نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اسراييلو او حزب الله جکړه
نقاد
06.08.2006
درنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
د فلسطين ، اسلام اونړيوالې سولې پرضد د اسراييلو دجال له تل ابيب څخه سر راپورته کړی واو له څو ونيو راهيسې اوس دلبنان دحزب الله سره هم په جګړه بوخت دی ، غټ او واړه ، ښځې ، ماشومان او سپين ږيري وژني ، کلي کورونه او ښارونه وراني ، تربمبار ﻻندې يې نيسي او زغروال ټانکونه پرې ورخيژوي . په دې چکړه کې د پر حزب الله کومه او دڅشي پړه غورځوئ او اسراييل تر کومه ځايه پورې محکوموئ ؟ آيا د شخړې دحل کومه ﻻر اوامکانات وينئ ؟ هيله ه د خپل نظر سره مو دﻻيل هم وړاندی کړئ ! والسلام !
کټوازی
06.08.2006
ښاغلی نقاد صاحب او نورو وروڼو ،
سلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
و ليدل شول چې پر لبنان د اسرايل وحشت او بربريت ته د عدالت او جمهوريت نړيوال دعوېدار ( امريکا او ملګريو ) يي د اسرايل له خپل ځان څخه د دفاع نوم ورکړ ، خو برسېره پردې د اسلامي نړۍ تش پۀ نامۀ تنظيم ( او ايي سي ) له ملل متحد څخه د خپل روايتي دريځ له مخې پۀ ډېر معذرت خوانه ډول و غوښتل چې پر لبنان دې د اسرائيلي يرغل پۀ مخنيوي کې خپل نړيوال نقش ؟ ولوبوي !!!
زما پۀ خيال هسې بېځايه د ليکنې اوږدول او پر تکراري خبرو وخت تېرول به لوستونکو ته کومه ګټه ونه لري ، پۀ قاطع صورت سره بايد مسايل Discuss شي ،
د اسلامي هيوادونو غونډه که رښتيا هم پر يو مسلمان هيواد د يوۀ ناروا رياست له خوا د يرغل او بربريت پۀ مقابل کې د اسلامي نړۍ د دريځ او غبرګون پر عنوان رابلل شوې وه،نوبيا پرځای دد ې چې د تل پۀ څېر يې معذرت خوانه او بې ايمانه دريځ لرلی وای ، پۀ قاطع او پرېکينده ډول يې پرنړوالې ټولنې او پۀ ځانګړي ډول پر متحده ايالتو داواضع کړې وای چې اسلامي هيوادونه څۀ له تجاوزاتو څخه نۀ دي شمار چې اسرائيل او يا کوم بل هيواد دې يي د ښاروالۍ د مامورينوپۀ څېر چې څۀ و خت وغوړاي له منځه ليرې کړي !!
او نه هم نور امريکا او ملګري يي د تروريزم تر پوچې ، دروغجنې او مکرجنې نارې لاندې دې پرېښول کېږي چې پر يو مسلمان هيواد بربنډ تېری وکړي !!!
او هم دا چې که کفري نړۍ د ملګرو ملتونو نړيوال چارټر ته درناوی نه لري او برعکس د خپلو سياسي ، پوځي او اقتصادي ګټو لپاره ورڅخه پۀ قانوني ډول کار اخلي ، نو اسلامي هيوادونه نور د دې زغم نه لري چې د نړيوال امن ، سولې او ګډې همکارۍ لپاره دې خپل بين الاسلامي اتحاد تحليل ، او بالعکس دې يي پۀ هر ډګر کې سياسي ، اقتصادي او کلتوري استثمار وشي ،او پر دې دريځ يې له ملل متحد څخه پۀ احتجاجي او بېړني ډول پرېکون اعلان کړی وای
او هم له همدې اسلامي فورم څخه يي د ناټو د هيوادونو پۀ څېر يې پۀ لومړي ګام کې پر اضطراري ډول يو بين الاسلامي پوځي تړون لاسليک کړی وای ......... او بيا نور
صافی
06.08.2006
درنو اومحترمو ورنو! ټولو ته سلامو نه او نیکې هیلی.
