسټ یې په پاکستان کې ایښودل سوی وو. له بلې خوا د افغانستان ټولې سیاسي او ټولنیزې اړیکې د سقاوو د زوی د پاچاهۍ په شان تقریبا له ګردې نړۍ سره پرې سوې. هغه وخت چې طالبان د افغانستان په چارو واکمن وو، هیواد د کاملې نابودۍ او داسې بشري غمیزې خیټې ته ولوید په داسې ډول چې:
• هر څه د طالب او ملا په واک کې انحصار پیدا کړ او د هیواد نورو طبقو ته په سیاسي او ټولنیزو ادارو کې د رد ځواب وویل سو.
• سخته لوږه او دربدري د دې هیواد په خلکو حاکمه سوه د هغه وخت د خبري سرچینو په اساس د لوږې او دربدرۍ له لاسه د افغانستان تقریبا سل زره وګړو د اسلام له دین څخه مخ واړاوه او د عیسویت منلو ته مجبور سول.
• د مخدره موادو کرنه، استعمال او قاچاق په لویه پیمانه تقریبا په ټول هیواد کې رواج سول او د دې ناوړه پدیدې او حرامې مادې سره خلک روږدي او بې تفاوته سول.
• د هیواد په میلیونونو وګړي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ سول او د مهاجرینو هغه تعداد څو چنده سو چې د کمونستي ډلو، یرغلګرو شورویانو، د مجاهدینو په نامه د جنګي او خونړیو ډلو له خوا بهرنیو هیوادونو ته په هجرت کولو مجبور سوي وو.
• د طالبانو پر مهال ځینې ظاهري دینې مناسک په خلکو باندې په زوره اجرا کیدل په داسې حال کې چې د اسلام مبارک دین هیڅ وخت د دیني مناسکو د اجرا لپاره څوک په زور نه دي رابللي.
• د اسلام مبارک دین، او دهغه شامل نظام د طالبانو په وخت کې یوازې د فاج د سپین رنګي او تور رنګي څو متره رخت په یوه ګډ او وډ پټکي، لویه ږیره او د ترښځو درلودونکو ځانګړیو کالیو او داسې نورو ظاهري څیزونو کې تمثیل او خلاصه کیده او طالبانو کوشش کاوه چې همداسې یوه څیره او جامه د رسمي او دینې څیرې تر نامه لاندې د افغانستان په ټولو خلکو و مني.
• د طالبانو ډلې د عربو د القایدې افرادو، بې شمیر پاکستانیانو او د مختلفو مملکتونو د تروریستي ډلو کسانو راتللو ته خپله غیږه خلاصه کړه او د پاکستان د جوړې سوې نقشې له مخې د مختلفو هیوادونو څخه داسې بې شمیره کسان افغانستان ته راغلل چې د بد اخلاقۍ، تندروۍ او ناوړه عملونو د سر ته رسولو له امله یې خپلو هیوادونو له منلو څخه ډه ډه کوله او په خپلو هیوادونو کې یې د پښې د ایښودلو ځای نه درلود. دغه راز ټولو حرکاتو او اعمالو ته د اسلام نوم ورکول کیده چې ګواکي اسلام دغه هر څه غواړي.
• طالبانو د افغانستان په لکهاوو ځوانانو ته دوکه ورکړه او په ډیره بې رحمانه توګه او بې پروا به یې خپلو جنګي لیکو ته داخلول او د مقابل جګړه مار لوري له خوا به له منځه وړل کیدل چې د افغانستان لنډ تاریخ د دغسې خونړیو پیښو شاهد دی.
• طالبانو داسې نخرې وکړې چې په هیواد کې یې د پوهنې دروازې تړلې، د ښوونځۍ نوم په مدرسه بدل سو، د هیواد رسمي تاریخ چې هجري شمسی وو په هجري قمري واړول شو، د افغانستان ملي بیرغ یوازې په سپینه جنډه بدل سو، د افغانستان ملي اساسات او کلتور داسې تر پښو لاندې کیده چې د پاکستان او عربي تروریستانو په مستقیمه اشاره د بامیانو د تاریخي بتانو ورانول د دې سلسلې تر ټولو ورانوونکی عمل بلل کیږي.
• طالبانو داسې یو رهبر درلوده چې ډیر خلک ګمان کوي چې ملا محمد عمر هسې یوه اسطوره او خیالي څیره وه او اصلا وجود نه لري. ځینې وایي چې د پاکستان د آی ایس آی یوه جنرال ته یې د ملا محمد عمر نوم ورکړی دی. خو ځینې بیا په دې آند دي چې نه ملا محمد عمر رښتیا هم شته او د طالبانو مشري ور په غاړه ده. خو هیچا هم هغه په عام مظهر کې نه دی لیدلی او که کوم خبرنګار ورسره کتلي هم دي نو دهغه ریښتنی راز یې پټ کړی دی. خدای خبر چې د دې ډول ظاهري حرکاتو تر شا به کوم رازونه نغښتي ول.
• طالبانو مستقیما پاکستانیان له ځان سره راوستل او زیاتو چارې واګې یې ورته سپارلې وې چې له امریکا سره د طالبانو د جنګ په وروستیو شیبو کې له کندوز څخه د پاکستاني الوتکو په وسیله د هغو پاکستاني لوړ رتبه افرادو وتل او په زرګونو بندیان د دې ادعا د ثبوت غوره دلایل دي چې په غیر قانوني توګه او د طالبانو په لیکو کې افغانستان ته راغلي ول.
• طالبانو جنګ ته تر وروستۍ لحظې پورې دوام ورکړ او د سولې هیڅ یوه داسې پلان ته چمتو نه سول چې په هغه کې د افغان ولس رفاه او آرامي وه. بلکي د خپلو بهرنیو بادارانو او القایدې د مشرانو په اشاره یې د سولې هر ډول پلان شنډاوه چې دغه کار په افغانستان کې د پیښو د پیچلي کیدو او له سیاسي صحنې نه د طالبانو د لرې کیدو سبب سول. ځکه داسې فکر کیده چې د طالبانو زیاتره جنګیالي د پښتنو له سیمو څخه دي او د پشتنو نمایندګي کوي. که چیرې طالبانو یو معقول حل منلی وای، د یوه معقول حکومت راتلو ته یې لاره پرانیستلې وای، جنګ یې درولی وای نو د شمالي ټلوالې جګړه مارو وحشي ډلو پخپله ماتې خوړله او بیا به هیڅکله د هیواد په سیاسي چاپیریال کې ورته د پښې د ایښودلو ځای نه وای پاتې سوی. خلک ورڅخه بیزار او دیوه غوره نظام منلو ته چمتو وو خو د شمال وحشي پهلوانانو هغوی په زور او د مقابل لوري د سخت غبرګون په مقابل کې جنګ ته سوق کول.
په پورته مطلب کې یوازې د ګوتو په شمیر څو هغه نمونې یادې سوې چې طالبانو د خپل واک پر مهال د دې هیواد په تاریخ کې ثبت کړې خو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې وروسته حالاتو تغییر وکړ او د طالبانو د واک کاسه د تل لپاره په افغانستان کې نسکوره سوه او د جګړو پخوانۍ سلسله ختمه سوه.
ادامه لري


