نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دمسټر بوش ليوالتيا !!!!!!!!
رښتینی
12.08.2006
وروڼو سلامونه او نيكى هيلى
دنړى مشر مسټر بوش تيره پنج شنبه په جرمنى كى په يوه مهمه غونډه كى ګډون درلود
غونډه دمنځنى ختيځ دروانو ستونزو دايران دايټمى ځواك او دروسيى دمطبوعاتو د
ازادى په اړه وه
واى په دى ماشام مسټر بوش دالمانى مستشارى انجل ميركل ميلمه و
او هغى دوچى خنزير ورته كباب كړى و
داخبر ميدل ايست اونلاين رانقل كړى او خبر اوږد ده خو اريز ټكى يي داده چى
د شاغلى بوش خبرى ټولى په خنزير باندى روانى وى ځكه ده وويل چى دا ډول
خنزير يي بيا چيرته نه دى خوړلى
او ان چى په مطبو عاتى كنفرانس كى يي يوه خبريال ته هم لا وويل چى ما ګومان كا وى
چى دخنزير په اړه كومه پوښتنه كوى
http://www.middle-east-online.com/pictures/biga/_39596_bush.jpg
[img][/img]
نو دداسى مشر په مشرتابه كى به نړى له دى نه له بدترو پيښو سره مخ كيږى او كه نه
لوى څښتن مو دى له شره خلاص كړى داسى څوك به په ټول افغان كى وى چى دى ښيرا
ته امين ونه وايي هههههههههههههه؟؟؟
نقاد
12.08.2006
سلامونه او نېکی هيلې
[quote:48835de0c8]داسى څوك به په ټول افغان كى وى چى دى ښيرا ته امين ونه وايي ...؟؟؟[/quote:48835de0c8]
نه ! ګومان نه کوم چې وي به ، دعا کوه چې نه وي ، او که نآ ، چيرې وي ، يَره حامد صيب نه به وي ، خدای خبر که وي ، ورک يې که ، که چېرې وي نو، خوښه دې نه ده (؟) چې د خدای په قهر يې وسپارې او بيا يې هډو نوم په خوله وانخلې ؟؟؟
هو ، نړۍ دې خدای له بوش نه خلاصه کړي خو دغه بوش ناولی مردار خور دې خدای د خنزير له مردارې غوښې نه خلاصوي ، د انګېلا سره يې خوري او که د خپلې غونډې منډې ، ګردې مردې خويې پيې تنکۍ سپينې نازنينې سره يې خورې ، خوري دې ! والسلام !
larghonay1
13.08.2006
ګران حامد جانه سلام .
ستاسو له ليكنې خو داسې معلومېږي چې بوش ستاو ،بلكې د ټولې نړۍ مشر دى او يوه نيمګړتيا لري هغه هم د خنزير يا د وچې د خنزير د غوښې خوړل دي؟
بوش خو عيسايي دى او د هغوى په اوسني دين كې د خنزير غوښه خوړل روا دي.
بلكې ښه خورا ك يې همدا دى.
كوښښ وكړه چې د دغه بوش اوش نورې نيمګړتياوې په ګوته كړې چې نړۍ ترې بېزاره شي.
د خنزير غوښه خو له مسلمانانو پرته ټوله نړۍ خوري .
او كه بوش دغه مرداره غوښه ونه خوري بيا څنګه ؟
خلك به يې مشري ومني؟
رښتینی
13.08.2006
محترم لرغونى صيب او نورو يارانو سلام
ياره لرغونى صيب خواشينى دى كړم په دى پوهيږم چى خنزير ددوى مرغوب خوراك دى
خو ته زماپه موخه نه يي پوهه شوى ما دبوش ډيره لويه نيمګړتيا نه يواځى په ګوته كړى ده
بلكى په ډانګ مى پييلى ده هغه دا چى دنړى په نا ارامه او دى سختو حالاتو كى ده په يوه
ډيره مهمه غونډه كى يواځى دخنزير له غوشى سره ليوالتيا ښكاره كوله !!!!!!!!!
او زياتى خبرى يي په دى پليتى باندى را څرخيدلى
او بل دبوش دمشرتوب خبره مى په مسلط حقيقت باندى ولاړه ده نن په نړى كى څوك دبوش
او امريكايانو له امر پرته څه كولى شى ؟؟؟؟
نور دى په څښتن سپارم
larghonay1
14.08.2006
حامد صيب كور مو ودان .
زه ستاسو دلوړ احساس هركلى كوم.
ما درسره شوخي كړې وه .
په رښتيا چې بش ډېر بې عقل او مغرور انسان دى . دى ظالم به د وخته له ميدانه تښتيدلى وى خو كه كونه پيخ ټونيبلير ورسره نه واى.
ستا دا خبره سمه ده چې د بوش مشرتوب په مسلط حقيقت ولاړ دى خو دا چې زور مو نه رسېږي نو په خوله به لاس ږدو او دا به نه وايو چې مشر مو دى.
نه پوهېږم د چا شعر دى خو خوښ مې دى وايي:
وروركه داورځې به هم تېرې شي
چې مونږ ژړېږو دوى رمباړې وهي
دغه د وخت ليوان به ټول عدم شي
نن چې زمونږ غوښو كې داړې وهي.
رمباړې ژړا ته هم وايي اود خره غوندې ينګيدو ته هم . چې دلته يې دغه دويمه مانا راغلې ده.
کټوازی
14.08.2006
ګرانو وروڼو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
ما خو ويل چې دلته له موضوع سره يوه ټوکه وليکم ، ځکه چې په سياسي بحثونو کې هسې هم له جدت او شدت څخه زما سر خوږېږي ، خو هغه چې هسې هم د وطنمل صيب او لاروي صيب له خوايي د ړنګېدو چانس زيات وو بېر مې ته راونيوله ، او بس د حامد صيب پر ښېرابه امين ووايم !
او دا شعر هم خدايزده چې د چا دی ؟ دلته يي د موضوع پۀ تړاو راوړم ،
تعبير يې کړی ما پر ظالمانو به چپه شي ،
کاکل يې ما بېګا پۀ خوب پرېشان ليدلی دی
او ګران لاروی صاحب !
[quote:c13865c48e]رمباړې ژړا ته هم وايي اود خره غوندې ينګيدو ته هم . چې دلته يې دغه دويمه مانا راغلې ده[/quote:c13865c48e]
رمباړې غوايي وهي ، هنګاري خرۀ وهي ! لږ خو د ژبې خيال ساته کنه ! :oops: :oops: ( ټوکه ده چې خپه نه شئ )
ستاسې صميم
larghonay1
14.08.2006
صميم صيب سلام.
مننه وروره په رښتيا هم رمباړي د غوايي وي خو دا چې زما بوش ته ډېره غوسه راغلې وه نو غوى مې ترې بهتر اودخره هينګار مې ورسره مناسب وباله .
او تاسو چې كوم شعر ليكلى هغه دارواښاد استاد ګل پاچا الفت دى:
تعبير يې كړى ما په ظالمانو به چپه شي
چپه كاكل مې خوب كې د جانان ليدلى دى
لاروى