د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپولیسودنده دخلکوامینیت دی که دهغولوتول اورټل

pattang
08.08.2006

له بينوا څخه :
ميرويس عمرخيل
كابل ، وزير محمد اكبرخان مينه ، ۱۳۸۵،۵،۱۵
په افغانستان كې د كورنيو جګړو پرمهال ، په داسې حال كې چې په هېواد كې د امنيت، سولې، ثبات ، قانونيت او ولسواكي ځاى ، غلا ، انسان وژنې، ترور او غيرقانوني كارونو نيولى وو، او خلك په رڼا ورځ دافغانستان په پلازمينه كابل كې د شخصي وسله والو ډلو لخوا لوټل كيدل، او د هغوى څخه هر څه ،په زوره اخستل كيده ، په همدې ترتيب دغه وضعه د هېواد په ډېرو سيمو كې واكمنتيا درلوده .
خو په هغه وخت كې لوى لامل دا وو چې هېواد د اور په لمبو كې سوځيده ، استاد برهان الدين رباني د هېواد هغه جمهور رئيس وو چې دده حكومت صرف د ارګ په ماڼۍ چار چاپير چليده ،دده د ناتوانۍ ښه بيلګه داده چې دده په وخت كې د يو چا لور وسله والو مليشو تښتولې وه ، د جينۍ پلار عارض شو ، چې دده لور له وسله والو مليشو څخه وژغورل شي ، د عارض په عريضه كې د ارګ قلا مشر ، احكام وركړه او ورته يې وليكل (( قومندان صاحب دختر عارض را بدهيد )) . او بس
په كار دا وو چې دارګ قلا مشر د يو چا د ننګ ناموس د ساتلو لپاره پرځاى او اړين ګامونه پورته كړي واى ، خو دا كار يې له وسې پوره نه وو ، ځكه دده حكومت غيرقانوني او صرف د ارګ د ماڼۍ په چارچاپيره كې چليده او دده كابينه ،د استاد رباني حكومت ،دده د څنګ له كوټو او خونو څخه رهبري كوله .
هغه وخت چې د كابل ښار او نورو سيمو بې ګناه انسانانو د خپل ژوند او ناموس د خوندي ساتلو لپاره د هېواد ختيځو ولايتونو ته كډوال كيدل ، نو ددوى د كډوالۍ او مهاجرت پر لارو شخصي خپل سرو غلو ځاى نيولى وو ، او هره ورځ به يې د سل ګونو بې ګناه انسانو ، ننګ ، ناموس ، شتمني او هر څه لوټل .
قوماندان زرداد يو له هغو وسله والو كسانو څخه وو چې ده د بې ګناه انسانانو د ځورونې او شكنجې لپاره له خپلو وسله والو څخه سپيان جوړ كړي وو او بې ګناه خلك به يې په خپلو سپيانو داړل او له هغوى څخه به يې هر څه د سپيانو په زور اخستل .
د نوموړي قومندان د لوټونې مركز د سروبي ولسوالۍ په دښته كې وو ، او ترهغې به مسافرو او كډوالو له خپل ژوند څخه تمه نه درلوده، ترڅو چې د سروبي له ولسوالۍ څخه د ختيځو ولاياتو پولو ته داخليدل .
په نړۍ كې د سياست دلوبې ننداره بدله شوه ، افغانستان هم د سترو بدلونونو او سياسي تحولاتو پر پله پل كيـښود ، هېواد لږ څه له جګړې څخه ارام شو ولې بيا هم د وسله والو وېره پرځاى پاتې شوه .
پرون كه روسي ډوله اولوتكه د استاد رباني وتل تر كولابه بدرګه كړه، نن ښاغلي حامد كرزي له امريكايي ډوله الوتكې راښكته او د هېواد ولس مشر وټاكل شو دافغانستان مظلوم ملت دې دواړو پېښو ته لبيك ووايه چې ورسره ستر بدلونونه رامنځ ته شول .