mahboob
14.08.2006

دوستانو ته سلامونه ;
شاغلي ميوند تاسي پخپله ليکنه په خورارڼو اوشکاره حقايقو سترګي پټي کړي اودافغانستان وضعي ته مو د وايټ هاوس له دروازي ورکتلي ، په ليکنه کي مودحقيقت په ځاي تعصب او انګريز پلوي ته ځاي ورکړی .
ستا سي ليکنه ترليکني ډير ديوه انګريزي اخبار خوند کوي کوم چي په لوستو يي خلک ستړي دي زما په نظر ستاسي ليکنه دويلو وړ نه ده ځکه نو زماتاسي ته دا در مشوره ده چي دا (نوربيا) مو (نور بس) کړۍ ٠


larghonay1
14.08.2006

ميوند صيب سلامونه!
وروره ليكنه مو نه يوازې چې پخه او په ريښتينو دلايلو ولاړه ده ، بلكې په دوام لري سره مو يوه ښه تلوسه هم پكې اچولې چې نور به څه وي.
هيله ده چې په اوسمهال هم خبرې وكړئ .
دا سمه ده چې دغه خبرې تكراري دي خو دا تكرار بايد خوندي شي او حتى د يوه كتاب په څېر چاپ شي چې د تل له پاره پاتې وي.
په قلم مو بركت شه
لاروى


