وطن پال او نور ګټور شعرونه
پکتیکادتا خو خاوره مېړنۍ ده
أبوخليل
11.08.2006
[color=red:e2477d1232]پکتیکادتا خو خاوره مېړنۍ ده[/color:e2477d1232]
غزېــدلیه له ښـــرني تر ممۍ ده ----------------- هر غلیم ته د غلجیو پټګنـــــــۍ ده
دا زانګو ده د باتــورو اتــلانو ------------------ آرامګاه د فتیح خان او دشاشۍ ده
داده مېله د پــیاوړو برېــتورو ------------------ د قــومــونــو د شـملو او د پګړۍ ده
پناهګاه د هر بېوزله فراري ده---------------- مېلمستون د هر لاروي لا پخوانۍ ده
دا د هري پښتنتې د سرپړونی --------------------- دا د هر غریب د سر یوه شړۍ ده
ته د ټولي پښتونخواه آب حیات یې ------------- پکتیکا د تا خو خاوره میړنۍ ده
هر غلیم د په ګونډو دی څملولی ------------------ خېزولي د په هر فرنګ غدۍ ده
دلته هر ساه لنډي تاکي ساه اخیستي ---------- هر میدان کي د تا مرسته ګړندۍ ده
تاکي هر بې لاري شوی په لار درومي ------------ هم په پت او په عزت هره خدۍ ده
لویه ربه ته یې ساتې له آفاتو ------------------- څو ولاړه د سلیمان یوه کېږدۍ ده
[color=red:e2477d1232](قدوسي)[/color:e2477d1232] به د تر هغه وخته ستایې --------- څو په پښو کي یې د ژوند یوه څپلۍ ده
[color=#444444:e2477d1232][/color:e2477d1232]
Anonymous
12.08.2006
دخلیل ګل پلاره ستړی مه سې
شعر خو دی ډېر ښه جوړ کړئی
خو فتح خان دی ولا که پېزنم او د شاشۍ نوم می اورېدلی زما په خیال هغه شاشۍ کمرانی تاسو ښودلی ده کوم چې د غریبانو پخې کټوي بې په زور له کوره ..............
[img:d681bd04a0]http://www.geocities.com/ghowazan/paktika.gif[/img:d681bd04a0]
ګلامخان
12.08.2006
دپکتیکاولایت ګرانووروڼوسلامونه دغومبرخولې په شان لوړلوړسلامونه !
افرینونه دی وی په دواړو اوپه ګړنګـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن
لکه زه اوزماکمپیوتردومره لری لری سلامونه خدای مولره
Anonymous
12.08.2006
یاره په نېکي یی یادوم یحی خیل جانه قربان شم
ستا د سلام جواب په والیکم باندی درکوم زه د کټواز نه یم زه اندړ یم
ګوره خوله سمه راسره چلوه کنې ولا که ډک جیب په کټواز درسم
ګړنګن ته وس اجازه ورکه
ګلامخان
12.08.2006
ګړننګنه سلامونه !
بس اندړورځ په ورځ هوښیاران کیږی داسړی خوماته وښیه کوم چې چلونه درته ښی :twisted:
زړمې درته ښه وه :lol: چې راشې ځه خیرده که نورڅه نه وه یوکمپیوترخوبه نوی کړم
بس نوزه هم کوښښ کوم ترڅودستاسودچلونوددفاع لپاره بیرته یواندړګیرکم خیرده که یی جوب خالې وه هم پرواه نکوی
Anonymous
12.08.2006
یاره دی نادر خان کټوازی خپل راملمېږې
ځکه داسی ځیرک ېې
او چل خو اندړ نورته ورښی ځکه جې شیطان می غلط کړي ده
کار خلاص شو کوټې ته روان یم
فقط سلام
ځوابي لیکنه
أبوخليل
12.08.2006
زماګرانه وروره کړنګن او نورو وروڼو ته چي دلته یې خپل نظرونه وړاندي کړي
السلام علیکم
ځما شعر چي پوهېږم تاسي پوښلی وو در ځخه یو جهان مننه کوم الله د نور هم په هنر او زده کړو کي برکت واچوه پاته شو ستاسو د پوښتني په هکله شاشۍ کمرانی وو چي د خپل وخت نامتو قهرمان وو اوس هم لا خلګ په خپلو خبرو کي یو بل ته وایې : (( څه شاشۍ د له ځانه راته جوړ کړی دی ؟)) او فتح خان مشهور سردار فتح خان چی چي په ممۍ کي هستوګن وو په قوم خدایداد خیل وو او څوک یې خان فتح خان مرحوم بولي د لوړ مقام څښتن وو او خلګ اوس هم د هغه له مزار ځخه خوړدې وړي ښه د کرامت خاوند شخصیت وو الله تعالی د په ټولو مردګانو رحم وکړي .