ورونو ټول په دې پو هیږو چې داوسنی کړکیچ دمشلی سر چیر ته دی ؟ نه غربی نړۍ اونه هم عربی هیوادونه ددې طرفدار دی چې ایران او شیعګان دې په سیمه کې د یهودو تر څنګه په یو بل زبر ځواک بدل شی. نو زما په نظر هر څه چې په لبنان کې نن روان دی ديو اوږد پلان پلی کول دی چې دنوی پړاو شروع یی دلبنان څخه ده.او زوړ پړوا خو یی وینو چې په عراق کې د ناکامی سره مخامخ دی.
په سیمه کې وضع په لنډو راتلو کې دګواښ وړده، که چیرته ایران دخپل ذروی طاقت دلاسته راوړو نه لاس وا نه خلی.او ایران ته دلانجې په غزیدو کې دهیچا ګټه نشته نه دغرب او نه یې دعربی پلویانو.او دبل پلوه په ایران پټی سترګی پا تی کیدل هم په سیمه کې سولې ته ګواښ دی .نور نه پوهیږم خو خبره ورانه ده.
په درناوی
م ن غروال
06.08.2006
ګرانه صميم جانه ورورکه السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
( له عکس څخه دې داسي ښکاري چې له ما به دومره وُړ وي چې درته مې د ګران خطاب وکړ او ورورکه مې درته وويل، چې خوابدی مشي) په هر حال!
د اسرائيلو دا وژل نن ندي بلکه دا له هغه وخته دي چې دوي د فلسطين خاوره د امريکا په مشرۍ او د انګريزانو او فرانسويانو د مستقيمې نظامي په مرستو اشغال کړه٠
نن دا حق اسرائيلو ته امريکا او اروپا ورکوي چې د تروريزم سره په مبارزه کي دا جناست تر سره کړي٠
حزب الله که ددوئ سرتيري وژلي وي حق يې دي او که فلسطيني مبارزين ځانمرګي بريدونه کوي هم حق يې بولم او ملګري ملتونه چې چپه خوله دي هغه هم حق بولم٠ ځکه که دوئ څه ووايي نو ددوئ خرڅه به څوک ورکوي؟ او ملل متحد د نړېوال تروريزم يعنې امريکا او صهيونيستانو ته د برأت او اجازه نامې يو لوي سند دي او بس!
زه د لبنان حزب الله ته د تروريستي ډلې په سترګه نه ګورم او هر مسلمان چې د اسرائيلو پر وړاندې وسله واله جګړه کوي پاک صاف د الله تعالی مجاهد يې بولم او دا سند ورکوم چې انشأالله تعالی ، نصر من الله و فتح قريب*
د لبنان د مسلمانو خويندو او وروڼو په وژنه چې څوک نه ژاړي د مسلمان او يا د مؤمن شريف نوم دې له ځانه ډير ليري ځاي کي کښيږدي، چې نشي چيرته يې سيوری يې پرې ولګيږي!
دغه جګړه کي د امريکا ضد اسلامي پاليسي راښکاره کوي او ډير له ورايه ښکاري چې نن جګړه مطلق د اسلام سپيڅلې دين پر ضد ده٠ سره لدې چې اسلامي نړۍ کي له بده مرغه د غيرت او شهامت آثار درک مرک نلري خو بيا هم دا ابرځواکونه ددې نران هم ندي چې مستقيماً د اسلام سپيڅلې دين پر ضد خپله جګړه اعلان کړي٠ بس هسې د ابليس کانې دي چې هر مسلمان د امريکې او اسرائيلو پر ضد غږ پورته کړ نو په افغانستان کي طالب شو او په نورو هېوادو کي يا به القاعده نوميږي او يا به هم تروريست!