د رحمت پریښنې که د عذاب ریښې؟ دویمه برخه

Miwand Patang
14.08.2006

د رحمت پرښتې که د عذاب ریښې؟
دویمه برخه
لیکنه میوند پتنګ

هیوادپال افغان طالبان د ډرامې د اصلي ماهیت او حقیقت د څرګندیدو څخه وروسته کرار کښیناستل، له جګړه ایزو اعمالو یې لاس واخیست او خپل سوله ایز ژوند ته یې ادامه ورکړه. په همدې توګه یو زیات شمیر ریښتني افغان هیوادپال طالبان د هیواد د ریښتني سیاسي نظام په جوړولو او د بیا ودانولو کې په چارو کې د ونډې اخستنې لپاره خپلې هڅې کوي.
سره لدې چې بیا هم زیات شمیر هیوادوال د شمالي ټلوالې د لنډغرو او د هیواد په سیاسي صحنه کې د نورو جګړه مارو خواوو په رامنځته کولو له ښاغلي کرزي، ملل متحد او نړیوالې ټولنې څخه سخت خوابدی سول او خوابدی دي خو د ښاغلي حامد کرزي حکومت د یوه غوره نظام د راتللو لپاره د نیک فال په توګه بولي. خدای (ج) دې وکړي چې په دې جنګ ځپلي او ځوریدلي هیواد کې نوموړی حکومت د یوه غور نظام د راتللو او هر اړخیز سمون د رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړي.
پاکستان د افغانستان د څو تیرو کلونو بریالیتوبونه و نه سول زغملی او په هیواد کې د سمونونو د راوستلو زیاته موده نه کیږي چې دا دي بیا یو نامعلوم شمیر داخلي او بهرنیو وسله والو طالبانو د القایدې او پاکستان په مستقیم تحریک د هیواد په ورانولو، د مظلومو افغانانو پر وژلو، ځان وژونکو بریدونو، د عام المنفعه املاکو او ښوونځیو په ورانولو او داسې نورو ورته اعمالو په سر ته رسولو پیل کړی دی او د جنګ لړۍ یې د ورځې په تیریدو سره نوره هم اوږدیږي.
د طالبانو په نامه جنګیالي او د القایدې تروریستې ډله په افغانستان کې لاندې کارونه سر ته رسوي:
• د هیواد د لویو او وړو ښارونو په واټونو او د لویو لارو په سر ماینونه ږدي او بیا یې د ریموټ کنټرول په وسیله انفجار کوي چې د سلګونو بیګناه هیوادوالو د شهادت او ټپي کیدو سبب ګرزي.
• د لارو په اوږدو کې د آبادۍ د کاروانونو مخه نیسي او د بیا جوړولو پر هغو موسساتو او کارکوونکو ظالمانه حملې کوي چې د هیواد د بیا رغونې په چارو لګیا دي.
• په سیمه کې قومي مشران، مخور، سپین ږیري، دینی عالمان او د طالبانو هغه پخواني چارواکي په شهادت رسوي چې له جنګ، جګړې او ورانوونکو اعمالو څخه یې مخه ګرزولې او د خپل هیواد د ښیرازۍ او بیا آبادۍ په فکر کولو لګیا دي.
• د هیواد په ګوټ ګوټ کې ښوونځۍ سوزوي او خلک د جهل له تورتم سره مخ کوي.
• د کوکنارو، پوډرو او مخدره توکو نورو ډولونو رواج ته یې په پراخه توګه ملا تړلې، د کوکنارو د کرنې حمایت او ساتنه کوی، د مخدره موادو له تجارانو سره یې یووالی منځته راوړی او د هغوی د کاروانونو د حمایت لپاره هر ډول جرم ته لاس اچوي. په همدې توګه کوشش کوي چې دغه ناروا پدیده د هیواد په ځوان قشر کې په پراخه پیمانه رواج پیدا او بې لارې ته سوق سي.
• د هیواد یو شمیر هغه بې ګناه او بې خبره ځوانان له خپلو هیوادوالو سره جنګ او ځان مرګو بریدونو د سر ته رسولو لپاره تربیه کوي چې په پاکستاني مدرسو کې په دیني زده کړه بوخت دي. هغوی په داسې ډول تربیه کوي چې دغه دنیا، ژوند او د هغه ماهیت یې تر نظر هیڅ ورولي.
• یو شمیر ځوانانو ته په دې ډول انفجار ورکوي چې هغوی اصلا بې خبره وي یا خو یې یو محتاج شخص د موټروانۍ لپاره په مزدورۍ نیولی وي او یوه ځای ته یې په بله پلمه لیږي په ناخبرۍ کې یې د هغه موټر له چاودیدونکو موادو ډک کړی وي. د تروریستي ډلې کسان په بله نقلیه وسیله کې پسې سپاره وي کله هغه د هدف ځای ته ورسیږي نو پرته له دې چې موټروان ته معلومات وي د ریموټ کنټرول په وسیله له لرې واټن څخه په هغه سیمه کې والوزول سي چې یو مظلوم او بې خبره موټروان د ناخبرۍ په حال کې له منځه پکې ولاړ سي او د لسګونو نوور کسانو د وژلو سبب هم سي. یا دا چې ځان وژونکی تروریست یو ټکسي په کرایه ونیسي خو کله چې د خپل مطلب ځای ته ورسیږي پرته له دې چې د ټکسي ډریور خبر وي نو ځان وژونکی خپل ځان ته انفجار ورکوي او د یوه لوی جنایت سبب ګرزي.
