د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وايي چې حكومتونه په يوه سترګه ړانده وي

larghonay1
07.08.2006

[color=red:a31959636a]افغان حكومت په غبرګو ړوند دى [/color:a31959636a]
په فولكلوري كيسو كې مو اوريدلي وو چې حكومتونه په يوه سترګه ړانده وي خو عجيبه دا ده چې د كرزي صيب حكومت په غبرګو ړوند دى.
نه پوهېږو چې دغه حكومت به له پښتنو څه غواړي؟
ځكه له يوې خوا د ملي پيوستون ، روغې جوړې او ملي وحدت چيغې وهي او له بلې خوا په لوى لاس پښتانه مجبوروي او د دولت مخالفت ته يې اړباسي .
دا خبره ځكه كووم چې كرزي خان د افغانستان له پاره د بهرنيو مرستو د جذبولو، وېشلو او لګولو مسؤول د ده مرستيال كريم خليلي ټاكلى دى، يانې له بهر نه چې د افغانستان سره كومې مرستې كېږي د هغوى له پاره وړ ځاى به كريم خليلي ټاكي.
څو ورځې وړاندې يې وړانديز كړى و چې د وچكالۍ ځپلو ولايتونو سره بايد مرسته وشي . ځكه چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
اخر معلومه شوه چې دغه وچكالۍ ځپلي ولايتونه يوازې ديارلس شمالي ولايتونه دي چې څه باندې [color=blue:a31959636a]شپږ اويا مليونه ډالر [/color:a31959636a]يې يوازې دغو ديارلس شمالي ولايتونو ته ځانګړې كړل.
په داسې حال كې چې وچكالۍ په ټول افغانستان منګولې خښې كړي او هيڅ داسې سيمه به نه وي چې له وچكالۍ خلاصه وبلل شي.
دا هم ويل شوي چې د ميدان وردګو والي هم غوښتنه كړې وه چې د وچكالۍ ځپلو ولايتونو په ليست كې يې ونيسي خو د خليلي په اند ميدان وردګ ولايت كې وچكالي نه بلكې له ډېر لنده بل څخه نور جبه جبه يا چينې چينې دى.
دا لومړى ځل نه دى چې كرزى صيب د هيوادوالو تر منځ د مور او ميرې سلوك كوي.
دوه كاله وړاندې د كابل شاوخوا سيموكې دپسرلي په موسم كې د ډېرې سختې يخنۍ له امله ميوه لرونكې ونې زيانمنې شوې چې كرزي صيب يوازې د پروان ولايت له پاره په هره ونه څو ډالر اعلان كړل او تر څنګ نورو هغو ولايتونو لكه ميدان وردګ، لوګر او تګاب نجراب چې ميوه لرونكې ونې لري او همغې يخنۍ له پروان څخه زياتې څپلې وې ورته خړ خړ كتل.
مونږ نه وايو چې له پروان ولايت سره دې مرسته نه كېږي، بلكې وايو چې د [color=darkblue:a31959636a]يو بام اودوه هوا[/color:a31959636a] چلند دې نه كېږي.
د دې سره سره كرزي صيب په خپله څلورنيم كلنه دوره كې په هلمند او ننګرهار كې د كوكنارو پر كر كيله سخت بنديز لګولى و په ځانګړې توګه په ننګرهار كې چې ان خبره د زهرجنې دوا تر پولې ورسيده چې هم يې خلكو ته د كوكنارو سره سره نورې كروندې او ميوه لرونكې ونې ورخرابې كړې او هم يې په بېلابېلو ناروغيو اخته كړل.
اوپه هلمند كې يې هم په همدې اړه مرګ ژوبله وكړه.
همدا راز د هيواد په ډېرو سيمو كې د حكومت د بې غورۍ له امله هيڅ حكومتي اسانتياوې نشته .
د بېلګې په توګه د هلمند په اكثرو ولسواليو كې له دې سره سره چې ښوونځي تړلي ، د ناروغانو د درملنې له پاره هيڅ كلينيك نشته او په باميانو كې [color=blue:a31959636a]پنځه سوه كلينيكونه [/color:a31959636a]دي.
همدا راز غزني ولايت كې په پښتون مېشتو ځايونو كې اوس هم واړه ماشومان څو كليومتره مزل كوي او بيا ښوونځي ته رسېږي او د همدغه ولايت په داى كونډي ولسوالۍ كې[color=red:a31959636a] 77(اوه اويا)[/color:a31959636a] ښوونځي دي .
كه دولت دا بهانه كوي چې په پښتون مېشتو سيمو كې پښتانه ښوونځيو ته اور اچوي نو دا خو همدا څو مياشتې كېږي چې دا ناوړه كار پيل شوى او پښتانه خو د كرزي د دورې له پيله د خپلو مدني حقونو څخه بې برخې دي.
او د ښوونځيو سوزونه د كرزي صيب دې يو اړخيزې پاملرنې ته مشروعيت نه شي وركولى . ځكه امنيت خو د دولت كار دى بايد د ښوونځيو د سوزيدو مخه ونيسي ، نه دا چې بېخي يې بند كړي.
كيدى شي د ناامنۍ او حالاتو خرابوالي هم همدا علت وي چې كرزى غواړي پښتانه څنډې ته كړي او له هر څه يې بې برخې كړي.
نور يې ستاسو اند او هاند ته سپارم
په مينه
ستاسو لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more