د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
سپیلني
      مازدیګر
      11.08.2006
    
زه په غرونو کی لوی شوی غرنی يم
لوګی    کیږمه ښکلاته سپیلنی یم
سل کرته ازموینی ولی غواړی
وخته ښه دی پیژندلی پخوانی یم
زندانونه زولنی دی زاړه  شوی 
زه دعشق د کوڅی نوی لیونی یم
میخانه دی خالی کیږی او ډکیږی
ساقی زه دی کینولی  پرونی یم
دهجران غمونه ګا لم په کلونو 
دوصال یوی شیبی ته ټکني یم
دراتلو زیری دی راغی ته رانغلی
(نور)دلاری په سر ناست سهارنی یم