• هغه بیچاره افغانان وژني، نیسي او تښتوي یې چې د هیواد د بیا آبادۍ په چارو کې په مزدورۍ لګیا او خپلو اولادونو ته د رزق پیدا کولو لپاره په پنځه روپۍ تنخوا پسې ورک وي.
• د هغو بیچاره او مظلومو خلکو موټرونو او ټانکرونو ته اور اچوي چې سوداګریز مالونه د هیواد له یوې منطقې څخه بلې منطقې ته نقلوي.
• هغه بیچاره افغان عسکر او پولیس په ډیره بې رحمۍ، بیړنۍ توګه او قساوت سره وژني چې د هیواد د امن د ساتلو او یوې ناڅیزې تنخوا د پیدا کولو لپاره د ملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته تللي دي.
• له ټولو څخه بده دا چې دلته او په دې بیچاره، غم لړلي او ځوریدلي ملک کې د دې خوارو خلکو ځینې زامن لکه مخکې چې وویل شول په داسې بې لارې ډول تربیه کوي او یا په نا خبرۍ کې د ځان مرګو بریدونو میدان ته ور وړاندې کوي چې د سلګونو کسانو د مړینې او ټپي کیدو سبب سي. د لومړي ځل لپاره د طالبانو په نامه اوسنیو جګړه مارو او د القایدې مجرمینو دغه پدیده په افغانستان کې تجربه کړه او مخکې له دې هیڅ افغان دې ته حاضر نه وو چې د ځان، اسلام، هیواد، خلکو او بشریت په مقابل کې داسې یو ننګین او دوزخي عمل تر سره کړي چې هیڅ یوه ایدیولوژي یې د روا والي دلیل له ځان سره نه لري او نه هم د اسلام مبارک دین دغه شومې پدیدې ته په هیڅ وخت او هیڅ ډول اجازه ورکړې ده. تر اوسه پورې په دې ډول ناروا بریدونو کې په زرګونو هیوادوال شهیدان سوي دي.
باید وویل سي چې دغه له شرمه ډک، غیر اسلامي، غیر انساني او ننګین عمل د طالب په نامه جنګیالیو د القایدې او عربي ترهګرو نه زده کړی او په دې مظلوم ولس کې یې د لومړي ځل لپاره تجربه کوي. حیراني په دې کې ده چې د کوم قانون له مخې دغه جنایت کاران دغه راز عملونو ته زړه ښه کوي او یا یې د تر سره کیدو اجازه ورکوي؟ ځکه چې د اسلام سپیڅلی دین، آسماني قانون او د ځمکې په سر هر ډول قانون د داسې وحشي عمل خلاف دی چې دغه ښاغلي یې سر ته رسوي.
بله د حیرانۍ خبره دا ده چې دا کار که دومر ښه وای او مسلمانانو ته یې ګټه رسیدلای نو ولې لومړی ملا محمد عمر، اسامه بن لادن، د پاکستان آی ایس آی لمسوونکي، د طالبانو مشران او نور مجرمین یې په خپلو ځانونو نه عملي کوي؟
آیا ملا محمد عمر، اسامه، ملا فضل الرحمان او یا هم د القایدې نور عرب مشران به دې کار ته حاضر سي چې یا خپله او یا خپل زامن او وروڼه د دغه ننګین او ناروا عمل اجرا ته ولیږي او تر نورو د مخه دغه (جنت) ته ور ننوزي؟
د دې پوښتنو ځواب دا دی چې کلا، و حاشا. هیڅکله به دغه ښاغلي دې حاضر نه سي چې خپل ځانونه، خپل زامن او یا هم خپل وروڼه او خپلوان له ټولو څخه د مخه د دوی په اصطلاح جنت ته ور ولیږي او نه هم کومو لرې خپلوانو ته د دغه راز جنت د حاصلولو لاره ور وښيي.
ښه نو هغه څوک چې د دې ناروا قربانۍ ډګر ته په خوښۍ او یا ناخوښۍ، په رضا او یا بې خبرۍ کې حاضریږي څوک دي؟
د دې خوار ولس هغه ناخبره، ناپوه او مظلوم کسان دي چې د جاسوسي او تروریستي شبکو په ناولو جالونو کې نښتي او د دې شبکو د موخو د سر ته رسولو لپاره د اسلام تر نامه لاندې یې مغزونه وینځل کیږي او بې لارویو ته دعوت کیږي، د خپل هیواد ورانولو او د خپلو خلکو وژلو ته تشویق کیژي. قضاوت ښاغلیو لوستونکیو ته پریږدو چې آیا دغه راز اعمال، افراد او افکار د رحمت پریښتې دي که د عذاب ریښې؟ فاعتبرو یا اولي الابصار