لعنت الله عليهم*
په درناوې
کټوازی
08.08.2006
ګران ورور ښاغلی غروال صاحب ،
وعليکم سلام ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
ستاسې له مشفقانه کلماتو پۀ بيا بيا مننه ، تاسو ته به زما له عکسه ، او ماته ستاسې له پخو واقعي اسلامي افغاني ليکنو څخه ، چې تل مو د رهنمايي سبب ګرځېدلې ،مالومېږي چې پۀ ټوله مانا تر تاسو ډېر کشر يم ،د خپلې خبرې پۀ رښتينولۍ کې به يوازې دومره و وايم چې تردې دمه مې لا عملي ژوندانۀ ته هم ګام نه دی ايښی او پۀ Cyber کې اوسم .........( ! )
خو پۀ هرصورت :
بيا هم ستاسې د ورورۍ خوږو او مشفقانه کلماتو ته پۀ ډېر او ژور درناوي سره چې تل مو راباندي لورولي ،
اصلي موضوع ته راګرځم ، ستاسې د خبرې پۀ تاييد زياتوم ، رښتيا هم که نن امريکا او ملګري يي و غواړي د ټولې اسلامي نړۍ وګړي له يوې مخې تر تېغ تېر کړي نو ملګري ملتونه به يي پۀ ډېرې خوشالۍ سره اجازت ورکړي ، او دا بايد مبالغه هم ونه بلل شي ، ځکه چې نن يې هم له تروريزم سره د جګړې تر مکر جنې او دروغجنې نارې لاندې بشپړ قانوني اجازه ورکړې او د طالب ، القاعده پر نامۀ يي باقاعده يو جنګي لائسنس پۀ لاس ورکړی چې چېرې هم وغواړي پر دې نامۀ پخپله ترورزم ته دوام ورکوي او د اسلامي نړۍ اقتصادي زيربناوې تر لاس لاندې کوي او سياسي ملي غورځنګونه يي له پښو اچوي ،
نو ضرورت ددې خبرې احساسېږي چې ترڅو به اسلامي نړۍ د کفري نړۍ ، ملل متحد ، او امريکا د بشردوستۍ ، خپلواکۍ ، دېموکراسۍ او ګډې همکارۍ د دومخيز معيار پر وړاندې د خاموښۍ او چوپتيا کپلې له ځانه تاوې کړې وي ، او لابه هم پر دوئ اتکا کوي ؟؟؟
نه بايد پر دوئ نوره تکيه وشي ، او د هرې ناروا او روا پر وړاندې يي معذرت خوانه دريځ خپل شي !
بلکې ضرور ت د ې خبرې دی چې اسلامي هيوادونه پۀ واقعي او رښتيني ډول د OIC پر بين ا لاسلامي پليټ فارم سره رايوځای ، د شريک پوځ پۀ جوړولو او اقتصادي صندوق پۀ پرانيستلو دې د خپل منځ د سياسي پوځي او اقتصادي ملګرتيا او يووالي بنسټونه پياوړي او پراخه کړي ، زما پۀ خيال دابه د عقلي او فکري مبارزې لومړی قدم وي چې اسلامي هيوادونه به يي اخلي !
ګنئ پۀ بل صورت کې د OIC د وجود هيڅ ضرورت نه احساسېږي ، برعکس ! تحليل يې پرځای برېښي !
هو ! خو پۀ ياد به يي لرو ، چې تاريخ به مو هيڅکله هم و نه بښي
م ن غروال
09.08.2006
ګران صميم کټوازی السلام علکيم و رحمت الله و برکاته!
د نېک پاک او اسلام درد او احساس څخه دې يوه نړۍ مننه!
دا خبرې کول او يا ليکل چې په ليکلو پلد وي يعنې يوازې خپلې خبرې وکولاي شي وليکي، يوازې په دې اړه نلري چې څومره په اسلام خبر دي او څومره هم له نړېوال سياسي خوځښتو څخه، بلکه د هغه شخص په روزنه چاپېريال کور کلي جومات خپل او خپلوان ياران او دوستان هم اړه لري٠
تاسو په زحمت :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2378
دلته ټک ورکړئ فکر کوم چې پيدا به کړئ چې د بعضو خلکو احساس يعنې څه؟
خو په هر حال!
بس يوازې غوښتل مې چې مننه وکړم او د هر مؤمن دنده بولم چې دا وحشت په کلکه وغندي او لعنت او نفرين پر ووايي!
په درناوې
کټوازی
11.08.2006
ګرانو وروڼو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ وبرکاتۀ !
ستاسې د ټول پۀ اجازت د ښاغلي کوشان بې ځايه او غيرضروري پوښتنو ته پۀ لنډ ډول جواب وايم !
ښاغلی کوشان صاحب !
