د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا اوس د افغان ـ انګليس څلورمه جګړه ده ؟

روان
10.08.2006

ښاغلو !
اوس خو هم انګرېزان او هم امريکايان زموږ په هېواد کې په هر نامه چې وي مېشته سوي دي . ايا دهغوی سره دغه روانه جګړه يا تاو تريخوالی چې را روان دی، داد افغان او انګليس د څلورمي جګړې پيلامه ګڼی او که څنګه ؟
په در ناوي
غروال صاحب دي لومړی ځواب ووايي !


روان
11.08.2006

محترم غروال صاحب
زما مقصد دادی چې نن خو نه امريکايان او نه هم انګرېزان دا وايي چې موږ دي دا هېواد اشغال کړی وی نو د هغوی سره د غه جګړه او هغې ته نارې وهل چې افغانان ورباندي وژل کيږي او دهغوی و ملکي شتمنيو ته ضرر رسيږي دا څه معنی لري ؟
په درنښت


م ن غروال
11.08.2006

ښاغلی روان ورور سلامونه ومنئ!
په يو شي مونږ ټول پدې سره قانع يو چې پردي که هر څومره هم د وروری چيغې ووهي بيا هم د خپلو ګټو بل چا ته نه تيريږي٠ دا يوازې افغانان دي چې يا شعوري او يا غيرې شعوري د خپلو ګټو په پرتله د پرديو ګټو په چوپړ کي وي٠ په هر حال!
کله چې پرديو ته په ړومبي ګام کي خپلې ګټې مطرح وي نو بايد مونږه تر وسه د خپلو مجبوريتنو پر بنسټ کوښښ دا وي چې ددوئ په ګټو کي خپلې ګټې ولټؤ او پيدا کړو چې په څه کي مو ګټه ده او په څه کي مو تاوان دي٠
زمونږه د افغانانو وژل نړۍ ته په تېره بيا امريکا ته دومره ارزښت هم نلري لکه يو عادي امريکايی او يا انګليسی ځنګلي وحشي ژوی! ددوئ هدف يوازې او يوازې د سيمي لاندې کول دي چې په شکل د اشکالو يې د غربيو او بې وزلو هېوادو څخه ګټې پورته کوي٠ انګريزانو د هغه متجاوز انګليسي قبر چې د کابل بابر بڼ تر شا پروت دي بيا له سره جوړ او ترميم کړ او د هغه د مړيني کاليزه او نورو انګريزي مړو ياده يې زمونږ په هېواد کي تازه کړه٠ دا داسي معنی لري چې د جرمنې ولسمشر په روسيه کي د خپلو فاشيستي عساکرو د مړو د ياد احترام وکړي٠ نو ټوله نړۍ به يې د يو فاشيست په نوم وپيژني او تر اوږدې مودې به په لويديځي ميډيا پدې هکله ډيري زياتې خبرې بحثونه او ليکنې ولري خو د افغانستان هېواد په هکله خپله افغاني ليکوالو او سياست پوهانو تاريخ ليکونکو او نورو د حکومت لوړو چارواکو اصلاً يوه کلمه هم له خولې ونوته٠ د انګريزانو ککری لاتراوسه د پښتنو په سيمه کي ورکې دي او لا ددوئ ورپه ياد دي چې پښتنو څرنګه په لوڅو پښو او په لوږو ګېډو او د خپلو سرو په بيه له وطنه ځانونه قربانوي٠ دا د طالبانو په وخت کي هم په زرګنو تنکي واړه پښتانه ماشومان دوئ وليدل چې څنګه په هغه شليدلو څپليو او چاودو پښو د الله اکبر په نعرې ځانونه قربانول٠ دا چې طالبي مشرانو څرنګه له دغو غيرې سياسي او په اسلام مَينو تنکيو ځلميانو ناوړه ګټه پورته کړه او د خداوراستي په ميدان کي يې د نامردو دتوپک خولو ته وبرابر کړل دا نورې پيچپړې دي چې هغه هم ټول د لويديځ پلانشوي سياسي نظامي نقشې وې چې د پاکستان په لاس او دعربو په پيسو د افغانانو د سرو په بيه سرته رسيدي٠
