د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
خواله
      مازدیګر
      05.08.2006
    
چاچی پټ دشا له خواه وېشتلی ېم
ټول عمر ېې ګران  اشنا بللی يم
مه پوښته له ما نه دتېاری  قېصه
ټوله شپه په سره اورګرزیدلې يم
هرماښام به ورغلم دوره خواته
هر  سهار يي بيرته بېا شړلی يم
نه کوم ګېلی او  شکايت له چا
زه خو می دا خپل زړګی خوړلی ېم
نه وینم ژوندون او نه راځی مرګی
داسی يو ګړنګ ته ور لویدلی  ېم
ژونده ستا میدان می هم ګټلی شوای
څه وکړم  له   هر څه نه وتلی  ېم
ډکه دنیاګی کی  دی تر ما راځی 
غم لکه چی يو زه پیژند لی ېم  
(نور)خو به دنورو د محفل يمه 
شمع غوندی خپل اورګی سوزلی يم