ستا تعارفي نوم که واړوې ښه به وي ځکه چي ګړنګن ځما په خیال هغه چا ته ویل کېږي چي له پوزي ځخه همیشه شین ګړنګ راوتلی وي ، ګړنګن تر غوزن یوه رتبه پورته وي ته خو ماته ډېر ښه سړی معلومېږي مهرباني به د وي که دا نوم دوهم ځل نه ولیکې او خپل تعارف راته وکړې په درناوي . ٭٭٭٭٭٭٭٭ أبوخلیل
Anonymous
13.08.2006
[color=red:e0e61deb94]واعلیکم دی سلام[/color:e0e61deb94]
د خلیل جان پلاره له خوړدو خو دی پیر صیب مرید راته معلومېږې شاشۍ صیب دی مارزک اکا نیکه له الفه تر ي پوريی پېزنم خو بېتره دا د چې خبری پرې وو نه کو.
پاته شوه د نوم خبره یاره ګله دا نوم خو هسی يوه ټوکه ده که ستاسو نه خوښیزي نو بیا بېخي فورم ته نه راځم
او لدې نوم څه می هیلت دا د چې خلګ ځان ته موخاطب کړم او تنقید راباندی وکي
چې څه نا څه ځیني زدا کړم
او بس
بښنه له ټولو يارانو
ځوابي لیکنه
أبوخليل
13.08.2006
ورورکه بیا السلام علیکم
خوشاله شوم چي بشپړ معلومات په هره ساحه کي لرې زه د چا مرېد نه یم خو ما د عامو خلګو درته لېکلي وو چي د سردار فتح خان مرحوم له مزار ځخه خوړدې آخلي او د خلګو په نظر د تبرکاتو او فیوضاتو څښتن وو نور به الله تعالی علم لري او دا چي ته د تنقېد لپاره ځان ګړنګن نوموې نو د تنقید ځایونه خو شته چي زه ستاسي پام ورته را اړوم :
هر وخت خپل لیک په [color=red:5fdd36cb47](( السلام علیکم ))[/color:5fdd36cb47] او ځوابي لیکنه په [color=red:5fdd36cb47]((وعلیکم السلام))[/color:5fdd36cb47] پیل کوه دا هغه مسنون توري دي چي الله تعالی تاته په هغه اجر او ٍثواب درکوي .
ستا په املاء کي څه نېمګړتیاوي شته که د هغوی د سمون هڅه وکړې ستا د لیکنو ښایست به نور هم زیات شي لکه [color=red:5fdd36cb47]موخاطب[/color:5fdd36cb47] (مخاطب) او داسي نور
الله تعالی د مل او د هغه مینه د درمل شه والسلام[color=#444444:5fdd36cb47][/color:5fdd36cb47]
Anonymous
13.08.2006
وه دی خلیل پلاره له ډیرو سلامو می اتی په سر درد ده ستاسو مخ ته دي سلام وي
یاره د بابوخیلود ملا شیربت ښاګرد راته معلومېږې
د هغه هم بې سلامه بل کار نسته د مجاهدینوټولی روپی يی غلا کړې.
خیر ما ټوکه کوله سلام خو سنت ده تاسو ښه خبره کوی.
بله خبره زما پوښتو سمه نه ده زده هغه دی صمیم غوندي د مردارعظم غیڼڼڼڼڼ می په لاس کی نیولی ده .او جانانه هغه دی سردار فتح خان لیږ معلومات که راکړي کور ودانی په دی وي
خدای دی وکی چی تاسو او نور ملګری خفه سوي نه وي
ستاسو غوزن