اوسمهال که مونږه يوازې دا تبليغ کړو چې د انګريزانو په مقابل کي او يا د امريکايانو په مقابل کي جګړه رواه ده او جګړو ته خلک تشويق کړو له بده مرغه مونږ داسي سياسي بل مشر چې د نړېوالې ټولنې لخوا به ومنل شي او يا به هم دا جګړه کي څوک د روسانو د راتګ په وخت اقتصادي او نظامي مرستې راسره وکړي، نشته٠ او د طالبانو غوندې به په دومره لويه نړۍ کي يوازې پاتي ؤ چې په دا ډول تنهايي صورت کي او په دا ډول تش لاس کي برۍ ناشونۍ دي٠
نو له دغه امکانه چې ليکنې کولاي شو خپل غږ تر پارلمانه رسوی شو د نور وطنپالو مشرانو سره دننه په هېواد کي د خپلو ستونزو په هکله راکړه ورکړه او راشه درشه کولاي شو او خپل غږ د مطبوعاتو له لارې د مظاهرو له لارو د حکومت لوړپوړو چارواکو ته رسوئ شو او خپله په دغه لار کي دننه په هېواد کي کولاي شو وطنوالو ته د خدمت وسيله وګرځو او داسي نور ډير امکانات شته چې لدې فرصته د يوه راتلونکي قانوني افغاني حکومت په جوړولو به بريالي شو٠ نو غوره ده چې دا موقع په مفته کي له لاسه ورنکړو٠
لدې فرصت څخه ګټه پورته کول داسي معنی نلري چې څه امريکې او لويديځې نړۍ امر کاوه مونږه يې سرته ورسؤو بلکه مونږ به اولسواکۍ خواته مخ کؤو او د يو اولسي حکومت جوړولو په لور به ګام په ګام پر مخ ځو٠ که مونږه پدې لاره کي برۍ تر لاسه کړ نو نه انګريزان او نه هم امريکايان به داسي د اوس په شان له افغانستانه د خپلو نظامي پرکتيکو ډګر جوړ کړي٠
د هغه وخته چې دوئ خاورې ته بې ٥٢ په زور راننوتې دي دا دې پنځه کاله تيريږي چې د هغو مرستو نارو او بغارو آثار خو نه ليدل کيږي دا يو څو ودانۍ چې شته لومړۍ خو دا چې په هيڅ درد مو هم نه خوري او بيا دا خوپه شخصي لګښت خلکو ځان ته جوړ کړي دي ٠ نو امريکايانو + انګريزانو تر وسه يې کوشش کړئ دي چې اوضاع راته خړه پړه وساتي٠ او دوئ دي چې اوس يې خپل ګوډاګيان د حنيف او کلبي په نومو د طالبانو نمايندګان جوړ کړي او بي بي سي تمامه ورځ همدا راپورنه خپروي چې ټول افغانستان وضع طالبانو را خراپه کړيده او ځانمرګي بريدونه کوي او داسي نور، په داسي حال کي دا ټول د CIA په مستقيم هدايت او پروګرام تر سره کيږي٠ که داسي زر ټول هرڅه په کرار شي او مونږه هم د يوه قانوني او مناسب د حال سياسي نظام جوړ کړاي شو نور خو د امريکې ډرامه (طالبان القاعده تروريستان او وغيره پروپاګنده) پاي ته ورسيده خو په خپله مخه به ځي نور خو د پاتي کيدو هيڅ هم نشته٠ نو دا علت دي چې دوي زمونږ په سرو وينو او ناموسو لوبې وکړي او مونږه هم له بده مرغه کله د طالبانو ډول ته په ګډا شو چې ولا لکه چې ملا عمر بيا راډګر ته شو او يا خو امريکايان راغلي دي وطن به راجوړ کړي او يا نن سبا استراليانور عساکر هم راليږي، نو فکر به کؤو چې ولا عجب زمونږه له غمه مړه دي،خو واقعيتونه نور څه دي٠
زمونږه ټوله دومره د ليلی مجنون کېسو ويل يوازې او يوازې ددې لپاره دي چې مونږه افغانان په خپلو کي بايد يوه داسي سياسي تفاهم ته سره ورسيږو چې که کيڼ دي او که ښي، پوه شو چې نور که خپلو کي سره د خپل هېواد په خاطر مو يو او بل ته لاسونه سره ورنکړل نو دوئ به وي او پر مونږ به هم ملنډې!
لکه څنګه چې نه مو روس په درد وخوړ او نه هم پاکستان او ايران، نو :
همداسي مو نه امريکايان په درد خوري او نه هم انګريزان!
او که افغان انګريز څلورمه جګړه هم وي نو مونږه بايللې ده او هغه هم ښه په نره!
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more