mahboob
14.08.2006

ټولو دوستانو ته سلامونه ;
شاغلې ميوند شه مووکړل چي ليکنه مو پوره کړه ، دحساب په ورځ به ته پخپله دهرتوي ځواب وايي ، هلته به بياد بوش مرسته اودلرغوني په شا ټکول هيڅ کومه فايده ونکړي ، هيله لرم شاغلي لرغوني به دي ليکني ته کتابي شکل ورکړي اودټو ل افغان په کتابتون کي به يي خوندي کړي .


Miwand Patang
15.08.2006

خوژو دوستانو سلامونه!
شاغلي محبوب ته دې وویل سي چې الله پاک دې د نیکې لارې لارشوونه درته وکړي. ستاسو ځوابونه د عجیبو خبرو ډک دي کله دا وایې چې نوره لیکنه بس کړه او کله بیا وایې چې د دغه راز ټکو ځواب به در څخه اخیستل کیژي. زه په دې عقیده لرم چې هر مسلمان او هر انسان به د الله پاک په حضور کې د خپلو عملونو ځواب ورکوي او په دې ډګر کې به تاسو هم وی چې د حق په ویلو مو خوله پټه کړې ده. بله دا چې تاسو سمدلاسه بوش ته ټوپ کړې دي او هغه مو په موضوع کې را ګډ کړی دی خو ما د طالبانو او القایدې هغه عملونه او حقیقي څیره را برسیره کړې ده چې د مظلوم افغان ولس او د دې ځوریدلو خلکو په مقابل کې یې سر ته رسوي. افغانان په دې ښه پوهیږي چې امریکایان چا دې خاورې ته راوستل او چا د کروز توغندیو او بی ام دوه پنځوس بمونو خولې ته وتړل او دغه هیواد یې پرې و نیو؟ ځواب واضح او شکاره دی هغه طالبانو او د القایدې جنایت کارانو چې همدا اوس امریکایان ور څخه په یوه بله خطرناکه لوبه کې د نانځکو په شان کار اخلي. زما موخه دا ده چې د شاغلي محبوب په څیر کسان دې د هغو اعمالو روا والي ته معقوله او له دلیله ډکه لیکنه وکړي چې یو شمیر افراد د پردیو په اشاره دغه راز ناوړه اعمال د دې مسلمان او غیور ملت په حق کې روا ګڼي. پاتې سوه د لاروي صاحب خبره، نه تنها میوند او لاروی د دې ډول ناروا عملونو خلاف دي بلکي د دې مسلمان ولس فرد فرد د پاکستان او امریکا د مزدورانو دغه راز اعمال غندي او عاملینو ته یې دلوی الله د دربار نه جزا غواړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more