ښاغلى كرزى د خلكو په رايو وټاكل شو، او ملت سره يې د وفادراۍ ژمنه وكړه ، چې ملت به له وسله والو ،شخصي مليشو، او ټوپكسالارانو څخه ژغوري ، دده هڅې په ځينو ځايونو كې د پام وړ وې ، ولې بيا په ډيرو ځايونو كې دخلكو امنيت ، قانونيت ،سوله ثبات ، او په رڼا ورځ له خلكو څخه د پيسو اخستل، د خلګو په ذهنيتونو كې د يوې پوښتنې په توګه تر اوسه بې ځوابه پاتې شو .
د سروبي لويه لار بيا هم له لو ټونې د خلكو څخه د پيسو له اخستلو له دود څخه وروسته پاتې نشوه، پرون كه غير قانوني وسله والو غلو د خلكو څخه پيسې اخستلې، نن د ښاغلي كرزي ملي پوليس په عصري او قانوني بڼه له خلكو څخه په رڼا ورځ غير قانوني پيسې اخلي .
د كابل سروبي لويه لار چې د هېواد د چارواكو د بې كفايتي له امله يې د بيا جوړولو كار په كلونو كلونو وځنډيده ، او دغې لارې بيا هم دتير په څير ډير بې ګناه انسانان له ځانه سره خاورې كړل، كله كله بيا مسافرو د اړتيا له مخې د( لته بند ) وژونكې لار بدلوله او د كابل ماهيپر په لار، كابل ښار ته ننوتل .
ځينې وخت بيا ددغې سيمې بعضي پوليس له خلكو سره د نرمۍ نه كار اخسته ،ولې ځينو وخت بيا نورو پوليسو د مسافرو څخه د پيسو اخستلو ، وهلو ، سپكو سپورو او نور پوچو خبرو څخه وروسته پاتې نشول .
زه څو ورځې د مخه په همدغه لار كابل ته راغلم ، دموټر چلوونكي مونږ سره يې د ننګرهاره څخه تر كابله د ماهيپر پر لارې د تللو ژمنه وكړه او په بدل كې يې له مونږ څخه د نورو ګاډو په پرتله ډېرې پيسې واخستې ، همدغسې وشول ، زمونږ موټر د پوليسو دپاټك ترڅنګ راورسيده ، يو تن پوليس چې كلاشينكوف يې په غاړه وو،او يو غټ لرګى يې هم په لاس كې وو، پرموټر يې ګزارونه پيل كړل او له خولې څخه يې د كلي د ماشومانو د شخړي په څير سپكې سپورې او كنځلې راوتلې ، خو وروسته د موټرچلوونكي ورته د خپل لاس په موټي كه پيسې وركړې، نو بيا د عسكر وضعه بدله ، او مونږ ته يې د تلو اجازه راكړه .
ما موټر چلوونكي ته وويل (( وروره د هغې كوټې ترڅنګ د پوليسو مشرارامه ناست دىاو تاته دا بد اخلاقه عسكر اجازه دركړه ؟ د موټر چلوونكي وويل (( هغوى په خپلو كې سره پوهيږي )) مانا دا چې مشر پكې لاس لري .
تيره ورځ د ننګرهاره څخه زما يو ملګري ماته زنګ را ووهه، چې زمونږ د كورنۍ غړى د جرمني څخه ميلمانه راغلې وو، او اوس كابل ته راځي او كيداى شي چې ددوى تګ د جرمني په لوري د غرمې په دولس يا يولس بجې وي او الوتكه د كابل څخه الوتنه كوي او هغوى بيرته جرمني ته ځي .
ما ورته وويل سمه ده وروره زه به يو چاته ووايم چې ستاسې دا مشكل حل كړي ، ما د ولسي جرګې يو تن وكيل داكترصيب نعمت الله ته زنګ وواهه ، او مشكل مې ورته بيان كړ چې دغه خلك نن جرمني ته سفر لري او الوتنه هم همدانن غرمه ده ، ته كه چاته ووايې چې دغه خلك راپريږدي .