نه پوهېږم چې تاسو قصداً او هسې خامخا بحث له اصلي موضوع څخه و بلې خوا ته وړئ او پر يوۀ ملحدانه بحث يې اړوې او که پوهېږې همدومره ؟
فرضاً ستاسې پۀ دود ::
زما نوم اسدالله ( د خدای زمری )
تاسو کولای شئ زما نوم چېلنج کړئ ځکه چې شرعاً خدای جلجلالۀ ته پۀ ورته مفهوم ( ستاسې له انګېرنې سره سم ) د زمري منسوبول ګناه او سخت الحاد دی چې د شرک ترپولو رسېږي !!!
خو څرنګه چې يي تاسو انګېرئ سراسر غلط ، بې بنسټه او هيڅ عقلي او منطقي اړخ نه لري بلکې د الحاداو بې دينۍ لور ته پر پراخ تمايل دلالت کوي چې موږ يې پۀ کلکه غندو ، او داپۀ اګاهانه ډول ستاسې له خو د بې دينۍ او الحاد د ناولې مفکورې و نورو ته د لېږداو يوه ناوړه او ناکامه هڅه ده ، البته پۀ نا اګاهي کې يي ستاسې د چاپېريال او روزنې د ناولې پايلې پۀ توګه هم يادولای شو !
د حزب الله مانا رښتيا هم داچې د الله حزب !
خو داچې تاسو واياست نو بيا ولې د يو انسان پۀ لاس رهبري کېږي ؟
خوداچې زموږد اسماني اديانو او صحيفو پۀ استناد انسان د الله جلجلالۀ خليفه او استازی دی نو هر انسان چې د الله د قانون پۀ رڼا کې د يوې ډلې او يا ملت رهبري کوي نو بيا د اپوښتنه نه راولاړېږې چې د نوموړې ډلې ، ګوند او ملت له ملي ارادې ، عقيدې اوبرنامې سره د الله جلجلالۀ نوم ولې يادېږي !
او بس
کټوازی
12.08.2006
ښاغلی کوشان صيب !
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
ماپر تاسو د کفر او بې دينۍ ټاپه نه ده لګولې ، او نه هم زۀ الحمدالله له هغو بې دليله مسلمانانوڅخه يم چې پۀ بحث کې د دليل او برهان پرځای پر غير منطقي او عقلي خبرو تکيه کوي او پۀ دې توګه له بحث څخه پښې سپکوي !
ما يوازې ستاسې پوښتنې چې پۀ نورمال حالت کې يي له يوۀ سالم او بالغ انسان څخه تمه نه کېږي پۀ Conditional ډول [color=blue:1340dbeb1a]( يا ني داچې که تاسو يي پۀ اګاهي کې مطرح کوئ )[/color:1340dbeb1a]غندلې او بې دينۍ اوالحاد ته مې پر پراخ تمايل دلالت بللې [color=white:1340dbeb1a]( ياني دلته هم شخصاً تاسو نه ياست ياد شوي )[/color:1340dbeb1a]
اما پۀ ناګاهي کې مې ستاسې د ټولنې او روزنې چاپېريال غندلی چې يو مسلمان يې ولې پر دې نه دی پوه کړی چې هغه کوم محرکات دي چې له خدای جلجلالۀ سره د انسان اړيکه ټينګوي او د الهي خلافت پر ګدۍ يې کېنوي ؟ بيا هم ستاسې شخصيت نه دی توهين شوی او ليکنې مې د هغه نامساعد چاپېريال پۀ تړاو شدت پيداکړی چې زموږ او ستاسوپۀ ګډون ډېر وګړي يي د ناقصې او نيمګړې روزنې پر بنسټ له خپل انساني مسوليت څخه له يوې مخې ناخبره دي !
خو داچې تاسو څرنګه انګېرلي !؟
وروره نوهيڅ نه شم ويلای البته ما خپل مطلب درته واضح کړ ، که ما دومره فکر لرلای چې تاسو به يي برعکس انګېرئ ، نو هيڅکله به مې هم پر دومره اختصار او جامعيت تکيه نه وای کړې چې ستاسې د خپګان سبب کېدلای !
خو پۀ هرصورت که بياهم ستاسې پۀ ډاډګېرنې کې پاته راغلی يم پۀ بيا بيا بښنه غواړم !
او بايد درپۀ ياد يې کړم چې پوښتنې ته مو تر دې پۀ لومړۍ ليکنه کې جواب ويل شوی !
پۀ درنښت :
ورور مو صميم