دوكيل صاحب دې كور ودان وي خپله هڅه يې وكړه ، په همدغه شيبه كې ماته هغه ملګري د سروبي له ولسوالۍ څخه زنګ راووهه ، ماته يې وويل (( وروره هغې عسكرو او پوليسو له مونږ سره ناوړه چلند وكړ او مونږ ته يې سپكې سپورې وويلې ، زمونږ په مخكې يې هغو ګاډو ته چې پيسې يې وركولې هغوى يې پريښودل ، او چې مونږ ورته وويل چې ميلمانه يو، مونږ مشكل لرو ، مونږ ته يو تن بد اخلاقه عسكر وويل (( ځئ لاس مو خلاص ، والي ، قومندان د امنيه د ټولو لاس خلاص ، ورشئ وزير د داخلي ته ووايئ چې مونږ دا خلګ نه پريږدي ، هر چيرته چې ځئ لاس مو خلاص. او نورې سپكې سپورې……؟
زما ملګري ماته وويل وروره مونږ اوس د( لته بند ) په لاره مزل پيل كړ خداى په امان .
رښتيا ددې خبرې په اوريدو ډير خواشينى شوم ، او زړه كې مې وويل ، كاش چې پيسې مو وركړې واى، تاسې ولې د خپل مشكل خبره مو ورته وكړه ، ايا تاسې پردې پوليسو د جرمني د پوليسو ګمان كوئ كه څنګه ؟ بيا مې وكيل صاحب نعمت الله ته زنګ وواهه ، هغه ته مې وويل (( داكتر صاحب ته ځان مه په عذابوه هغه ميلمنو ته پوليسو سپكې سپورې وويلې او هغوى اوس د( لته بند) په لاره راځي .
مونږ همدغه خبره د ولسي جرګې يو بل وكيل توكلزي صاحب ته چې د سروبي د والسوالۍ اوسيدونكى دى وكړه ، وكيل صاحب وويل (( وروره مونږ ته هم په ورځ كې په سل ګونه كسان ستا په څير شكايتونه كوي څه وكو ، اوبه له پاسه راخړې دي ، تاسره زه موافق يم دغو خلګو كې دا كارونه شته، له مشر نه نيولې تر كشره ټول …….؟؟؟
په همدې وخت كې د لغمان ولايت يو تن وكيل مولوي صاحب الرحمن هم له مونږ سره خواخوږي وكړه او وې ويل ، وروره زه چې وكيل يم څو ځلې راسره د پوليسو له خوا بد چلند شوى ، ګيله مكوه ، عسكر او پوليس ملامته نه دي ، چې خلكو نه پيسې اخلي ، او خلكو سره بد چلند كوي ، ټوله مامله له بره نه خرابه ده هغوى ټول ……؟؟
له ځانه سره مې وويل (( هلكه د ولسي جرګې د وكيلانو سره په كابل كې پوليس بد چلند كوي ، او په ځېنو ځايونو كې وهل كيږي ټكول كيږي ، سروبى خولا د زرداد قومندان د وخت نه ښه نوم نه لري .كيداى شي پوليسو باندې تاثير يې كړي وي ځكه دټولنې پوهان وايي چې چاپيريال پر انسان اغيزه لري .
په اخر كې خداى ج ته د دوعا لاس پورته كووم چې خداى دې هغو ټولو پوليسو ته هدايت و كړي ،كوم چې د كرزي د قانوني حكومت په دوره كې ، د استاد رباني د غيرې قانوني دورې په څير كړنې او كارونه ترسره كوي ، او خداى دې هغه ورځ نه راولي چې خلك د سروبي دولسوالۍ څخه د تيريدو په وخت د هغه پخوانۍ لارې وهونكي قومندان زرداد ترخې خاطرې په ياد كړي .
او زمونږ پوليس هم په دې وپوهيږي چې ، د افغانستان پوليس ، مونږ او نورو هغو كسانو چې د كرزي د دولت ملاتړ مو كړي ،د طالبانو لخوا مونږ او تاسې ته د مرتد او منافق په سترګه كتل كيږي .
پس خداى ته وګورئ لږ ځانونه اصلاح كړئ ، او د طالبانو د بيا واكمنۍ لپاره لاره مه پرانيځئ، ځكه هغه وخت هم قومندان زرداد په دغه لاره كې خلك يې وژل او لوټول،، چې خداى ترې هر څه واخيستل ، نور نو تاسې پوهيږئ او خپل وجدان مو چې هر لاره درته ښه ښكاري ، د زرداد د وخت لوټماري او كه د طالبانو بيا راتګ …….؟ بيا به همدغه پښتو متل بس وي، څه ښه وايي چې ( نه به ته يې او نه به زه …..؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more